عابده مددګار
زما (مستعار نوم) عابده مددګار دی، د مزارشریف ښار اوسېدونکې یم، له لسو زیات کلونه مې د ښوونکې دنده تر سره کړې ده. شپږ میاشتې کېږي، چې د واټ پر غاړه دویم لاس جامې پلورم.
د ژوند کیسه مې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکم. غواړم و وایو، د طالبانو په واکمنۍ سره هغه څه چې زما او د افغانستان د نورو ښځو پر ژوند تېرېږي، له هغه معمول تعریفونو پورته دي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لپاره کېږي. لږ تر لږه په پرېکنده توګه کولی شم و وایم، چې د طالبانو په راتګ سره زما ژوند توره تیاره شوی دی. طالبانو له ما هوساینه او د راتلونکي پروګرامونه اخیستي دي. د نظام له بدلون وړاندې مې هوسا او آرامه ژوند درلود. که څه هم تنخوا مې لوړه نه وه، خو اولادونه مې د شپې په مړه ګېده ویده کېدل.
ما د نجونو په یوه ښوونځي کې د لېسې په دوره کې د ښوونکې په توګه کار کاوه. کله چې طالبانو د نجونو مکتبونه بند کړل. زه هم په کور کېناستم. خاوند مې مړ شوی دی او د اولادونو د ژوند بار زما پر اوږو دی. تر اوسه مې ډېرې سختۍ ګاللې دي، خو نور مې چاړه هډ ته رسېدلې ده.
د کور د کرایې، د برېښنا د بییې، د اوبو، خوړو او د اولادونو د جامو د لګښت لپاره مې ډېر کارونه کړي دي. په پیل کې د یوې ډلې نورو ښځو سره یو ځای د ښاروالۍ له خوا د واټونو په پاکولو، د خځلو راټولولو او د سړک د څنډو چارو کولو په کار بوخته شوم، هغه کار چې هېڅ وخت مې یې د کولو فکر نه کاوه، خو په ژوند کې مې له اولادونو او د هغوی له هوساینې پرته نور څه راته مهم نه وو.
ان دغه کار هم ډېر دوام ونه کړ. یو ځل بیا بې کاره شوم او په کور کېناستل مې تجربه کړل. مودې مودې بې کاره او په کور ناسته وم. کله به د اولادونو خالي دسترخوان ځورولم. د همدې لپاره وایم، هغه وضعیت چې زما پر ژوند راغلی دی، له بل هر ډول تاوتریخوالي چې یادونه یې کېږي بد دی.
اړ شوم چې د دویم لاس جامې راټولې کړم او پر واټ یې وپلورم، جامې له خپلو قومیانو، خپلوانو او دوستانو خوشې تر لاسه کوم او په ډېره کمه بیه یې پلورم. او کله یې هم له خلکو په کمه بیه اخلم او بېرته یې په یو څه لوړه بیه پلورم تر څو د اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ چمتو کړم.
هر سهار وختي تر لمر ختو مخکې له خوبه راپورته کېږي او په دې اندېښنه کې وم، چې آیا نن کولی شم د اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ چمتو کړم که نه؟ په دې غور کوم، چې نن به ما ته څه راپېښ شي. هر ځل چې وسله په لاس طالبان پر سړک وینم، لاس او پېښې مې لړزېږي، چې بیا به کومه پلمه کوي، چې دلته به کار کول راته ستونزمن کړي.
د سړک په غاړه کار کول آسانه نه دی. کله کله په دې خاطر چې خپلوان او پخواني همکاران مې ونه ویني، څان تر چادرۍ لاندې پټوم. دغه چل مې کولی شي له هغه شرمه، چې همکاران او یا ان پخواني زده کوونکي مې ونه ویني یوه چاره وکړي. خو د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلندونو سره څه وکړم؟
ډېری وخت د طالبانو له ځورولو، سپکو سپورو او توهین سره مخ کېږم. د طالبانو مامورین هره ورځ د سړک پر غاړه یوه نوې پلمه پیدا کوي او زموږ ښځو چې د واټونو پر غاړه په کار بوختې یو، سپکاوی او توهین کوي. کله وايي دلته مه کېنۍ او کله هم زموږ پر حجاب رانیسي. په بېلا بېلو پلمو او د طالبانو هر غړی په خپل نوم له موږ پیسې غواړي. که د ورځې ۲۵۰ افغانۍ کار وکړو اړ یو چې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې طالبانو ته ورکړو، تر څو د سړک په غاړه د کېناستو او د پېر او پلور اجازه راکړي.
داسې ورځې هم راغلې، چې تش لاس کور ته ستنه شوې یم، په شپو او ورځو مې اولادونه له یوې ګولې ډوډۍ خوړلو پرته ویده شوي دي. ژمی رانېږدې دی او اندېښنې مې تر پخوا زیاتې شوې دي. تل په دې فکر کوم چې څه ډول مې اولادونه د ژمي له یخنۍ وساتم.
تر دې پورته تاوتریخوالی چېرته دی، چې له موږ یې کار، زده کړې، خپلواکي او د اولادونو د خولې ګوله اخیستې ده. طالبان وايي امنیت یې راوستی. خو امنیت چې له وېرې، سپکاوي، بې عزته کولو او لوږې سره مل وي، څه ارزښت لري؟ کله چې له روحي او رواني پلوه امنیت نه لرو، زموږ فزیکي امنیت څه ارزښت لري؟
له کله چې په کور ناسته یم او د ښوونې کار مې له لاسه ورکړی دی، زما ژوند په شدت سره بدلون کړی دی او پر ما زیات روحي فشارونه راغلي دي. له سخت خفګان سره مخ یم او د اعصابو او آراموونکو درملو له خوړو پرته خوب نه شم کولی. ښه ده چې و وایم، طالبانو کابو پنځه کاله کېږي، چې له موږ ښځو خوب، آرام او هوساینه اخیستې ده او موږ ښځې د دې ډلې د حکومت تر ظلم لاندې سخت ژوند لرو. په دې پنځو کلونو کې له تېرو ۲۰ کلونو زیاته زړه شوې یم.
د طالبانو د واکمنۍ تر سیوري لاندې زما ژوند یوازې د ډوډۍ او د اولادونو د ژوندي پاتې کېدو لپاره جګړه ده. کار مې، خپلواکي مې او امنیت مې له لاسه وتلي او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې ژوند راته د یوې هیلې په شان شوی دی، چې ډاډه یم هېڅ وخت به بیا هغه ورځې ونه وینم.







