تمنا تابان
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو څپې په ترڅ کې زرګونه کورنۍ بې کوره شوې، چې یو له دې کورنیو هم د ۵۸ کلنې محسنې کورنۍ ده. په (مستعار نوم) محسنه چې ۱۶ کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډه شوې وه، شپږ میاشت مخکې یې ټول شته ناشته په ایران کې پرېښودل او تش لاس افغانستان ته راستنه شوه.
په دې کیسه کې ۱۶ کلنه محسنه په ایران کې د کډوالۍ د سختیو او په افغانستان کې د بېوزلۍ او طالبانو د محدودیتونو تر سیوري لاندې سختو ورځو د زغملو بیان کوي.
«مخکې له دې چې ایران ته کډه شو، په وطن کې مو دهقاني کوله، خو ژوند مو هېڅ نه ښه کېده، هېڅ وخت زموږ یوه ډوډۍ دوې نه شوه، مشر زوی مې په ایران کې وو او کارګري یې کوله. هغه ویل ویل او موږ یې راضي کړو چې ایران ته ولاړ شو.» د محسنې د کډوالۍ کیسه له بېوزلۍ څخه د تېښتې سره غوټه شوې ده.
که څه هم محسنې او کورنۍ یې په افغانستان کې خپله ټول شته پلورلي وو او له قاچاقي لارې ایران ته ولاړل، په ایران کې په کارګرۍ سره لا هم اړ وو چې د قاچاقي لارې د راتلو پور پرې کړې.
د قاچاقي لارې سختۍ یوه بله کیسه ده، چې لا هم د محسنې له فکره نه ده وتلې. د دې په وینا: «قاچاقي لارې ډېرې سختې او ګواښه ډکې دي، موږ کابو پنځه شپې ورځې، په غرونو وچو او بې اوبو او وښو ډکو درو کې لالهانده وو تر څو پولې ته ورسېدو، وضعیت تر دې بریده خراب وو چې هره شېبه مو دا احساس کوه، چې څو ساعته وروسته به له منځه ولاړ شو.»
محسنه او کورنۍ یې د بېوزلۍ له کبله د افغانستان څخه تېښته کړې وه، خو په ایران کې یې هم له کارګرۍ پرته بله لار نه درلوده. نر او ښځو د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره هڅې کولې: «اول کال چې ایران ته ورسېدو، له دوه کوچینو زامنو پرته چې ښوونځي ته تلل نورو ټولو کار کاوه، نارینه مو ودانیزو درندو کارونو ته ورتلل او موږ ښځو، د خوي، جورابو اوبدلو او بورس جوړولو کار کاوه.»
محسنه وايي، په لومړي کال کې نر او ښځو دومره هڅې کړې، چې د بېوزلۍ لاس له ځانه لنډ کړي. له کال وروسته یې ژوند یو څه ښه شو. محسنې لږ تر لږه پنځلس کاله هوسا ژوند درلود. لورانې یې ناوې شوې او دوه زامن یې د خپلواک ژوند څښتنان کړل.
په دې ټولو ښو بدلونونو سره، د کډوالۍ سردردۍ دوی پرېنښودل. ۱۶ کاله یې له ایران څخه د ایستلو له وېرې سره ژوند وکړ او په پای کې همدا څه پېښ شول: «په هغه ورځ چې ایراني پولیس زموږ کور ته راغلل، خاوند او دوه زامن مې په کار کې وو، هغوی ته مې و ویل، دومره صبر وکړۍ، چې خاوند او زامن مې راشي وروسته موږ ټول یو ځای وباسۍ، ویې نه منله او زه یې له خپلو دریو زامنو سره په اصفهان کې ونیولم او له پولې یې راواړولم.»
د محسنې خاوند چې کله د شپې له کار څخه راګرځېدلی، ګوري چې د کورنۍ غړي یې نشته، له ګاوندیانو یې پوښتنه کړې، هغوی ورته ویلي، چې هغوی د ایران پولیسو و ایستل، د محسنې خاوند هم اړ کېږي، چې له دوه نورو زامنو سره په خپله کورنۍ پسې د اسلام کلا پولې ته لاړ شي.
د کورنۍ غړو یو بل په وطن کې سره پیدا کړل. ټول بامیانو ته ستانه شول خو په تشو لاسونو: «کله چې بامیانو ته راغلو څه وخت د خپلو قومیانو په کور کې مېلمانه وو، له هغې وروسته مو په سختۍ سره د بامیانو ښار په یوه کلي کې یو کور پیدا کړ، چې کرایه یې دوه زره افغانۍ ده. له کله چې بامیانو ته راغلي یو، موږ په میاشت کې ان زر افغانۍ عاید هم نه لرو، خو هره میاشت باید د کور دوه زره کرایه ورکړو.»
محسنه او اولادونه یې اوس په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، ځکه بامیانو کې کار موندل ډېر سخت کار دی: «هره ورځ مې خاوند او دوه زامن د کار لپاره بازار ته ځي خو د ورځې په پای کې تش لاس کور ته راستانه شي، ځینې شپې یو پنځه ډوډۍ راوړي، خو ځینې وخت هغه هم نه شي راوړلی، ځکه کار نشته، ټول خلک بازار کې د یوې ګولې ډوډۍ موندلو پسې لالهانده دي.»
دغه راز محسنه یادوي، چې دوی تر اوسه نه دي توانېدلي، په هر دلیل چې دي، بشري مرستې لا تر لاسه کړي: «څو ځلې د کډوالو چارو ریاست ته ورغلو او خپل د کډوالۍ اسناد مو ورته وسپارل، تلېفون شمېره یې رانه واخیسته چې زنګ درته کوو، خو تر اوسه د هغوی له زنګ وهلو کوم خبر نشته.»
محسنه د مرستو د وېشې له کړنلارې شکایت کوي وايي، زیاتره مرستې هغه کسان تر لاسه کوي، چې پېژندګوی او واسطه لري: «بېوزله خلکو ته نه رسېږي، یوازې هغه کسان په مرستو کې شاملېږي، چې پېژندل شوي او واسطه ولري، موږ چې هېڅوک نه پېژنو، بې له هغې هم موږ ته څه نه رسېږي، که نه له موږ پرته څوک مستحق دي.»
د محسنې خاوند په (مستعار نوم) ۶۲ کلن روح الله هم وايي، د دوی اقتصادي وضعیت خورا خراب دی او که یې په ایران کې د مشر زوی مرسته نه وای تر اوسه به ډول له منځه تللي وو: «موږ ته لومړی خدای او دویم هغه مشر زوی وژغورلو، چې په ایران کې دی، دا دی ته فکر وکړه شپږ میاشت کېږي، چې موږ بامیانو ته راغلي یو، په دې شپږو میاشتو کې مو شپږ زره افغانۍ کار هم نه دی کړی، خپله فکر وکړه چې زموږ د ژوند وضعیت څه ډول دی.»
د محسنې او کورنۍ برخلیک یې د هغه زرګونو کورنیو څخه موټی له خرواره دی، چې له ایران او پاکستان څخه په زور را ایستل شوي دي او دا مهال د بې برخلیکتوب په دوزخ کې ژوند تېروي، په داسې حال کې، چې لوږې یې هم لمن نیولې ده.







