زهرا رستګار (مستعار نوم)
دا کیسه لیکم خو د دې لپاره نه چې د وضعیت د بدلون لپاره کومه هیله ولرم، د دې لپاره یې لیکم چې لږ تر لږه په تاریخ کې دا پاتې شي، چې زما په شان نجونې، چې کلونه یې درس ویلی، اوس د طالبانو محدودیتونو د دوی پر ژوند څه راوړي دي.
مستعار نوم مې زهرا رستګار دی. د بلخ ولایت اوسېدونکې یم او کابو درې کاله مې په سیمه ییزو رسنیو کې خبریالی کوله. دوه کاله د طالبانو له واکمنۍ وړاندې او یو کال هم د دې ډلې تر واکمنۍ لاندې.
خبریالي راته یوازې یو کسب نه وو، بلکې ټول خوبونه او هیلې مې په دې لار کې جوړې شوې وې. په یاد مې دي، چې په څومره مینې او لېوالتیا سره دې حرفې ته ننوتم. اوس هغه ټولې مینې او لېوالتیا ځای د طالبانو وېرې او ناهیلۍ ته ورکړی دی.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، رسنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ شوې، په هغې رسنۍ کې چې ما کار کاوه، د طالبانو له لوري فشارونه ورځ تر بلې زیاتېدل، د رسنۍ بودجه هم ورځ په ورځ کمېده، تر دې چې په پای کې هغه رسنۍ چې ما کار ورسره کاوه، بنده شوه. موږ ټول بېکاره شو، همکاران مو سره وپاشل شول.
زړه مې نه غوښتل بېکاره کېنم، د هرې رسنۍ دروازې ته ودرېدم او د کار غوښتنلیک مې ورکړ، خو هېڅ رسنۍ ښځینه کارکوونکې ته اړتیا نه درلوده. د کار په لټه دومره ورځې وګرځېدم تر دې چې ناهیلې شوم. باید د خپل ځان او کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره مې یوه لار موندلی وای.
یوه روغتیايي انستېتیوت ته ورغلم تر څو د قابلګۍ په برخه کې زده کړې وکړم او د راتلونکې لپاره مې یوه لار پرانستل شي. کومې پیسې مې چې بچت کړې وې نوم لیکنه مې پرې وکړ او له هیلو په ډک زړه مې دوام ورکړ. خو لا دویم سمستر ته نه وم رسېدلې، چې طالبانو د انستېتیوتونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې. هغه ورځ چې د انستېتیوت دروازه د نجونو پر مخ وتړل شوه، د زرګونو نجونو په ژوند کې یوه بله ترخه ورځ شوه.
شبه او ورځې مې ستونزې درلودې، د شپې د اندېښنو له زیاتوالي خوب نه راتله، ما یوازې کار او زده کړې له لاسه نه وې وکرې، بلکې راتلونکې مې له لاسه ورکړې وه. زه په هغه هېواد کې ژوند کوم، چېرته چې هره ورځ د بلې په پرتله د نجونو خوبونه او هیلې رېبل کېږي.
په کور کې له څه مودې کېناستو وروسته اړ شوم یو بل کار ومومم، د طالبانو په حکومت کې د یوې ښخې لپاره د یوه کور سرپرستي هم د جګړې هغه میدان ته ورته دی، چې هېڅ وسله درسره نه وي، خو ناچاره وم جګړه وکړم. له ډېرو ورځو هڅو وروسته مې یو کار وموند، چې له خبریالۍ سره یې هېڅ ورته والی نه درلود. چهارمغز پاکول.
اوس له هغې دوه کاله وروسته، چې یوه یوه دروازه زما پر مخ تړل شوې تېرېږي. دوه کاله کېږي، چې شپه او ورځ چهارمغز ماتوم، دروند کار او لږ ګټه. په ټوله ورځ کې درې یا څلور کیلو چهارمغز پاکوم.
ګټه یې یوازې دومره ده، چې ژوندي پرې پاتې یو. خو کله دومره اړتیا راته پیدا کېږي، چې د کور له تودولو هم تېرېږم او د چهارمغزو پټوکي چې باید کور پرې ګرم کړم، پلورم تر څو مې د مور او پلار د درملو او ډوډۍ لپاره یو څو روپۍ شي.
په یوه پنځه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوم. پلار مې ناروغ دی او د لوړ فشار له کبله یې یو لاس او پښه فلج شوي دي، مور مې چې سږي یې ستونزه لري او ساه اخیستل ورته ګران دي، ورور او خویندې مې له ما کشرانې دي. کله مې چې د خبریالۍ تنخوا درلوده، ژوند مو له ټولو سختیو سره بیا هم د زغملو وړ وو.
ژمي تر ټولو زموږ لپاره سخت دي. که د چهارمغزو پټوکي وپلورم، د اور بلولو لپاره څه نه را پاتې کېږي او کور مو سړېږي. که یې نه پلورم، شاید وتوانېږم کور ګرم وساتم، خو بیا د ډوډۍ خوړلو لپاره کافي پیسې نه لرم.
که رښتیا و وایم، د چهارمغزو پاکولو کار د خبریالۍ له کار سره هېڅ ورته والی نه لری. خبریالي زما لپاره عزت وو، غږ وو، احساس او خوبونه مې وو. کله له ځانه پوښتم، ولې باید تل د دې خاورې نجونې قرباني وي؟ د طالبانو راتګ له وېرې، غليتوب او لوږې پرته موږ ته بل څه نه لري.







