آزاده تران
د سږ (۱۴۰۴) کال د چنګاښ د ۲۸ مې په ماښام په (مستعار نوم) ۴۹ کلنه ښځې حلیمې د خپلې لور په وېره کې ټول ځایونه ولټول، خو له هغې یې هېڅ نښه ونه مونده. څرنګه چې په هغه ورځو کې په کابل ښار کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د نجونو د نیولو پېښې ډېرې رامنځ ته کېدې، د حلیمې اندېښنه دوه برابره شوې وه.
حلیمه او کورنۍ یې د خپلې لور د موندلو لپاره لږ تر لږه، د طالبانو د پولیسو دوه حوزو ته ورغلې وه. خو د طالبانو ځواب کبر او سپکاوی وو. هغوی ته یې ویل: «اولادونه مو خوشي کړي دي، چې کله ورک شي بیا حوزې ته راځۍ. ځی لاړ شۍ کوڅې پسې وپلټۍ.»
په هغه شپه حلیمه او کورنۍ یې د شپې تر ناوخته پورې هر ځای په خپلې لور پسې وګرځېدل، خو له هغې یې چې په دې راپور کې د مدینې په مستعار نوم یاده شوې، هېڅ نښه ونه مونده.
دا په کابل کې د طالبانو له لوري د ۱۷ کلنې مدینې د نیونې او ربړونې کیسه ده. د کورنۍ په وینا یې، هغه د «ماسک» نه اغوستلو له امله د سږ کال په اوړي کې، د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا ونیول شوه او لس ورځې د کابل په یوه امنیتي حوزه کې ساتل کېدله.
د چنګاښ په ۲۸ مه، د کابل لوېدیځ کې سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو کابو ۳۰ ځوانې نجونې ونیولې او خپلې ګزمې یې پراخې کړې دي.
سرچینو هغه مهال ویلي وو، چې طالبانو کابو ۲۰ ځوانې نجونې یوازې له رسالت کوڅې او ۹ تنه نورې ځوانې نجونې یې د «برچي سنټر» مارکیت او ټانګ تیل له شاوخوا ونیولې.
یو له دې نجونو هم مدینه وه، چې چمتو شوه، د طالبانو د کسانو له لوري د خپلې نیونې د سختو تجربو په اړه خبرې اترې وکړي.
میدنه وايي، دا د چنګاښ په ۲۸ مه ماسپښین مهال، د کابل په لوېدیځ کې له یوه ښوونیز مرکز څخه تر رخصتېدو وروسته، د پلور لپاره برچي سنټر ته نېږدې غرفو ته تللې وه او همغه مهال د دوه ښځو له لوري، چې د طالبانو د امربالمعروف له مامورینو څخه وې، په دې جرم چې ماسک یې نه دی اغوستی ونیول شوه او د طالبانو حوزې ته ولېږدول شوه.
د امنیتي ننګونو له امله په دې راپور کې د طالبانو د امنیتي حوزو او د مدینې د کورنۍ د اصلي استوګنځای په اړه کره معلومات سانسور کړای شوي دي.
هغه ښځینه ځواک چې مدینه یې نیولې وه، تر پښو په تورو جامو پوښلې وې او له هغې سره د طالبانو تر رنجر موټر پورې مل وې: «له دوو بجو څه تېرې وې، ما د سړک په سر رېړۍ کې ځینې توکي کتل. دوه ښځې چې ټولې تورې پوښلې وې، له مټ ونیولم او ویې ویل، تا ته وایم، ماسک دې چېرې؟ زه چې ډېره وېرېدلې وم، لاس او پښې مې سست شوي وو، ژبه مې بنده شوې وه، ځکه ماسک مې نه درلود، هېڅ مې ونه شوای ویلای، بیا یې و ویل، ځه چې حوزې ته ځو، تر څو دې بیا ماسک اغوستل هېر نه شي. خپله مې یاد ته نه راځي، چې څه ډول دفاع مې وکړه، خو هغوی زه په ځمکه کش کړم او د رنجر موټر لور ته چې د سړک بلې غاړې ته ولاړ وه یووړم. کتاب، کتابچه او تلېفون مې له لاسه ولوېدل. اصلآ یې وخت رانه کړ چې هغه راټول کړم، ټولو هټۍ والو کتل یوازې یوه تن یې و ویل، هغه خو حجاب لري، چېرته یې وړۍ.»
د طالبانو ډلې د ۱۴۰۱ کال د غوايي په ۱۷ مه په رسمي ډول د ښځو مخ پټول اجباري کړل. دغې ډلې د یوه فرمان په ترڅ کې د هغو ښځو سرپرستانو ته، چې له دې حکم څخه سرغړاوی کوي، د ګواښ، احضار، زندان او له کار څخه د ایستلو په شان سزاوې په پام کې نیولې دي. د طالبانو د حجاب نښه، اوږد تور ټکری او چادري ده.
طالبانو په تېرو شاوخوا دوه کلونو کې، په وار وار د حجاب په پلمه په لارو او واټونو کې د نجونو په نیولو لاس پورې کړی دی. هغه اقدام چې د بشري حقونو د بنسټونو له خوا د افغان ښځو او نجونو د خپلواکۍ ځپل او سرغړاوی بلل شوی دی.
ربړونه، سپکاوی، کنځاوې
د طالبانو د پولیسو په رنجر کې له کېناستو سره سم، له زیاتې وېرې بې هوښه شوې ده. هغه یوازې دومره په یاد لري، چې د طالبانو په رنجر موټر کې چې سپره وه، له دې لویې درې نورې نجونې هم وې.
مدینه چې کله په هوښ راځي، ځان یې په یوه تیاره کوټه کې په زاړه فرش د نورو هغو نجونو تر څنګ ګوري، چې ټولې وېرېدلې دي: «کله چې په هوښ راغلم ومې لیدل، چې په ځمکه اوږده پرته یم او پورته شوم. ټولو نجونو ژړل او هره یوه پر ځان اخته وه. زه زیاته وېرېدلې وم. ښې ډېرې چیغې (نارې) مې وکړې، چې ما خوشې کړۍ. بیا یو سرتېري په شا کې په لغتو و وهلم، چې نارې سورې ونه کړم. کله چې لغته په ما ولګېده. ټول بدن په ځانګړې توګه تر خېټې لاندې ځای مې سوزېدل پیدا کړل او میتیازې را نه لاړې. ټول بدن مې سست شوی وو. ټول ځان مې یو ډول درد درلود، تر اوسه مې چې په یاد راځي. سر مې کنګس شي.»
د بشري حقونو بنسټونو هم د نیول شویو نجونو ربړونه، ورسره تاوتریخوالی او بد چلند تایید کړی دی.
ان د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنېټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو په زندانونو کې په ځینو ښځو او نجونو جنسي تېری شوی دی.
له استثنا پرته کومې ښځې او نجونې چې د طالبانو له زندانه خوشې شوې او رخشانه رسنۍ توانېدلې له هغو سره خبرې اترې وکړي، د طالبانو، د ربړونې، بد چلند او سپکاوي تجربې یې بیان کړې دي.
د مدینې تجربه هم ښيي، چې ربړول شوې ده. د دې په وینا، هغه کار چې له دې سره شوی دی، ان له تاوتریخوالي ورپورته دی.
مدینې و ویل: «ماښام وو، نجونې یې د پوښتنو ګروېږونو لپاره بېولې. هره نجلۍ په وېره ورسره تله او د ژړا غږ یې راتله. ډېر وېروونکې وه، ما ته چې وار راورسېد، هغه کس چې زه یې به لغته وهلې وم، زه یې بوتلم، یو اوږد سالون وو، وروسته یې یوې کوټې ته یووړم، چې څوکۍ او کوچ په کې ایښي وو، د دفتر په شان یو ځای وو. یو سړی چې پلنګي واسکټ یې پر تن وو، کندهارۍ خولۍ یې پر سر وه. له ما پوښتنه وکړه، جرم د څه دی، چې دلته راغلې یې. ما له وېرې څه ونه شوای ویلای. پښې مې لړزېدلې. هغه کس چې له ما سره مل وو، ویل یې، بې حجابه ده. د دوی له بې حجابۍ څخه مولوي صاحبان تر پورزې راغلي دي.»
میدنه وايي، په هغه ځای کې هره شېبه ورته د دوزخ په شان تېرېده. هغې لیدل، چې په هغو ورځو کې ډېری نجونې د بې حجابۍ په تور نیول کېدې او دغه ځای ته راوړل کېدې، چې وروسته یې ځینې خوشې کولې هم. خو مدینه وايي، ټولې نجونې چې نیول شوې وې، تور اوږده حجابونه یې درلودل، خو دا چې په کوم جرم نیول کېدې، چې خپله مدینه هم له دې نیول شویو څخه وه نه پوهېدې.
مدینه وايي، له دې یې په دې اړه چې پلار یې د افغانستان د پوځ پخوانی نظامي غړی وو که نه تحقیق وکړ او په ربړونې یې ګواښلې ده: «ډېرې پوښتنې یې وکړې، چې پلار مې څه کار کاوه او اوس څه کار کوي. مور مې څه کار کوي. په بهر کې وروڼه لرم که نه… په ګواښلو یې ویل: «پخوا خو به دې پلار په نظام کې نه و؟» ومې ویل، نه، درېیم نفر چې عمر یې پورته وو، سپینه لونګۍ او جامې یې پر تن وې. ټولو هغه ته مولوي صیب ویل راته و ویل، هر څومره چې پوښتنو ته رښتیا ځواب ورکړې. همغومره به زر خوشې شې. که نه جرم دې درنېږي.»
مدینې یوه اوونۍ د کورنۍ له خبرتیا پرته د طالبانو په بند کې تېره کړې ده. یو له نجونو چې له دې سره بندي وه، مدینې ته ویلي وو، چې که هلته له لسو زیاتې ورځې بې برخلیکه پاتې شي. نو کېدای شي د کابل یوه عمومي زندان ته ولېږدول شي.
مدینې چې کله دغه خبرې کولې، وېره او غوسه یې یو ځای په مخ او غږ کې پیدا کېدلې: «فکر کوم له ماسپښين وروسته او زما پنځمه ورځ وه، چې هلته وم. دوه تنه چې نسبتآ ځوانان وو. اوږده وېښتان یې درلودل. زموږ کوټې ته را د ننه شول. یوه یې په لوړ غږ و ویل، دلته د برچي بدماشانې راټولې شوې دي. زه له دوی سره پوهېږم. ما چې د تل په څېر ژړل او خوله مې په لاس پټوله، چې غږ مې ونوځي. یوه نجلۍ چې لمن یې شلېدلې وه، هغه سړي، چې پر موږ یې ډېرې چیغې وهلې، د پښو په منځ کې په لغته و وهله او ویل یې ولې په کور نه کېنۍ. کار و بار مو همدا بازار کې ګرځېدل دي. خرو هزاره ګانو.»
د مدینې په وینا، ټولې نجونې له وېرې غلې وې. د هرې یوې به چې غږ پورته شو، په لغته وهل کېده او کنځاوې یې اورېدلې: «ویل یې، هزاره ګانو فاحشو، ټول زندانونه له تاسو ډک دي.»
مدینه وایي، د طالبانو د کسانو له خوا د دوی څخه د دیني مسایلو په اړه پوښتنې وشوې: «کله چې وار ما ته راغی. له ما یې وپوښتل، چې کلمه طیبه و وایم. ما له وېرې ونه شوای ویلای. فکر مې یاري ونه کړه چې ویې وایم. په لاس یې کلکه په اوږه و وهلم او ویې ویل، وړه یې که نه درسره پوهېدلم. غټې نجونې یې ډېرې ځورولې، وهلې یې.»
مدینه وايي، نجونې به ان تشناب ته د تګ پر مهال د یوه نارینه ساتوونکي له خوا بدرګه کېدلې.
کورنۍ یې څه ډول د مدینې له نیول کېدو خبره شوه؟
طالبانو په عمومي ډول د حجاب په پلمه د نجونو له نیول کېدو انکار کوي. په ډېرو کمو پېښو کې یې یوازې د نیولو پخلی کړی دی، خو له هر ډول بد چلند څخه منکرېږي.
حلیمه د مدینې مور، هغه ښځه چې له عصبي ستونزو او د وینې له لوړ فشار څخه ځورېږي رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، له خپل خاونده سره یو ځای یوه اوونۍ په خپلې لور پسې وګرځېده. هغې ویلي دي، هر ځای ته به یې چې سر ښکاره کاوه، د طالبانو امنیتي بنسټونو د مدینې له نیونې انکار کاوه.
هغوی د طالبانو امنیتي حوزو، د استخباراتو ریاست او د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ته مراجعه کړې وه.
حلیمې ویلي، یوه اوونۍ وروسته د کوڅې د وکیل په مرسته، خبر شول، چې لور یې د طالبانو په … امنیتي حوزه کې بندي ده.
حلیمه وايي: «ټول ځایونه مو ولټول، پیدا نه شوه. نورو حوزو او ادارو ته ورغلو، د لور انځور او پېژند پاڼه مو ورته وښوده، ویل یې نشته. یا به یې ما ته لار نه راکوله چې خپله عریضه ورته و وایم. بېخي تنګ شوو، اخر مو د کوڅې وکیل وروست، چې په حوزه کې یې پېژندګلوي درلوده. ګوندې هغه راسره مرسته وکړي، چې د لور پته مو ولګېږي. کله چې … حوزې ته د ننه شوو، د وکیل په همکارۍ ننوتو. دغه وکیل زما د لور په اړه و ویل. د هغې انځور او پېژندپاڼه یې ورښکاره کړه. د حوزې مسوول و ویل، چې لور دې د حجاب نه کولو په تور له یوې اوونۍ راهیسې د امربالمعروف ځواکونو له خوا نیول شوې ده او د ضمانت په ورکولو سره خوشي کېږي.»
حلیمې او خاوند یې د خپلې لوري د خوشي کېدو لپاره د طالبانو حوزې ته ډېرې پیسې ورکړې دي. د دې پیسو کره شمېره معلومه او له رخشانې رسنۍ سره خوندي ده. لس زره افغانۍ چې حلمیه او خاوند یې په دوه ورځو کې له خلکو په پور راټولې کړې دي.
حلیمې ویلي، د پیسو او سند په ورکړې سره یې لور د طالبانو له بنده خوشې کړې ده.
حلیمه له هغې شېبې چې مدینه یې له لسو ورځو وروسته لیدلي ده، داسې وايي: «یو سرتېري د حوزې د همغه مسوول دفتر ته زما لور راوسته، دا چې ډېره وېرېدلې وه، رنګ یې سپین الوتی وو. ډنګره او کمزورې شوې وه. کله مې چې په غېږ کې ونیوله، هېڅ سمې خبرې یې نه شوای کولی. یوازې په ژړا یې و ویل: «مورجانې ژر ما له دې ځایه یوسۍ.» په خدای داسې فکر مې وکړ، چې دا نجلۍ همدلته ژوند له لاسه ورکوي، دومره کمزورې شوې وه.»
مدینه د طالبانو په زندان کې له لسو ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه. خو د مدینې لپاره لا هم کیسه پای ته نه ده رسېدلې. د طالبانو د ربړونې ټکانونه او د شاوخوا خلکو سپک کاته یې لا هم ربړوي.
مدینې ویلي، چې دا په جنسي توګه نه ده ځورول شوې، خو سخت فزیکي او رواني تاوتریخوالی یې لیدلی دی: «اوله ورځ چې کور ته راغلم، حالت مې خورا خراب وو، د ګاونډیانو ښځو پوښتلم چې طالبانو دې په ځان لاس وهلی که نه. ټولو داسې یو ډول راته کتل، چې خدای مه کړه کومه بلا راباندې راغلې وي. دغې زه ډېره ځورولم.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم ویلي، ټولینزې نوم بدۍ او په ځانګړې توګه د قربانیانو ملامتول، یو له هغو جدي اندېښنو ده، چې د طالبانو له نیول کېدو وروسته یې ښځې زغمي.
افغانستان کې د رخشانې رسنۍ راپور ورکوونکي وايي، د طالبانو له لوري د نجونو د نیول کېدو زیاتې پېښې رامنځ ته کېږي. خو د طالبانو له وېرې او نوم بدۍ ډېرې کمې دې ته چمتو کېږي، چې په دې اړه خبرې وکړي.
حلیمې هم و ویل: «په همغه ورځ مې چې دا نجلۍ کور ته راوسته، اول د کور د ځښتن ښځې ما ته و ویل، چې دا دې لور رنګ دې ولې دومره الوتی دی. نه ویل کېږي طالبانو ورسره کوم بد کار نه وي کړی. یو ځل یې ډاکتر ته بوځه، معاینه یې کړه. د ډادګېرنې پر ځای یې دا خبرې راته کولې. ډېره ناآرامه شوم. ټولو یو ډول ویل چې لور مې نوم بدې شوې ده. باید نور خپله لور د باندې پرېنږدم.»
د مدینې کورنۍ د خپلې لور تر خوشي کېدو وروسته ان اړ شوې، چې کډه وکړي. حلیمې و ویل: «د کور څېښتن موږ ته و ویل، چې له کوره یې کډه شو. ځکه طالبان ښايي موږ وڅاري. ګواښ ورته جوړو. په همدې خاطر یې موږ و ایستلو.»
هغوی ان کابل پرېښود او اوس د غزني ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږي. حلیمه وايي له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده او په ډېره سختۍ سره د خپلې اوه کسیزې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي. ځکه چې د خاوند د ورځنۍ مزدورې څخه یې اوس یوازې هغه پورونه پرې کېږي، چې د مدینې د خلاصون لپاره یې د خپلو خپلوانو څخه اخیستي وو.
د مدینې لپاره شپه او ورځ په سختۍ تېرېږي: «له هغې ورځې وروسته، چې کتاب او تلېفون مې په سړک ولوېدل. نور مې درس ونه شو ویلای. اوس چې دلته ژوند کوو، د نجونو لپاره د درس ویلو هېڅ اسانتیاوې نشته. غوښتل مې کابل ته لاړه شم خپلې د انګلیسي ژبې زده کړې ته دوام ورکړم. خو کورنۍ مې اجازه رانه کړه. ان ورور مې چې له ما کشر دی، وايي، نور د باندې مه ځه، چې بیا دې طالبان ونه نیسي او سرټيټي نه شو.»







