رها آزاد
کله چې ۱۶ کلنه شوه، د شاوخوا خلکو د ژبې ټپونه هم ورسره پیل شول. له مور یې پوښتنه کوي: «آسینه پېغله شوې، ولې میاشتنی عادت نه پرې راځي؟ د نارینه هډوکي لري؟ دا د ۲۵ کلنې آسیې د ژوند کیسه ده. هغه نجلۍ، چې د یوې نادره ناروغۍ له امله په خپل بدن کې رحم نه لري.
په دې کیسه کې د مرکه کوونکو د خوندیتوب په خاطر نومونه په مستعار ډول راغلي دي.
آسیه د بدخشان ولایت د یوې لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه د لا زیات احتیاط په خاطر ښه وبلله، چې په دې کیسه کې یې د ولسوالۍ نوم یاد نه شي. تازه یو کال او شپږ میاشت کېږي، چې د یوه ډاکتر د کتنې وروسته معلومه شوې، چې هغه په خپل بدن کې رحم نه لري.
هغه ستونزه چې آسینه ورسره مخ ده، د واژن ایجنیسس(Vaginal agenesis) په نوم پېژندل کېږي، یوه نادره ګډوډي، چې په هغې کې واژن وده نه کوي او رحم ښايي په ډېره کمه کچه وده وکړي یا له سره وده ونه کړي. د علمي موندونو پر بنسټ واژن ایجنیسس د بلوغ په پړاو او هغه وخت پېژندل کېږي، چې د یوې ښځې میاشتنۍ عادت د انتظار سره سم نه پیلېږي.
هغه متخصص ډاکتر چې آسیه یې کتلې او د هغې دغه ستونزه یې په ګوته کړې، رخشانې رسنۍ ته ویلي: «که هم دا ستونزې په ځوانو نجونو کې ډېرې نادره دي، خو شتون لري او آسیه هم یو له همغه ګوتو په شمار مواردو ده.»
دغه ډاکتره، چې په دې کیسه کې د فرزانه فرخ په مستعار نوم یادونه کېږي ویلي: «د پېښې دردوونکې برخه یوازې د رحم نه درلودل نه دي، بلکې دا دي، چې آسیه هېڅ کورنۍ ملاتړ نه لري.»
د دې ډاکترې په وینا، په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې ژوند کول ناروغ ته دغه ډول ستونزې څو برابره زیاتوي، هم روحي پلوه او هم له ټولنیز لوري.
د آسیې له خبرو اترو داسې تر لاسه کېږي، چې د دغه دروند رنځ کړاو په اوږو وړي، چې په رامنځ ته کېدو کې یې هغه هېڅ رول نه لري.
آسیې رخشانې رسنۍ ته ویلي: «هغوی د (ترونو مېرمنو) ویل بدن مې د نارینه وو د بدن په شان دی. مور مې هم هره ورځ رانه پوښتنه کوي، ولې دې تر اوسه په ملا نه دی درد شوی؟»
هغې به تل ویل: «ناروغه کېدل دې یو درد او نه ناروغېدل دې زر درده.»
په ډېری نجونو کې د بلوغ پړاو د سینو په ودې او میاشتني عادت په پیل سره له ۱۳ تر ۱۵ کلنې پورې پیلېږي. د همدې لپاره آسیه وايي، له هغې ورځې یې چې ځان پېژندلی، تر نن ورځې یې د ژبې زخم هم اوروي.»
هغې ویلي: «کله چې میاشتنۍ ناروغي نه راتله، فکر مې کاوه، چې ډېری ښځې په ځنډ میاشتنۍ ناروغي راځي، زه هم ښايي ځنډېدلې وم، کله چې خپل بدن او د نورو نجونو بدن ته ګورم، زما همځولې هم سینې لري او هم میاشتۍ عادت پرې راځي.»
آسیې په ۲۳ کلنۍ کې په لومړي ځل فرصت تر لاسه کړ، چې ډاکتر ته لاړه شي. په ۱۴۰۲ کال کې په یوه ناغوښتل شوي سفر، هغه هم کله چې له یوه بل ناروغ سره د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد روغتون ته تللې وه.
آسیه وايي، په هغه شېبه یې چې د ځان په اړه د ډاکتر توضیحات اورېدل، همغه شېبه ژړا ورغله: «حیرانه پاتې وم. ویل مې زه څه ګناه لرم؟ ولې باید دغه ډول ستونزه ولرم؟ خو ډاکترې راته زړه راکاوه او ویل یې هڅه وکړه، زده کړې وکړې او خپلواکي ولرې. کله دې چې لاس د بل جېب ته نه وي، لږ ځورېدل به ګورې.»
که څه هم ډاکترې آسیې ته واضح کړې وه، چې دغه ستونزه د دې تېروتنه نه ده، بلکې دا د انسان د بدن یو طبیعي بدلون دی. خو د آسیې لپاره د دې خبرو اورېدل، د نړۍ د راغورځېدو په شان وې.
هغه وايي، په کوم چاپېریال کې چې دا ژوند کوي خلک دا ډول خبرو ته غوږ نږدي. هغې ویلي: «کله چې کلي ته لاړم او مور ته مې دا خبره وکړه، هیله مې وه، چې په غېږ کې به مې ونیسي او ډاډ به راکړي، خو هغې مخ په څپېړو واهه او ویل یې خدای څه ګناه مو کړې، چې دغه ورځ دې راولیدله. ما خپله هم ژړل او لا هم ډېری وخت ژاړم.»
د طبي پوهې له نظره د رحم نشتوالی د دې لامل کېږي، چې هېڅ وخت میاشتنی عادت رانشي او د امیدواره کېدو هیله هم شتون ونه لري. په داسې حالاتو کې ځینې وخت د سینو غټېدل او هورموني بدلونونه هم په بشپړه توګه نه تر سره کېږي او دغه راز په بدن کې د ظاهري توپیر سبب کېږي.
وروسته له دې، چې ټول پوه شول آسیه په یوه نادره طبي اختلال اخته ده. خو بیا هم هېڅ شي ورته بدلون نه دی کړي. ان هغې ویلي، ژوند ورته سخت شوی دی او په خپله وینا یې، د کورنۍ او شاوخوا خلکو له پېغورونو نه ده خلاصه شوې.
هغې ویلي: «یوه ورځ مې مور ویل، د ګاونډیانو ښځو له ځان سره ویل، چې آسیه ښځه نه ده، ځکه سینې نه لري او نه هم میاشتۍ ناروغي پرې راځي. کله مې چې مور راغله او ما ته یې دا و ویل، ډېر مې وژل او ویل مې ولې خدای زه داسې پیدا کړې یم؟ کاش زه خدای نر پیدا کړې وایی، لږ تر لږه څوک په نر پورې نه خاندي.»
د آسیې مور ۵۰ کلنه شکرماه وايي، د لور وضعیت ورته «ډېر دروند تمام شوی دی.»
هغې ویلي: «له هر لوري اورم چې په لور پسې مې بدې خبرې کوي.»
له ډاکتري پلوه د دې ډول اختلال لپاره د واژن رامنځ ته کولو، د رحم پیوندولو او یا د بل رحم ځای پر ځای کولو په شان درملنه شته، خو د آسیې لپاره دغه فرصت هېڅ کله مخ ته نه دی راغلی.
مور یې و ویل: «څو ځلې مې د هغې پلار ته و ویل، راځه دا یوه ټوټه ځمکه وپلورو او دغه نجلۍ کابل ته بوځو، ښايي درمل یا تداوي ورته پیدا شي. خو پلار یې نه مني. وايي دا د خدای خوښه وه. که څوک پیدا شول او واده یې ورسره وکړ ښه تر ښه، که نه خپله شته یو ډوډي ورکوو.»
آسیه د څلورو خویندو او وروڼو تر منځ دویم اولاد دی، خو هغه په یوه ګڼ مېشتې کلیوالي کورنۍ کې، چې شمېر یې لږ تر لږه ۲۸ تنو ته رسېږي ژوند کوي، چې په کې یې ترونه، وروڼه او د هغوی اولادونه دي.
آسیه وايي، ټول ورځ یې په پخلي او د ځمکې په کارونه کې شپه کېږي.
هغې ویلي دي، په هغه کلي کې چې ژوند کوي د کلي ډېری درانده کارونه د ښځو په غاړه دي. که څه هم ښځې او نارینه اوږه په اوږه کار کوي، خو آسیه ډېر کار کوي تر څو کم پېغورونه واوري: «له کله مې چې ښی او چپ لاس پېژندلي همدا کلی دی او همدا زما د ځواک او ملا چې کار کوم. په اخر کې هم یو تن نه وايي، چې خیر یوسې، وايي خوړل کولی شې کار نه شې کولی؟»
آسیې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې، خو نه بریالۍ شوې، چې پوهنتون ته لاړه شي. هم د بېوزلۍ له امله او هم د طالبانو د هغه محدودیتونو له کبله چې نجونې په پوهنتون کې د زده کړو اجازه نه لري.
آسیه وايي، هیل یې وه، چې یوه ورځ پوهنتون ته لاړه شي او طب و وايي، خو لیدل کېږي، چې د هغې دغه هیله په افغانستان کې هغه هم په یوه لرې پراته کلي کې د یوې نجلۍ لپاره لاس ته ورتلونکې نه ده.
آسیې زیاته کړه، کله کله د ډاکتر توصیې ورته یادېږي، خو ګوري ان د دې فرصت هم نه لري، چې خپله ستونزه خپله تېره کړي: «ډېری شپې ژړام.»







