آزاده تران
طالبانو د غزني ښار د شپږمې ناحیې د ګڼ مېشتې خو بېوزلې سیمې «نوآباد» ښارګوټي اوسېدونکو ته یوازې درې لارې پرېښې دي، د کورونو بیا اخیستل، کرایه ورکول یا د کورونو پرېښودل.
هغه معلومات چې د خلکو سرچینو رخشانۍ رسنۍ ته ورکړي، ښي چې د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته، د طالبانو د رسېدنې د ځانګړي حکم پر اساس د نوآباد ښارګوټي له استازو سره، د دوه کاله او پنځو میاشتو دعوې وروسته د ۱۴۰۴ کال د تلې په ۲۳ مه، د دې ښارګوټي ټوله اراضي، چې شاوخوا یو زر ۸۴۳ جرېبه ځمکه ده، «امارتي» اعلان شوې ده.
د دې محکمې د حکم له مخې، د یاد ښارګوټي اوسېدونکي درې غوراوي لري: «۱- دا چې د آبادۍ بیه تر املاکو زیاته اعلان شوې ده، نو ځکه متصرفان اسلامي امارت ته د ځمکې د بیې په ورکړه مکلف دي. ۲- هغه کسان چې د خپلو ځمکو د بیې د ورکړې توان نه لري، باید اسلامي امارت (د طالبانو حکومت ته) کرایه ورکړي. ۳- له پورتنیو وړاندیزو د سرغړاوي په صورت کې به تر سخت قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
سرچینې وايي، له قانوني څار موخه دا ده، چې خلک دې له هغه ځایه کډه وکړي.
یوې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو سره رخشانې رسنۍ ته ویلي، د غزني سیمه ییز کمېسیون د لړم په ۱۴ مه د نوآباد ښارګوټي استازو او خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د لړم تر ۱۷ مې وخت لري، چې د محکمې وروستۍ پرېکړه تایید کړي او یا له ځنډ پرته د دې ښارګوټي خلک وکوچېږي.
خو هغه ویلي، د نوآباد ښارګوټي د قومي مشرانو او غزني کې د اهل سنت علماوو شورا په همکارۍ د نوآباد د خلکو په زور ایستلو موضوع، له کندهار څخه د غوښتنې د ځواب تر لاسه کولو پورې ځنډېدلې ده.
د طالبانو د مشر د دفتر تړلې دروازه
د دې ښارګوټي د «امارتي» کېدو تر اعلان وروسته، د روان کال د لړم په ۴ مه د نوآباد د اوسېدونکو پنځلس تنه، چې قومي مشران، دیني عالمان او د خلکو استازي په کې وو، د خپلو عریضو د وړاندې کولو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري، د دې غوښتې د بیا څېړلو په پار کندهار ولایت ته سفر وکړ.
هغوی له ځان سره یو لیک ولېږداوه، چې په کې یې د طالبانو له مشره غوښتي، چې د طالبانو د ځانګړې محکمې حکم لرې او په دې اړه له سره غور وکړي.
د دې غوښتنلیک په یوه برخه کې راغلي: «موږ د نوآباد ښارګوټي اوسېدونکي، د دې ځمکو هره لوېشت چې په (جلوګیر، لشمک، احمدي او پوستین دوز) پورې تړلې ده، په شرعي قوالو او په سختو اقتصادي شرایطو کې اخیستې ده او اوس له درې لسیزو زیات وخت کېږي، چې هغه مو خپلې کړې او په کې اوسېږوو.»
خو سرچینې وايي، د ملا هبت الله اخوندزاده د دفتر مسوولینو د خلکو د پنځلس تنو استازو څخه، یوازې یو تن د غوښتنې په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره منلی او د استازو لپاره د هبت الله په دفتر کې له مسوولینو سره د مخامخ خبرو اترو فرصت نه دی برابر شوی.
له بل لوري د څو اونیو په تېرېدو سره، د طالبانو د مشر ملا هبت الله د دفتر له لوري د خلکو دې غوښتنې ته تر اوسه پورې روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی.
په دې ښارګوټي کې کابو ۱۲ زره کورنۍ، چې له قومي پلوله ټول هزارګان دي، ژوند کوي. دغه ښارګوټی په ۱۳۷۲ لمریز کال کې جوړ شوی دی. مخکې دغه اراضي د «پشته قریه مغلان»، «دامنه های قریه لشمک» او «جلوګر بکاول» په نومونو یادېدلې.
مخکې له دې، چې هزاره وګړي په دې سیمه کې مېشت شي، پر دې ځمکو حقوقي دعوا روانه وه. خو سرچینې وايي، په کال ۱۳۷۲ کې د «قاري بابا» په نوم د غزني پخواني والي، د هغه وخت د محکمې رییس او علماوو ، دغه دعوا خلاصه کړه او ځمکې شخصي ملکیتونه شول.
اوس له هغه وخت راهیسې، چې هزاره وګړي په دې سیمه مېشت شوي، له ۳۰ کلونو اوړي. خلک وايي، مالکانو به دې دلیل چې دغه ځمکې د کرکیلې وړ نه وې، هغه یې نقشه کړې او د استوګنې جوړولو لپاره یې پلور ته وړاندې کړې.
د هغوی په وینا، د هزارجاتو له بېلا بېلو سیمو څخه خلکو هلته ځمکې واخیستې او پر هغو یې د «نوآباد» ښارګوټي نوم کېښود.
د نوآباد ښارګوټي له مشرانو په (مستعار نوم) ع. مقصودي له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، د نوآباد ښارګوتي لوېشت لوېشت ځمکه خلکو د زړه په وینو اخیستې ده. ښاغلي مقصودي، چې له ۲۰ زیات کلونه یې نوآباد ښارګوټي کې ژوند کړی دی وايي، هغه د دې ښارګوټي د جوړول او جوړېدل ټول په یاد لري او دا یې لیدل، چې د هغه ځای خلکو په څه سختیو او بېوزلۍ سره د دې سیمې ناهواره ځمکې څخه ډول د استوګنې په یوه ښارګوټي بدلې کړې.
د معلوماتو پر بنسټ د دې ښارګوټي کابو ۶۰ سلنه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي، ۲۵ سلنه یې نیمه پخې او ۱۵ سلنه یې هم خام کورونه دي. دغه راز ټول جوماتونه، دیني مدرسې، ښوونځي او د عامه ګټو ځایونه، د پیسو د ورکړې او د خلکو د شخصی پانګې څخه جوړ شوي دي، چې په کې شاوخوا ۲۷ جوماتونه، زیات شمېر، ښوونځي، مدرسې او تکیه خانې شاملې دي.
جنجال څه وخت پیل شو؟
د نوآباد ښارګوتي یو له مشرانو په (مستعار نوم) الهام حقجو په نوآباد ښارګوټي کې د خلکو د دې ستونزې د پیل په اړه له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، د ۱۴۰۰ ام کال د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره د خلکو ستونزې پیل شوې دي: «کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د غزني نوآباد ښارګوټي کې یې ودانیز کارونه ودرول او د سیمې مشرانو څو ځلې د ودانیزو کارونو اجازه ترې وغوښته، په حقیقت کې د نوآباد ښارګوټي جوړاوی کوم نوی کار نه دی، بلکې ۳۰ تر ۳۲ کلونو مخنیه لري.»
هغه ویلي، د ۱۴۰۲ لمریز کال په پسرلي کې د دې ښارګوتي څو تنع اوسېدونکو شپږمې حوزې ته مراجعه وکړه، چې د ودانیز کار اجازه ترې واخلي او د حکومت د بندولو په دلیل ځان پوه کړي، چې ولې د دې ځای خلکو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
هغه وايي، په نوآباد ښارګوټي کې شپږمې امنیتي حوزې دغه موضوع غزني کې د سیمه ییز حاکمیت سره شریکه کړه او ستونزې یې له غزني پیل او د طالبانو د عدلیې وزارت تر ځانګړې محکمې پورې ورسېده. ده ویلي، وروسته د طالبانو د عدلیې وزارت د ځانګړې محکمې له خوا د دې ښارګوټي ځمکې «امارتي» اعلان شوې.
ښاغلي حقجو ویلي، د طالبانو د محکمې پرېکړه مغرضانه او له تعصب څخه ډکه ده. دا چې په نوآباد کې ټول یو قوم «هزاره» اوسېږي، په دې دلیل یې د دې خلکو غوښتنه او اسناد له پامه غورځولي او دا دعوا یې یو اړخیزه فیصله کړې ده.
الهام حقجو و ویل: «د نوآباد ښارګوتي د یوه اوسېدونکي په توګ چې ۲۲ کاله کېږي په دې نوآباد کې ژوند کوم وروستۍ خبر مې دا ده، چې د نوآباد ښارګوټي خلک په یوه خوله دغه له غرضه ډکې پرېکړې نه مني، او په زور د کډوالۍ مساله چې په غزني کې د ځمکو د غصب کمېسیون د څو معرضه کسانو له خوا مطرح شوې، د سیمې د خلکو او نوآباد ښارګوټي د اوسېدونکو لپاره هېڅ د منلو وړ نه دي.»
د رخشانې رسنۍ د موندنو پر اساس د نوآباد خلکو د حقوقي دعوې مخ ته وړلو لپاره په دوه کلونو او پنځو میاشتو کې یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ وکیل ته ورکړې، خو په پای کې د طالبانو محکمې د خلکو ټول قانوني او رسمي اسناد او لاسوندونه له پامه غورځولي دي.
د طالبانو مشر ته د غوښتنلیک په متن کې چې یوې خبرې سرچینې یې د کره والي پخلی کړی دی، راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو] له واکمنېدو او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له جوړېدو وروسته، په خواشینۍ سره د غزني ولایتي کمېسیون د شرعي اسنادو او باوري قوالو په نه پام کې نیولو سره د دې سیمې ځمکې امارتي اعلان کړې، وروسته یې دوسیه د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون ځانګړې امارتي محکمې ته لېږلې ده. یادې محکمې سره له دې، چې د شرعي قوالو او د هغوی د ثبت پخلی شوی، یوازې په دې دلیل چې د «قوالو حدود پراخه دي او «د سیمې د اوبو د لوړې کچې» له امله، د ۱۲/۰۴/۱۴۴۷ (ع/۱۴۵خ۲۳) شمارې پرې پر اساس یادې ځمکې دولتي مکلیت تشخیص کړې دي.»
هغه اسناد او لاسوندونه چې د رخشانې رسنۍ په واک کې ورکړل شوي هم ښيي، چې لک د ملکیت سند لري او د خپلو کورنو د ځمکو بیې یې ورکړې دي. دا اسناد د سرچینو د خوندیتوب په خاطر نه خپرېږي.
هغه کورونه چې د زړه په وینو آباد شوي دي؟
په (مستعار نوم) ۴۳ کلنه سمیه او نوآباد ښارګوټي اوسېدونکې ښځه، چې ۱۸ کاله وړاندې له خپلې پنځه کسیزه کورنۍسره د میدان وردګ ولایت له بهسودو ولسوالۍ څخه د یوه ښه ژوند په تمه د نوآباد ښارګوټي په یوه کرايي کور کې مېشت شوې ده وايي، خاوند یې د دې لپاره چې وکولی شي نوآباد ښارګوټي کې یوه ټوټه ځمکه وپېري، له قاچاقي لارې ایران ته ولاړ. هغه ایران ته له رسېدو وروسته په ودانیزو کارونو بوخت شو.
سمیې له خپلو دوه زامنو او یوې لور سره د نوآباد په یوه کرایي کور کې شپه ورځ غالۍ اوبدلې تر څو وکولی شي، د کور د اخیستو لپاره زیاتې پیسې بچت کړي. خو له بده بخته څلور میاشت وروسته یې خاوند په ایران کې د ودانۍ له خوازې راولوېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.
سیمه وايي، هغې او درې ماشومانو یې له کلونو غالۍ اوبدلو وروسته په نوآباد ښارګوتي کې درې بسوې ځمکه واخیسته او د ورور په مرسته یې په ځمکه یو خټین کور جوړ کړ.
د سیمې ورور چې په دې راپور کې یې د صفي الله په مستعار نوم یاد شوی، رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «دا کور زما د یتیمو خوریانو د زیار حاصل دی، نه د بل چا ملک. سیمه چې یوازې او بې سرپرسته ښځه ده، وېږرېږي، داسې نه چې طالبان یې په خپل لاس جوړ شوی سیوری، له یتیمانو واخلي.»
محمد نوري د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې خپله پلرنۍ ځمکه وپلورله او د هغې په بیه یې په نوآباد ښارګوټي کې درې بسوې ځمکه پېرلې. ښاغلی نوري له خپلې څلور کسیزه کورنۍ سره ۱۵ کاله وړاندې په نوآباد ښارګوټي کې مېشت شوی دی. هغه وايي، په ځمکه یې د یوه سرپناه د جوړېدو لپاره د مالي توان د نشتوالي له امله درې کاله د غزني په منډيي کې له سهاره تر شپې پورې لاسي رېړۍ چلوله، تر څو یې وکولی شول د خپلې کورنۍ لپاره دوه خټینې کوټې جوړې کړي.
هغه وايي، د پلار یوازینی یادګار چې همغه پلرنۍ ځمکه یې وه، وپلورله، تر څو یې درې زامن وکولی شي په ښار کې زده کړې وکړي او روښانه راتلونکې ولري. اوس د محمد نوري ځمکه له هغو ځمکو شمېرل کېږي، چې د طالبانو د حکومت له لوري غصب شوې اعلان شوې ده. هغه وايي، د خپلې کورنۍ او نوآباد ښارګوټي د نورو زرګونو اوسېدونکو بې برخلیکتوب یې د ژوند هوساینه ترې تښتولې ده.
لکه په (مستعارنوم) عمران چې د یکاولنګ له قتل عام – د بامیان ولایت یو له ولسوالیو،- وروسته یې، خپلې دوې غواوې او ۲۷ سره مېږې وپلورلې او په نوآباد ښارګوټي کې یې څلور بسوې ځمکه واخیسته. هغې له ګډوالۍ او جګړو څخه د خپلو بچیانو د خوندیتوب په خاطر شپه او ورځ کار وکړ او د ځان لپاره یې یو خټین کور جوړ کړ. عمران په ډېرې اندېښنې سره و ویل: «خدای شاهد دی، چې لورانو مې خښتې وهلې، زامنو مې څاه وکینده، ما او مېرمنې مې د کور تاداو وکینده، تر څو موږ له کډوالۍ او بې کورۍ وژغورل شو.»
د عمران لپاره د هغه کور د ژوند یوازینی ملکیت او پانګه ده. هغه له دې امله چې ځمکه یې د طالبانو له لوري غصب اعلان شوې، ناآرامي څرګندوي: «څنګه کېدای شي هغه کور چې په خپلو پیسو مې اخیستی او په خپلو چاودو لاسونو مې جوړ کړی، د طالبانو ملکیت شي؟»
په (مستعار نوم) د کبیر لپاره هم په نوآباد ښارګوټي کې د ځمکې اخیستل، د ده د ملا له لاسه ورکولو په بیه تمام شوی دی. هغه پنځلس کاله وړاندې د ډبرو توږلو په یوه کارخونه کې کار کاوه او د هغو په پیسو یې په نوآباد ښارګوټي کې یوه ټوټه ځمکه واخیسته او پر هغې یې څلور کوټې جوړې کړې. خو دروند کار یې د دې لامل شو، چې کبیر د ملا ډېسک ناروغۍ باندې اخته شي او د تل لپاره له کار کولو محروم شي.
طالبان او په زور د کډوالۍ سیاست
د نوآباد ښارګوټي استازو او د خلکو مشرانو له رخشانې رسنۍ سره په اندېښنې څرګندولو سره وايي، که نړیوال او د بشري حقونو بنسټونه د نوآباد ښارګوټي خلکو د اجباري کډوالۍ په اړه پاملرنه ونه کړي، دغه خلک چې ډېری یې بېوزله دي، د ځمکو او کورنو په له لاسه ورکولو سره به ټول شته ناشته له لاسه ورکړي.
دا څوم ځل دی، چې طالبان په خپله څلور کلنه واکمنۍ کې خلک په زور کډوالۍ ته اړباسي. یو بېلګه یې په سږ اوړوي کې د بامیان د رشک کلي خلکو په زور کډه کول دي.
طالبانو د روان کال په اوړي کې د کوچیانو په ګټه د یوې حقوقي دعوې په پرېکړې سره د پنجاب ولسوالۍ د «رشک پشته غرغري» کلي ۲۵ کورنۍ په زور کډه کړې او د سیمې د اوسېدونکو کورونو ته یې قلفونه واچول.
د دې دوه سیمو ورته پېښې د افغانستان په بېلا بېلو ځایونو، له هغې ډلې په مرکزي سیمو کې پېښې شوې دي.
د روان کال په وږي میاشت کې له ۱۰۰ زیاتو مدني بنسټونو او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ته په یوه سرخلاصي لیک کې، د دوی د ځمکو د غصب، اجباري کډوالۍ او په افغانستان کې د هزارګانو په تاوتریخوالي ځپلو سره اندېښنه څرګنده کړې وه.
په دې لیک کې راغلي وو، چې د طالبانو په بیا واکمنۍ کې هزاره ګان په دوامداره توګه له خپلو پلرنیو ځمکو محروم یا اړ شوي، چې دغه ځمکې له کوچیانو بیا ځلې وپېري.
په لیک کې راړول شوي: «قانوني تشې، عدالت ته نه لاسری، او له درغلۍ ډکې قضايي کړنلارې، د طالبانو د محکمو په حکمونو کې ښکاره دي.»







