د شنبې په ورځ د ( د لیندۍ اوله) د سهار شاوخوا لس بجې لاسي توکي پلوروونکې ښځې فاطمې انوري د هرات د لوی جامع جومات سویل ته او د څو نارینه لاسي توکو پلورونکو په منځ کې، د منتو خوړو رېړۍ پرانستې ده. د ګرم منتو بوی د مني په دې سړه هوا کې د لسګونو پلي تلوونکو خلکو تر منځ چې له هغه ځایه تېرېږي تر پوزې کېږي.
د منځني عمر لرونکې مېرمن فاطمه انوري څلور کاله کېږي، چې د واټ پر غاړه د منتو پلورلو رېړۍ پرانیزي، تر څو د هغو په پیسو د خپلې کورنۍ د دسترخوان په سر یو څه ډوډۍ کېږدي.
هغه ورځ چې د فاطمې لیدو ته ورغلم، هغې د واټ په څنډه کې د ونې په ښاخونو د زړو پردو په ځوړندولو سره د ځان لپاره یو ستر جوړ کړی وو. فاطمې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل، دغه پردې یې د امربالمعروف کارکوونکو په امر او د نارینه لاسي توکو پلورونکو سره د واټن رامنځ ته کولو په موخه راځړولې دي.
خو له دې سره هم د طالبانو امربالمعروف په دې غور بسنه ونه کړه او له تېرو پنځلسو ورځو یې فاطمې ته تازه امر کړی: «په دې واټ توکي مه پلوره.» هغه پرېکړه، چې د فاطمې په وینا، په پلي کېدو سره یې خامخا یوه ګوله ډوډۍ د دې او د اووه کسیزه کورنۍ له خولې وځي.
له لاس پلوروونکو مېرمنو سره د امربالمعروف د کارکوونکو د چلند رواني اغېزې کولی شو د فاطمې په خبرو کې د هغې له وېرې پوه شو. فاطمه په لړزېدلي غږ کیسه کوي، چې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو له پنځلسو ورځو راهیسې له هغې او نورو ټولو لاس پلورونکو مېرمنو، له ځای ناستې حل لارې پرته غوښتي، چې لاسي رېړۍ خلاصې نه کړي.
فاطمې انوري و ویل: «له څه و وایم، دلته منتو پلورم، خو همغه کفن اغوستي [نغوته یې امربالمعروف ځواکونو ته ده] و ویل، چې نور دلته منتو مه پلوره. اوس هم هغې او دغې غاړې ته شته دي. همدا دي چې اوس به راشي او ما ته به و وایی، چې نور یې ټول کړه او کور ته د لاړه شه!»
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف اداره د لړم له ۱۴ مې نېټې راهیسې له هراتي ښځو او نجونو سره د اجباري حجاب- چادرۍ اغوستو په جګړه کې ده.
په دې وروستیو کې د دې ادارې کارکوونکي د طالبانو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای لږ تر لږه پنځه ورځې د هرات د حوزوي روغتون او دولتي ادارو په دروازو کې په پراخ شتون سره د بې چادرۍ ښځو او نجونو د ننوتو مخنیوی کاوه.
په هغه ویډیوګانو کې، چې په خواله رسنیو خپرې شوې لیدل کېږی، چې ښځې د دروازو تر شاه له ساعتونو انتظار وروسته د طالبانو سره لفظي شخره لري، خو پرته له دې، چې د ننوتو اجازه ولري، خپلو کورونو ته بېرته ستنېږي.
په هرات کې د ښځو لپاره د چادرۍ اجباري اغوستو امر، په کور د ننه او نړیواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بښنې نړیوال سازمان د پنشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲ مه) د طالبانو د دې امر په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره د ښځو او نجونو لپاره د دې محدودیت لګول «د نه زغم وړ» بللی دی.
د دې سازمان په بیانیه کې ویل شوي، نړۍ دې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ او د طالبانو د ځواب ویوونکو کولو لپاره خپل پیسستون وښيي.
په ورته وخت د سرچینو په وینا، امربالمعروف له څه مودې راهیسې د ورځې په نامعلوم وخت کې د لیلام واټونو ته د څار لپاره ځي او پرته له دې، چې لاس پلورونکو مېرمنو ته کومه بدیله لار وړاندې کړي، له هغوی غواړي ترڅو خپلې رېړۍ ټولې او کور ته ولاړې شي.
په [مستعار نوم] ۳۷ کلنه سوسن درې کاله کېږي، چې د لیلامیو په واټ یې د دویم لاس جامو پلورلو رېړۍ پر ځمکه پرانستې ده. دغه مېرمن په آبي رنګه چادرۍ سره سر تر پښو پوښلې او د واټ په څنډه ناسته ده. سوسن له رخشانې رسنۍ سره د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو له خوا د ناوړه چلند کیسه په لنډو کوي: «موږ همدلته په بازار کې ناستې یو، له هېڅ شي خبر نه لرو. سپینې چپنې لرونکي [اشاره یې د امربالمعروف کارکوونکو ته» یوه ورځ موږ نه پرېږدي، چې خپلې رېړۍ خلاصې کړو. ما په هغه ورځ هېڅ سوداه ونه کړه، اړم شوم بېرته خپل کور ته چې په شالبافانو کې دی ولاړه شم.»
هغه له وېرې دې ته چمتو نه شوه، چې د کار په اړه یې زیات جزیات ورکړي او یا خبرې وکړي.
لاسي توکي پلورونکې ښځې ډېرې کمې دې ته چمتو کېږي، چې د خپلو تجربو او د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو د تاوتریخوالي ډک چلند په اړه څه و وايي.
فاطمه انوري چې یوه لاسي توکي پلورونکې مېرمن ده، شاوخوا څلور کاله کېږي، چې د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره په واټونو منتو پلوري. هغه رخشانې رسنۍ ته وايي. د هرات په څېر ښار کې لاسي توکي پلورل پر ټولنه د واکمنو دودیزه نظرونو په دلیل اسانه کار نه دی، خو د طالبانو په واکمنۍ او د ښځو لپاره د کاري شرایطو په نه شتون کې، اړ شوې تر څو د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره دغه کړاو په ځان واخلي او په واټ کې منتو وپلوري.
فاطمه د اووه اولادونو مور ده. هغې خاوند له لاسه ورکړی او د اته کسیزه کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده. فاطمه هره ورځ د سهار له ۹ بجو د واټ پر غاړه د منتو پلورلو رېړۍ پرانیزي. لوڼې یې په کور کې د منتو پخولو د اړتیا وړ مواد برابروي او د شپې په اوږدو کې منتو پخوي او فاطمه دغه خواړه په وات کې په خپلو پېرودوونکو پلوري.
هغې و ویل: «شپږ لوڼې لرم چې مرسته راسره کوي. زه دلته هره یو دانه منتو په پنځه افغانۍ پلورم او هر خوراک یې په پنځوس افغانۍ دی او خپله ورځ همدلته تېروم.»
فاطمه هر دانه منتو په پنځه افغانیو پلوري. د هغې ورځنۍ ګټه د ۴۰۰ او ۴۵۰ افغانیو تر منځ ده، چې هغه یې هم د لومړنیو موادو د بېرته اخیستو او خپلو لوڼو د ډوډۍ او ناشتو لپاره کارول کېږي.
فاطمه خپل کور نه لري، هغه له خپلې کورنۍ سره په هرات ښار کې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي، چې باید هره میاشت ۸ زره افغانۍ کرایه ورکړي. فاطمې و ویل: «په لومړي سر کې مو د کور کرایه پنځه زره افغانۍ وه، خو وروسته له هغې چې ګډوال راغلي دي، د کور څښتن کرایه راباندې پورته کړې او اوس ۸ زره ده. دوه میاشتې کېږي، چې د کور کرایه مو نه ده ورکړې، د برېښنا او اوبو پیسې هم نه لرو، چې ور یې کړو.»
د فاطمې په وینا، د طالبانو په مخنیوي سره هغه اوس په یوه دوه لارې کې لالهانده پاتې ده، هغه کور چې د کرایې د ورکړې توان یې نه لري او هغه واټ چې پر هغې یې له دې د کار کولو حق اخیستی دی. هغه دا ورځې د خپل ژوند تر ټولو ترخې ورځې بولي: «موږ دلته کارګرانې یو. موږ ته مزاحمت کوي، هر سړی راځي وايي ټول یې کړۍ. کار مه کوی، موږ څه کار وکړو. اوو ماشومانو ته څه ډول ډوډۍ ورکړم؟»







