سینا سعیدي
خبره په یوه جمله کې خلاصه شوې وه. «طالبان سخي زیات ته ښځو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.» سهار شاوخوا ۱۰:۴۰ بجې سخي زیارت ته، چېرته چې تازه هغه ځای ته د ښځو په ننوتولو د بندیز خبره رسنیزه شوې د تګ په موخه روان شوم. د لارې یوه برخه مې په موټر او یوه برخه په پلي تګ سره ووهله.
د کابل پوهنتون له مخې تېر شوم، د لوړو زده کړو وزارت ودانۍ داخلېدونکې دروازې ته په لږ واټن کې یوه پخه ښځه د خپل ځوان زوی سره، د داخلېدونکې دروازې په څومترۍ کې ولاړه وه. ځوان ژڼي د ښځو لاسي بکس په یوه لاس او د کاغذ څو پاڼې په بل لاس کې، چې ښايي عریضه یا غوښتنلیک به وو نیولې وې.
دواړه لالهاند په یوه څنډه کې ولاړ وو. ښځې هغه څلور تنو طالب سرتېرو ته کتل، چې د وزارت ودانۍ په داخلېدونکې دروازه کې ولاړ دي. هغوی د افغانستان د پخوانیو نظامیانو جامې پر تن کړې وې، تورې امریکايي وسلې یې په لاس کې او دې ښځې او ځوان ته په نه پاملرنې یې له یو بله خبرې کولې او خندل یې.
د سخي زیارت د سویل داخلېدونکې دروازې په څو مترۍ کې د سورلۍ موټر ودرېد. یو ځوان سړی د موټر چلوونکي د تر څنګ څوکۍ څخه کوز شو. د شا د څوکۍ دروازه یې خلاصه کړه او د یوې ځوانې ښځې په مرسته یې، چې له بلې دروازې څخه کوزه شوې وه، یوه زړه ښځه، چې د تګ جوګه نه وه تر مټ ونیوله.
د زړې ښځې سور رنګه ټکری تر سر وو. د مخ رنګ یې ژېړ او الوتی ښکارېده. درې واړو د سخي زیات د دروازې په لور حرکت وکړ. زیارت ته له نېږدې هټۍ والو یو تن، ځوان سړي ته مخ واړو ویې ویل: «هسې ځان ته زحمت مه ورکوه لالا. تور سرې زیارت ته نه پرېږدي.!»
ښځې او ځوان سړي د هټۍ وال خبرو ته په نه پام سره، زړه او ناروغه ښځه د دروازې لور ته بوتله، زه هم له نیږدې واټن څخه له هغوی سره مل وم، د زیارت دروازې ته نارسيدلې، طالب سرتېری په لار کې را شین شو او ویې ویل: «تور سرو (مېرمنو) ته اجازه نشته» ځوان سړي زړې ښځې ته اشاره وکړه ویې ویل ناروغه ده، او له بل ولایت څخه کابل ته راغلې ده او اوس زیارت ته راغلې تر څو د خپل یوه خپلوان قبر ته ورشي.
طالب سرتېري دا ځل په لوړ غږ خپلې لومړنۍ خبرې تکرار کړې. له زړې ښځې سره مل کسان اړ شول، چې هغه بېرته موټر ته وګرځوي.
له ماسپښین مخکې لس بجې او نهه پنځوس دقیقې وې. د زیارت په سویلي دروازه کې یو طالب سرتېری له یوه ځوان سړي سره په څوکۍ ناست وو. طالب سرتېري خپله وسله په زنګنو ایښې وه او په خپل تلېفون بوخت وو. د تېر په څېر د هغوی دو تر څنګ درېږم تر څو لومړی تلاشي وکړي او وروسته د زیارت انګړ ته ننوځم.
طالب سرتېري سترګې په سترګو کې راواچولې، سر تر پښو یې تر نظر تېر کړم، او پرته له دې چې ومې پلټي، په پښتو ژبه اجازه راکوي، تر څو ننوځم. مخکې له دې چې د زیارت انګر ته د ننه شم، سترګې مې په یو تور رنګي شال لګېږي، چې د ښځینه وو په داخلېدونکې دروازه کې راځوړند دی.
د زیارت د دروازې په دېرش مترۍ کې د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو یو تن وینم، خوښ او خندانه دروازې ته مخامخ په څوکۍ ناست دی او لمر اخلي. تور رنګه پټو یې تر ځان پېچلی دی. د سپنې چپنې څنډه یې چې له پټو بېرون راوتلې، له لرې یې زما سترګې ور واخیستې، له ځان سره وایم، لکچې دا یو یې ګمارلی تر څو زیارت ته د تازه ننوتوونکو کسانو مخ او څېرې وګوري.
د زیارت انګړ کابو له خلکو تش دی. یو شمېر هغه کسان چې نن زیارت ته راغلي دي، د ګوتو په شمار کسانو ته هم نه رسېږي. د سخي زیارت مې هېڅ واخت داسې تش نه وو لیدلی. د زیارت د دروازې په لور وخوځېدم. هلته یو مسوول کس داسې ښکارېده، چې د خبرو په لټه کې دی، کله چې ما ترې وپوښتل، ولې زیارت دومره تش وینم، سر یې وخوځاوه او وايي، د طالبانو امربالمعروف د جمعې له ورځې راپدېخوا زیارت ته د ښځو ننوتل بند کړي دي.
ولې یې بند کړی دی؟ هغه هم ځواب نه لري: «هېڅ معلومه نه ده، یوازې امر یې کړی، چې ښځې زیارت ته د ننوتلو حق نه لري. وسلام. ما ته یې هم څه نه دي ویلي.»
په بېرون انګړ کې دوه ځوان سړي د زیارت د انګړ په څنډه کې سماوات لري او دواړه د اوبو په جوښ کولو بوخت دي. تر سماواتونو لاندې یې لړګي اچولي او چای جوښې يې له جوش اوبو ډکې کړې او د لسو، شلو او پنځوسو افغانیو په بیه یې په خلکو پلوري. له یو تن څخه یوه چای جوښه تور چای اخلم، د پیسو د ورکړې پر مهال یو له هغو پوښتم. ښځې ولې زیارت ته د ننوتلو اجازه نه لري؟
ځوان سړی پيسې شمېرې او وروسته یې خپل شاوخوا وکتل ویې ویل: «د دغو له لاسه هر کار کېدونکی دی. موږ بېوزله خلک د دې پرېکړو زیان ورکوو. هغوی [طالبانو] زموږ کار و بار هم په خپلو پرېکړو له خنډ سره مخ کړی دی، موږ اړ یو چې د دوی سازا ته ګډ شو.»
کور ته د بېرته ګرځېدو لپاره د زیات د انګر له لوېدیځې دروازې وځم. دې دروازه کې د سویل لوري دروازې په پرتله ګڼه ګوڼه ډېره ده. څلور- پنځه ځوانې ښځې د دروازې په خوله کې ولاړې دي او له بېرونه خواشینې زیارت ته ګوري.
د طالبانو د امربالمعروف له ځواکونو یو تن چې سپینه چپنه یې اغوستې، د پلټنې له مسوولینو یوه تن ته اشاره کوي، تر څو ښځې د دروازې له خولې لرې کړي. هغه د ښځو لور ته ولاړ او هغوی ته یې و ویل «خویندو وبښې موږ ته یې و ویل، چې ښځو ته د ننوتو اجازه مه ورکوۍ. ښه ده، چې خپلو کورونو ته لاړې شۍ.» هغوی یې د دروازې له خولې لرې کړې. د طالبانو د امربالمعروف مامور د آذان د غږ په اورېدو سره له خپل ځایه پورته او د زیارت انګړ ته ننوت.







