د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه

۱۹ لړم ۱۴۰۴
ځان وژنه که قتل، کابل کې د تاوتریخوالي قرباني یوې ۴۷ کلنې ښځې د مرګ کیسه

هانیه فروتن

خدیجه په خواشنۍ سره وايي: «داسې څوک نه وه، چې ځان وژنه وکړي، که به مې ورته ویل طلاق واخله، تل یې یو ځواب درلود، ویل یې د خلکو له بدو خبرو، وهل ډبول راته ښي دي، درد یې کم دی، تر اوسه مې چې تېر کړ، له دې وروسته به هم کزاره کوم، خور مې په ناحقه و وژل شوه.»

د ۱۴۰۴ کال د تلې په درېيمه د پنشنبې ورځ له ماسپښین وروسته د نیلوفر د مرګ تریخ خبر د خپلوانو او ګاونډیانو تر منځ خپور شو. خاوند یې مړینه ځان وژنه اعلان کړه، خو د وهلو ټکولو او خفه کولو نښې او له باخبره سرچینو سره د رخشانې رسنۍ خبرې اترې ښيي، چې دغې ۴۷ کلنې قرباني د ځان وژنې له کبله نه، بلکې د کورنۍ تاوتریخوالي په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نیلوفر د کابل لوېدیځ ته د چهل دختران په سیمه کې ژوند کاوه، هغه کلی چې د ډېری اوسېدونکو برخلیک یې له بېوزلۍ او محرومیت سره غوټه شوی دی.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وروستي راپورونه، چې د روان کال د لړم په ۴ مه خپاره شوي ښيي، چې افغانستان کې ښځې د نړۍ د اوسط په پرتله درې برابره د خپل ژوند د شریکانو له خوا د فزیکي او جنسي تاوتریخوالي سره مخ دي.

دغه راز راپور تاییدوي، چې د تاوتریخوالي نور ډولونه لکه، ناموسي وژنې، جبري ودونه، د ماشومانو تر منځ ودونه، د کورنیو ستونزو په حل کې له ښځو او نجونو کار اخیستلو په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی زیات کړی دی.

د نیلوفر د مرګ کیسه

د قرباني شوې په ګډون د ټولو نومونه د سرچینو د خوندیتوب په خاطر په دې راپور کې مستعار راوړل شوي دي.

د نیلوفر خپلوانه ۳۵ کلنه خدیجه وايي، هغه ورځ یې تازه د غرمې ډوډۍ خوړلې وه، چې تلېفون ته یې زنګ راغۍ، هغه زنګې چې د دې په وینا، د ژوند تر ټولو تریخ او د نه باور وړ خبر یې ورکړ.

خدیجه سم په یاد نه لري، چې د خپل کور او قرباني د کور تر منځ ۳۰ دقیقه يي واټن یې څه ډول و واهه: «کله چې کور ته نېږدې شوم، ومې لیدل چې خلک د کور مخې ته راټول دي، زره مې کمزورتیا وکړه او پښې مې سستې شوې، د ننه شوم، بې روحه جسد … پر ځمکه پروت وو او خاوند یې له څو ګامه وړاندې یوازې ورته کتل، ویل یې ځان یې په خپله و واژه، خو ما باور ونه وکړ او ویل مې دا دروغ ده.»

خدیجې ویلي، د نیلوفر په مخ د ټپونو او ګرېدونو ګڼې نښې لیدل کېدې. د پښو ګوتې یې ټپي وې او سر یې هم څو ځایه ټپونه درلودل. په شا او ښيي ورانه کې یې هم د ټوکل کېدو نښې لیدل کېدې، هغه له مرګ مخکې سخته وهل شوې وه.

خدیجه بیانوي: «زه چې ورسېدم، جنازه د انګړ څنګ ته اېښودل شوې وه. خدای ناترسه مېړه یې ویل، ځان یې په حمام کې په پړي راځړولی وو، خو د حمام دېوال دومره لوړ نه وو، چې څوک وتوانېږي ځان پرې راځوړند کړي.»

د نیلوفر یو ګاونډي ۵۲ کلن رحمت رخشانې رسنۍ ته ویلي، یوه شپه وړاندې د دې ښځې او خاوند د دعوو شاهد وو.

هغه تشریح کوي: «د شپې کابو لس بجې وې، چې د چیغو او ژړا غږونه د ګاونډي له کوره پورته شول، فکر مې کاوه، غله راغلي او د باندې ووتم. وروسته مې فکر شو، چې د نیلوفر خاوند بیا دا د خدای بنده وهي ټکوي. ښځې بېچاره ژړل او زارۍ یې کولې چې مه مې وهه، پنځه شپږ دقیقې تېرې شوې، چې چیغې کمې شوې، اخر اړ شوم، چې کړکۍ بنده کړم، په سبا شپه چې کور ته راغلم، ویل یې د ګاوندي ښځې ځان وژنه کړې ده.»

سره له دې، چې د نیلوفر خاوند ویلي وو، هغې په پړي ځان راځړولی، خو هغه شاهدانو چې جنازه یې لیدلې وه، رخشانۍ رسنۍ ته و ویل، ستونی یې بشپړ ټپي شوی وو او د پړي د کش کېدو هېڅ نښه په کې نه لیدل کېده.

۳۲ کلنه فرزانه یو له هغه کسانو ده، چې د طالبانو له لوري عدلي طب ته د نیلوفر د جسد تر لېږدولو مخکې یې هغه لیدلې وه. هغې و ویل: «د ستوني لاندې برخه یې توره وه، داسې چې په یوه ټوټه یا نخي او نرم شي یې زندۍ کړې وي. هغه ټپ چې ما ولید، اصلآ د پړي ګرېدل نه وو، وېښتان یې ګډوډ وو. داسې لکه چا چې له وېښتانو کش کړې وي، پر څېره [مخ] یې منګولې راکښل شوې وې.»

۵۶ کلنه بي بي نظرماه د نیلوفر له نېږدې خپلوانو ده. د هغې د سترګو لیدلی حال هم د فرازنې لید ته ورته وو او باوري ده، چې قرباني د وهلو ټکولو او زندۍ کولو له کبله ژوند له لاسه ورکړی او مرګ یې ځان وژنه نه وه.

د بي بي نظرماه په وینا، د نیلوفر د مخ او ستوني ټپونه ښيي، چې په پړي نه ده راځړول شوې. هغې و ویل: «د ستوني ټپونو یې د پړي له پرېکولو سره توپیر درلود، معلومېده، چې په نرم شي زندۍ کړای شوې ده. د ستوني دواړه اړخونه یې بشپړ تور شوي وو. په بدن یې څو ځایه تازه او زاړه ټپونه درلودل.»

د ګاونډیانو په نقل، شاوخوا ۱:۳۰ بجه له غرمې کابو نیم ساعت د خدیجې له رسېدو وروسته، د نیلوفر خاوند له څو تنو وسله والو کسانو سره چې ویل کېږي د اتلسمې حوزې طالبان وو- کور ته راوګرځېدل او څو دقیقې وروسته یې د هغې جسد د عدلي طب څېړنو په پلمه له کوره و ایست.

د قرباني کورنۍ وايي، طالبانو د نیلوفر د مرګ په اړه هېڅ راپور دوی ته نه دی ورکړی او ان تر عدلي طب پورې یې له جسد سره د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د نیلوفر جسد کابو دوه تر دونیمو ساعتونو وروسته، د کابل لوېدیځ د امید سبز ښارګوټي کې په بشپړه چوپتیا سره خاورو ته وسپارل شو.

خدیجه وايي: «له بده بخته، کله چې نیلوفر مړه شوه، د اولادونو پلار هم په کابل کې نه وو، ان ومې نه شوای کولی د وورستي ځل لپاره یې مخ وګورم، تر څلورو بجو ورته انتظار شوم، چې عدلي طب څه وايي، خو زنګ راغلی چې د هدیر خوا ته ولاړه شه، دومره زر یې نیلوفر تر خاورو لاندې کړه، چې ان دا فرصت مې تر لاسه نه کړ، چې کلي کې یې [خپلوانو] ته خبر ورکړم.»

په دې اړه نور ولولئ...

د بلخ پر واټونو لاسي توکي پلورونکې ښوونکې: « زموږ د کار، تحصل، آزادۍ او روزۍ له اخیستلو پورته بل تاوتریخوالی به څه وي»

ملګري ملتونه: افغانستان کې معلوله ښځې او نجونې له جدي ننګونو سره مخ دي

د نیلوفر په ژوند کې د تاوتریخوالي مخینه

خدیجه اوس هم چې له هغه ورځو خبرې کوي، غږ یې لړزېږي. په ژړا وايي، د نیلوفر له پېښې یوه اوونۍ وړاندې یې له هغې سره اړیکه نیولې وه. ویل یې وو، چې خاوند یې بیا وهلې ډبولې او ان دا ځل یې په مرګ ګواښلې ده.

هغه کیسه کوي: «تر څو چې ژوندۍ وه، یوه ښه ورځ یې ونه لیده، یوه ورځ په کور کې د ډوډۍ د نشتوالي له امله وهل خوړل، یوه ورځ د سونګ توکو د نشتوالي او کله هم د نه امیدواره کېدو له کبله تر سوکانو او لغو لاندې کېده. ان له مرګه څو ورځې وړاندې د کور د خرڅ پر سر د یوه څاروي په کچه وهل شوې او ټکول شوې وه.»

د خدیجې تر څنګ د نیلوفر ګاوندۍ هم ویلي، په وار وار یې د هغې د خاوند بد چلند او وهل ټکول لیدلي دي.

نظرماه د خپلو سترګو لیدلي حال په اړه ویلي: «ټول ګاونډیان یې د خاوند په بد چلند او بد خلقۍ شاهدان دي. جنګ جګړو او دعوو یې موږ تر پوزې راوستي وو، هره ورځ به یې نیلوفر وهله. له مرګ یوه یوه نیمه میاشت وړاندې یې تر دې بریده و وهله، چې چیغو او ژړا یې موږ اړ کړو مرستې ته یې ورشو، خو خاوند یې راته کنځلې وکړې او له کوره یې و ایستلم. ویل یې زما ښځه ده، په تا پورې هېڅ اړه نه لري.»

نظرماه دوام ورکوي: «له مرګه یې څو ورځې وړاندې کله مې چې نیلوفر ولیده، کیسه یې کوله، چې خاوند یې په ټکري زندۍ کړه او لږ پاتې وه، چې ساه ورکړي. ویل یې تل مې ګواښي، چې تا وژنم او جنازه دې سپو ته اچوم. بلاخره یې دومره و وهله، چې ښځه بېچاره مړه شوه.»

په داسې حال کې، چې خدیجه په لاس د ټکري جوړلو باندې بوخته ده، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې یې د نیلوفر د مرګ د تعیب لپاره اقدام نه دی کړۍ؟ له ځنډ پرته ځواب ورکوي: «چېرته شکایت وکړم، چا ته ورشم، زه یوه تورسرې یم، هېڅوک مې خبرې ته ارزښت نه ورکوي. نه طالبان زموږ خلکو په کیسه کې دي، نه ملا.»

رخشانه رسنۍ ونه توانېده، چې د دې قرباني له خاوند سره اړیکه ټینګه کړي. د سرچینو په وینا، هغه له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته، له سیمې کډه وکړه او هېڅوک نه پوهېږي، چې چېرته تللی دی.

د خدیجې لاسونه په چټکۍ او بې آرامۍ سره په چنګک راڅرخېدل، غوټې یو په بل پسې تړل کېدې، لکه څنګه چې هره غوټه د غم یوه ټوټه او د هغې په سینه باندې یو دروند بار وو. هغې و ویل: «ظالم خاوند یې تېر کال غاښ ورمات کړ، کله چې موږ په حوزه کې د هغه په اړه شکایت وکړ، طالبانو ویل موږ د ښځې او مېړه په ژوند کې مداخله نه شو کولی.»

نیلوفر چې کله ۲۰ کلنه وه، د پلار په ټینګار د ۱۵۰ زره افغانیو په بدل کې یوه داسې کس ته په نکاح ورکړل شوه، چې له وړاندې یې هېڅ نه پېژانده. د ژوند له همغه پیل یې د تاوتریخوالي ارټ په څرخېدو راغلی او دوه کاله وروسته، هغه مهال چې خاوند یې پوه شو، چې دا نه شي کولی اولاد راوړي، بد چلند یې پیل کړ. دغه چلندونه ورو ورو په وهلو ټکولو او په پای کې د هغې په مرګ تمام شول.»

خدیجه کیسه کوي: «په یاد مې دي، خاوند یې له همغه پیله دې ته د شنډې غږ کاوه او ویل یې، بې خیره پلار دې پر ما تېره کړې او شنډه [نه امیدواره کېدونکې] لور یې ما ته وسپارله. له هغه سره په ټول ۲۷ کلن ګډ ژوند کې نیلوفر ګڼې ربړونې او کړاونه وزغمل.»

د نیلوفر کیسه یوازې د یوې ښځې روایت نه دی، دا په افغانستان کې د زرګونو ښځو د کړاو برخه ده، چې د ملاتړو او ټولنیزو قوانینو په نه شتون او د طالبانو د توپیري سیاستونو په شتون کې ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، د ملاتړو او قانوني سیستمونو نه شتون او د طالبانو توپیري چلندونو د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ ولاړو تاوتریخوالو په شمېر کې زیاتوالی راوستی او د هغو راتلونکې پایلې لا بدوي.

اړوندې لیکنې

بنټ: خوست کې د یو تن د اعدام حکم د یوه ۱۳ کلن هلک له خوا تر پلی شوی دی
خبر

بنټ: خوست کې د یو تن د اعدام حکم د یوه ۱۳ کلن هلک له خوا تر پلی شوی دی

۱۲ ليندۍ ۱۴۰۴
ریچارد بنټ له رخشانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې: «موږ باید د هغه څه حقیقت چې په افغانستان کې تېرېږي ثبت او مستند کړو»
دسته‌بندی نشده

ریچارد بنټ له رخشانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې: «موږ باید د هغه څه حقیقت چې په افغانستان کې تېرېږي ثبت او مستند کړو»

۱۲ ليندۍ ۱۴۰۴
کونړ کې خبریالان د طالبانو له دوه ګوني چلنده شکایت لري
خبر

کونړ کې خبریالان د طالبانو له دوه ګوني چلنده شکایت لري

۱۱ ليندۍ ۱۴۰۴
کابل کې «سخي زیارت» ته د ښځو په ننوتلو د طالبانو له نوي بندیزه د سترګو لیدلی حال
دسته‌بندی نشده

کابل کې «سخي زیارت» ته د ښځو په ننوتلو د طالبانو له نوي بندیزه د سترګو لیدلی حال

۱۱ ليندۍ ۱۴۰۴
افغان لوبغاړې فرښته خاني د پاکستان د رزمي هنرونو سیالیو اتله شوه
خبر

افغان لوبغاړې فرښته خاني د پاکستان د رزمي هنرونو سیالیو اتله شوه

۱۱ ليندۍ ۱۴۰۴
طالبان خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعداموي
خبر

طالبان خوست کې یو تن د خلکو په وړاندې اعداموي

۱۱ ليندۍ ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه