د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

د «بدلون لپاره د ښځو اتحاد» بنسټ (WUC) وايي، افغان ښځې باید د خپل هېواد په اړه د راتلونکو خبرو اترو په مرکز کې ځای ولري.

رخشانه: دې بنسټ نن (دوشنبې د تلې ۶ مه په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي او غړو هېوادونو غوښتي، چې «افغانستان باید د [ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غوندې لومړیتوب] پاتې شي.

دوی په دې لیک کې زیاته کړې، افغان ښځې د خپل هېواد د راتلونکې په جوړونه کې، مشرانې، مدافعان، کارپوهانې او اساسي ګډونوالې دي.

د دې بنسټ په وینا، هغه وړاندیزونه چې افغان مېرمنو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱ مې غوندې په څنډو کې وړاندې کړې، باید د هغو دیپلوماتیکو سیاسیتونو، پرېکړو او تګلارو بنسټ وي، چې له دې وروسته کېږي.

د «بدلون لپاره د ښځو اتحاد» ویلي، د افغانستان په اړه په ټولو سیاسي او سیاست جوړونې پروسو کې باید د افغان ښځو مستقیم او مانا لرونکی ګډون د بین الاافغاني خبرو اترو مرکز کې وي.

دا بنسټ وايي، د افغانستان په راتلونکو سیاسي پروسو کې د ښځو او نجونو د اساسي حقونو بیارغونه او ستانه، له هغې جملې، د زده کړو، کار، تګ راتګ، عدالت ته د لاسرسي او په عمومي ژوند کې د ګډون حق باید په لومړیتوب کې وي.

په دې اړه نور ولولئ...

اوچا: افغانستان کې د چاودېدونکو توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

معترضې ښځې: ډېری افغان ښوونکي د کار او زده کړې له حقه پاتې دي

دې بنسټ ټینګار کړي، چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو لپاره ځواب وینه باید پیاوړې شي او د باور وړ نړیوال حساب ورکولو میکانېزمونو څخه باید ملاتړ وشي.

د بدلون لپاره د ښځو اتحار وايي، نړیواله ټولنه باید ډاډ تر لاسه کړي، چې د افغانستان په اړه پرېکړې، د دې هېواد د ښځو د غږ، تخصص او مشري منعکسوي.

یاد بنسټ زیاته کړې، د هېواد په راتلونکې جوړونه کې د افغان ښځو رول باید په رسمیت وپېژندل شي، ځکه له ښځو پرته د دې هېواد راتلونکې نه شي جوړېدای.

اړوندې لیکنې

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل
خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې د څلورو طالبانو د نیولو امرونه له پټ حالته وایستل

5 اکتوبر 2026
د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي
خبر

د نسل وژنې څار ډله: هزاره ښځې د طالبانو د تبعیضي، محرومیت او جنسیتي ځورونې نظام له خطر سره مخ دي

5 اکتوبر 2026
معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي
خبر

معترضې ښځې: له زده کړو د نجونو محرومیت، له ښوونکو او راتلونکي متخصص نسل څخه د افغانستان محرومول دي

5 اکتوبر 2026
امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې
خبر

امریکا او ائتلافي هېوادونو افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاوان ورکولو زمینه نه ده برابره کړې

5 اکتوبر 2026
د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه
خبر

د کاناډا ونکوور کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې کلیزې» یاد غونډه جوړه شوه

5 اکتوبر 2026
غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې
خبر

غور کې یوه مېرمن د مېړه له خوا په «وحشتناکه» ډول وژل شوې

4 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه