جاوید تاشه
د غمونو ټولګه، د یوې افغان ښځې فریده فریا شاعرانه ننګونې یا «COLLECTION DE CHAGRINS – le défi poétique d’une femme afghane » لیکل شوی کتاب دی، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال په مني کې د ژان ایو لود له اثر څخه په شاعرانه اقتباس د پوتان خپرندویه ټولنې «Éditions du Poutan» له خوا چې د پوښتنۍ ډیزان یې د محسن تاشه له خوا شوی په ۹۶ مخونو کې خپور او د فرانسې کتاب پلورنځیو ته د لوستلو لپاره وړاندې شو.
دا کتاب په یوه کال کې څلور ځله نور چاپ شوی او تر اوسه د فرانسې له ۲۰ زیاتو ښارونو کې پېژندل شوی او څېړل شوی دی.
فریدې فریا په لومړي سر کې کتاب په فارسي ولیکه او وروسته یې په فرانسوي ژباړلی دی. ژان ایو لود «Jean-Yves Loude »، یو انسان پېژندونکی، شاعر او فرانسوي لیکوال دی، چې افغانستان یې له نېږدې لیدلی او ډېر کلونه یې د افغانستان او پاکستان تر منځ پولو کې د کتلور او «کالاش» وکړو په اړه پلټنې کړې دي.
متن یې د اصل په ساتنې او د فرانسوي لوستونکو د لا زیات زړه راښکون او ښو اړیکو نیولو په موخه د آزاد شعر په چوکاټ کې راوړی دی. لیکوال د خپلې لیکنې په اوږدو کې د اثر د بډاینې لپاره له هزاره ګي دوه بیتیو څخه هم ګټه اخیستې ده.
کتاب په لسو څانګو کې د «زما نوم، زما مور، زما زېږون، هزاره ښځه، زده کړې او لوږه، پرېږده چې چیغې وکړم، نفرت او مینه، د مینې سندرې، بې خدای پامانې تګ» په سرلیکونو» اوډل شوی دی. په یوه ټولیزه پېژندنه کې د غمونو ټولګه، په نارواکي نظام کې د افغان ښځو د شاهدۍ، حق غوښتنې او مقاومت ټولګه ده.
د هر انسان ژوند یوه کیسه ده او د برخو له سرلیکونو جوتېږي، چې فریدې د کتاب په لیکلو کې د خپل ژوند، کورنۍ او توکم کیسې کارولې دي. اثر د لیکوالې د زېږون سره د کورنیو جګړو په اوج او د کابل- افشارو د خونړۍ پېښې سره پیل او د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د کابل د نسکورېدو او د زرګونو ګواښ سره مخ وګړو په وتو سره پای ته رسېږي. د دې پیل او پای په منځ کې
اثر د لیکوالې د زیږون سره د کورنیو جګړو په اوج او د کابل- افشار د خونړۍ پیښې سره پیل او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط او د زرګونو ګواښ سره مخ وګړو په وتو سره پای ته رسېږي. د دې پیل او پای تر منځ لیکواله د خپلې مور، ګاونډیانو او ملګرو د ښځو سره د ظلم او د هغوی د مقاومت په اړه خاطرې او خپل د سترګو لیدلي حال څخه کیسې کوي.
هغه څه چې د دې کتاب د متن له اوږدو څخه تر لاسه کېږي، دا دي، چې لیکواله باور لري، چې د افغان ښځو ژوند نېږدې یو بل ته ورته دی. له همدې کبله فریدې فریاد د هغه څه لپاره چې په ښځو تېر شوي او تېرېږي د شاهدۍ او حق غوښتنې په پار خپلې او د خپلې کورنۍ لیدنې او د ژوند تجربې بیان کړې دي. مېرمن فریاد باوري ده، چې په افغانستان کې پر ښځو ظلم او غمونه له قومي او مذهبي پولو لرې په یو شان پلي کېږي. خو هزاره ښځې د خپل توکم او مذهب له امله له دوه برابره یا له هغې څخه زیات کړاو زغمي.
هغې په خپل کتاب کې په وار وار له خپلو قومي او مذهبي لږکیو سره، په ښوونیزو ادارو کې د قومي او مذهبي تبعیض، د سرچینو د وېش، خوندیتوب، پراختیا او فرصتونو یادونه کړې ده.
د کتاب د ارزښت په اړه باید و ویل شي، چې لیکل خپله یو ډول مبارزه او مقاومت دی. دغه اثر یوازې د شعر ټولګه نه ده، بلکې د افغانستان په نرواکه ټولنه کې د افغان ښځو د ترخو تجربو یو ژوندی لاسوند دی. کتاب په ټولیزه توګه د افغان ښځو د غمونو او کړاو برخې راخیستې او په بله ژبه یې د عدالت او برابرۍ لپاره نارې کړې دي. دا کتاب فرانسوي ژبي، لوستونکي، ټولنیز او کلتوري فعالان دې ته رابولي تر څو په سیاسي او ټولنیزو فشارونو سره د افغان ښځو ملاتړ وکړي. د غمونو ټولګه هغه تجربې دي، چې هر غیر افغان لوستونکی په افغانستان کې د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو سره د ظلم او سیستماتیک تبعیض سره روږدی کوي.
لاندې د کتاب له بېلا بېلو برخو څخه د بېلګې په توګه څو پراګرافونه چې په فرانسوي دي ولولۍ، له هغه ځایه چې د شعر ژباړه خپله شعر دی، نو له ژباړلو مو یې ډډه کړې تر څو د لیکوال احساس ته ژمن وو.
je pense à elles, à ma mère, à mes sœurs,
à toutes les femmes de ce pays qui ne pensent pas à elles,
parce qu’elles dépendent de l’homme,
suivent l’homme,
ces femmes sans nom, sans identité, dissimulées,
dans le dos de l’homme,
cachées dans la cuisine,
anxieuses du moindre geste qui pourraient nuire à l’honneur
de la famille,
et provoquer la colère de l’homme.
زما نوم برخه، مخ ۱۲-۱۱
***
Aucun livre ne pourra contenir l’étendue
de la tristesse de ma mère.
Même dix livres ne suffiront pas.
Qui aura la force de les écrire ?
Quelle plume résistera à tant d’amertume ?
Quelle encre soluble dans ses larmes
laissera une trace visible du désordre de son esprit ?
Il faudrait une voix de femme,
pour témoigner des dommages psychiques
faits aux femmes.
Combien d’années lumière seront nécessaires
pour que cette voix traverse l’obscurité
et soit entendue ?
زما مور برخه، مخ ۲۲
***
Je ne suis pas seule à ôter mon bâillon.
Toutes les Afghanes, filles et femmes,
sont victimes d’antiques croyances,
interprétées au seul profit d’hommes
– pas tous, Dieu merci, il existe des poètes –
qui s’obstinent à faire la guerre aux femmes,
creusant la tombe de tout un peuple.
پرېږده چې چیغې وکړم برخه، مخ ۵۷
فریده فریاد د ادبیاتو، جنسیت او کتلور څانګې زده کوونکې ده. د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې یې د افغانستان په خصوصي مدرسو او پوهنتونو کې د ښوونکې په توګه فعالیت کاوه. له هغې وړاندې یې دوه نور اثرونه هم خپاره شوي دي: د «فارسي ژبې ګرامر ښودنه» کتاب چې د «پوهنتون خپرندویه ټولنې» له خوا او د «ښځې مینه او غم: د جنسي سیاست او جنسیت د ټولنپوهنې له نظره د هزاره ګي دوه بیتیو څېرنه» کتاب، چې د «ناسوت» خپرندویه ټولنې له خوا خپور شوی دی. مېرمن فریاد د ۲۰۲۱ میلادی کال له مني راهیسې په فرانسه کې کډواله شوې ده.
هغه په لیکلو او په کلتوري او اکاډمیکو کنفرانسونو او سیمینارونو کې په ګډون سره د افغان ښځو د حق غوښتنې ملاتړ کوي.
یادونه: پورتنۍ متن د لوستونکو لپاره یوازې د کتاب ټولیزه پېژندنه ده.د پورتنیو کرښو لیکوال ځان د کتاب د بیاکتنې او تخنیکي ازموینې وړ نه ګڼي. دا کتاب د پوتان خپرونې پاڼې، امازون آنلاین پلورنځي او نورو کلتوري خدماتي سایټونو له لارې د مینه والو او څېړونکو لپاره د لوستلو او نیکو په پار شتون لري.







