زیبا بلخی
له تېرو دریو اوونیو راهیسې، هر سهار وختي له کوره وځي، د مازیګر تر ۳ بجو پورې د مزارشریف ښار کوڅه په ګوڅه تر پښو کاږي او د معاملاتو د لارښود هر دفتر ته سر ښکاره کوي، خو لا هم نه ده توانېدلې چې د ځان لپاره کرايي کور پیدا کړي.
وايي، کله کهٔ کور هم پیدا شي، خو په وروستۍ شېبه کې د کور خاوند چې کله پوه شي، چې کار یې سینګارول دي او په پټه کار کوي، د رد ځواب راکوي.
طالبانو د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې په رسمي ډول په ټول افغانستان کې د سینګاروونکو مېرمنو په کار بندیز ولګاوه، خو لا هم د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې له سترګو لرې او په پټه خپل کار ته دوام ورکوي.
په (مستعار نوم) ۴۳ کلنه شکېبا شپږ کاله کېږي، چې د سینګار کار کوي او د طالبانو له لوري د سینګار د سالونونو د فعالیت له بندېدو وروسته، خپل کار و بار په پټه په خپل کور کې تر سره کوي، ځکه چې د ژوند کولو لپاره بله هېڅ لار نه لری.
د شکېبا خاوند اووه کاله وړاندې د زړه درېدو له امله مړ شوی او هغه دا مهال د خپلو څلورو اولادونو یوازینۍ سرپرسته ده.
هغه د کرایې په کور کې ژوند کوي او یوه میاشت وړاندې د کور خاوند د طالبانو د څار له وېرې حاضر نه شو، چې له هغې سره قرارداد ته دوام ورکړي: «کار مې همدا دی، بل کار مې نه دی زده او باید د خپلو اولادونو ګېډه ورډکه کړم. زما د مخکني کور څېښتن له دې امله چې زیات مشتریان راتلل، راته ویل، کور ته د تګ راتګ زیات دی او د کور مخې ته د موټر درېږي. نه شم کولی خطر پر ځان ومنم. که خبر شي، چې دلته سینګارتون دی، له تا مخکې به زه تر پوښتنې لاندې راشم، ځکه کور زما دی.»
د شکېبا په وینا، ان د کور خاوند پر دې فشار راوړ، چې کور د قرارداد له پای ته رسېدو وړاندې خالي کړي.
هغې و ویل: «قرارداد مې نه وو پوره شوی، خو دا چې سینګاروونکې یم او پټ فعالیت کوم، نه مې شوای کولای طالبانو ته ورشم او شکایت وکړم، چې ما له وخته وړاندې له کوره (ونه باسي). زارۍ مې ورته وکړې، چې لږ تر لږه ځای پیدا کړم، ځم، خو ویې نه منله او راته ویې ویل مشر ودرولم او راته ویل یې کرایه داره دې سینګاروونکې ده، کور ته د تګ راتګ زیات شوی دی، پام کوه که طالبان خبر شي، زه مسوولیت په غاړه نه شم اخیستی.»
شکېبا دا مهال د یوه خپلوان په کور کې ژوند کوي او د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم نه ده توانېدلې، د ژوند لپاره کوم ځای پیدا کړي.
په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت له بندېدو سره، د دغه مسلک کابو ۶۰ زره ښځینه کارکوونکو خپل کار له لاسه ورکړی او یا هم په پټه فعالیت کوي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر بنسټ د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو فرمان په توضیح کې ویلي وو، چې دا کار «د اسلامي شریعت خلاف» عمل دی.
خو هغه ښځو چې په دې راپور کې له هغوی سره خبرې شوې وايي، د طالبانو دغه محدودیتونه د دې لامل شوي، چې د کورونو خاوندان د پلټنې له وېرې نه حاضرېږي، دوی ته کور په کرایه ورکړي.
شکېبا ویلي: «زه یې پټولی هم نه شم، وایم، سینګاروونکې یم. په همغه دقیقه منصرف کېږي، وايي له طالبانو سره د مخ کېدو حوصله نه لرم.»
مخکې هم کوم راپور چې رخشانې رسنۍ له بلخ خپور کوی وو، هغو ښځو چې په پټه د سینګار مسلک ته دوام ورکوي ویلي وو، چې د طالبانو مامورین د دوی کورونو ته ورننوځي.
په دې راپور کې یوې ښځې، چې له سینګارولو لاس په سر شوې هم ده ویلي وو: «له دروازې او د دېوال له سره زما کور ته را دننه شول، پرته له دې، چې زموږ د کور له نارینه سره همغږي وکړي او د پلټنې رسمي جواز ولري.
د شکېبا لپاره سینګارول یوازینی څه دي، چې د هغې له لارې کولی شي د خپل ژوندانه لګښت برابر کړي. د طالبانو بندیزونو د شکېبا لپاره کار او ژوند سخت او تریخ کړی دی: «که سینګارول ونه کړم، د اولادونو لپاره ډوډۍ له کومه کړم او که یې کوم، څوک په کرایه کور نه راکوي. څه وکړم، چېرته لاړه شم، له چا مرسته وغواړم… زموږ خلک هم لکه طالبان سخت زړي شوي دي او حاضر نه دي، چې له یوې بې سرپرسته مېرمنې سره همکاري وکړي.»
د طالبانو له لوري د سینګارتونونو د فعالیت بندېدو پراخ نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره درلودل. د طالبانو له دې فرمان وروسته، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې سیما باهوس د طالبانو له لوري په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو تړل د ښځو پر حقونو یو بل تېری بللی وو.
هغې ویلي وو، د طالبانو دغه ګام له عمومي ژوندانه څخه د افغان ښځو او نجونو د لا زیات لرې کولو یوه بله هڅه ده.
بلخ کې یوې بلې سینګاروونکې په (مستعار نوم) ۲۷ کلنه آزاده هم د کور موندلو ستونزه تر سر تېره کړې ده. هغه چې اړ شوې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د شوې زلزلې د زیان له امله مخکنی کور پرېږدي، نوی کور یې په دوه برابره بیه موندلی دی.
هغه ادعا کوي، دا چې د کور څېښتن پوهېږي، چې سینګاروونکې ده، د کاغذ پر مخ له شوي قرارداد څخه څلور زره افغانۍ زیاتې ترې اخلي: «اړ وم چې شرط یې ومنم، ځکه نور چا کرایي کور نه راکاوه. راته ویل یې د هغې کرایې له بییې چې د معاملاتو لارښود په دفتر کې ثبت شوی، څلور زره افغانۍ به زیاتې راکوې، خو نه د معاملاتو لارښود دفتر او نه هم د طالبانو حوزه درنه خبره شي، ځکه ته سینګاروونکې یې، او تا ته د کور په کرایه درکول په خپله یو خطر دی، زه یې د خطر په کیسه کې نه کېږم، خو ته باید څلور زره افغانۍ زیاتې راکړې او ما هم له مجبورۍ ومنله.»
د آزادې پلار ناروغ دی او د کار کولو توان نه لري، هغه په یوازې ځان او د سینګارولو له لارې د شپږ کسیزه کورنۍ لګښت برابروي: «وروڼه مې واړه دي، ښوونځي ته ځي، د کور یوازینۍ کارکوونکې زه یم، که هره میاشت ۹ زره افغانۍ د کور کرایه ورکړم، د خرڅ او خوراک لپاره څه نه راپاتې کېږي. له یوه لوري حکومت ظالم دی زموږ ښځو کارونه را نه اخلي او له بل لوري خلک هم زموږ له دې ناوړه وضعیت څخه په خپله ګټه کار اخلي.»
آزاده وايي، هغه ان نه شي کولی چېرته شکایت وکړي.
د ښځینه سینګاروونکو کار ان له طالبانو وړاندې هم بې سرخوږي نه وو، خو په افغانستان کې ښځینه سینګاروونکو د کار په اړه د طالبانو تبلیغ منفي ذهنیت ته لا زیاته لمن وهلې ده.
مزارشریف ښار کې د معاملاتو لارښود د یوه دفتر خاوند په (مستعار نوم) احمد رضايي رخشانې رسنۍ ته ویلي دي، د کورونو ډېری خاوندان د طالبانو له څار څخه اندېښمن دي.
احمد ویلي دي: «ډېری وايي سینګاروونکو ته د کور یا بلاک په کرایه ورکول کومه ستونزه نه لري، خو د طالبانو سره د مخ کېدو یا دا چې په کوم جنجال کې به راګیر شي، وېره لري، ځکه فکر کوي، که طالبان خبر شي، د سینګاروونکو په اندازه دوی هم د طالبانو په جنجال کې لوېږي او ښايي دا پېښه هم شي. په خواشینۍ سره ډېر کم کسان دې ته حاضرېږي، چې ښځینه سینګاروونکو سره کومه معامله یا قرارداد وکړي.»
په ورته وخت د یو کرايي کور خاوند ویلي، د طالبانو له واک ته رسېدو او دغه ډلې له خوا د محدودیتونو له لګېدو وروسته، د سینګارولو د کار پر وړاندې حساسیتونه زیات شوي دي.
د محمد فروتن په (مستعار نوم) د یو کرايي کور څېښتن ویلي، پنځه میاشتې وړاندې دې ته حاضر نه شو، چې یوې سینګاروونکې مېرمنې ته خپل کور په کرایه ورکړي: «شرایط په رښتیا خبراب دي، هېڅوک هم نه غواړي له داسې یوې جاهلې ډلې سره چې لږ خبره هم نه اوري مخ شي. د همدې لپاره چې له کومې ستونزې او سرخوږي سره مخ نه شم، هغې سینګاروونکې ښځې ته مې خپل کور په کرایه ورنه کړ.»







