د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله، درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

رخشانه: ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دا پېښه پرون مازیګر (سه شنبې د تلې ۷ مه) څلور بجې، د دې ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د «زاوه» په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

حماد ویلي، دا مرمۍ هغه مهال چاودلې، چې ماشومانو پرې لوبې کولې.

نوموړي زیاته کړې، چې د مرمۍ د چاودنې په ترڅ کې درې ماشومان وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

ټپي ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات نشته.

ننګرهار کې یوې سرچینې د دې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، دا څلور واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو.

د سرچینې په وینا، دا ماشومان د ۸ تر ۱۲ کلونو تر منځ وو او څلور واړه هلکان وو.

سره له دې، چې هر کال په ماین او ناچاودو توکو لړلو سیمو د پاکولو هڅې روانې دي، خو لا هم د هېواد په ځينو ولایتونو کې ځینې سیمې په ماینونو او ناچاودو توکو لړلې دي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

هېواد کې هر کال لسګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان، د پخوانیو جګړو څخه د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو قرباني کېږي.

د «هلوترست» ماین پاکولو موسسې د شمېرو له مخې، په هېواد کې کابو درې میلیونه او ۳۰۰ زره کسان لا هم په ماینونو او ناچاودو توکو لړلو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه