د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو شورا کې د فایق خبرداری: افغانستان د بشري د یو له سختو ناورینونو په مرکز کې دی

1 نوومبر 2025
د بشري حقونو شورا کې د فایق خبرداری: افغانستان د بشري د یو له سختو ناورینونو په مرکز کې دی

Photo: Reuters

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه ویلي «افغانستان نن د بشري د یو له سختو ناورینونو په مرکز کې دی.»

رخشانه: فایق پرون ناوخته (جمعه د لړم ۹ مه) د هغه بیانیې د متن په خپرولو سره چې د ملګرو ملتونو په اتیایمه ناسته کې یې وړاندې کړی پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، طالبانو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، د انسانو له اساسي حقونو د ملاتړ لارې چارې له منځه وړې دي.

هغه په خپله بیانیه کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ د راپور وړاندې کولو ستاینه کړې وايي، د بنټ راپور «د طالبانو تر واک لاندې [افغانستان کې] زموږ د خلکو د ژوند د واقعیتونو یوه روښانې، جامع او ژورې اندېښنې انځور وړاندې کوي.»

فایق په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او خپلواکۍ پر وړاندې پراخ محدودیتونه «د حذف او سلطې قصدي سیاست» بللی چې دغه ډله یې «له دین او کلتور څخه په تحریف تفسیرونو» هغه توجیه کوي.

هغه د بنټ د راپور په استناد ویلي، دغه راپور په سیمه توګه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ځورولو او جنسیتي توپير» مستند کړی او وايي، په عام محضر کې په دورو وهل او اعدام، د پخوانیو نظامیانو، خبریالانوو، مدني فعالانو او د دې ډلې د مخالفینو، ربړونه او غچ اخیستنه، د وېرې او ډارولو د رامنځ ته کولو په موخه ډیزاین شوي دي.

فایق په خپله بیانیه کې په هېواد کې «د زده کړو مدرسه محوره کېدل» د اندېښنې وړ بللي لیکلي یې دي «طالبانو ښوونځي د ایډیولوژیک تبلیغ په مرکزونو بدل کړي او ډېر لږ دیني زده کړې یې د عصري او سکولار تعلیماتو ځای ناستي کړي دي.»

هغه پر دوام وايي «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو، شیعه ګانو او اسماعیله مذهب لارویانو کړاو» ورځ تر بلې ژورېږي او دغه قومي او مذهبي ډلې، له منظم توپیري چلند، په زور کډوالۍ او موخه لرونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست ټینګار کړیو چې د ښځو تر سرپرستۍ لاندې میلیونونه کورنۍ مخ پر زیاتېدونکې لوږې سره لاس او کرېوان دي، اقتصاد او ټولنیز خدمات هم په افغانستان کې کابو له منځه تللي دي.

هغه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو ایستلو ته اشاره کړې او له دې هېوادونو یې غوښتي، چې له ګواښ سره مخ کسانو د نه ستنولو اصل ته ژمن پاتې شي او افغانستان ته د هغوی له لېږلو ډډه وکړي.

فایق د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو د نیولو حکم صادرولو او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د خپلواکې کړنلارې رامنځ ته کېدو هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو «چې په پټه زده کړې کوي، د سرغړونو پېښې مستندوي او عدالت غواړي» ملاتړ وکړي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه