د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د جنسیت پر بنسټ د ښځو ځورونه، له ښځو د زده کړو، کار او ژوند د ګټو اخیستل (دویمه برخه)

۳۰ لړم ۱۴۰۴
د جنسیت پر بنسټ د ښځو ځورونه، له ښځو د زده کړو، کار او ژوند د ګټو اخیستل (دویمه برخه)

Kabul university web

رخشانه رسنۍ

د «ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړلو» کنوانسیون وجودي فلسفه د هغه شرایطو مخنیوی دیو چې افغان ښځې اوس ورسره لاس او ګرېوان دي. که چېرې دغه کنواسیون د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې خپل اغېزمنتوب ونه ښيي، په عمل کې د هغه شتون بې ګتې دی.

د طالبانو په څېر ښځې ځپوونکي نظامونه ګمان کوي، نړیوال قوانین او تړونونه له هغه ځایه چې پلی کېدونکی ضمانت نه لري، نه شي کولی د هغوی لپاره ګواښ وګنل شي.

په عمل کې د نړیوالو کنوانسیون او د بشردوستانه قوانینو نه اغېزمنتوب دا ګمان په یقین بدلوي. د هغه نېغه پایله دا ده، چې «د ښځو ځپل» زیاتېږي او «ځواکونه» او «ښځې ځپوونکي نظامونه» لا زړور کېږي. په عمل کې هغه قوانین او تړونونه چې د ښځو په وړاندې د تبعیض د مخنیوي لپاره ټاکل شوي دي، پخپله د ښځو ځپوونکو نظامونو لپاره په اسانتیاوو برابرونکي او کتلستونکي باندې تبدیلېږي، آیا په رښتیا همداسې ده؟ آیا نړیوال کنواسیونونه او قوانین بې اغېزې دي؟ دا قوانین او تړونونه د کومو شرایطو لپاره رامنځ ته شوي او د کوم شرایطو لاندې باید وکارول شي؟

دا پوښتنې ډېرې حیاتي او مهمې دي. هغه پوښتنې چې ځواب ورته ساده او آسانه نه دی. د هغو په اړه غور او ترې وړ پایله تر لاسه کول کولی شي د جسیتي برابرۍ د دفاع لپاره د افغان ښځو د مبارزې برخلیک وټاکي. که ومنو چې دغه قوانین او تړونونه د افغانستان وضعیت ته ورته وضعیتونو باندې د څار لپاره جوړ شوي دي، نو اوس باید افغان مېرمنې په دې قوانینو په تکیې سره له خپلو حقونو دفاع وکړای شي، د تبعیض ترسره کوونکي محاکمه کړي او په پای کې په معاصر تاریخ کې د تر ټولو بد او ښځې ځپوونکي خطرناګ نظام مخنیوی وکړي.

خو څرنګه؟

د یاداښتونو د دې لړۍ په لومړۍ برخه کې موږ د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون د ځینو مادو بیاکتنه وکړه، هغه مادې، چې د جنسیت د برابرۍ روښانه انځور وړاندې کوي، د هغو بېلګې وړاندې کوي او د دې مادو د پلي کولو لپاره دولتونو ته ځانګړې لارې چارې په ګوته کوي، چې د دې کنوانسیون پلي کولو ته ژمن دي. د دې مادو بیا کتنه له موږ سره لومړی دا مرسته کوي، چې وګورو که چېرې دا مادې په اوسني وضعیت کې پلې نه شي نو څه کېدای شي. دا کنوانسیون ښځو ته کوم توکي په لاس ورکوي، چې له هغې په ګټنې سره وکولای شي د لا زیات تبعیض د پلي کېدو مخنیوی وکړي.

زده کړو ته په لاسرسي کې برابري

د «ښخو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو» د درېیمې برخې په لسمه ماده کې زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې له نارینه وو سره د ښځو په برابرۍ ټینګار شوی دی. په «الف» او «ب» بند کې زده کړو ته د ښځو برابر لاسرسي بیان شوی دی، له هغې ډلې دا چې ښځې باید په ټولنه کې شته هر ډول زده کړو لکه، مسلکي او تخنیکي زده کړو ته لاسرسی ولري، په بېلابېلو کچو کې زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په وړاندې باید هېڅ ډول خنډ شتون ونه لري. هغه ښوونیز خدمات چې وړاندې کېږي، د امکاناتو او کیفیت له پلوه باید د ټولو جنسیتونو لپاره یو شان او په یوه کچه وي.

په «ج» بند کې د زده کړې په منځپاڼګه رڼا اچول شوې ده، هغه دا چې ښوونیز مضمونونه باید د ښخو ضد او ښځو ځپوونکو منځپانګو او ښوونو څخه پاکه شي، د زده کړې په بهیر کې په ټولنه کې شته دودیزه بېلګې د ښځو د محکومیت په ګډون باید اصلاح شي، نجونو او ښځو ته باید د هلکانو او نارینه وو سره یو ځای د زده کړې فرصت ورکړل شي، تر څو نارینه د ښخو وړتیاوې له نېږدې وګوري او اړ شي، چې د ښځو په اړه خپل چلندونه او ذهیني دودیزه بڼې بدلې او سیمې کړي.

د دې مادې پر بنسټ، باید داسې زمینې برابرې کړای شي، چې ښځې اړ نه شي ژر زده کړې پرېږدي او ان حکومته اړ دي، د هغو ډلې ښځو او نجونو لپاره چې د زده کړو پرېښودو ته اړ شوې، ښوونیزو بنسټونو ته د بېرته ګرځېدو زمینه برابره کاندي. همدارنګه ښځې او نجونې باید د هغه سپورت او فعالیتونو لپاره فرصت ولري، چې د هغوی د بدني او رواني روغتیا لپاره حیاتي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د دې مادې وروستۍ بند د ښځو یوې تر ټولو مهمې غوښتنې ته نغوته لري، یعنې د کورنۍ منظموونکې پورې اړوند ښوونه. د یوې نارواکه ټولنې له انده، د ښځو اصلي مسوولیت د اولاد راوړل او د نسل ډېرول دي، له همدې امله باید په کور کېني اولاد راوړي او وروسته یې لوی کړي. هغه موضوع چې په هر ډول توجیه سره پلې کېږي، په ټولنه کې د ښځو د شتون خنډ کېږي او د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د هغوی د ګډون غوښتنه په نه لیدونکې ډول ځپي.

له دې زاویې د کورنۍ د تنظیم د ښوونو وړاندې کول په دې مانا دي، چې ښوونیز بنسټونه باید ټولنې ته هغه پوهاوی ورکړي، چې ښځې او نارینه په کور او کورنۍ کې برابر مسوولیتونه لري. لکه څرنګه چې په ټولنه کې د نارینه وو ګډون مهم دی، د ښځو شتون هم مهم دی. له همدې کبله، د ښځو د ګډون او په ټولنه کې د شتون حق باید د کورنۍ په وړاندې د دوی د رول او مسوولیت لپاره قرباني نه شي.

د افغانستان په شان ټولنو کې د دغه ډول ښوونه په لارښودي ډول مهمه ده. تر څو چې نارینه د کور او کورنۍ په وړاندې د دې ډول رول او مسوولیت په غاړه اخیستو ته چمتو نه شي، ټولنیزو، کلتوري، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ته د ښځو ننوتلو لار تړلې پاتې کېږي. د کورنۍ پلان جوړونې زده کړه، د کورنیو چارو په اداره کولو کې د نارینه وو او ښخو په برابر ګډون باندې په ټینګار سره د جنستي اړتیاوو، ماشوم زېږولو، ماشوم پالنې او نورو مسلو په پام کې نیولو سره د جنسیت د مساواتو د غوښتې د پلي کولو لپاره یو کوچینی خو خورا بنسټیز عامل دی.

په کار، روغتیا او د ژوند په ګټو کې برابري

یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه مادې په کار موندنه، روغتیايي خدماتو او د ژوند ګټو ته د لاسرسي برابرۍ په ګډون د بانکي پورونو او نورو خدماتو چې د حکومت یا ادارو او سازمانونو له خوا خلکو ته وړاندې کوي. د یوولسمې مادې په (الف) بند کې د «کار حق» د «انساني حقونو نه بېلېدونکي حق» په توګه یادونه شوې، د دې بند له مخې، حکمتونه مکلف دي، چې په ټولنه او د اقتصادي سیستم په جوړښت کې هر هغه خنډ لرې کړي، چې ښځې د کارموندې قوانینو او کار ځای کې د برابر کاري فرصتونو څخه له ګټې اخیستنې منع کوي.

د دې مادې یوه مهمه برخه چې په څلورم بند کې ده، د هغو خنډونو له منځه وړل دي، چې معمولآ په ټولنه او کار ځای کې د ښځو د امیندوارۍ په پلمه شتون لري، د دې بند له مخې دولتونه مکلف دي چې په کار ځای کې هم دغه خنډونه له منځه یوسي او هم د ټولنې په کچه داسې اسانتیاوې برابر کاندي، چې د امیندوارۍ له کبله د ښځو د کار کولو حق زیانمن نه شي. په پرمختللو ټولنو کې دا ټول بندونه په قوانینو بدل شوي او د هغوی پر بنسټ مناسبې ادارې او جوړښتونه رامنځ ته شوي دي. د بېلګې په توګه د دولتي بسپنو څخه د وړکتونونو په څېر ادارو جوړول، تر څو ښځې وکولی شي له زېږون وروسته خپل ماشومان هلته پرېږدي او خپله کار ته راستنې شي.

د دې مادې د «ب» بند پر بنسټ اقتصادي ادارې او تصدۍ له هغې ډلې خصوصي شرکتونه باید د زېږون پر مهال ښځو ته تنخوا لرونکې رخصتي ورکړي، دا رخصتي باید له قید و شرط پرته وي، تر څو ښځې په کور کې پاتې شي او د زېږون پر مهال او وروسته له وېرې پرته د خپلو ماشومانو روزنې ته پاملرنه وکړي.

دوولسمه او دیارلسمه ماده د روغتیايي خدماتو او د ژوند ګټو ته د لاسرسي په برخه کې د ښځو په وړاندې د تبعیض له منځه وړل تشریح کوي، لکه د پورونو، ګروۍ، بانکې اعتبارونو، سپورتي فعالیتونو او کلتوري پېښو کې د ګډون په وړاندې د هر ډول خنډونو لرې کول.

څوارلسمه ماده کې د کلیوالي ښځو په وړاندې د تبعیض په لمنځه وړلو ټینګار شوی دی. د دې مادې له مخې، دولتونه باید له یوې خوا د کلیوالي ښځو د پیاوړتیا لپاره پروګرامونه پلي کړي او له بلې خوا په ټولنیز، کلتوري، اقتصادي او سیاسي ژوند کې د دوی د ګډون په وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.

دا ماده د افغانستان د کلیوالي جوړښت په پام کې نیولو سره ډېره مهمه ده، په اوسني حالت کې که څه هم په افغانستان کې د دې غوښتونو د پوره کولو او د دې بندونو د پلي کولو لپاره هېڅ عملي اقدامات شتون نه لري، خو له هغو پوهاوی د کلیوالي مېرمنو په وړاندې د ټولنې د چلند په نسبي ډول بدلولو کې خورا مهم دی، ان که په لږ کچه هم وي.

د «ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو کنوانسیون» وروستې مادې نورو برخو ته نغوته کوي، چې په راتلونکو یاداښتونو کې څېړل کېږي. د دې مادو بیا کتنه او د هغوی د احکامو په اړه پوهېدل په اوسني وضعیت کې، چې پر افغان ښځو تپل شوی خورا مهم دی، دا پوهاوی د جنسیتي برابرۍ د فعالانو سره مرسته کوي، تر څو په لومړي ګام کې د کنوانسیونو له منځپانګې خبر شي او په دویم ګام کې څنګه دې کنوانسیونونو ته د افغانستان شاملېدل به د جنسیتي برابرې لپاره په مبارزه کې د دوی سره مرسته وکړي. هغه مبارزه چې لار یې اوږده ده او د مبارزې د وسیلو څخه خبرتیا د بریا او برابرۍ تر لاسه کولو لپاره اصلي او اړین شرط دی.

دوام لري…

اړوندې لیکنې

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه