مژده محمدي
د هرات ښار په یوه څنډه کې، د نجونو یوه ډله د څراغونو جوړولو په یوه کارخونه کې په کار بوخته ده. دغه نجونې د کورنو او واټونو د لاسي څراغونو د ولټاژ برابره ولو برخه کې د پوهې تر لاسه کولو لپاره کې کار کوي.
هغوی هره ورځ د سهار له اتو د مازیګر تر پنځو په دې کارخونه کې بوختې دي، د کورونو لپاره له پنځو تر پنځوس واټه او د واټونو لپاره له پنځوسو تر سل واټه پورې څراغونه تولیدوي.
۴۰ کلنه مژګان محمدي چې د څراغونو د وړې کارخونې مسووله ده، له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د یوې ښځې په توګه د هغه دود پر عکس چې رواج دی او فکر کېږي، چې برېښنا جوړول د نارینه وو کار دی، د دې کارخونې په جوړلو سره له دې ډول ذهنیت سره مبارزه کوي.
مژګان و ويل: «څرنګه چې زموږ ټولنه نرواکه ده، نارینه هڅه کوي تر څو ښځې د برېښنا له برخې لرې وساتي او تل یې ویلي، مه کوه، کېنه دا د نارینه وو کار دی، په داسې حال کې، چې د یوه فیوز بدلول ډېر اسانه کار دی او وېره هم نه لري. ما دغه کار تر سره کړی دی او غواړم هراتي ښځو او نجونو ته هم زده کړې ورکړم.»
مژګان دغه کارخونه پنځه کاله وړاندې په پنځه زره افغانیو لومړۍ پانګې سره جوړه کړې ده. هغه کار چې نن یې ارزښت له شپږ سوه زره افغانیو زیات شوی دی او په دې کار خونه کې تولېدونکي څراغونه، په کابل، جلال آباد، کندهار او لغمان ولایتونو کې وېشل کېږي.
د دې کارخونې څراغونه په داسې ډول ډیزاین شوي، چې د افغانستان د بې ثباته برېښنا په شرایطو کې هم د ګټې اخیستنې وړ دي. د مژګان په وینا: «زموږ څراغونه په ټیټ ولتاژ کې هم روښانه کېږي او د وارداتي بېلګو په پرتله یې دوام هم زیات دی.»
او د پېرودونکو د ډاډ لپاره له پلورو وروسته د یوه کال ضمانت هم ورکوي، هغه ګام چې د ښځو د کار د کیفیت د باور نښه لري.
هغه انځورونه چې مژګان رخشانې رسنۍ ته رالېږلي، نجونې ښيي، چې په یوه کارخونه کې په کار بوختې دي. مژګان د دې کارخونې له جوړولو مخکې سینګارګره وه. په سینګارتونونو کې د ښځو د کار له بندېدو وروسته مژګان هوډ وکړ، تر څو په دې برخه کې کار پیل کړي. هغه وايي: «خاوند مې د برېښنا انجینر دی او د زده کړو په برخه کې زما تر څنګ دی تر څو وکولی شم دغه برخه مخ ته یوسم.»
مژګان د برېښنا د کار د لومړۍ تجربې په اړه چې دا یې لېواله کړه و ویل: «د ژمي یوه شپه زموږ د کور ترانسپرمر وسوځېده، خاوند مې هم په کور نه وو. څرنګه چې هوا زیاته سړه وه، ما له خاوند سره اړیکه ونیوه، تر څو زموږ د کور ترانسپرمر د نښلولو چاره راته بیان کړي. هغه د اړیکې له لارې ما ته د برېښنا فیوز د بدلون او د کېبلونو د وردودي او خروخي نښلولو چاره توضیح او ما تر سره کړه. هغه شېبه مې وېره ډېره وه، خو وتوانېدم چې تر سره یې کړم او له همغه وخته مې وغوښتل، تر څو په دې برخه کې کار وکړم.»
د مژګان د کار یوه برخه نجونو ته د څراغونو جوړولو تخنیکي زده کړه ده. هغه هره ورځ دوه ساعته په عملي توګه د څراغونو جوړلو زده کړې ورکوي.
دا مهال لږ تر لږه لس نجونې په کارخونه کې د څراغونو جوړولو په عملي زده کړه بوختې دي. مژګان و ویل: «په پیل کې د نجونو د پوهې کچې په لټه کې کېږم، چې څومره پوه لري. ځکه دا توکي په هر کور کې شتون لري، خو په عمومي توګه د کاري توکو سره د ښځو تر منځ بلدتیا کمه ده.»
د څراغونو په برخه کې د نجونو لپاره د مژګان ټولګي وړیا تر سره کېږي او زده کړې په بشپړه توګه عملي بڼه لري. مژګان د زده کړې د طریقې په اړه و ویل: «زه عملي زده کړې ورکوم، ځکه د برېښنا په برخه کې تیوري مطرح نه ده. زده کوونکې په لومړۍ اوونۍ کې له کاري توکو سره بلدېږي. په وروستیو اونیو کې د لاس په واسطه د څراغونو جوړول تر سره کېږي. د کار توکي د دوی په واک کې ورکول کېږي او هغوی کار کوي او وروسته په فابیریکه کې کار ته دوام ورکوي.»
په دې برخه کې زده کړې شپږ میاشتنۍ دي او په دې کارخونه کې کارکوونکې د دې پړاو تر پای ته رسېدو وروسته، کولی شي په کارخونه کې کار وکړي. مژګان و ویل: «هغه ښځې چې په دې برخه کې زیات کار ته لېوالتیا لري، کولی شي په دریو میاشتو کې زده کړې وکړي.»
د مژګان په وینا، د همکارانو ډله یې دا مهال د لږ تر لږه دوه سوه ډوله کورنیو او واټونو د څراغونو د تولید توان لري. خو د بسندویه پانګې نشتوالی، د کارخونې لوړه کرایه او له ایران او چین څخه د خامو موادو واردول د هغې د کار پر وړاندې درې ستر خنډونه دي.
مژګان د کور او کارخونې له وضعیت نه په اندېښنې سره و ویل: «د میاشتې پنځه زره افغانۍ د کارخونې کرایه ورکوم، خو له هغه وخته چې ګډوال راستانه شوي، د کور خاوند تر فشار لاندې نیولې یم، تر څو کرایه ور لوړه کړم. زه د کور په لټه یم، خو په هغه بیه چې زه یې غواړم نه پيدا کېږي.»
د ځای د ستونزې تر څنګ کمې پانګې هم د مژګان لاس تنګ کړی دی. هغه وايي، ډېر وخت د پانګې د نشتوالي له امله کار ځنډېدلی دی: «موږ دا مهال ال آی ډي او ترانس له ایران او چین څخه راوړو او دلته یې بسته بندي کوو، که خام مواد په عمده توګه وپېرو ارزانه راته پرېوزي، خو اوس پانګه په لاس کې نه لرم، او د تړون سره سم خام مواد اخلم، چې د خامو موادو اخیستل او رواړل راته په لوړه بیه تمامېږي.»
د دې کارخونې د کارکوونکو منځ کې یوه تحصیل کړې نجلۍ هم لیدل کېږي، چې د پوهنتونو د دروازو تر تړل کېدو وروسته یې دغه ځای ته پناه راوړې ده. مژګان وايي، هغه نجونې چې ان په دې برخه کې لومړنۍ زده کړه هم نه لري، په دې کارخونه کې په دې برخه کې کارکولو ته لېواله کېږي. هغې و ویل: «په کور کې ښځې دې برخې ته پاملرنه نه لري او فکر کوي، چې دا د نارینه وو کار دی، خو دغه ښځې چې کله زما سره کار کوي، په زړه پورې کار کوي او ډېر پیاوړې مخ ته ځي او ما ته وايي، چې په دې برخه کې کارکول ورته ډېر په زړه پوری دی.»
په هغه ټولنه کې، چې فني او برېښنايي کار په کې «نارینه» ګڼل کېږي، مژګان په خپل کار سره دغه ذهنیت ته ځواب ورکړی دی. هغه کیسه کوي، چې په پیل کې یې ډېری ګاونډیانو ورته ویل: «دا د ښځو کار نه دی.» خو اوس مژګان تر خپل څنګ نورو ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت لا هم داسې کورنۍ شته، چې خپلو لوڼو ته په کارخونو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي: «زما له شاګردانو یوه خپله راضي وه، خو کورنۍ یې ویل دا د نارینه وو کار دی او ستا په درد نه خوړي، خو زما په اند په داسې شرایطو کې چې ټولې نجونې په کور ناستې دي او هېڅ ښوونځی او پوهنتون یې پر مخ نه دی خلاص، کورنۍ باید پرېږدي، چې لوڼې یې کم تر کمه په فني کارونو کې کار وکړي او هغوی محدودې نه کړي.»
۲۵ کلنه لیلما د هغو نجونو له ډلې ده، چې د څراغونو جوړولو په کارخونه کې په کار بوخته ده. هغې د رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، چې په پیل کې یې کورنۍ کارخونې ته له تګ سره مخالفت کاوه. دې و ویل: «د افغانستان خلک هغه کار ته چې د ښځو کار نه وي اجازه نه ورکوي او دا چې زما کورنۍ هم پښتنه ده په پیل کې نه راضي کېدل، چې کارخونې ته ولاړه شم، خو ما او مېرمن محمدي څو ځلې خبرې ورسره وکړې او په پای کې یې اجازه راکړه، چې په کارخونه کې کار وکړم.»

عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
لیلما د طالبانو په دوران کې سره له دې، چې د پښتو ادبیاتو برخه کې یې د پوهنتون سند درلود خو د کورنۍ د دودیزه لید له امله نه وه توانېدلې، چې له کوره د باندې کار وکړي. خو اس دوه میاشتې کېږي، چې هره ورځ دوه ساعته په دې کارخونه کې د څراغونو جوړلو زده کړې کوي.
دا له هغو ورځو وايي، چې په کور اوږده پاتېدو هغه له ژورخفګان سره لاس او ګرېوان کړې وه: «دا یو سرګرم کوونکی او د زده کړو برخه ده او د خفګان له حالته چې څه موده مې زغملو وژغورلم، ځکه د کور له محیط څخه د باندې شوم، د خفګان او روحي ستونزو حالت کم شو او زما فکر بوخت شو.»
له دې سره لیلما اوسنیو محدودیتونو ته په اشارې له ښځو غواړي، تر څو خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره مبارزه وکړي: «میاشتې او کلونه مې د دې لپاره چې یوه ځای ته ورسېږم او خپلواکه ګټه ولرم، درس مې ولوست، خو اوس چې زمینه نه ده برابره، له نجونو غواړم، چې خپلو کورنیو ته قناعت ورکړي تر څو کم تر کمه وکولی شي له کوره بهر یو کسب مخ ته یوسي.»
پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو او د ښځو د زده کړو او کار په حق د محدودیتونو په لګولو سره، د مژګان په څېر یو شمېر ښځو د صنعت برخو کې کار ته مخه کړې ده. دغه ښځې له ملاتړو بنسټونو او خلکو غواړي، چې له کاره یې ملاتړ وکړي.
مژګان و ویل: «موږ تر ډېره کار په لاس کوو او اوس په هغه ال ای ډي او ترانس متکي یو، چې له ایران او چین څخه واردېږي. که زما سره مرسته وشي، زړه اړتیا لرم، چې د پرس او دایکاس قالب ماشینونه واخلم، تر څو خپل کار صفر څخه تر سل سلنې پورې خپله مخ ته یوسم.»







