زېبا بلخي
«په محکمه کې هېچا له ما یوه کلمه هم ونه پوښتله، چې ته څه غواړې، آیا خوښه دې ده که نه، هر څه مې چې خاوند ویل ویې منل، پرېکړه یې وکړه او طلاق یې راکړ او ماشوم مې یې هم خاوند ته ورکړ. په دې خاوره ښځې ته د څاروي په سترګه کتل کېږي، چې نه د پرېکړې حق لري او نه د نورو حقونو حق.» دا خبرې یې په اوښکو بیان کړې.
۳۰ کلنه مروه وايي، دوه کاله وړاندې د یوه سړي دویمه ښځه شوه، دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د محکمې له خوا په زور طلاقه کړای شوه او د ۶۰ ورځني زوی ساتنه او پالنه یې هم د خاوند ورسېده.
په دې راپور کې د مروې نوم د هغې په خپله خوښه مستعار راوړل شوی او ځینې جزیات لکه د اوسېدو ولایت یې هم د خونديتوب په موخه لرې یا لږ بدلون کړی دی.
لا یې هم د ماشوم د زېږون لپاره تر سره شوی د سزارین ټپ تازه دی، خو ماشوم یې ترې اخیستل شوی دی.
جبري واده
رنګ یې الوتی او سترګې یې له ژړا سرې دي، مروه وايي، دوه کاله وړاندې د وروڼو له خوا په زور یوه داسې سړي ته په نکاح ورکړل شوه، چې له دې ۱۳ کاله لوی وو. یو داسې ۴۰ کلن سړي ته، چې له مخکني واده یې یوولس کاله تېر شوي دي.
مروه رخشانې رسنۍ ته وايي، وروڼو یې پرېکړه کوله او دا یوازې اورېدوکې وه، چې باید اطاعت یې کړی وايي، نه مخالفت: «راته ویل یې ستا قسمت همدا دی، اوس دې عمر تېر دی، اوس پخه پېغله شوې یې، بل څوک دې غوښتنې ته نه راځي او د عمر تر پایه به کور کې مجرده پاتې وې، په همدې خاطر دغه کس چې راغلی ښه سړی دی او ته مو ورکړې یې.»
له کوژدې یوازې ۲۰ ورځې وروسته مروه د خپل خاوند کور ته لاړه. د هغې په وینا، ډېره ژر پوه شوه، چې د څه لپاره د هغه سړي کور ته راغلې ده. خاوند یې له لومړۍ مېرمنې هېڅ اولاد نه درلود او هغه راغلی وو، چې دغه تشه ډکه کړي: «په یوه دوه میاشتو کې یو ځل زما کوټې ته راته، هغه هم د دې په خاطر چې اولاد ورته راوړم، او نور به بشپړ له خپلې اولنۍ مېرمنې سره وو او له ما سره یې چلند سم نه وو.»
د طالبانو به بیا واکمنېدو سره جبري او کم عمره ودونه په افغانستان کې یو ځل بیا مخ پورته روان دي.
د امریکا محتده ایالاتو نړیواله پرمختیايي اداره ښيي، چې د ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ کلونو پورې، په افغانستان کې له ۱۸ کلنۍ ټيټونو ۲۸.۷ سلنه نجونو ودونه کړي، چې ۹.۵ سلنه یې تر ۱۵ کلنۍ په کم عمر کې دي.
د امریکا متحده ایالاتو سرڅېړونکی (سیګار) یو بل امریکايي څاروونکی بنسټ دی، چې مخکې یې ویلي وو، په افغانستان کې جبري او کم عمره ودونه ۳۵ سلنه زیات شوي، چې د طالبانو له لوري د ښوونځیو له تړل کېدو سره تړاو لري.
په افغانستان کې د نجونو د ځان وژنې د غوټې سر هم جبري ودونو ته رسېږي.
کله چې له خپل واده خبرې کوي، نو دروند غرېو یې ستوني نیسي، اوږده ساه اخلي او بې واکه خپل لاسونه په ټکري کې رانغاړي. ترخه مسکا کوي او وايي: «زه پوهېدم کله چې د یوه سړي دویمه مېرمن شې، د خوښۍ مخ به ونه ګورې، خو وروڼو مې زما له خوښې پرته ورکړم. تازه ۲۸ کلنه شوې وم، خو د وړوڼو په نظر مې زړه وم، څومره مې چې ورته و ویل، تر اوسه مې عمر کم دی، یو بل کس حتمآ راځي او ما ورکړی، خو دغه سړي ته چې ښځه لري ما مه ورکوۍ، ویې نه منله، ومې ژړل، زارۍ مې وکړې، خو زما خبرو ته یې ارزښت ورنه کړ.
همدارنګه هغې و ویل:«۲۰ ورځې وروسته یې د واده مراسم ونیول، کله چې د خاوند کور ته لاړم، د خاوند له لوري مې د ځان په اړه مینه ونه لیده او په وړاندې مې بې پروا او بې پامه وو. په همغه لومړیو ورځو کې یې راته و ویل، زما له اولې مېرمنې سره مینه ده، خو خوښېږي مې چې اولاد هم ولرم، په همدې خاطر مې ستا سره واده وکړ. راته یې و ویل، له ما زیاته تمه مه لره، هڅه کوم کمی درته پرېنږدم.»
مروه له واده شپږ میاشتې وروسته امیدواره شوه، کله چې پوه شوه اولاد یې په نس دی، ژوند ته یې بیا ځلې هیله پیدا شوه، هغه په دې فکر وه، چې ښايي د هغه ماشوم شتون وکولی شي د دې او خاوند تر منځ یې پیوند جوړ کړي، خو دا تمه یې هم زر غلې شوه.
مروه وايي، د امیدوارۍ ورځې یې په بې مینې، سړې او یوازیتوب کې تېرې کړې: «زما په کیسه کې نه وو چې ښه یم که نه یم، آیا څه ته اړتیا لرم که نه، یوازې هره ورځ به چې دندې ته تلو، راته راتله به او ویل یې، پام کوه په ماشوم څه ونه شي، خو دا فکر یې نه کاوه، چې د امیدوارۍ په دوران کې ښځه پاملرنې، مینې او محبت ته اړتیا لري، یوه ورځ مې مینه ترې نه ده لیدلې.»
د زوی په زېږدو یې کمه خوښي ژوند ته راوګرځېده، داسې، چې ټول کړاونه یې د ماشوم به زېږدو سره له یاده وتلي وو، خو یوازې یوه میاشت وتوانېده، چې ماشوم یې په غېږ کې ونیسي.
مروه وايي، خاوند یې له هېڅ دلیل پرته ورته و ویل، چې غواړي طلاق درکړي، مروې د خاوند خبرې ټوکې بللې او پام یې ورته ونه کړ: «زوی مې د ۲۰ ورځو وو، چې خاوند مې په لومړي ځل راته و ویل طلاق درکوم، خو ما ټوکې ګڼلې او له ځان سره مې ویل، اوس دې اولاد خاونده شوم، ماشوم مې نه رانه بېلوي، دوه ورځې وروسته یې هم همدا خبره وکړه، شور ماشور مې پیل کړ، چې طلاق دې راکاوه، ولې دې کولم او زمو لانجه لویه شوه.»
مروه پر دوام وايي: «خاوند ته مې و ویل طلاق دومره ساده نه دی، زه نه غواړم طلاق واخلم، قوم، خپل خپلوان او سپین ږیري مې راټول کړل، وروڼه مې هم راغلل، ما ورته و ویل، زه طلاق نه غواړم، ژوند مې خرابېږي، ډېرو زما خاوند ته نصحت وکړ، خو خاوند مې پر خپل ضد ولاړ وو او خپله خبره یې ټينګه نیولې وه، چې زه باید طلاق واخلم او خبره مو تر محکمې ورسېده.»
له دې وړاندې بلخ ولایت کې ګڼو ښځو په یوه راپور کې د طالبانو له محکمو په شکایتونو کې رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، د طالبانو په عدلي بنسټونو کې عدالت ته د ښځو لاسرسی شتون نه لري او پر ځای یې سپکاوی، ګواښ، توهین او نه پاملرنه دود ده او ډېری پرېکړې د نارینه وو په ګټه کېږي.
مدافع وکیلانو هم له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، طالبانو د شفاهي فرمان په صادرولو سره اعلان کړی وو، چې په کورنیو دعوو کې، که عریضه کوونکې ښځه وي، باید د ښځو له عریضو په ځانګړې توګه په کورنیو دوسیو کې ډډه وشي او د هغوی لپاره دوسیې جوړې نه شي.
د مروې په وینا، د طالبانو په محکمه کې هغې ان د ځان د دفاع فرصت ونه موند، یوازې د طالبانو د قاضي په څو جملو، د هغې ګډ ژوند پای ته ورسېد: «خاوند مې ډېر بډای او نفوذ لرونکی وو، له همدې پېژندګولی او بډاینې یې ګټه واخیسته تر څو بریالی شي. کله چې محکمې ته لاړو هر څو مې ورته و ویل زه طلاق نه اخلم، خبرې ته یې غوږ نه نیوه او ویل یې په اسلام کې د طلاق حق نارینه ته ورکړل شوی دی، خامخا دې له خاونده سرغړونه کړې ده، چې تا ته طلاق درکوي. تر څو مې غوښتل خبرې وکړم، ویل یې غلې شه، خاوند چې طلاق درکړی طلاقه یې، نور دې خپل ژوند پسې لاړه شه.»
همدارنګه هغه وايي: «غوښتل مې زه هم خپلې خبرې وکړم، خو طالبانو ویل ځه ځه نجلۍ له اوله به دې د مېړه نافرماني نه کوله، که د دومره خوښ وای، چې ژوند دې ورسره کړای وای، هغه نارینه دی هر څه یې چې ویل تا به کول، اوس چې طلاق درکوي، طلاقه یې نور ځه له خیره، همدا خبر یې وکړ او ژوند یې را تباه کړ.»
مروه مخ په ټکري کې پټوي او بې واکه اوښکې بهوي، د ژاړ غږ یې په کوټه کې راڅرخي، وروسته له هغې چې ځان اراموي، وايي د طالبانو محکمې یې د زوی پالنه هم خاوند ته ورکړه.»
هغې و ویل: «دا چې پیسې او پاڼګه یې لرله، د ماشوم سرپرستي یې په آسانۍ هغه ته ورکړه. زه خو یې نه خوښېدم، لږ تر لږه په هغه ماشوم خو به یې رحم کاوه، څنګه یې وکولی شوای یو ماشوم چې د مور غېږې او شیدو ته اړتیا لري، له موره بېل کړي، زوی مې یې رانه واخیست، نه یې راښيي، تر څو له ما سره روږدی نه شي، هېڅ ملاتړی نه لرم چې له ما ملاتړ وکړي او لاړه شم محکمې ته و وايي، چې لږ تر لږه را ویې ښيي، زه هم مور یم، زړه مې سوځي.»
هغه پلار او مور نه لري. کلونه کېږي، چې دواړه یې له لاسه ورکړي دي او اوس د یوه ورور په کور کې ژوند کوي، هغه کور چې هر سپکاوي او پېغور د دې پر سر دی.
مروه وايي، وروڼو یې نه د طلاق او نه د زوی د پالنې برخه کې د دې هېڅ ډول ملاتړ ونه کړ او یوازې یې پرېښوده: «وروڼه مې هېڅ راپسې ونه درېدل، له ما یې ملاتړ ونه کړ، خاوند مې زوی نه راښيي، هر څومره مې چې وروڼو ته و ویل، راځی طالبانو ته شکایت وکړو، وروڼو مې ویل، څه یې کوې ځان له هغه سره مه وهه، ځوانه یې بیا به واده وکړې او اولاد به دې وشي، هغه زیاته پېژندګلوي لري ناحقه جنجال ته لوېږې، زما د ژړا او ځور په کیسه کې نه دي، څنګه کولی شي زما سره دغه ډول چلند وکړي، زما ګناه څه ده، چې دا ډول راسره کوي.»
هغه پر دوام وايي: «د تللو لپاره بل ځای نه لرم، له وروڼو او مېرمنو سره یې ژوند کوم، هره شېبه پېغور راکوي، چې خدای پوهېږي څه دې کړي، چې ژوند دې خراب کړ، مېړه دې طلاقه کړې، تر څو به زما خاوند ډوډۍ او اوبه درکوي، هر څو چې ورته وایم ما نه غوښتل طلاق واخلم، خو ټول فکر کوي، چې پړه په ما کې ده.»
به خېټه یې لا هم د کوکونو نښې تازه دي. یوه میاشت له دې کیسې تېره شوې، خو هره شېبه د ټپونو د ځای په لیدو او لمسولو یې دردونه بېرته تازه کېږي.
کله چې له مروې پوښتم هیله دې څه ده، وايي د زوی له لیدلو پرته هېڅ شی نه غواړي. تمه یې ده یوازې یو ځل خپل زوی په غېږ کې واخلي او بوی یې حس کړي: «د زوی له لیدلو او په غېږه کې له اخیستلو پرته پر دې نړۍ بله هېڅ هیله نه لرم، غواړم د زړه ټوټه مې ووینم او تل راسره وي. نه پوهېږم په څه حال به وي، خدای پوهېږي څومره به ژاړي، یو انسان څنګه کولی شي دومره ظالم شي.»







