د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

شمسیه عليزاده: له ټولنې د افغان ښځو د محرومیت او ایستلو له عادي کېدو وېرېږم

۱۸ ليندۍ ۱۴۰۴
شمسیه عليزاده: له ټولنې د افغان ښځو د محرومیت او ایستلو له عادي کېدو وېرېږم

شمسیه علیزاده

زحل آزاد

د افغانستان په یوه لوېدیځ ولایت کې، چېرته چې پخلی، کنډل او کورپالنه د نجونو د راتلونکې په توګه له مخې ټاکل شوې وه، شمسیې یوه بله لار غوره کړه. د دې په خپله وینا، غوږونه یې له دې خبرو ډک وو: «نه شې کولی ډاکتره شې، د نجونو یې له زده کړې سره څه؟ آخر هم باید مېړه وکړې او د کور پالنه زده کړې.»

خو هغه دې له وړاندې ټاکل شویو کیسو ته نه یوازې تسلیم نه شوه، بلکې داسې یوه ځای ته ورسېده، چې چا یې لږ تصور کاوه: د افغانستان د کانکور عمومي اول نمره. شمسیه عليزاده ۲۲ کلنه ده. هغې په ۱۳۹۹ کې د کانکور د کابو ۲۰۰ زره ګډونوالو تر منځ لومړی مقام خپل کړ او د کابل پوهنتون معالجوي طب پوهنځۍ ته بریالۍ شوه.

د ډېرو په اند دا کیسه د یوې دودیزه کیسې ماتول دي، د هغې نجلۍ کیسه چې نه یوازې خپله لار یې خپله جوړه کړه، بلکې په همغه ټولنه کې یې د راتلونکي نسل لپاره یو تازه او واقعي انځور «د ښځو له وړتیا» ثبت کړ.

شمسیې خپلې لومړنۍ زده کړې په هرات کې پیل کړې او تر دولسم ټولګي پورې يې په همغه ولایت کې زده کړې وکړې. له طالبانو وړاندې هرات یو له هغه ښارونو وو، چې نجونو په کې د زده کړې فرصتونو ته تر ټولو ډېر لاسرسی درلود. خو شمسیه وايي، دا ذهنیت چې د نجونو لپاره زده کړه «ډېره اړینه نه ده» هم عام وو.

شمسیې و ویل: «هر کله به چې ما د خپلو هیلو او ډاکتر کېدو په اړه خبرې کولې، ټولو به زما لور ته یو ډول کتل.»

د ښځو د نه وړتیا دود پر وړاندې

همدا باورونه وو، چې شمسیه یې دې ته اړویسته چې لا زیاتې هڅې وکړې او د ټولنې له دې «اړینه ده» او «اړینه نه ده» څخه تېره شي. هغه باوري وه، چې د نجونو لپاره هېڅ ډول محدودیت شتون نه لري او که هغوی ته فرصت ورکړل شي، د هر کار تر سره کولو وړتیا لري: «تل به یې ویل نجونې نه شي کولی، آخر واده ته اړ کېږي، نو زده کړو ته څه اړتیا لري؟ یا دا چې د نجلۍ یې له ډاکترۍ سره څه، لږ تر لږه کولی شي نرسه یا قابله شي.»

په دې ټوله موده کې تل د خپل ښوونځي او ټولګي غوره زده کوونکې وه، په کلتوري خپرونو کې یې فعاله ونډه درلوده او ژبه یې زده کوله: «په اووم ټولګي کې وم، چې د انګلیسي ژبې د ښوونکې په توګه مې ښوونه پیل کړه. دا چې نجلۍ وم او نه باید د کورنۍ له اجازې پرته مې داسې لوی تصمیم نیولی وای، د کورنۍ له سخت مخالفت سره مخ شوم او ان مور مې چې تل زما ملاتړې وه، له دې کاره مې ناخوښه شوه.»

په مذهبي نندارو په ځانګړې توګه د عاشورا په ورځو کې، د ښوونځي او کورسونو له خوا د کتلوري او ټولینزو خپرونو په تر سره کولو کې چې تر ډېره نارینه وو، ګډون د شمسیې د فعالیتونو یوه بله برخه وه. د دې کارونو له ترسراوي یې موخه ښکاره وه: د ځايي نجونو هڅول چې مشري وکړي او په لوړ غږ خپل نظرونه په داسې ټولنه کې څرګند کړي، چېرې چې د نارینه وو نظرونه تل لومړیتوب لري.

هغه وايي: «۱۳ یا ۱۴ کلنه وم چې د ګاونډ ښځو مې مور ته ویل: لور ته دې باید د کور کارونه ورزده کړې. د لور راتلونکې دې په زده کړو نه جوړېږي او سبا دې چې په مېړه ورکړه او کار یې نه وي زده ته به ملامته وې.»

د شمسیې په وینا، په دې لار کې یې تر ټولو قوي ملاتړې مور وه. هغه ښځه چې له نورو ټولو ډېره یې هغه هڅولې او بې ځنده یې تر څنګ ولاړه وه. د نورو ډېری ټولګیوالو خلاف یې چې د درس د درانده بار تر څنګ به یې د کور کارونه هم کول، شمسیې یوازې یوه دنده درلوده: درس ویل او پرمختګ.

په کال ۱۳۹۶ کې د شمسیې کورنۍ کابل ته کډه وکړه. هغې په ښوونځي کې د زده کړو پاتې دوه کلونه په ټول توان سره درس و وایه او سختې هڅې یې وکړې، ځکه له ځان سره یې ژمنه کړې وه، چې ثابتوي به: کله چې یوه نجلۍ هوډ وکړي، کولی شي هر کار تر سره کړي.

شمسیه په دې اړه وايي: «یو کال چې د کانکور لپاره چمتو کېدم، ډېر درس مې ویلو، د شپې یوازې درې یا څلور ساعته ویده کېدم، او ځان مې له تلوېزیون، ټولنیزو رسنیو او بل هر ډول ساتېری څخه لرې کړی وو. هدف مې له نورو شیانو تر ټولو ډېر راته مهم وو.

په پای کې په ۱۳۹۹ کال کې هغه ورځ چې د کانکور پایلې اعلان شوې، د شمسیې لپاره هر څه تازه مانا پیدا کړه. کلونو زیار بالاخره نتیجه ورکړه. نوم یې د نوملړ په سر کې ښکاره شو. نه یوازې د خپلې خوښې څانګې د کابل پوهنتون – معالجوي طب ته ومنل شوه. بلکې د افغانستان د کانکور د اول نمره مقام یې هم تر لاسه کړ. هغه شېبه چې د دې په وینا «ټولو زحمتونو یې ارزښت وموند.»

شمسیه کیسه کوي: په همغه ورځ چې نتیجې اعلان شوې، د افغانستان له هر ګوټه اړیکه نیول کېده. یوه پلار له کندهاره زنګ وهلی وو او مبارکي یې راکړه. له خوست، هلمند، غزني او … ان هغه کسانو چې په دیني برخه کې یې کار کولو – د سیمې ملایانو- اړیکه ونیوله او ویل یې ویاړي چې یوې نجلۍ وکولای شوای د کانکور اول نمره شي.»

د شمسیې لپاره دغه اړیکې یوازې د مبارکۍ پیغام نه وه، بلکې د هغه بدلون نښه وه، چې کلونه یې د هغې لپاره جګړه کړې وه. وايي له هر څه وړاندې خوښه وه، چې د نجونو د وړتیا په اړه د خلکو ذهنیت ته بدلون ورکړي، کوچینی خو ژور او ارزښمند بدلون.

شمسیه وايي، یو له خاطرو یې چې هېڅ وخت یې له ذهنه نه وځي، هغه پېښه وه، چې د کانکور د نتایجو له اعلان وروسته پېښه شوه. یوه ځوانه نجلۍ ورته راغله او هغه یې په غېږ کې ونیوله او له اوښکو په ډکو سترګو یې و ویل: «تا د نجونو د زده کړو په اړه زما د پلار نظر بدل کړ. مخکې په دې باور وو چې نجونې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وي بس دي. خو اوس یې اجازه راکړه چې د کانکور ازموینې لپاره چمتو شم او پوهنتون ته لاړه شم.»

په کابل پوهنتون کې د یوه سمستر تر سر ته رسولو وروسته، شمسیې د ترکیې دولت تحصیلي بورس تر لاسه کړ او د زده کړو د دوام لپاره استانبول ته لاړه. اوس د دغه هېواد په یوه پوهنتون کې د ډاکترۍ د دریم کال زده کوونکې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

د شا په ډاله کې د ښځو ځای، هرات کې د ټکسیانو ناولی قانون

د ښځو د محرومیت او ایستو له عادي کېدو وېرېږم

اما هغه خوبونه چې شمسیه یې کلونه پر وړاندې جنګېدلې وه، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه د طالبانو په بیا راتګ سره په یوه وار راونړېدل. هغه له لرې ګوري، همغه نجونې چې له دې یې لار او الهام اخیستی وو، یو په بل پسې له ښوونځي او پوهنتون څخه لرې کړای شوي دي او راتلونکې یې هم څنډې ته شوې ده.

د شمسیې په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې د نجونو د محدودولو فکر د خلکو تر منځ د پخوا په پرتله زیاتې ریښې غځولې دي. هغې په خواشینۍ سره زیاته کړه، چې له دې کړنلارې وېره لري.

د طالبانو په بیا واکمنۍ سره په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی دی. له دې محدودیتونو څلور کلونه تېر شوي دي. خو د طالبانو لسګونه نور محدودیتونه، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په وینا په ټولنه کې یې د ښځو شتون او فعالیت ته زیان رسولی او د هغوی په ورځني او راتلونکي ژوند یې ژورې اغېزې کړې دي، لګېدلي دي.

په ورته وخت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی دی، چې د طالبانو له خوا پر ښخو او نجونو سخت محدودیتونه، د ماشومانو د ودونو، جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د هغوی د کار د زیاتوالي لامل شوي دي.

هغه وضعیت چې په افغانستان کې د بشري حقونو د څاروونکو په وینا، د جنسیتي توپیر لامل شوی او ښځې یې کابو له ژونده لرې کړې دي.

شمسیې رخشانې رسنۍ ته ویلي دي: «نن زما اندېښنه له دې ده، چې له زده کړو د نجونو محرومیت او له ټولنې د ښځو ایستل به یوه عادي خبره شي. زه وېره لرم، چې هغه ورځ به راشي، چې په ټولنه کې د ښځو شتون به یوه عجیبه او ناڅاپي پدیده شي او موږ به د نرواکۍ او ښځو سره د کرکې ورته دورې ته ستانه شو. هغه دوره چې زموږ ښځو او نجونو یې په تېرو شلو کلونو کې پر وړاندې مبارزه کړې ده.»

خو له دې سره سره شمسیه لا هم هیله منه ده. لږ تر لږه ډاډه ده، چې د طالبانو او د دې ډلې د ښځو ضد ذهنیت پر وړاندې د مبارزې لار پرانستې ده. هغه چې د زده کړو تر څنګ د EBA په نوم د انلاین ښوونځي د مدیریت دنده پر غاړه لري وايي: «زه به د هغو نجونو د ملاتړ لپاره هېڅ هڅه ونه سپموم، چې له کلونو راهیسې شپه او ورځ له ښوونځي محرومې دي. غوړام کله چې افغانستان ته بېرته ستنه شوم، د ښځو لپاره به ډېر عملي کارونه تر سره کړم، ان که طالبان همداسې په واک کې هم وي.»

د EBA بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو او نړیوال سند ترلاسه کولو زمینه برابروي.

په ورته وخت شمسیه عليزاده د ښځو د حقونو د څار ټولنې مرستیاله هم ده، هغه بنسټ چې له افغانستانه بهر د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو له خوا رامنځ ته شوې ده او د هغوی کار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو د وضعیت مستند کول دي. هغه وايي: «په ګډه به هڅه کوو، د هغو ښځو کیسې راټولې او منعکسې کړو، چې غږونه یې په هېواد کې د ننه غلي کړای شوي دي.»

اړوندې لیکنې

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب
دسته‌بندی نشده

د یوه ژوند کیسه، له پوهنتونه زما د خور شمسیې د فراغېدو په مناسب

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴
جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه
دسته‌بندی نشده

جبري واده او پر واټ لاس پلورنه، د هغې نجلۍ برخلیک چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له پوهنتونه محرومه شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه
خبر

غزني کې د یوې نجلۍ مرموزه وژنه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي
خبر

طالبانو هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې او دوه نارینه نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه
دسته‌بندی نشده

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د زېږون د درد او مور کېدو تجربه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه