د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

انځور: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) په یوه راپور کې ویلي، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو کمېدو، په دې هېواد کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه د بندېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

رخشانه: دې بنسټ د «ښځو په مشرۍ او د ښخو د حقونو په بنسټونو د مرستو کمېدو اغېز» په راپور کې ویلي، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو کمېدو وروسته، د ښځو په مشرۍ سازمانونو خپل خدمات محدود کړي او خپل ځینې کارکوونکي یې له دندو لرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو تر کمېدو وروسته، د دې بنسټونو فعالیتونه محدود شوي او د هغو د یو شمېر د بندېدو ګواښ زیات شوی دی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو له خوا سروې شویو ۶۱ بنسټونه، چې په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ سازمانونو ۸۲ سلنه جوړوي ویلي، د بودیجې کمښت د دې لامل شویو چې دا بنسټونه د «بندېدو له خطر» سره مخ شي.

ملګرو ملتونو خپل راپور کې لیکلي، په ۲۰۲۵ کال کې سروې شويو ۷۲ سلنه بنسټونو د بودیجې کمښت تجربه کړی. ۴۹ نورو بنسټونو ویلي د تېر کال په پرتله یې په ۲۰۲۶ کې مالي وضعیت «بحراني» شوی دی.

په دې راپور کې راغلي، په ټول کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۷۴ بنسټونه، چې د ملګرو ملتونو له خوا سروې شوې، یوازې یو بنسټ د تل لپاره تړل شوی او ۴۰ نور بنسټونه، ښايي تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پورې خپل فعالیت ودروي او یا په بشپړه توګه بند شي.

دې بنسټ ویلي، د بودیجې کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو د خدماتو وړاندې کولو توان او وړتیا اغېزمنه کړې، په داسې حال کې، چې د تېر کال په پرتله، مرستو ته د ښځو او نجونو اړتیا «زیاته» شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې لیکلي، د ښځو تر مشرۍ لاندې ۶۲ سلنه بنسټونه چې د دې سازمان له خوا سروې شوي ویلي یې دي، دوی اوس د مرستو د کمښت له امله د پخوا په پرتله لږ ښځې او نجونې تر پوښښ لاندې راولي.

د دې بنسټ د راپور له مخې، ۵۴ سلنه بنسټونو ویلي، د وړتیا د محدودیت او بودیجې د کمښت له امله اړ شوي، ښځې او نجونې د انتظار په نوملړ کې ځای کړي یا یې له منلو ډډه وکړي.

راپور راوړي، د خدماتو په سکتور کې ۷۶ سلنه ادارو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو د مدیریت او راجع کولو لپاره د خدماتو د پام وړ کمېدو یا بندېدو راپور ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو په کمېدو اندېښنه ښودلې وايي، د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونه، د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر بنسټونو د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې وايي، ډېری له دې بنسټونو د بودیجې د برابرېدو او بسپنه ورکوونکو سره د ښځو تر مشرۍ لاندې بنسټونو د مستقیمې اړیکې غوښونکي دي.

طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې، په هېواد کې اړمنو کسانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د مرستو رسولو په برخه کې مستقیمه لاسوهنه کړې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

له کال زیاده موده کېږي، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي، د طالبانو له خوا د دې بنسټ دفترونو ته له ورتګ څخه راګرځول شوي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار ویلي، د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته نه شي کولی افغان ښځو او نجونو ته د هغوی له کلتور او شرایطو سره سمې مرستې وړاندې کړي.

اړوندې لیکنې

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026
ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي
خبر

ننګرهار کې دوه ماشومان د اوبو ذخیرې ته لوېدلي او مړه شوي

3 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه