د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

انځور: ډیزان کړای شوی دی

د بشري حقونو یو شمېر فعالانو، افغان کډوالو او «د امریکا د نیوانګلنډ حوزې هزاره ګانو» په افغانستان کې د عبدالرحمن خان له خوا د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» په مناسبت، د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه د «هزاره نسل وژنې د په رسمیت پېژندلو» غوښتنه وکړه.

رخشانه: دا غونده د یکشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه» د «امریکا د نیوانګلنډ حوزې د هزاره ګانو» په کوربه توب په انلاین ډول، د بشري حقونو د یو شمېر فعالانو، پوهنتون د استادانو، فرهنګپالو او افغان کډوالو تر منځ په انلاین ډول جوړه شوې وه.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر په دې غونډه کې ویلي، د هزاره ګانو حق غوښتنه باید پر حقیقت، کره اسنادو، د عاملانو په پېژندنې، فردي مسوولیت او د قوامندې د سلسلې په ټاکلو او یوه قوم ته د مسوولیت له عمومي کولو ډډه وشي.

هغې و ویل، د نسل وژنې د څېړلو تر څنګ باید د بشریت ضد جرمونه او جنګي جنایتونه هم په جدي توګه مستند او د حقوقي تعقیب لپاره د نړیوالو بنسټونو په واک کې ورکړل شي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخواني مشرې ټینګار وکړ، چې حق غوښتنه نه باید یوازې تر کلیزو پورې محدوده شي، بلکې باید یو ګټور او اوږدمهاله بهیر و اوسي.

څېړونکي او د پوهنتون استاد محمد امین احمدي په دې ناسته کې و ویل، د تاریخي اسنادو له مخې، د عبدالرحمان په دوره کې د هزاره ټولنې د ځینو برخو د ځپلو، وژنو او له منځه وړلو لپاره پروګرام تر سره شو، چې د هزاره ګانو د ځپلو، جبري کډوالۍ او د هغوی د ځمکو له غصبولو سره مل وو.

احمدي زیاته کړه، د افغانستان وګړي د یوه ملت په توګه اړتیا لري، چې د هزاره ګانو نسل وژنه وپېژني. هغه ویلي دي: «د حقیقت پېژندل له عدالت سره ډېره نېږدې اړیکه لري. تر څو موږ په حقیقت پوه نه شو، عدالت ته نه شو رسېدای.»

د پوهنتون دغه استاد زیاته کړه «د ملکیت سلبول، له اقتصادي سرچینو محرومول، خپل سرې نیونې او نور سیستماتیک فشارونه» باید په کره توګه مستند او دسته بندي شي. د هغه په وینا، دا پېښې د قوم، مذهب او جنسیت پر بنسټ د ډلیزو او سیستماتیکو ځورونو په څېر چوکاټونو کې څېړل کېدای شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د لوړو زده کړو پخواني وزیر عباس بصیر ویلي، د عبدالرحمن خان له خو د پراخو وژنو، ځمکو د غصب او د هزاره ګانو د لمنځه وړلو د ارادې لاسوندونه شتون لري او د هزاره ګانو د تکفیر او د هغوی په وړاندې د ځواکونو بسیج کول هم د هغه دورې مهم شواهد دي.

هغه په ملکي ځایونو له هغې جملې په ښوونځیو، جوماتونو، لوبغالو او نورو عامه ځایونو کې د هزاره ګانو پر وړاندې هدفي بریدونو او ګواښونو ته په اشارې و ویل، دا پېښې په اوسني وضعیت کې د نسل وژنې خطر ارزولو کې د پام وړ دي.

دغه راز د بشري حقونو فعالې مستوره شفايي هم و ویل افغانستان کې د عبدالرحمن خان له خوا «د هزاره نسل وژنې کلیزه» یوازې د قربانیانو د یادولو او ماتم لپاره نه ده، بلکې د پوهاوي لپاره یو فرصت، مستند کول، مسوولیت منل او د عدالت لپاره حق غوښتنه ده.

د شفايی په وینا، هزاره ګان له یوې پېړۍ زیاتې مودې راهیسې، له وژنو، تبعیض، کډوالۍ، جبري بې ځایه کېدو، هدفي بریدونو او د کورونو او ځمکو له لاسه ورکولو سره مخ دي، او د دې تاوتریخوالیو پایلې لا هم د هزاره ګانو په ننني وضعیت کې لیدل کېږي.

هغې د ټولو افغان وګړو لپاره د برابرۍ، قانون د حاکمیت او انساني کرامت د تضمین په غوښتنه ټینګار او د هزاره ګانو په وړاندې د جرمونو د خپلواکې پلټنې، د شواهدو د ساتنې او اسنادو، د قربانیانو د ملاتړ او د قانون سره سم د جرمونو ترسره کوونکو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

د پوهنتون استاد محمد هادي احمدي هم و ویل، هغه جنایتونه چې له یوې په زیاته پېړۍ کې د هزاره ګانو په وړاندې تر سره شوي، یوازې د وژنې او قتل عام په چوکاټ کې د څېړنې وړ نه دي، بلکې دا ډېر جمعیتي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او جغرافیايي اړخونه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

نوموړي د ناامنیو زیاتوالي، هدفي وژنو، جبري کډوالۍ، د زده کړو محرومیت، اقتصادي محدودیتونو، د پرېکړو له بهیره د وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو فشارونو ته په اشارې و ویل، دا ننګونې یو له بله تړلې او باید مستندې شي.

د دې غونډې ګډونوال له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ټولو دولتونو په افغانستان کې د «هزاره نسل وژنې د په رسمیت پېژندلو» غوښتونکي شول او د جرمونو د مستند کولو لپاره یې د یوه پلټنونکي کمېسیون جوړولو او د هاګ نړیوالۍ محکمې ته د شواهدو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

همدارنګه دوی د «محافظتي تدابیرو غوره کولو او د بشردوستانه مرستو چمتو کولو د کډوالو لپاره د خوندي لارو جوړولو، د نړیوالو څارونکو د لېږلو او د هزاره ټولنې تر منځ د مرستو عادلانه وېش د تضمین» غوښتنه هم وکړه.

د غوندې ګډونوالو د طالبانو، داعش او نورو هغو ډلو د ځواب ورکولو غوښتنه هم وکړه، چې د دې جرمونو مسوول دي او د قربانیانو په ځانګړې توګه د ښخو او نجونو په ملاتړ یې ټینګار وکړ.

دوی و ویل، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هزاره ښځې او نجونې د هم مهال والي له امله، له قومي او مذهبي تبعیضونو او جنسیتي ځپنو سره مخ دي.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه