آزاده تران
«کله ډېره زړه خوړنې شم، بې هوښه کېږم. کله چې په هوښ راشم، دوه ماشومان مې شاوخوا «تر څنګ» لوغېږيي. کله فکر کوم، زه څنګه ژوندۍ پاتې شوې یم.» دا د یوې ۴۰ کلنې ښځې خبرې دي. په دې کیسه کې هغه د «ریحانې» په مستعار نوم یادېږي.
د ریحانې د ژوند کیسه، په افغانستان کې یوه غمجنه او تکراري کیسه ده. هغه سر په سر د درې لوڼو په زېږولو سره، له کورنۍ څخه رټل شوې او په زور طلاق ورکړل شوی دی، خو خاوند یې چې کله وپوهېد، چې هغه بیا امیدواره ده او دا ځل یې په خېټه ماشوم هلک دی، بېرته یې رجوع ورته وکړه.
کله چې ریحانه د خپل ژوند کړاونه شمارې، لاسونه یې ښکاره لړزېږي. د دې په وینا، د زوی زېږولو یې هم کړاونه راکم نه کړل، بلکې ستونزې یې لا ډېرې کړې.
هغې اوس له خپلو دوو ماشومانو سره په سخته بې کورۍ او بېوزلۍ کې د کابل لوېدیځ ته د یوه جومات د پخلنځي په یوه کونج کې په یوه کوچینۍ خونه کې پناه اخیستې ده، او پنځه میاشتې کېږي، چې جومات د ښځو برخه کې د کارکولو بدل کې اوسېږي.
ریحانې ۲۵ کاله وړاندې کله چې ۱۵ کلنه وه، پرته له دې، چې وپوښتل شي، د پلار په خوښه د خپلوانو له یوه هلک سره واده وکړ. هغه څه چې ریحانه یې له هغه وخته په یاد لري دا دي: «هغه وخت خو دا رواج نه وو چې له نجلۍ وپوښتي، چې مېړه ته یې زړه دی که نه. وړه «کوچینۍ» به یې په مېړه ورکوله.»
د ریحانې لپاره ژوند په ټولو نیمګرتیاو او لوړو ژورو تېرېده، خو د ریحانې بدبختي له هغه وخته پیل شوه، چې هغې پنځلس کاله وړاندې دویمه لور وزېږوله. د «لور زېږوونکې» ټاپه یې په تندي ولګېده او کلونه کېږی، چې د هغې کړاو کاږي: «په خدای ښځه کې تازه ماشوم وزېږوي، ټول بدن یې د ټپي په شان وي. دوی زه روغتون ته ونه لېږدولم، دردونه مې کاږل او په کور کې مې زېږون وکړ. په ورځو ورځو مې ځان درد کاوه. دا چې نجلۍ مې زېږولې وه، د درد ضد یو درمل یې هم راته وانخیستل. سربېره پر دې خاوند به مې په هر شي پلمه لټوله. زه یې وهلم. خواښې مې په ماپسې د نجلۍ زېږوونکې نارې وهي.»
د ریحانې لپاره ژوند د پرلپسې تاوتریخوالي زغملو سره غوټه شوی وو. خاوند یې هغې ته خبرداری ورکړی وو، چې که دې دا ځل هم نجلۍ وزېږوله. په کور کې به ځای ونه لرې. د قسمت کارونه دي، ریحانې درېیم لور وزېږوله. هغه څه چې د دې پېښې په اړه یې وايي، ترخه دي: «کله مې چې دا درېیمه لوړ نړۍ ته راغله، په خدای دومره یې و وهلم، چې په بدن کې مې ټکی ځای هم سپین پاتې نه وو، ټول بدن مې ټوکلی او تور شوی وو. خواښې مې زما خاوند ته و ویل، ژر تر ژره بله ښځه وکړه، چې ماشوم «زوی» وزېږوي. له دې لور زېږوونکې سره به دې ژوند تباه شي.»
پر ښځو د «نجلۍ زېږوونکې» ټاپه د افغانستان په ګڼو سیمو کې معمول ده. په ځانګړې توګه په کلیوالي سیمو کې، چېرې چې ښځې نړۍ ته د نجلۍ په راوړلو سره ملامتې بلل کېږي.
ان په افغانستان کې داسې پېښې هم رامنځ ته شوې، چې ښځه نړۍ ته د نجلۍ په راوړلو سره خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې له علمي پلوه، د ماشوم جنسیت تر ډېره پورې د پلار په جینیتکي جوړښت پورې تړلی دی. په بل عبارت، که څوک د زوی د جنسیت مسوول وي، هغه پلار دی او موږ په کې کوم رول نه لري.
د ریحانې لپاره هغه کړاو چې خپله دې لیده، مهم نه وو. لوڼې یې چې ماشومانې وې هم د جنسیت په خاطر په پام کې نه نیول کېدې: «خاوند مې د لوڼو لور ته هېڅ نه ورکتل… خواښې مې اجازه نه راکوله، چې د نوزېږدې لور جامې او ټوټې و وینځم. اوبه یې له لاسه رانه اخیستې. ویل یې، د دومره نجونو لپاره د اوبو کارول بې ځایه دي. په خدای باور وکړه، چې زه جامې منځم، بیا یې په پاتې لوښووني کې د لور ټوټې پرېمنځم.»
د ریحانې خاوند په خپله خبره عمل وکړ. ۱۰ کاله وړاندې یې بل واده وکړ او ریحانه یې له کوره وشړله: «په خدای چې خاوند مې په لغتو وهلو له کوره وشړلم او ویې ویل، نور یې کور ته ورنه شې.»
ریحانه کډواله شوه. د خپل یوازیني ورور کور ته یې پناه یوړه. خو هلته یې هم ځای نه وو. داسې وه لکه دا چې د خپل جنسیت درد، په هغه ځمکه چې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی په هډ او غوښه څکي.
ریحانې په داسې حال کې، چې خپلې اوښکې یې د ټکري په پیڅکه پاکولې و ویل: «کله یې چې ما ته طلاق راکړ. حیرانه وم چې چېرته ولاړه شم. یوې یوازې او بې سرپرسته ښځې ته هېڅوک ځای نه ورکوي. پلار هم نه لرم. یو ورور لرم. د هغه کره لاړم، په خدای دوه ورځې ورکره پاتې شوم، ورور مې ویل، بد د کول چې طلاق د اخیست. باید له خپل خاوند سره دې ژوند تېر کړی وای. مېړه حق لري، چې ښځه و وهي، ښځه یې باید وزغمي.»
د کابل هغه ورځې د نن په شان سختې نه وې. ریحانې د یوې ښځې په توګه لږ تر لږه کولی شوای په کابل کې د ځان لپاره یوه کوټه کرایه کړي. د غالۍ اوبدلو له لارې هم ژوند چلولی شوی، له طلاقه یې دوه میاشتې تېرې شوې وې، چې پوه شوه، بیا امیدواره ده.»
ریحانه هغه جزیات هم په یاد لري، چې په څه ډول سختۍ او کړاو کې یې ماشوم نړۍ ته راوړ. دا ځل یې د ماشوم جنسیت هلک وو. پخوانی مېړه یې بیا راڅرګند شو او هغې ته یې د بېرته واده کولو وړاندیز ورکړ. «د خپل ځان په کیسه کې نه وم. د اولادونو په خاطر مې بیا واده ورسره وکړ، چې دا زوی مې بې پلاره ستر (لوی) نه شي. خپله مې حالت ښه نه وو، فکر مې کاوه ښايي خاوند مې خرڅ او لګښت راکړي، خو تر دوه کلونو پورې یې یوه افغانۍ هم رانه کړه، تر څو یې خپل زوی ته مصرف کړم.»
ریحانه له لسکو کلونو راهیسې بېوزلي او بې کوري په پوست او هډ زغملې ده. هغه وايي، د کرایې ورکولو توان نه درلودو له امله یې پنځه میاشتې وړاندې د یو جومات د استازو په مرسته د جومات په یوه برخه کې په یوه کوچینۍ خونه کې پناه واخیسته، او هلته یې د جومات د ښځو برخه کې د کار کولو په بدل کې له خپل لس کلن زوی او درې کلنې لور سره ژوند کوي. :«مېړه مې د میاشتې دوه زره افغانۍ راکوي، چې خرڅ یې کړم. خپله فکر وکړۍ دوه زره افغانۍ د درې تن لپاره څه شی کېږي؟»
د جومات په څنډه کې د ریحانې سپېره کوټه په ښه توګه هغه سختې ورځې انځوروي، چې هغه یې لري. خو خبرې یې تر هغې روښانه د ریحانې وضعیت او ورځ بیانوي: «خدای مې په سر دی، دروغ نه وایم، په وروستي ځل چې موږ غوښه یا مېوه خوړلې وي، یاد ته مې نه راځي. دا ماشومان مې چې یوه شي ته یې زره وشي، په خدای که یې ورته اخیستی شم. کله فکر کوم، چې خدای زه د څه لپاره زه پیدا کړې یم.»







