لیکواله: آزاده تران
د مریم محمدي له مړینې یوه میاشت تېره شوې. ۱۷ کلنه نجلۍ او د کابل په لوېدیځ کې پر سیدالشهدا ښوونځي د مرګوني برید یو له ټپیانو، چې له دې پېښې د اخیستو ټپونو له کبله یې له څلورو کلونو وروسته ژوند له لاسه ورکړ.
د مریم مور وايي، دوی ټول شته ناشته، د خپلې لور په درملنه ولګول، خو ونه توانېدل، چې سمې درملنې ته یې دوام ورکړي او مریم د درملو د کمښت او له افغانستان د باندې د درملنې د اړتیا لپاره مرګ ته غاړه کېښوده.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د غوايي اتلسمه د کابل لوېدیځ د یوې خونړۍ پېښې شاهد وو. یوه موټر بم د نجونو یو ښوونځی په داسې حال کې په نښه کړ، چې زده کوونکې یې د ښوونځي څخه د تګ په حال کې وې.
په دې خونړۍ پېښه کې له ۸۰ زیاتې زده کوونکې نجونې و وژل شوې او ۱۵۰ تنه نورې ټپيانې شوې وې. د افغانستان د مخکني دولت امنیتي بنسټونو تایید کړې وه، چې دغه برید د طالبانو کار وو.
د دې پېښې له یو ۱۵۰ تنه ټپیانو یوه هم مریم محمدي وه، هغه ۱۳ کلنه او د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې وه، چې په دې چاودنه کې یې د ښي لاس دوه کوتې له لاسه ورکړې او په نس، ملا، دواړو پښو او سر کې یې ژور ټپونه اخیستي وو.
د مریم له مړینې دوه اوونۍ وروسته، مور یې لا هم په شوک کې ده. ۳۷ کلنه راضیه په ډېرې سختۍ وتوانېده، چې د خپلې لور په اړه لنډې خبرې وکړي. هغې و ویل، د لوړ مړینه یې «لکه ناسور زخم» په ژوند کې پاتې دی. راضیې د چاودنې په ماښام خپله لور په وینو لژند او سوی بدن، د کابل په لوېدیځ محمد علي جناح روغتون کې موندلې وه.
د مریم ترور ۳۹ کلنه نوربي بي هغه څوک ده، چې له څلورو کلونو زیاته موده روغتون په روغتون له مریم سره پل په پل تللې ده. هغې په دې راپور کې له هغه کړاوه، چې مریم کش کړی او له هغه ستونزو او سختیو چې د هغې کورنۍ په یوازې ځان په اوږو وړې وايي.
په دې څلورو کلونو کې څه تېر شول؟
نوربي بي وايي، له چاودنې وروسته مریم له یوې نیمې میاشتې زیاته موده کابل کې په خصوصي او دولتي روغتونو کې تر څارنې لاندې وه، خو د ژورو ټپونو له کبله، په افغانستان کې د هغې درملنې شتون نه درلود. له همدې امله د یو شمېر نورو ټپي نجونو سره یو ځای د «بابه مزاري» خیریه بنسټ له لوري د درملنې لپاره ترکیې ته ولېږدول شوه.
ترکیې ته تر لېږدولو وروسته، مریم له نهه تنه نورو ټپي نجونو سره یو ځای د «بابه مزاري» خیریه بنسټ سره د شوي تړون سره سم، د ترکیې د انقرې په یوه خصوصي روغتون کې بستر شوه.
د مریم د ترور له قوله، د مریم د بدن ډېرې برخې د چرو د ننوتو له امله ژورې ټپي شوې وې، په همدې خاطر هغې په ترکیه کې د درملنې په لومړنیو میاشتو کې په هره میاشت کې «دوه تر درې» جراحي عملیاتونه تېرول او په اوونیو اونیو به په بېهوښۍ او کما کې وه.
په ترکیه کې د مریم او د هغې د ملګرو د درملنې پروسه د «بابه مزاري» خیریه بنسټ په ملاتړ د دریو میاشتو لپاره ښه روانه وه، تر هغې چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په څلورویشتمه نېټه په افغانستان د جمهوري حکومت په نسکورېدو او د طالبانو واک ته په رسېدو سره، د «بابه مزاري» خیریه بنسټ د بودجې د نشتوالي له کبله د مریم او د ملګرو له ملاتړه لاس په سر شو.

نوربي بي وايي، د مالي ملاتړ نشتوالی د دې لامل شو، چې مریم په میاشتو میاشتو له درملو او درمنې پرته له ټپونو سره چې دردونه یې تازه شوي وو لاس او ګرېوان وه: «چې هېڅ ځای بلد نه وې، لاس دې هم تش وي او هېڅوک درسره مرسته ونه کړي، ډېره سخته ده، موږ د خیریه بنسټ د مرستو په تمه ترکیې ته ولاړو، خو هغوی په نیمه لار کې پرېښودو. د مریم ټپونه په هغه وخت کې تازه شوي وو او هغه روغتون چې مریم یې د درملنې لپاره نیولې وه، له دې کبله چې پیسې نه وې، موږ یې له روغتون څخه وایستلو. هېچا زموږ زنګ او پیغام ته ځواب نه راکاوه تر څو مرسته راسره وکړي، یوازې څه چې له لاسه مو کېدل دا و، چې ولاړ شو تر څو له لوږې خو مړه نه شو.»
نور بې په ترکیه کې د میوې د بسته بندۍ په یوه کارخونه کې په سخت کار کم مزد تر لاسه کولو او په افغانستان کې د مریم د پلار د مسافر وړونکي موټر او یوې ټوټې ځمکې په پلور سره هغوی وتوانېدل، چې لږ تر لږه د دریو کلونو لپاره په ترکیه کې د مریم د درملنې او پاتېدو لپاره لګښت برابره کړي.
د بابه مزاري بنسټ له خوا د مرستې بندېدو په اړه یې د رخشانې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې و ویل: «له پراخو هڅو سره سره، د بنسټ مالي وړتیا محدوده وه او د شته سرچینو له کارولو وروسته، په پراخه کچه مالي ملاتړ دوام ونه کړ، دغه محدودیتونه، د دوامداره بودجې د نشتوالي، د غوښتنې د زیاتوالي او په داخل او بېرون کې د عملیاتي شرایطو کې پېچلتیا له کبله وو.»
له طالبانو وړاندې افغانستان په ځلونو د مرګونو ځانمرګو بریدونو او چاودنو شاهد وو، چې عمومآ طالبانو د هغو مسوولیت اخیست یا هم امنیتي بنسټونو د پړې ګوته طالبانو ته نیوله.
په ډېرو مواردو کې د دغه پېښې ټپیان د سوځېدلې د پېچلي ټپ له امله په افغانستان کې د درملنې وړ نه وه او د درملنې لپاره د هېواد څخه بهر لېږدول کېدل.
د نوربي بي په وینا، ترکیه کې د مریم له یو کلنې درملنې وروسته، د لسګونو جراحي عملیاتو په ترسره کېدو د مریم ټپونه مخ په ښه کېدو وو او د ورځې په تېرېدو یې بیا ځلي ژوند ته هیلې زیاتېدلې، خو په دې پړاو کې یوه بله وژونکې ناروغي ورو ورو د مریم بدن ته ننوتلې وه او ډاکتران ترې نا خبره پاتې وو، تر دې چې پام یې شو، چې د هغې پر بدن د حساسیت او تڼاکو نښې د «لوپوس» په نوم د یوې وژونکې ناروغۍ ښودونکې وې.
ډاکترانو ومونده، چې مریم د پرلپسې جراحۍ عملیاتو او د هغې په بدن کې د چاودنې د چرو شتون، په لوپوس (Lupus) ناروغۍ اخته کړې وه.
لوپوس یو ډول وژونکې ناروغي دي، چې د بدن پر جوړښتونو برید کوي، د دې ناروغۍ سرچینه د وینې مکروبي کېدل دي، لوپوس ناروغي د بدن په بېلا بېلو غړو لکه، پوست، هډوکي، پښتورګو، زړه او مغز ته جدي زیانونه رسوي، دا ناروغي پرېکنده درملنه نه لري، خو له دوامداره درملو ګټه اخیستنه کولی شي د هغې نښې کمې کړي.
لوپوس ناروغۍ د مریم پښتورګو ته ګڼ زیان اړولی وو، تر دې چې هغه تر دوه کلونو پورې هرې درې میاشتې د ترکیې په یوه روغتون کې بستري کېده او تر «ډیالېز» لاندې نیول کېده.
نوربي بي وايي، هر ځل به چې مریم د دیالېز تر سره کېدو لپاره روغتون کې بستري کېده، د بدن د کمزورتیا له کبله به په ورځو ورځو بې هوښه او کما وه.
د مریم د روغتیايي وضعیت نسبي ښه کېدا یو اړخ او له بل لروي په ترکیه کې د هغې د پاتې کېدو لپاره د امکاناتو نه شتون، د دې لامل شو، چې مریم او ترور یې یو کال وروسته بېرته افغانستان ته ستنې شي.
د درملو د کمښت له کبله مرګ
مریم افغانستان ته له راګرځېدو وروسته د ډاکتر له لوري د سپارښتنه شویو اراموونکو درملو په کارولو سره عادلي ژوند ته راګرځېدلې وه. د نوربي بي په وینا، هغې په دې موده کې سره له دې چې ښۍ پښې يې په چاودنه کې زیان لیدلی وو او تل یې سپک درد درلود، ساعتونه ساعتونه د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره پلې د ژبې یوه ښوونیز مرکز ته تلله.
د نوربي بي په وینا، وراره یې له څلور کلنو سختیو سره سره سره له هیلو لاس نه و اخیستی. د مریم ترور وايي، هغې په سر کې لوړې هیلې درلودې او له هغې ورځې راهیسې، چې افغانستان ته راګرځېدلې وه، سره له دې، چې د لوپوس حفیفه ناروغي یې د دې لامل کېده، چې کله کله یې ساه بنده بنده شي، خو هیلو ته د رسېدو لپاره یې هڅې کولې.
د مریم د هیلو نښې کولی شو د هغې د خاطرو په کتابچه کې هم وګورو، مریم په خپلو خاطرو کې، چې د کتابچې د پښتۍ تاریخ یې ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په دویمه لیکل شوې، راوړي: «نن د چنګاښ دویمه او ډېره زړه تنګې او ګرمه ورځ ده، خو زه بیا هم په دې ګرمه هوا کې کورس ته ځم، ځم تر څو وتوانېږم خپلو هیلو ته، چې لرم یې ورسېږم.»
«محمد را نه وپوښتل کولی شې و وايي، لویه هیله چې لرې یې څه ده؟» هغې په ځواب کې لیکلي دي: «یوازینۍ هیله مې هوسا ژوند، خوشحاله کورنۍ او ډاکتره کېدل دي. زه تل په دې فکر کې وم، چې یوه ورځ لویه شم او ډاکتره شم. هوسا او خوښ ژوند ولرم. خو نه پوهېږم، چې هیله ته به ورسېږم او که نه؟ ځکه چې زموږ خلک تل په نجونو پسې خبرې کوي…»
مریم یوې موخې ته هم ونه رسېده. په پای کې د هغه ټپونو له امله چې په موټر بم برید کې، د افغانستان د مخکنیو امنیتي مسوولو بنسټونو په ویناو چې د طالبانو کار وو، ژوند ترې واخیست. که په دې نړۍ پاتې هم وای، معلومه نه وه، چې خپلو هیلو ته ورسېږي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د نجونو زده کړې بندې کړې دي.
د مریم د کورنۍ په وینا، هغه له ترکیې تر راتګ وروسته کابو یو کال په هغو درملو سره چې له ترکیې یې ورسره راوړي وو، ژوند تېراوه، تر دې چې د سږ(۱۴۰۴) کال د تلې میاشتې په لومړیو کې د مریم اراموونکي درمل تمام شول، د هغې کورنۍ ټول درملتونونه او د وارداتي درملو شرکتونه وپلټل، خو هغه درمل چې د مریم د ناروغۍ لپاره ګټور وو ویې نه موندل.
هغوی وايي، د درملو نه پیدا کېدل د دې لامل شول، چې مریم بېرته له پښو وغورځي.
د مریم مور راضیه د تلې میاشتې د شپږمې نېټې له ماښام راهیسې د هغې د روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو څو کیسې کوي: «ماښام و، چې یودم د مریم وضعیت خراب شو. «مخ» او ستوني یې پړسوب پیدا کړی وو او ساه یې بندېده، لاس او پښې یې سست وو، په بېړه مو یو موټر ونیوه، هغه مو کلېنیک ته یوړه، ډاکترانو ویل چې د بډوډو «پښتورګو» فعالیت یې کمزوری شوی دی، همدا لامل دی، چې سمه ساه نه شي اخیستی. د پېچکارۍ (ستنې) له وهلو وروسته د مریم وضعیت ښه شو.»
مریم له هغې ورځې وروسته یو ځل بیا عادي ژوند ته راوګرځېده، تر دې چې د تلې په اتمه هغه بیا په کور کې په ځمکه ولوېده او ساه یې تنګ شوه او ساه کښل یې شمېرلي شول. د هغې په هغه ورځ لاس او پښې سست شوي وو او د تګ توان یې نه درلود، ان اوبه او ډوډۍ یې نه شوای خوړلی.»
سره له دې، چې راضیه د خپلې لور د خراب وضعیت له امله اندېښمنه وه، خو فکر یې نه کاوه، چې هغه به د لسګونه جراحي عملیاتو او د کما او بېهوښۍ په حالت کې د روغتون په بستر په میاشتو میاشتو پرېوتو سره چې بېرته ژوند ته راګرځېدلې وه، اوس یې دا وخت رارسېدلی وي، چې له څلورو کلونو وروسته د تل لپاره مریم له لاسه ورکړي.
په داسې حال کې، چې راضیه خپل دواړه لاسونه سره موښي، کوم چې د ژورو رواني فشارونو نښه ده، د خپلې لور د ژوند وروستۍ ورځې بیانوي: «د تلې اتمه نېټه وه او ټولې مخابراتي شبکې بندې وې، کله چې مریم له «خوبه» راپاځېده، یودم یې له ما اوبه او ډوډۍ وغوښته، ټول ځان «بدن» یې پړسېدلی وو، اوبه او ډوډۍ مې ورته راوړه، هر څو یې چې هڅه وکړه، اوبه غړق «تېرې» کړي ویې نه شوای کولی، د باندې یې وغورځولې او په ژړا یې پیل وکړ. ویې ویل، مورې زه مرم، ګوره ان اوبه نه شم څښلی. ومې ویل، نه لورې، اوس ډاکتر ته ځو، درمل اخلو او ښه کېږې، ترو ته مې یې غږ کړ، ما او هغې په دواړو په سختۍ له ځایه پورته کړه، پښو یې د تګ توان نه درلود، موټر ته مو ورسوله او حنظله روغتون ته چې د پښتورګو لپاره ځانګړی دی ورسوله، ډاکتر په بیړه مریم بستر کړه او ویې ویل، پښتورګو یې بشپړ له کاره لوېدلي دي او عصبي فشار یې وروستۍ کچې ته پورته شوی.»
مریم له یوې شپې ورځې وروسته له «حنظله» روغتون څخه «علي آباد» روغتون ته، چې د عصبي او رواني ناروغیو لپاره دی، ولېږدول شوه او په بشپړه توګه په بې هوښه حالت کې وه.
په «علي آباد» روغتون کې ډاکترانو راضیې ته ویلي وو، چې د مریم ناروغي د هېواد د ننه د درملنې وړ نه ده، هغه باید له هېواده بهر یوړول شي.
نوربي بي وايي، دوی ان د دې مالي توان نه درلود، چې مریم په یوه ښه خصوصي روغتون کې بستر کړي، څه دا چې هغه له افغانستانه د باندې ولېږدوي.
د کورنۍ په وینا یې، په پای کې مریم د تلې په لسمه د سهار ۴ بجې په ۱۷ کلنۍ کې د سختې عصبي حملې او پښتورګو له کاره لوېدو وروسته په علي آباد روغتون کې د تل لپاره په غلې توګه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د مریم ترور نوربي بي هغه ورځې یادوي، چې کله مریم له ترکیې د راستنېدو پر مهال د افغانستان په هوايي ډګر کې هغې ته ویلي وو، ښه احساس نه لري: «هغه ورځ چې په هوايي ډګر کې د افغانستان اړخ ته راغلو. مریم راته و ویل: ترورجانې زه خامخا په افغانستان کې مرم، ځکه هلته زما درمل نه موندل کېږي او ډاکتران زما ناروغي نه شي تداوي کولی.»
د مریم له مرګ وروسته دوه بې سرپرسته ښخې راضیه او نوربي بي له خپلو څو ماشومانو سره یو ځای د چهل دختران په لوړ غره کې، په یوه خټین کور کې له درنو پورونو سره یو ځای ژوند کوي. راضیه وايي، د مریم د درملنې لپاره یې تر ۱۰ زره امریکايي ډالرو زیات لګښت کړی دی، چې شاوخوا یو زر او پنځه سوه امریکايي ډالر یې له نورو پور اخیستی وو، هغه څوک چې اوس د خپل پور د ورکړې توان نه لري.
هغه وايي، د مریم له مړینې وروسته یې ژوند ته تمه پرې ښوې او له پنځو وړو او نیم بېیه ماشومانو سره له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مل ژوند تېروي. راضیه وايي، دوه دونیم کاله وړاندې یې خاوند د عصبي فشار له کبله مغزي سکته وکړه او مړ شو.
مریم چې د پلار د مرګ د خبر اورېدو پر مهال ترکیه کې وه، د خپلو یادونو په کتابچه کې لیکلي دي: «یوه اړیکه یوازې یوه اړیکه کافي وه، چې نړۍ سره وپاشل شي. ویل یې: پلار دې ولاړ. او زه … د دې عجیب ښار د شور ماشور په منځ کې یخ وم، نه خبرې، نه اوښکې راتلې [او] نه ساه. یوازې چوپتیا، یوه اوږده چوپتیا، داسې ښکارېده، چې هر څه یې له ځان سره تېر کړي. پلاره… ته لاړې او زه نه وم، نه وم چې لاس دې ښکل کړم.»







