مهران (مستعار نوم)
د جمعې د ورځې له ماسپیښن وروسته وو، چې تهمینې ته مې وروستۍ پیغام واستاوه. په یاد مې دي، غږ مې ورولېږه تر څو د ګڼې ګوټې او شاوخوا موټرونو غږ واوري. واوري چې زه په ټول توان د هغې په لور ور روان وم. د پناه او غېږې په لور لومړنۍ ګام د وېرې او ډار تر سیوري لاندې.
د سهار څلور بجې د امنیت غونډۍ په تم ځای کې له موټر څخه ښکته شوم. پښې مې د سختې ستړیا له امله ویدې شوې وې، سترګو مې د بې خوبۍ او ستړیا سوځېدل زغمل. خو له دې سره سره لا هم دومره توان او قوت درلود، چې تاب راوړم او پاتې لار ولاړ شم.
د کابل به یوه هوټل کې مې کوټه کرایه کړه. د لیندي میاشتې لومړۍ وې، د کابل سهارنۍ هوا سخت یخه او سوځېدونکې ده. د یخنۍ له امله خوب نه راځي، ناچاره په ټولې ستړیا سره حمام ته لاړم. د ګرمو اوبو شیر مې واز کړ او د دایکنډي ټول خاورې او دوړې مې د کابل د اوبو په فشار وڅنډلې.
د همغه ورځې د سهار په نهه بجو درنده وېره لکه سړه سایه رانه تاو شوې وه. ښايي دغه پټه لړزه، زموږ د همغه لومړنۍ ژمنې وېره وه. هغه ژمنه چې ټاکل شوې وه د طالبانو د وحشت او درندو بد کتو په سیوري کې تر سره شي. چېرته چې مینتوب، زړه ورکول، یا له مخالف جنس سره ان څو خبرې اترې کول، کولی شي له ځان سره د دار ځړېدو حکم ولري.
د همغه ورځې د نوامبر دېرشمه وه. ما تهمینې د وېرې دېوال مات کړ. د همغه وېرې په زړه کې، چې له څلورو کلونو زیاته موده یې سیورۍ په ښار غوړېدلی دي. په کاسټر موټر کې سپاره شو او یو د بل له څنګه کېناستو، دوه کسان چې یوازې غوښتل یې یو څو دقیقې یو د بل له څنګه وي.
د پل سرخ په څلور لاري کې له کاسټر موټر نه ښکته شو، سترګې مې په تهمینې خښې کړې، غوښتل مې وګورم چې اندېښمنه ده که نه؟ کتل یې آرام وو، خو د هغه آرامتیا تر شاه یې، زره د ما د زړه په شان پټ ټوپونه وهل، هغه ټوپونه چې یوازې مین یې د ګواښ تر سیوري لاندې پېژني.
موږ هغه کار تر سره کاوه، چې زموږ «په وخت کې» جرم ګڼل کېږي. د طالبانیزم په کرکجن شریعت او قوانینو کې همدا چې دوه تنه (یوه نجلۍ او یو هلک) د یو بل تر څنګ قدم و وهي، کتاب پلورنځي ته لاړ شي، ګلونه واخلي او یا د یوې قهوې څښلو لپاره په یوه مېز سره کېني، کبیره ګناه شمېرل کېږي. سنګسار، زندان، دورې… هغه حکمونه، چې په سادګۍ سره د مینې نوم «جرم» تعریفوي د سترې محکمې له خوا ښايي صادر شي.
د پل سرخ په درې لارې کې مو لومړی د جامو څو هټیو ته سر ورښکاره کړ. ژمنۍ جامې مو یوه یوه وکتله. خو یوې یې هم زموږ زړه وانخیست. بېرته د پیل ټکي ته وګرځېدو. پل سرخ څلور لارې ته. یاد مې شول څلور کاله وړاندې… هغه وخت چې د هر مین ټاکلی ځای همدا وو، له کافو ډک ځای، شعر، یو له بله او آزاد ساه کښل. اوس پل سرخ هغه پخوانی پل سرخ نه دی، نه وازه کافه شته، نه د شعر غږ، نه د ملګرو غونډېدل او نه هم د پوهنتوني ځوانو نجونو ادبي کړۍ. د هغه شور او شوق ځای اوس د څاروونکو کتو ځای، د سپینو چپنو اغوستو انسانانو چې پخوانی فکر لري، پوښتنې کوي او د کابل ښار په ټولو کوڅو کې شتون لري، تر څو ډاډه شي چې څوک خو به جوړه نه ګرځي، د خوښې وړ جامې یې نه اغوندي او پر مخ خو به یې چاړه نه وي راکاږلې، په ټولو ځایونو کې شته. ان د ملي مارکېټ د دروازې په خوله کې د امربالمعروف دوه تنه څارونکي ولاړ وو. تر څو هېڅ نجلۍ او هلک یو ځای دکتاب پلورنځي ته ګام ورکېنږدي او هېڅ د کتاب پاڼه وانړوي تر څو پوه شي او له تیارو راووځي.
د نشر واژه له کتاب پلورنځي د «مړو سمفوني» کتاب تر اخیستلو وروسته له ملي مارکېټ څخه را ووتو، له دې وېرې چې نه ویل کېږي هغه څارونکي چې د ملي مارکېټ شاوخوا څاري، موږ یو د بل تر څنګ و ویني. د څلور لارې تر څنګ د جوس پلورلو څو غرفې وې. موږ د جوس د یوې کوچینۍ هټۍ څخه، چې مخامخ یې د سترګو له څار څخه ډکې وې د کیلې دوه جوسه واخیستل. فامیلي کوټه مو ترې وغوښته، خو د محدودیتونو او امنیتي څارونکو کمرو په دلیل د جوس پلورنځي په لابۍ کې یوې کوټې ته چې څو د لرګي میز او څوکۍ په کې وې لارښود شو. یوه کوټه چې په کې یوه نرۍ پرده او څو مېزونه نر او ښځې له یو بله جلا کوي، زه او تهمینه په وېره او ډار کې پر مېز کېناستو او ما د دریو دقیقو لپاره پرده په مېز راکش کړه تر څو زموږ شتون ته د چا پام نه شي. په همدې دریو دقیقو کې مې د تهمینې لاس په لاس کې ونیوه، پرته له دې، چې یوه شېبه یې پایلې ته پام وکړم. د وېرې او خلکو د کتو تر منځ وېره کې د هغې په لور ور کوږ شوم او د مخ له ډېمپله مې یې مچکه واخیسته. ښايي په داسې منع او تیاره شرایطو کې د دې، مچکې لیدل زما نړۍ ویجاړه کړي وي، خو زه د هغې تر څنګ په هغه ښکاره ګواښ کې، په هغه منع شوې شېبه کې، فکر مې وکړ چې زما وطن همدا وړه غېږ ده او پوه شوم چې د ځپنې او وېرې په زړه کې مینه تل ژوندۍ پاتې کېږي.







