د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: له ۴۸۰ زره زیات په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومانو مو تر درملنې لاندې نیولي

1 نوومبر 2025
یونیسف: له ۴۸۰ زره زیات په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومانو مو تر درملنې لاندې نیولي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف» اعلان کړي، چې سږ کال یې له ۴۸۰ زره زیات، په سخته خوارځواکۍ اخته ماشومانو تر درملنې لاندې نیولي دي.

رخشانه: په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین ایوالي نن (شنبې د لړم ۱۰ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، له لویو خنډونو سره سره، هره ورځ د انسانانو ژوند ژغورل کېږي.

هغه له خپلو ګډونوالو او مرسته کوونکو چې افغانستان کې د ماشومانو تر څنګ ولاړ دي، مننه کړې ده.

یونیسف تېره ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې د خوارځواکۍ یو له سختو ناورینونو سره مخ دی.

د دې بنسټ په وینا، په افغانستان کې کابو ۳.۵ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي، چې یو میلیون د هغوی سخت ډنګر او له ګواښ سره مخ دي.
یونیسف ویلي وو، چې دغه [وضعیت] د مخینوي وړ دی. اوږدمهاله بودجه او ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته لاسرسی کولی شي د انسانانو ژوند وژغوري او د ماشومانو له راتلونکې ساتنه وکړي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) هم څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې په افغانستان کې کابو ۴.۷ میلیونه ښځې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

دغه بنسټ ویلي وو، چې افغانستان کې ۹.۵ میلیونه وګړي د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

بهرنیو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړیو چې افغانستان د خوارځواکۍ له سخت ناورین سره لاس او ګرېوان دی.

له پاکستان او ایران څخه د کډوالو جبري ایستل، سخته وچکالۍ او د بشري مرستو سخت کموالي په هېواد کې دغه ناورین زیات کړی دی.

اړوندې لیکنې

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026
طالبانو د کابل دشت برچي کې «فاطمه الزهرا کلېنیک» بند کړ
خبر

طالبانو د کابل دشت برچي کې «فاطمه الزهرا کلېنیک» بند کړ

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه