برېتانوي «چتم هاوس» بنسټ اعلان کړی، چې افغان ښځو د «سیستماتیک جنسیتي ظلم په وړاندې د ډله ییز مقاومت» په پار د دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال جایزه وګټله.
رخشانه: دا جاییزه د دوشنبې شپه د (لړم ۱۸ مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د برېتانیا د پخواني لومړني وزیر او چتم هاوس بنسټ د رییس له خوا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ دروازه ساتونکې الهه صفدري ته ورکړل شوه.
د دې جایزې د ورکړې په مراسمو کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو، لکه د رخشانې رسنۍ بنسټګرې زهرا جویا، فوزیه کوفي، شهزاد اکبر او بنفشه یعقوبي شتون درلود.
چتم هاوس بنسټ په یوه اعلامیه کې لیکلي، دا جایزه د سیستماتیکې جنسیتي ځپنې په وړاندې د زړورتیا او انعطاف او د افغان ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکې د دفاع لپاره د دوی د دوامداره هڅو په پار ورکړل شوه.
چتم هاوس وايي، افغان ښځو «د برابرۍ او راتلونکو نسلونو لپاره د برابرو فرصتونو لپاره پرلپسې» هڅې کړې دي.
د دې بنسټ په وینا، د ننګونو [او طالبانو د پراخو محدودیتونو] په وړاندې د افغان ښځو اقدامات د هغوی د ځواکمنتیا، تل پاتي، زړورتوب او ارادې باندې بدل شوي دي.
په دې مراسمو کې زهرا جویا، شهزاد اکبر، بنفشه یعقوبي او فوزیې کوفي د بي بي سي له خبریالې لیز دوسه سره د افغان ښځو په وړاندې د پرتو ننګونو او نړیوالې ټولنې د غبرګون په اړه خبرې وکړې.
«چتم هاوس» په برېتنیا کې مېشت یو خپلواک بنسټ دی، چې د نړیوالو مسایلو، بهرني سیاست، نړیوال امنیت او د هېوادونو تر منځ د اړیکو د څېړلو او شنونو په برخو کې فعالیت کوي.
دا بنسټ هر کال د چتم هاوس جایزه هغو کسانو یا سازمانونو ته ډالی کوي، چې په مهم نړیوالو ننګونو کې رول ولري.







