سالک
ښايي نوم یې په هېڅ یوه خبر کې نه وي راغلی، خو د ژوندانه وروستي زیات کلونه یې سر تر سره د ربړونې او وېرې په سیوري کې تېر شوي دي، له طالبانو وېره، د خلکو قضاوتونه او کورنۍ تاوتریخوالی. وايي: په وار وار د تاوتریخوالي له امله تر مرګ رسېدلې او بېرته راګرځېدلې ده.
په (مستعار نوم) ستاره د هرات وطن د مولانا جامي او انصاري د زېږېدلو ځای اوسېدونکې نجلۍ ده. هغه ښځه چې د مېړه د خوښولو په خاطر د کورنۍ له خوا راټل شوې او د همغه خاوند په کور کې یې ګرمې اوبه تر ستوني ښکته نه شوې.
ستاره یوازې ۲۱ کاله عمر لري، په همدې کمر عمر کې د دې په وینا، د یوه په زور واده، په زور طلاق، له کوره شړل او د دویم خاوند په کور کې ربړونه یې له سره تېره کړې ده.
ستاره ۱۵ کلنه وه، چې کورنۍ یې د کورنيو مصلحتونو په خاطر اړ کړه، چې د خپلوانو له یوه هلکان سره واده وکړي. نه دا او نه هغه هلک په دې واده خوښ وو. ستاره لا هم د خپل کوژدن وروستۍ خبره چې په تلېفون یې ورته کړې وه، په جزیاتو سره په یاد لري: «که له ما سره واده وکړې، د ما لپاره به له یوې مزدورې او خدمتګارې پرته بل څه نه وې، هغه څوک چې باید کور مې راپاک کړې او له مور مې ساتنه وکړې.»
دوه میاشتې وروسته ټیک همغه مهال چې هرات ښار د کرونا د خورېدو له امله قرنطین وو، دواړو کورنیو پرېکړه وکړه، چې ستاره په یو ډول ساده مراسمو کې واده وکړي. کورنیو یې فکر کاوه، کله چې ستاره زوی نړۍ ته راوړي، نو د دوی ژوند به ښه شي. خو دا مراسم هېڅ وخت تر سره نه شول، ځکه د ستارې کوژدن یو سړی وو او لږ تر لږه دا اړتیا یې نه درلوده چې بې له څنګه او ولې تسلیم شي او د یو اروپايي هېواد په لور ولاړ.
د ستارې کورنۍ یوازې د ۷۰ زره افغانیو په بدل کې د طلاق لیک په پای کې لاسلیک وکړ. د ستارې په اند، د ژوندانه بیه یې یوازې همدا ۷۰ زره افغانۍ وه. ستاره د دې پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته خفګان او څنډې ته شوه، ځکه په یوه دودیزه ټولنه کې طلاق شوې ښځه، اړ ده، چې د نورو خلکو د لیدلوریو قضاوتونه وزغمي.
کوم کار چې د دې په لاس کې وو، هغه د لنډو کیسو لیکل وو. د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي ډکه هر هغه کیسه چې له رسنیو یې لیدله یا یې اورېدله، د هغې کیسه یې لیکله. دا لیکنې لږ لږ په یو ۲۰۰ مخیز کتاب بدلې شوې. غوښتل یې کتاب چاپ کړي، خو هغه تاوتریخوالي، چې وروسته یې د دې لمن ونیوه، هېڅ وخت یې دې ته دغه فرصت ور نه کړ.
د ۱۳۹۹ کال په وروستیو کې، کله چې کرونا مخ په ورکېدو وه، ستاره د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره یوه ښوونیز مرکز ته لاړه. د دې په وینا، «زما ټول غمونه له همدې ځایه پیل شول.» هغه بیا هم د یو داسې سړي په خبرو تېروته، چې تر ننه یې ژوند تر ستوني په تاوتریخوالي کې ډوب دی.
پلار او مور یې د ستارې له بیا ځلي واده سره مخالف وو. هغوی دواړو د نورو له نظره هېڅ ډول تړاو یو له بله نه درلود. د دوی دواړو لوی توپیر د مذهب جلاوالی وو. ستاره سني مذهبه وه او هغه کس چې ټاکل شوې وه خاوند یې شي، شعیه وو. د هرات په مذهبي ټولنه کې دا کوچینۍ خنډ نه بلل کېږي.
ستارې د ۱۴۰۱ کال په وروستیو کې له هغه کس سره چې د ښوونیز مرکز مدیر وو، له ټولو مخالفتونو سره سره واده وکړ. هغه تعبیر چې دا یې له خپلې دې پرېکړې لري دا دی، چې له کندې وکوهي ته ولوېده. د کورنۍ له نظره یې هغه له سرې کرښې اوښتې وه، د ټولنې لیدلوري هم د هغې په اړه بد شوي وو.
خو د ستارې برخلیک هغه وخت له تاوتریخوالي سره غوټه شوی وو. هغوی درې میاشتې وروسته د ګوژدن کېدو مراسم تر سره کړل: «له ګوژدن کېدو درې میاشتې وروسته یې پیل وکړ، چې ولې لاس تړلي لمونځ نه کوې؟ ولې مهر نه اېږدې؟ ولې زموږ په شان نه یې؟ سره له دې، چې له کوژدن کېدو وړاندې یې ویلي وو، چې هېڅ وخت به مې په باورونو کې مداخله نه کوي.»
ستاره په ځلونو وارې اړ شوې، چې خپل مذهب ته بدلون ورکړي. په بېلابېلو پلمو له ربړونې سره مخ کېده: «له خپل مذهب نه تېره شه. له کورنۍ سره د اړیکه پرېکړه. هېڅ خپلوي مه لره. د انټرنېټ کارولو اجازه نه لرې او ان حق نه لري له هېڅ یوې نجلۍ سره خبرې وکړې… زه یې اړویستم هغه جامې واغوندم چې ده خوښولې. انټرنټ ته یې لاسرسی راپرې کړ. د خواله رسنیو اکونټونه یې را پاک کړل. ملګری مې یې اړ کړه چې له ما واټن ونیسي. ان اجازه یې نه راکوله چې زما ملګرې نجونې اړیکه راسره ونیسي او ګواښلم یې که مې ولیدې چې له چا سره د خبرې کولې، همغه ورځ به ستا د وژنې ورځ وي.
ستارې دوه نیم کاله د بېلا بېل تاوتریخوالي ټول ډولونه وزغمل. هغه د یوې پېښې په اړه چې ورسره مخ شوې ده وايي: «لاسونه یې راوتړل او مېړه مې ستوني ته تر دې حده فشار ورکاوه، چې د سترګو تور مې ورکېدل. تر دې چې د سهار ۴ بجې د ربړونې له شدت څخه بې هوښه شوم. د سهار له څلورو تر اوو بجو پورې مې څه یاد ته نه راتلل. کله چې په هوښ راغلم، خپله تللی وو. تلېفون مې یې هم له ځان سره وړی وو، او خور یې زما تر څنګ پرېښې وه، تر څو وڅاري، چې له چا سره خبرې ونه کړم.»
دا ډول پېښې په وار وار ورته رامنځ ته شوې دي. څوک نشته چې غږ یې واوري. ریښتیا دا دي، چې د ستارې د ژوند کیسه یوازې یوه فردي کیسه نه ده، بلکې دا په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي نښه ده. دا تاوتریخوالی نه کومه پېښه ده او نه هم د یوه کس چلند دی، بلکې دا د کورنیو جوړښتونو، ټولنې او حکومت د ترکیب محصول دی، چې ښځې د کنټرول او ځپنې په کړۍ کې رانیسي.
د دې تر څنګ، د طالبانو ښځې ځپوونکي سیاستونه، کورني تاوتریخوالي مشروع او قانوني کوي. کله چې رسمي قوانین او حکومتي کړنلارې ښځې د زده کړو، کار او د دفاع له حق څخه محروموي، تاوتریخوالي خوښوونکي نارینه د قدرت او خوندیتوب احساس کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې UN Women د شمېرو له مخې، د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته په ۲۰۲۴ میلادي کال کې، ښځې په «بې سارې او بې مخینې» توګه له خپلو حقونو، خپلواکیو او کرامت څخه محرومې شوې دي. په دې برخه کې کابو له هرو ۱۰ تنو ۸ هغه یې ځوانې ښځې په بشپړه توګه له زده کړو، کار او زده کړیزو دورو څخه څنډې ته کړای شوې دي.
بل واقعیت دا دی، چې د نړیوالو بنسټونو له هغې ډلې د یوناما او د بشري حقونو د ټولو سازمانونو کم کارۍ، د افغان ښځو په ژوند دروند سیوری غوړولی دی. نابسندویه ملاتړونه، د خوندیتوب په برخه کې ځنډ او له ښځو د ساتنې د کټورو کړنلارو نه شتون، په عملي توګه د تاوتریخوالي له ارټ سره مرسته کوي.
ستاره اوس له ټولو تېرو دردونو او ټپونو سره اړه ده، چې چوپتیا او یوازیتوب کې د ژوند بیارغونې لاره ومومي. د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ د هغې لپاره یوازې یوه یادونه ده، د دې یادونه چې نړۍ کولی شي بې تفاوته وي. خو هغه لا هم جګړه کوي، لا هم لیکي او لا هم ژوندۍ ده، او دا د هغه نړۍ پر وړاندې چې تل یې ښځې په چوپتیا او ځپنې محکومې کړې، تر ټولو ستره بریا ده.
یادونه: د رالېږل شویو لیکنو د منځپانګې مسوولیت خپله د هغو د لیکوالانو تر غاړې دی.







