زحل آزاد
«خاوند مې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. له کوره د باندې د کار اجازه نه لرم، کله چې له ناچارۍ د ګذر وکیل یا د جومات ملا ته مخ اړوم تر څو مرسته راسره وکړي، د هغوی له بې شرمه غوښتنو سره مخ کېږم.» دا د لیلا د کیسې یوه برخه ده، هغه ښځه چې په افغانستان کې د مورتوب، بېوزلۍ او جنست پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي دروند پېټۍ په اوږو وړي.»
د کابل په لوېدیځ د «برچي» په پای کې یوه کوڅه ده، چې ټول اوسېدونکي یې په بېوزلۍ او د راتلونکې ورځې خوړو برابرولو لپاره یې بې حاصله هڅې سره ګډې دي. په دې سیمه کې داسې کورنۍ ژوند کوي، چې د دوی په خپله وینا، په وږې خېټه خپل ماشومان په وچه ډوډۍ او اوبو سره مړوي، ۲۹ کلنه لیلا له خپلو دریو اولادونو سره یو له همدې کورنیو څخه ده.
په دې راپور کې د هغو ښخو کیسې راغلې، چې پر بېوزلۍ، اقتصادي فشارونو او د طالبانو محدودیتونو سربېره، د خپلې سیمې د مخورو نارینه وو، سپک کاته او غیر اخلاقي غوښتنې هم زغمي. هغه ښځې چې د دوی په وینا، یوازې د جنسیت په خاطر په وار وار تر ځورونې او جنسي تاوتریخوالې لاندې راغلې دي.
لیلا وايي، د روان لمریز کال د غوايي میاشتې په لومړیو کې، کله چې د مرستې تر لاسه کولو په موخه د ګذر وکیل ته ورغلې وه، د خواخوږۍ پر ځای د هغه له ناوړه چلند او جنسي غوښتونو سره مخ شوه، آن د هغې شېبې په یاد راوړل ورته ګران دي. ورو خبرې کوي، ځکه نه غواړي له ما او دې پرته یې نور څوک واوري. ویې ویل: «ورته ومې ویل کونډه یم، یتیمان لرم، اولادونه مې له لوږې مري، د خدای په پار مرسته راسره وکړۍ، خو هغه په بې شرمۍ سره و ویل: یوه شپه مې کور ته مېلمه کړه، یو نه دوه کارته درکوم.»
د جنسي تاوتریخوالي تعریف، کې ځوروونکې کلیمې او خبرې هم شاملېږي، د قرباني مېرمنو تجربه چې په دې راپور کې ترې کیسه شوې، په ښکاره د دې تعریف سره سمون لري.
په داسې حال کې، چې په مرۍ کنډلو بوخته ده، زیاتوي: «وکیل تل خوښوي، چې له تورسرو سره په یوازیتوب کې خبرې وکړي. هغه ورځ هم چې ورغلې وم یوازې وو، ما ته یې ځان نېږدې کړ او هڅه یې کوله لاس راباندې ووهي، دومره وېرېدلې وم، چې په یاد مې نه دي، څنګه یې له دفتره و وتلم. وروسته مې له ځان سره ژمنه وکړه، چې هېڅ وخت به دې ناولي انسان ته نه ورځم، ان که له لوږې مړه هم شو.»
په دې راپور کې د هغه ښځو نومونه چې دا ډول تاوتریخوالی یې تجربه او شریک کړی د خوندیتوب په پار په مستعار ډول راغلي دي او د پېښې کره ځای هم ترې لرې شوی دی.
رخشانه رسنۍ ونه توانېده، د ګذر وکیل او جومات ملا امام چې په دې راپور کې د مرسته غوښتونکو ښځو په جنسي ځورونې تورن شوي خبرې اترې وکړي، د همدې لپاره د دې کسانو نومونه په دې راپور کې نه دي راوړل شوي. خو یو له قرباني مېرمنو وايي، دا چې د ګذر وکیل له پښتون قوم څخه دی، د همدې لپاره ښايي د خپل کار د پایلو څخه وېره ونه لري.
دا یوازې یو ځل نه وو چې لیلا له دې ډول ترخې تجربې سره مخ شوې، کله چې د ګذر وکیل په خپل ناوړه او بد چلند سره د هغې په زړه سړې اوبه تویې کړې، یوه اوونۍ وروسته لیلا په ناهیلۍ سره په همغه سیمه کې د جومات ملا امام ته ورغله، خو دویم ځل بیا له همدې ډول چلند سره مخ شوه.
هغې و ویل: «په لومړي ځل چې ملا ته ورغلم او ستونزه مې ورته و ویله، ژمنه یې وکړه، چې مرسته به وکړي، خو دویم ځل چې ورغلم، رانه ویې غوښتل، چې ضیغه يي مېرمن یې شم او په بدل کې یې چې هر څو وغواړم، چمتو کوي یې. ویل یې افسوس دې پر ځوانۍ او ښکلا چې د دنیا غم خراب کړی دی، ته باید خوښه و اوسې.»
په هغه ورځ لیلا له ځان او ښځتوب څخه د نفرت پر حس، ناهیلې کور ته راستنه شوه او په ساعتونو ساعتونو یې وژړل. څو ځلې له ځان سره و ویل، کاش هلک پیدا شوی وای، هغه مهال به هېڅ دغه ډول پېښې نه راته رامنځ ته کېدې.
لیلا د یوې بستې ساده خوړو لپاره هم هغه پاڼې ته اړ وه، چې د ګذر وکیل او یا د جومات ملا امام یې باید تایید کړي. هغه پاڼه چې له هغې پرته هېڅ بنسټ له دې سره مرسته نه کوله. همدا تړاو د لیلا په څېر مېرمنې د سیمې د مخورو پر وړاندې د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره بې دفاع پرېږدي او ډېری له هغو ان له همغه ناچیزه مرستو د لاسرسي څخه محروموي.
د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په روان میلادي کال کې ۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اړمنو کسانو ته د مرستو په وېش کې له فساد څخه اندېښنه، د طالبانو ناوړه ګټه اخیستنه او د مرستو په وېش کې خپلوي پالل په وار وار مطرح شوې دي. خو د ګذر د وکیلانو له لوري د مرستو په بدل کې له ښځو د جنسي ګټې اخیستنې ادعاوې لومړی ځل دی، چې لږ تر لږه د دریو ښځو له خولې په دې راپور کې مطرح کېږي.
په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش سیستم پر اساس د اړمنو کسانو د پېژندلو او «مرستې کارت» صادرولو کړنلاره په دې ډول ده، چې کسان باید لومړی د ګذر وکیلانو او یا د جوماتونو د ملا امامانو له خوا تایید شي تر څو وکولی شي کارت تر لاسه کړي.
د لیلا خاوند د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ غړی وو. هغه د ۱۳۹۹ کال په مني هلمند ولایت کې د طالبانو سره په نښته کې و وژل شو. لیلا چې د ژوند ټولې سختۍ یې د خپل خاوند په مرګ سره پوهېږي وايي: «طالب نه یوازې د ماشومانو پلار، بلکې ټول ژوند رانه واخیست. کله یې چې کابل ونیوه، بې کاره شوم او کلونه کېږي، چې اولادونو مې په مړه ګېډه ډوډۍ نه ده خوړلې او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د هر کس او ناکس بدې خبرې اورم.»
لیلا د خپل خاوند له مرګ وروسته، د نجونو په یوه ښوونځي کې صفا کاري او کابو د شلو ښوونکو لپاره پخلی کاوه. د کار سختۍ او ستړیاوې یې په ځان اخیستې تر څو یې دولس کلنه لور درس و وايي او دوه ۷ – نهه کلن زامن یې راوښانه راتلونکې ولري.
خو دا یوازینۍ ښځه لیلا نه ده، چې د ګذر وکیل له خوا د دې ډول چلند سره مخ شوې، د هغې نورې ګاونډیانې هم وايي، چې د اړوند وکیل د لاسلیک تر لاسه کولو پر مهال د خبرو له ځورولو او سپکوونکي چلندونو سره مخ شوې دي.
۴۷ کلنه سخرا چې خاوند یې د کابل په لوېدیځ کې په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی دی، یو له همدې ښځو څخه ده، هغه د دوه ۲۳ او ۲۰کلنو زامنو او درې ۱۸،۱۲، او ۱۰ کلنو لوڼو مور ده.
هغه په نا آرامۍ سره بیانوي: «هر ځل به چې ورتلم، چې د کار خبره وکړي، ټوکې یې کولې. یو ځل یې و ویل، ولاړه شه لومړی ځان جوړ کړه، بیا راشه لاسلیک واخله، بل ځل یې ویل، ولې مېړه نه کوې؟ زه یې درته پیدا کوم؟ بې ځایه ټوکې یې کولې او څوک له شرمه اوبه کېدو او په ځمکه ننوتو.»
صغرا چې کله دغه خبرې کوي له شرمه یې مخ سور شي، خبرې یې شمېرې او په ځیرتیا سره بیانوي او دوام ورکوي: «د هغه له ناوړه چلند څخه مې یوه سپین ږیري او د جوما ملا ته و ویل، خو زمه ملامته شوم. ویل یې له یوه لاسه ټک نه خېژي، تر څو چې ښځه خرابه نه وي، څوک ورسره ناوړه چلند نه کوي.»
د دې دواړو تر څنګ مرضیه هم خپله کیسه خلاصوي. هغه ۳۹ کاله عمر لري او پنځه کاله کېږي، چې خاوند یې په ویلچر کې ژوند کوي. د طالبانو له بیا راتګ مخکې هغې په یوه غیر دولتي بنسټ کې د آشپزې په توګه کار کاوه، خو اوس بې کاره ده او وايي، کله یې چئ د مرستې تر لاسه کولو لپاره د وکیل دفتر ته مراجعه وکړه، له همغه ځوروونکو چلندونو سره مخ شوه، چې لیلا او صغرا تجربه کړي وو.
هغه توضیح ورکوي: «ډېر سترګې پووونکی وو، هڅه مې کوله یوازې یې دفتر ته ور نه شم، کله به چې ورتلم له سره تر پښو به یې راته کتل، سترګې یې یوازې زما د بدن په ځانګړو ځایونو ښځې کړې وې. هر وخت ناوخت به یې راته زنګ واهه، تر دې بریده چې خاوند مې راباندې شکي شو او اړ شوم، چې شمېره یې تور نوملړ ته واچوم.»
مرضیه وايي، وروسته له دې، چې د وکیل شمېره مې بلاک کړه، د خیریه بنسټ د مرستې کارت- چې ټاکل شوې وه د یوه کال لپاره خوراکي توکي راکړي- له لاسه یې ورکړه: «کارت مې یې بل چا ته ورکړ، کله چې پسې ورغلم او پوښتنه مې وکړه، چې ولې دې دا کار کړی دی، ویل یې: تا راباندې ناز وکړ او زنګونو ته دې ځواب را نه کړ.»
د مرضیې او صغرا په وینا، هغوی هم د ۱۴۰۴ کال له غوايي تر چنګاښ میاشتو پورې څو ځلې د دې وکیل دفتر ته ورغلې او هر ځل له ځوروونکو چلندونو سره مخ شوې دي، هغه تجربه چې د دې لامل شوه تر نن پورې هغه ځای ته د بیا ورتګ جرات ونه لري.
د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي باوري ده، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالي د پام وړ زیات شوي دي. د هغې په وینا، نرواکه ټولنه، د ښځو اقتصادي تړونې او د طالبانو سخت محدودیتونه د دې لامل شوې، چې ښځې – په ځانګې توګه د کورنیو سرپرستې ښځې – ډېرې د ناوړه ګټې اخیستنې او جنسي غوښتنو سره مخ شي، په داسې حال کې، چې حق لري له تبعیض پرته له بشري مرستو ګټه واخلي.
مېرمن سعیدي وايي، دغه وضعیت پر جسمي او رواني زیانونو سربېره په مرستندیونه بنسټونو د ښځو باور هم له منځه وړی دی.
هغه زیاتوي، په دې سختو سانسوري شرایطو کې، له دې سیستم سره مباره سخته ده، خو د مرستو د وېش لپاره د خوندي او خپلواکه کړنلارو رامنځ ته کول، له ښځینه کارکوونکو کار اخیستل، د نارینه واسطې له منځه وړل او د نړیوالو بنسټونو د څار پياوړتیا کولی شي ناوړه ګټې اخیستنې راکمې کړي.







