سینا سعیدی
د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ څلومه چې د نوامبر له ۲۵ مې سره سمون لري، د «ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سره د مبارزې» نړیواله ورځ ده. د همدې ورځې په مناسبت رخشانې رسنۍ د ناموسي وژنو، قتل او ځان وژنو چې په عمده توګه په تاوتریخوالي کې ریښې لري او د ډېری ښځو او نجونو ژوند یې اخیستی دی، پر احصایې بیا کتنه کړې ده.
د تېر کال د نوامبر له ۲۵ مې تر سږ کال پورې لږ تر لږه ۱۱۷ ښځې او نجونې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې، چې د بېوزلۍ او له جبري واده څخه د تېښتې په پار د کورنیو وژنو قرباني شوې او یا یې ځان وژنې کړې دي. د دې شمېرو یوه برخه هغه معلوم قتلونه هم رانغاړي، لکه د وسله والو غلو یا ناپېژانده کسانو له خوا چې وژل شوې دي.
هغه شمېرنې چې د رخشانې رسنۍ له لوري ثبت شوې او تر ډېره پېښه په پېښه خپرې شوې دي، ښکاروي، چې له دې ۱۱۷ تنو قربانیانو له ډلې ۶۳ تنه ښځې، ۳۱ تنه ځوانې نجونې او ۲۳ تنه ماشومې نجونې دي. دغه شمېر ښځې او ماشومانې د قتل په ۵۶ او د ځان وژنې په ۱۸ پېښو کې قرباني شوې دي. په دې موده کې د ځوانو نجونو د ځان وژنې د اقدام په اړه دوه پېښې هم ثبت شوې دي. د نجونو او ښځو د قتل او ځان وژنې اصلي دلیل، کورنی تاوتریخوالی، جبري ودونه، بېوزلي، اقتصادي ستونزې او د طالبانو محدودیتونه دي. په ځینو مواردو کې د ښځو او ماشومانو د وژنې دلیل او د هغوی عاملین نه دي معلوم شوي.
د ښځو حقونو د فعالانو په اند دا شمېرې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د رییښتیني ژوند د وضعیت یوه کوچنیۍ برخه ده، چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي.
ډېری د دې وژنو د طالبانو له لوري د رسنیو د سانسور، سرچینو ته د نه لاسرسي او د کورنیو له خوا د قتل یا ځان وژنې د رسنیز کېدو له وېرې نه خپرېږي.
ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې د زیاتوالي په اړه په یوه پخواني راپور کې ویلي وو، طالبان افغان روغتیايي کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي، چې د ځان وژنو د پېښو شمېرې خپرې کړي.
په افغانستان کې د رخشانې رسنۍ خبریالان هم تاییدوي، سرچینې په سختۍ سره چمتو کېږي، چې د ښځو او نجونو د وژنو او یا ځان وژنو په اړه لږ جزیات ورکړي او ډېری پېښې پټې پاتې کېږي.
ننګرهار د ښځو او نجونو د وژل کېدو او ځان وژنې د ۱۴ پېښو په ثبت سره په دې ۲۳ ولایتونو کې تر ټولو لوړه شمېره لري. په دغه ولایت کې د ۹ ښځو او پنځه نجونو په ګډون ۱۴ تنه په یوه کال کې د کورني تاوتریخوالي، قومي اختلافاتو او جبري ودونو له امله د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل شوي دي. په ځینو مواردو کې هم د ښځو او نجونو د وژل کېدو پېښو عامل نه دي مشخص شوي.
خوست ولایت د وژنې او ځان وژنې د ۱۳ پېښو، چې په کې ۸ ښځې او پنځه نجونې شاملې دي، په لرلو سره په دویم مقام او هرات ولایت د ۱۰ وژنو او ځان وژنو د پېښو، چې ۸ ښځې او دوه نجونې په کې شاملې دي، په درېيم مقام کې ځای لري.
افغان ښځې د هېواد له پولو دباندې هم له کورني تاوتریخوالي او ناموسي وژنو خوندي نه وې. د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ په ۱۶ مه نېټه هم د هرات ولایت یوه ځوانه ښځه د آلمان په فرانکفورت ښار کې د خپل خاوند له خوا په خپل کور کې په ناوړه ډول سر ترې پرې کړای شو. په یوه بله پېښه کې یوه بله ځوانه ښځه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په اوله د اسټرالیا په برزبین ښار کې د خپل مېړه له خوا په خپل کور کې ووژل شوه.
همدارنګه د هغو پېښو په دوام چې د هېواد له پولو د باندې د مرموزو وژنو په نوم پېژندل کېږي، د ۱۴۰۴ د غبرګولي په ۲۱ مه د یوې ځوانې افغان نجلۍ ټوټې ټوټې بدن د ایران د تهران ښار د ډېران په سطل کې وموندل شو. د دې ځوانې نجلۍ د قتل عامل تر اوسه پورې نه دی مشخص شوی او معلومه نه ده، چې په کوم دلیل وژل شوې وه.
دغه راز د ۱۴۰۴ کال د زمري میاشتې په ۱۵ مه د ایران هېواد سویلي ښار تهران کې یوه ځوانه افغان مېرمن له خپلو دریو ماشومانو سره د نامعلوم دلیل او ناپېژانده کسانو له خوا د چړې په ګزارونو وژل شوي وو.
شاوخوا ۲۳ تنه ښځې او نجونې په تېر یوه کال کې د کورنیو د غړو له خوا وژل شوې دي. هغه پېښې چې له هغو د ناموسي وژنو په نوم یادونه کېږي.
ناموسي وژنې هغه تاوتریخوالي او د ښځو د وژنو هغه پېښو ته ويل کېږي، چې تر ډېره د کورنیو د نارینه وو د خپلوانو له خوا تر سره کېږي.
د دې ناوړه او بې رحمه تاوتریخوالي ريښه؟
افغان مدني فعاله ویدا ساغري وايي، ناموسي وژنې او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نور ډولونه د افغانستان په ځانګړو او بحراني شرایطو او د څار بنسټونو، لکه د بشري حقونو د [خپلواک کمېسیون] خپلواکه رسنیو، محکمو او تاوتریخوالي ته د رسېدنې ادارو نه شتون نارینه وو ته د دې ډول تاوتریخوالي او اعمالو په تر سره کولو کې لا جرآت ورکړی دی.
هغه باوري ده، په هغه ټولنو کې چېرته چې پر هغې قانون او څار شتون ونه لري، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی به په یوې بې رحمه او ناوړه کړنلارې واوړي: «دین او د نارینه وو فکري واکمنۍ په ټولنه کې نارواکي ارزښتونه مشروع کړي دي، او په هغه ځواک سره چې د یوه ظالم نارواکي نظام څخه سرچینه اخلي، دغه ارزښتونه په ټولنه کې پلي کوي. دیني نرواکه ټولنه [لکه د طالبانو نظام] د ښځو په وړاندې د توپیر رامنځ ته کولو پرته بل هنر نه لري. په دې ډول نظام کې ښځه د نارینه مال او ملک دی.»
هغه د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د «جنسیتي توپیر» سره برابر بولي او همدا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سرچینه بولي. مېرمن ساغري له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي: «هر هغه څوک چې مطلق ځواک په واک کې لري، د غلامۍ لېوالتیا لري.»
د افغانستان د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم مخکې ویلي وو، چې افغان ښځې د یوه «جنسیتي توپیر» پر بنسټ ولاړ نظام د زغملو په حال کې دي.
دې مدنې فعالې د طالبانو له لوري د ښځو د زده کړو په اړه محدودیتونو او د دې محدودیتونو له کبله په هېواد کې د ښځو او نجونو تر منځ د بې سوداۍ لوړې کچې ته په اشارې ویلي، تر راتلونکو څو کلونو پورې به افغانستان د بې سواده میندو او نجونو ارټ ته ننوځي. هغې خبرداری ورکړ، چې که دغه کړنلاره دوام وکړي، راتلونکي کلونه به په هېواد کې په رواني- روحي ناروغیو د اخته تن پلورونکو شمېر زیات شي او نړۍ به د یوه «سیاسي طاعون» لیدونکې وي.
مېرمن ساغري ویلي دي: «په داسې شرایطو کې کورنۍ باید د ځان بسیاینې پروسې په جوړولو پیل وکړي، لوستي او پوه وګړي باید د کور مشاورین او ښوونکي شي او په خپلو معنیوي او مادي سرچینو او شتمنیو تمرکز وکړي.»
په ورته وخت د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو مهم لاملونه، په ځانګړې توګه ناموسي وژنې او ځان وژې له اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او بېکارۍ څخه بولي، چې د کورنیو تر منځ د تاوتریخوالي لامل شوي او په جبري ودونو او ماشومانو په وادونو تمامېږي.
مېرمن ساعي ویلي، ریښتینی وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی: «په هغو ټولنو کې چې د نرواکۍ، د کورنۍ عزت او د ښځو په چلند باندې واک بسټیز شوی وي، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی د خوندیتوب په توګه توجېه کېږي، دا نورمونه د شرم، د ټولنیز تبعیض د وېرې، یا د طالبانو د وېرې او د ټولنې د غبرګون له کبله، د داسې پېښو د راپور ورکولو یا رسنیز کولو مخه نیسي.»
د ښځو حقونو د دې فعالې په اند، له زده کړو او تحصیل څخه د نجونو محرومولو، له کاره مخنیوي او د عمومي فضا ځپنې، ښځې منزوي، تړلې او لا زیانمنېدونکې کړې دي. هغې ویلي، کله چې ښځې په عمومي ځایونو کې شتون ونه لري او حقوقي ملاتړ او رسمي مراجعو ته لاسرسی ترې پرې کېږي، د راپور او ژغورنې لارې تړل کېږي نو په داسې حالت کې کورنۍ تاوتریخوالی زیاتېږي او یا پټېږي: «په خواشینۍ سره په دې ورځو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او هره ورځ د بلې او مخکنیو میاشتو په پرتله مخ پورته روان دی.»







