دغه غونډه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ویجاړ وضعیت ته د پام اړولو، د رخشانې رسنۍ او افغانستان کې د نورو فعالو رسنیو د فعالیت روښانه کولو په موخه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د برېتانیا پارلمان کې جوړه شوه.
رخشانه: په دې ناسته کې چې د ګارګر کوند د استازي الکس سوبل په کوربتوب جوړه شوې وه، د رخشانې رسنۍ مسوولې زهرا جویا، فارونس فیونا هاجسون او د سکای نیوز ځانګړې خبریالې الکس کرافورډ هم په کې ګډون درلود.
د رخشانې رسنۍ د بورډ غړې مېرمن پیمانه اسد د دې غونډې مدیریت پر غاړه درلود. دغه غونډه د ښځو او نجونو د کیسو په پوښښ کې د رخشانۍ رسنۍ او نورو رسنیو د فعالیت د څرګندولو په موخه جوړه شوې وه.
الکس سوبل، چې د شمالي لیدز او مرکزي هډینګلي ټاکنیزې حوزې استازولي پر غاړه له لري په خپله ټاکنیزه حوزه کې د «خوځنده افغان ټولنې» سره د خپل تعامل په اړه خبرې وکړې، کوم چې د بیا مېشتېدنې پروسې له لارې یې د ډېری هغو سره مرسته کړې ده. هغې و ویل، چې له ۲۰۲۱ راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو تېر شوی دی. خو هغې همدارنګه ټینګار وکړ، چې د مطبوعاتو آزادۍ نه شتون ته په پاملرنې سره، د وضعیت په اړه کره معلوماتو ته لاسرسی خورا ستونزمن دی.
ښاغلي سوبل څرګنده کړه، چې د افغانستان د بیان آزادۍ په درجه بندۍ کې په دې پړاو کې ۵۶ پوړه راټیټ شوی او د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ ۱۷۸ ځای ته رسېدلی دی.
هغه د ښځو د کیسو او د هغو زړورتیاو کیسې چې ښځو یې تر سره کوي، په خپرولو سره د رخشانې رسنۍ ستاینه وکړه.
«نړۍ څه ډول اجازه ورکوي، چې دغه ډول پېښې رامنځ ته شي؟» دا د سکای نیوز د ځانګړې خبریاې الکس کرافورډ خبرې وې، چې په دې ناسته کې بیان شوې.
الکس کرافورډ د ساحوي راپور ورکولو ستونزې بیان کړې ویې ویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د بهرنیو خبریالانو د وېزې ۹۰ سلنه غوښتنلیکونه د طالبانو له خوا رد شوي دي. هغه و ویل، دغه موضوع په ځانګړې توګه په هغه پېښو کې رښتیا ده، کله چې خبریالانو د ښځو کیسې پوښلو لپاره خپله ارده اعلان کړې وه.
د اسکای نیوز خبریاله مېرمن کرافورډ په پرېکنده توګه باوري ده، چې لوېدیځ دولتونه باید زیات اقدامات تر سره کړي، تر څو طالب چارواکي له ښځو او نجونو سره د چلند په اړه ځواب ویوونکي کړي.
هغې د بلاګ لیکونکو او ټولنیزو رسنیو د اغېزمنو کسانو د اوسنۍ پروسې په اړه، چې له افغانستانه «راپورونه» ورکوي نیوکه وکړه. هغې و ویل: « هغوی راپورونو وضعیت عادي ښودلی دی او د ښځو او نجونو سیستماتیک لرې کول کم ارزښته ښيي.»
بارونس فیونا هوډسن د افغانستان لپاره د ښځو او نجونو د سیستماتیک له منځه وړلو انساني او اقتصادي لګښتونو ته اشاره وکړه. هغه و ویل، له طبابته نیولې تر زده کړو پورې به د ښځو یو نسل د هېواد له اقتصادي ژوند څخه ورک شي، چې د وړاندوینې وړ ټولنیز او انساسي پایلې به ولري او اقتصادي پرمختګ به کمزوری کړي.
ټول ګډونوال په دې نظر وو چې د راپور ورکولو محدودیتونو ته په پام سره، د هغه څه درک کول چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو تېرېږي، د نړیوالې ټولنې لپاره خورا ستونزمن شوي دي.
د غونډې برخوالو ټولو په دې توافق درلود، چې په داسې شرایطو کې هغه کار چې رخشانه رسنۍ یې د هېواد د ننه کیسو د څرګندولو لپاره تر سره کوي، حیاتي ارزښت لري.
ټولو ګډونوالو توافق درلود، هغه وضعیت چې په افغانستان کې پر ښځو تحمیلېږي، د بشري حقونو څخه د نه منلو وړ سرغړونه ده.







