زحل آزاد
د فرښتې لیدو ته د هغې د یوې ګاونډۍ کور ته ورغلم، د خیاطۍ د زاړه ماشین تر شاه ناسته او په بېړه د توشکو او بالښتونو د پوښونو په ګنډلو بوخته وه. د خیاطۍ د ماشین غږ د هغې د خبرو سره ګډېده. د تاوتریخوالي له ډک ژوند څخه یې خبرې کولې، چې هغې یې هېڅ په ټاکنه کې کوم رول نه درلود.
دا په (مستعار نوم) د ۲۷ کلنې ښځې فرښتې د ژوند کیسه ده، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت خپرېږي. فرښته «د بدل د واده» قرباني ده، هغه ښځه چې اصلآ د افغانستان د غور ولایت اوسېدونکې ده، د کلونو کړاو او ربړونې له زغملو وروسته نن د دوه انتخابونو تر منځ بنده پاتې ده: طلاق چې هغه د اولادونو له لیدلو محروموي او پاتې کېدل، چې هره ورځ له تاوتریخوالي سره تېرېږي.
فرښته خپله کیسه له کلونو پخوا پیلوي، هغه مهال چې ۱۹ کاله عمر یې درلود او تازه یې دولسم ټولګی پای ته رسولی وو. د ۱۳۹۷ کال د مني په یوه سړه ورځ یې پلار پرېکړه وکړه، چې د یوازیني ځوان زوی کور یې آباد کړي، خو پیسې یې نه درلودې او د بدل واده یوازینۍ لار وه چې فکر ته یې ورسېده. هغه یې د خپلوانو له یوې انجلۍ سره بدله کړه. پرته له دې، چې ان یو ځل د هغې نظر هم وپوښتي.
د بدل واده د افغانستان په ډېری سیمو کې دود دی او کورنۍ له هغو د مالي یا هم اختلافي ستونزو د حل لپاره کار اخلي. په دې دود کې عمومآ نجونې له خپلې خوښې پرته د دوه کورنیو تر منځ تبادله کېږي.
فرښته وايي، د دواړو لورو کورنیو ډېر ژر د واده لپاره چمتوالی ونیوه واده یې وکړ او هغوی یوازې یوه میاشت کوژدنې پاتې شوې، هغه میاشت چې هره ورځ یې په ژړا او اوښکو تېرېده. له دې سره سره هېچا د فرښتې مخالفت ته پام ونه کړ: «پلار او وروڼو ته مې زارۍ وکړې ورته ومې ویل ما مه بدبخته کوۍ، خو چا غوږو ونه نیو. یوه میاشت مې د زړه وینې وخوړې او ومې ژړل تر څو ښايي دا واده ونه شي خو ګټه یې نه درلوده.»
د فرښتې په وینا، د ګډ ژوند د تاوتریخوالي ارټ یې د واده له لومړیو میاشتو پیل شو. هغه وايي، ان په ډېره کوچینۍ پلمه هم د خاوند له خوا بدې اورېدل او ان ځینې وخت به تر وهلو او ټکولو لاندې هم راتله.
فرښته په ډېر مهارت سره په خپل لاس کې ټوکر تر ستنې لاندې کوي او په روان او ګړندي حرکت سره د خیاطۍ د ماشین لاستکۍ څرخوي، د ستنې هر ګوزار یې ګواکي د ژوند د کلونو کړاو او صبر بیانوي. ورو وايي: «ښايي څوک باور ونه کړي، خو په اوو کلونو ګډ ژوند کې ان یو ځل هم زما خاوند ما ته جامې یا نوي بوټان نه دي اخیستي. تل یې د خور زاړه اغوندم، خو بیا هم راضي نه دی.»
هغه زیاتوي: «له واده دوه یا درې میاشتې وروسته، د امیدوارۍ په لومړۍ اوونۍ کې مې وغوښتل، غور ته د خپلې مور کره لاړه شم، خو مېړه مې اجازه رانه کړه. کله مې چې مخالفت وکړ، داسې یې و وهلم، چې د ویلو نه دي. پلمه یې دا وه، چې ورور دې زما خور ته اجازه نه ورکوي، یا دا چې که ورشې په خبرو دې ماغزه در منځي.»
له واده دوه کاله وروسته یې ورور خپله ښځه، چې د فرښتې بدل وه- د اولاد نه زېږولو په دلیل طلاقه کړه. دا کار د دې لامل شو، چې د فرښتې پر وړاندې یې د خاوند د کورنۍ تاوتریخوالی هم زیات شي، وهل ټکول سخت شول او روحي او جسمي فشارونه زیات شول.
فرښته په ژړا سره بیانوي: «خواښې او اولادونه یې [زامن] تل خپله غوسه په ما سړوي، که یې جامې ناوینځلې او اوتو نه وي، کنځاوې او سپکې سپورې اورم. که ډوډۍ وځنډېږي، هر څه یې چې لاس ته ورشي پرې وهي مې.»
هغه د خپل بدن په یوه برخه کې سوځېدلی ځای راښي، چې که څه هم تازه نه دی، خو د یوه ژور ټپ ګواه دی. فرښتې و ویل: «یو ځل نه پوهېږم له مشر لېوره سره مې په څه خبره بحث وکړ، هغې په ټکې چای جوښې سره راباندې برید وکړ او یوه بشپړه میاشت مې د سوځېدو له درده آرام نه درلود. ټول وايي ورور دې ښځې ته طلاق ورکړ، زموږ له عزت سره یې لوبې وکړې یا دا چې پلارګنۍ دې زموږ لور ځورولې ده… بسنه کوي، چې یوه تېروتنه وکړم او دوی رباندې را تويي شي او زړه یې تش کړي.»
د فرښتې د بدن د سوځېدلي برخې کره ځای د هغې د پېژندنې له وېرې په دې راپور کې نه دی راوړل شوی. فرښتې هیله درلوده، چې پوهنتون ولولي او سیاست زده کړي. خو هېڅکله دغې هیلې ته ونه رسېده: «خاوند مې غواړي طلاق راکړي، خو زه نه شم کولی. دا ټول کلونه مې د خپلو اولادونو په خاطر زغملي دي، اوس څنګه له هغوی زړه وشکوم؟ لوږه او تنده مې تېره کړه، وهل مې وخوړل، د یوې نوکرې په شان مې د خسر په کور کې کار وکړ او ان یو ځل مې هم شکایت نه دی کړی، یوازې د اولادونو په خاطر مې.»
کله د ژړا د شدت له امله خبرې نه شي کولی: «کابو دوه میاشتې وړاندې خواښې او خسر مې خاوند ته و ویل چې باید د خور غچ دې له هغې کورنۍ د [فرښتې ورور] څخه واخلې او ولاړشه ښځې ته دې طلاق ورکړه. له هغې وخت راهیسې نه د شپې خوب لرم نه د ورځې آرام. هر ځل چې خپلې لور ته ګورم او فکر وکړم چې که نه وم، څه به پرې راشي، لېونۍ کېږم.»
فرښته وايي مېړه یې ګواښلې ده: «وايي که طلاق شو خو طلاق، که نه شو دومره د وهم ډبوم او ربړوم چې کورنۍ دې هم په ژړا راشي. ته باید رنځ وګالې تر څو دې پلار او بې غیرته وروڼه دې په غذاب وي.»
په (مستعار نوم) ۵۲ کلنې نازنین او د فرښتې ګاونډۍ له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، په وار وار یې له فرښتې سره د هغې د خاوند ناوړه چلند لیدلی دی.
هغه چې د فرښتې دیوال په دېوال ګاونډۍ ده بیانوي: «د فرښتې خواښې تل پرې چیغې وهي او په لوږ غږ کنځاوې ورته کوي. بېچاره ښځه له کوره د باندې نه وځي او کله کله یې په کوڅه کې ونیم، چې لرګي ماتوي او یا بخارۍ څنډي.»
نازنین رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «یوه ورځ غرمه مهال وو چې د فرښتې د خاوند شور ماشور پورته شو، ومې لیدل، چې فرښته په انګړ کې لوېدلې او خاوند یې په لغتو او سوګانو وهي. هم یې وهله او هم یې سپکې سپورې ورته ویلې. کم بخته تل خدای ځوروي.»
فرشته له درې ماشومانو سره چې لا هم د ټیټ عمر لرونکي دي، په یوه تکاوۍ کې د کابل په یوه بېوزله مېشتې سیمه کې ژوند کوي، د کوټې په یوه څنډه کې یې د اضافي توکو او وسایلو د ساتنې انبار دی. هر سهار وختي پورته کېږي او د شپې تر ناوخته پورې د دې په وینا، له هېڅ امتیاز پرته د خاوند کورنۍ ته خدمت کوي.
فرښته د زرګونو نورو ښځو په څېر په داسې ټولنه کې ژوند کوي، چې هر پل یې تر څار لاندې دی او د انتخاب حق ورته محدود دی. هغه د هغه تاوتریخوالي، چې هره شېبه یې زغمي او تېروي او له اولادونو چې د زړه ټوټې یې دي د بېلتانه تر منځ ناچاره پاتې ده.







