د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

1 اکتوبر 2026
طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یوه تازه لارښونه کې، په هېواد کې ټولنیزې شبکې د ټولنې له منخه وړلو یو لامل بللی وايي، په دې شبکو کې په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ګڼل کېږي.

رخشانه: دا کړنلاره نن (پنشنبې د تلې ۹ مه) « له ټولنیزو شبکو ناوړه ګټه اخیستنې» تر عنوان لاندې خپره شوې او د هېواد په ټولو جوماتونو کې له خطیبانو او ملاامامانو غوښتل شوي، چې د جمعې په لمانځه کې په دې اړه خلکو ته وینا وکړي.

یاد وزارت په دې لارښوونه کې ویلي، ټولنیزې شبکې د ټولنې له منځه وړلو په یوه عامل بدلې شوې او دا شبکې په هېواد کې د ډېرو فتنو سرچینې دي.

دې وزارت په خپل لارښود کې لیکلي، مسلمانان له ټولنیزو شبکو «د معلوماتو تر لاسه کولو او خپلو اړتیاو پوره کولو» پر ځای د «ګناه، دروغو او اوازو» د خپرولو لپاره کار اخلي.

طالبانو په دې کړنلاره کې له خلکو غوښتي، چې په ټولنیزو شبکو د ناسمو خبرونو له خپرولو ډډه وکړي، ځکه دا کار د «منافقینو له خصلتونو» دی او «لویه ګناه» ګڼل کېږي.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت لیکلي، په ټولنیزو شبکو د خلکو د انځورونو خپرول او په دې شبکو کې د هغوی د ژوند د شخصي رازونو افشا کول، د خلکو نوم بدي کول او «له لویو ګناوو» څخه ده.

په دې لارښود کې راغلي «په ټولنیزو شبکو د نامحرمو کسانو انځور ته کتل او د دې شبکو له لارې د ښځو او نارینه وو تر منځ د اړیکو ټینګول هم له «لویو ګناوو» څخه ګڼل کېږي.

په دې تګلاره کې راغلي، «د ټولنیزو شبکو له لارې به ټولنه کې فحشا او بې حیايي پراخېږي، ځوانان د منکراتو لوري ته کاږي او د خیر کارونه پرېږدي.»

په دې لارښود کې همدارنګه ویل شوي، ځوانان د دې شبکو له لارې د نڅا او ګډا پروګرامونه ګوري، چې دا کار حرام او ګناه ده.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، د دې ډلې ډېری دولتي کارکوونکي هم په ادارو کې د خلکو د کار د ترسره کولو پر ځای، په ټولنیزو شبکو بوخت دي او په همدې خاطر دې ډلې په دولتي ادارو کې د ځیرکو تلېفونونو د نه کارولو امر کړی دی.

دې وزارت لیکلي، د ټولنیزو شبکو کارول سره له دې، چې لګښت لري، د کاروونکو د بداخلاقۍ سبب هم کېږي، ځکه هغوی ټوله ورځ په دې شبکو کې دروغ، فشحا، بدې خبرې و بې حیا شیان ګوري.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې دغه امر صادر کړی دی، چې دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار په ټولنیزو شبکو خپل منتقدان نیولي او زنداني کړي دي.

همدارنګه طالبانو د ټولنیزو شبکو کارکوونکو ته لا هم اجازه نه ورکوي، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د څارنې، خبرونو سانستو او د انتقادي منځپانګو د خپرولو په مخنیوي سره پر دې ډلې نیوکې وکړي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه