د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

«ساعتونو مې د ساه بندېدو حس کاوه»، د طالبانو په اجباري حجاب هنري اعتراض

۲۶ ليندۍ ۱۴۰۴
«ساعتونو مې د ساه بندېدو حس کاوه»، د طالبانو په اجباري حجاب هنري اعتراض

 غزال محمدي

له خپل ټاټوبې هرات څخه زرګونه کیلومتره لرې، افغان خبریال او انځورګر حمید سلجوقي آریارمن پرېکړه وکړه، چې د طالبانو د جبري حجاب انځور په یوه خبر وړ اعتراض کې وکاږي. هغه د چادرۍ په اغوستلو سره د خپل کار په یوه نندارتون کې دریځ ته لاړ او ویې ویل: هر چېرې چې د ښځې بدن کابو شي د ټولو خپلواکي په خطر کې ده.»

چادرې په سرول یو د طالبانو د خوښې وړ جامو څخه ده. دغې ډلې د خپل امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۰ ام بند په ۳ ماده کې ویلي دی: «شرعي حجاب هغه جامو ته ویل کېږی، چې د ښځې ټول بدن او مخ له نامحرم څخه پټ کاندي. نری، لنډ او چسپ نه وي.»

طالبانو تر اوسه پورې د ښځو د چادرۍ په سرولو لپاره ګڼې کړنلارې کارولې دي.

دغې ډلې په دې وروستیو اونیو کې د هرات ولایت حوزي روغتون او دولتي ادارو ته د ښځو ننوتل، د چادرۍ په سرولو پورې مشروطه کړل. هغه ګام چې ګڼ غبرګونونه یې راوپارول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې، چې د سږ کال د جون په میاشت کې یې خپور کړی ویلي، طالبان بې چادرۍ ښځو ته، بازار ته د تلو او د لېږد رالېږد له وسایلو د کارونې اجازه نه ورکوي.

حمید آریارمن د نومبر په ۱۷ مه د جرمني په هامبورک ښار کې په یوه نندارتون کې د ټولنې څخه د ښځو د جلاوالي او د محدودیتونو په وړاندې د ښځو د مقاومت په اړه لږ تر لږه پنځه دېرش انځورونه نندارې ته وړاندې کړل. هغه په دې نندارتون کې چادري «د طالبانو تحمیلي حجاب» وباله او په یوه اعتراضي اقدام کې یې هغه پر سر کړه.

نوموړي له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې د چادرې په سرولو د تجربې په اړه و ویل: «که رښتیا و وایم، د چادرۍ په سرولو تجربه دومره راته ګرانه وه، چې په ساعتونو ساعتونو مې د ساه بندۍ حس کاوه.»

ښاغلي آریارمن د دې اقدام د توضیح په اړه، چې د هامبورګ د ایالتي پارلمان د استازو په حضور کې تر سره شو و ویل: «د چادرۍ په سرول د یوې ښکاره غوسې بیان وو، هغه غوسه چې زه یې د افغانستان د نرواکې ټولنې څخه لرم، د طالبانو سره د قومي تړاو او همغږۍ د چوپتیا څخه، له یوې داسې پالیسۍ څخه چې د پایښت لپاره یې هڅه کوي او تر ټولو مهمه دا چې لوېدیځه ټولنه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له ویجاړونکي واقعیت سره له نېږدې اشنا کېږي.»

دغه اعتراض په افغانستان کې په خواله رسنیو له بېلا بېلو غبرګونونو سره مخ شو. له دې کړنلارې د ستاینې تر څنګ، د ښاغلي آریارمن په وینا، یو شمېر کسانو هغه ته سپکوونکي پیغامونه هم ولېږل: «ځینو ګډونوالو په دې حرکت پورې خندل… اوس هم هره ورځ په خواله رسنیو ګڼ شمېر کسان په همدې دلیل زما د سپکاوي او رټلو په هڅه کې دي.»

د حمید آریارمن د انځورونو ډېری موضوعات د افغان ښځو غلی مقاومت دی. هغه وايي، سوژې په خپل فکر کې ارزوي او په ډېره ځیرتیا سره د یوې داسې ښوونې په لټه کې دی، چې په افغانستان کې د نجونو مبارزه او انعطاف څرګند کړي.

د افغانستان د دې هنر لپاره، انځورګري یوازې د ښکلاه پر بنسټ ولاړ انځور نه دی، بلکې د دې موضوع په اړه یو سیاسي- اخلاقي دریځ دی: «دا کاریکاتور د چا تر څنګ ولاړ دی؟ د چا غږ دی؟ د کوم جوړښت پر ضد دی؟ که زه احساس وکړم، چې دا انځور د تر لاس لاندې، مظلومو او محروم خلکو په ګټه دی او د سلطې پر وړاندې د درېدو په حق کې دی، زه به کار بشپړ کړم.»

د حمید آریارمن د انځورونو ډېری موضوعات د افغان ښځو غلی مقاومت دی/ انځور: رخشانې رسنۍ ته استول شوی

ښاغلي آریارمن چې لږ تر لږه پنځه دېرش انځورونه یې په هامبورګ نندارې ته وړاندې کړې دي، د دې نندارتون د پیغام په اړه وايي: «زما په فکر کې د نندارتون پیغام دا وو چې، هنر باید د بې پروایۍ په وړاندې راپورته شي، ځکه دا چوپتیا او د ټولنې د یوې برخې شنډېدل، ډېر د اندېښنې وړ دی. هڅه مې وکړه، چې دا ټولګه یوازې یوه هنري ننداره نه وي. بلکې د سیاسي او اخلاقي خبرو اترو یوه فضا وي. په همدې دلیل د آلماني سیاستوالو لپاره هم دا د پوښتنې وړ شوې وه، چې څنګه کولی شي د جرمني د بهرني سیاست د واقعیت پر عکس په سم لوري کې ودرېږي.»

د انځورګرۍ په برخه کې د ښاغلي آریارمن هنري سبک د انتقادي مینیمالېزم، ټولنیز سمولېزم او کیسې کولو ترکیب دی. هغه وايي، د ده د اعتراضي کار موخه د مخاطب په فکر کې د پوښتنې راپورته کول دي: «زما لپاره هنر هغه وخت ارزښت لري، چې وکولی شي، نابرابري څرګنده او د مبارزې او مقاومت امکان بیا را ژوندی کړي او دا چې څه شیان عادلانه نه دي او زه د هغو په وړاندې څه دریځ لرم؟»

هغه وايي، د دې نندارتون په جوړولو سره یې اروپایانو ته وښوده، چې د طالبانو مسله یوازې د افغانستان اړوند نه ده، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده: «د اروپايي ټولنې د یوې برخې لپاره دا ډول کړنې دوه برابره اهمیت لري. د رحم رامنځ ته کولو لپاره نه، بلکې د طبقاتي او جنسیتي پوهې د رامنځ ته کولو لپاره، د دې حقیقت د روښانتیا لپاره چې د طالبانو دوامداره او پرلپسې ظلم یوازې د افغانستان مسله نه ده- دا د ځواک، بنسټپالنې او نابرابرۍ نړیواله مسله ده او نه باید په دې اړه چوپتیا غوره کړو.»

په دې اړه نور ولولئ...

د بېښنې نړیوال سازمان: د طالبانو جزايي اصول نامه به تاوتریخوالی لا بنسټیزه کړي

معترضې ښځې: د مارچ اتمه د افغان ښځو د محرومیت او مقاومت یادونه ده

طالبانو په افغانستان کې د ښځو په ژوندانه لسګونه سیستماتیک محدودیتونه لګولي دي. د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ اعلان کړی دی، چې افغان ښځې «پر جنسیتي توپیر» یوه ولاړ نظام د زغملو په حال کې دي.

حمید آریارمن هم رخشانې رسنۍ ته ویلي: «زما باور دا دی، چې د ښځو غږ، د ښځو شتون او د ښځو د مبازه تر څنګ هنر هم د طالبانو د بنسټپالنې او پلارواکۍ سیستمونو په وړاندې د مبارزې یوه وسیله شي… که څه هم محدود دی، خو د ښځو ورځنۍ وضعیت چې یوازې یوه ساده محرومیت نه دی، بلکې دا د ټولنیز- جنسیتي محرومیت بشپړ جوړښت دی چې غواړم نندارې ته یې وړاندې کړم.»

حمید سلجوقي آریارمن/ انځور: رخشانې رسنۍ ته استول شوی

حمید سلجوقي آریارمن په خپل ټاپوبي هرات ښار کې د هرات پوهنتون له ژورنالېږم پوهنځۍ څخه فارغ شوی دی. هغه وروسته د  انځورګرۍ هنر سره لېوالتیا پیدا کړه: «زه په غریزي ډول د څنډې ته شویو کسیو، ګوښو کېناستونکو او هغو غلیو پاړکیو کسیو ته جذبېږم، چې رسمي تاریخ یې زیاتره وخت له پامه غورځوي. ښاي له همدې امله زما فکر تل د تبعیض، محرومیت او جوړښتي تاوتریخوالي پورې اړوند کسیو په لټه کې وي.»

ښاغلی آریارمن په انځور کې پټ بیان د ځپوونکو نظامونو په وړاندې د یوه انځور په توګه ګوري، یو انځور چې د مبارزې او مدني مقاومت څرګندونه کوي. هغه و ویل: «طالبان له انځورګرۍ وېره لري. ځکه انځور دا اجازه نه ورکوي، چې د کیسې انحصار د هغوی په لاس کې پاتې شي. زما لپاره انځورونه د سمبولیکې مبارزې یوه لنډه بڼه ده، یوه مبارزه چې هم د ډله ییز پوهاوي سره او هم دکړاوونو مستندولو سره مرسته کوي.»

حمید آریان د اعترضي برنامو او نندارتونونو د جوړاوي په اهمیت ټينګار لري. هغه باوري دی چې نړۍ باید پوه شي، چې په افغانستان کې د ښځو حذفول «کلتوري مسله» نه، بلکې د یوه ځپوونکي سیاست پایله ده. دا اند د طالبانو د شته کیسې سره مستقیم ټکر لري، کوم چې محدودیتونه په کلتوري توګه توجیه کوي او ادعا کوي، چې دا د افغانانو غوښتنې او کلتور دی.

هغه وايي: «هلته مې هم ګډونوالو ته و ویل، که غواړی وګوري، چې افغان ښځې نړۍ له کومې زاویې او وضعیت څخه ګوري. دا چادرې په سر کړی او دا تجربه کړۍ.»

اړوندې لیکنې

د حمیدې کیسه، د تاوتریخوالي او جبر د ځنځیر قرباني
دسته‌بندی نشده

د حمیدې کیسه، د تاوتریخوالي او جبر د ځنځیر قرباني

۱۶ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین، آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟ (دویمه برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین، آیا زه ښځه ځپوونکی یم؟ (دویمه برخه)

۱۵ كب ۱۴۰۴
طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي
خبر

طالبانو د یوې ښځې په ګډون ۳۸ تنه په دورو هلي دي

۱۴ كب ۱۴۰۴
طالبانو غزني کې خوشحال راډیو خپرونې بندې کړې
خبر

طالبانو غزني کې خوشحال راډیو خپرونې بندې کړې

۱۴ كب ۱۴۰۴
افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي
خبر

افغانستان کې بېسارې لوږه، په خوارځواکۍ له هرو څلورو اخته ماشومانو یو درملنه کېږي

۱۳ كب ۱۴۰۴
د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)
دسته‌بندی نشده

د ښځو په اړه د پوهاوی کمپاین (لومړۍ برخه)

۱۳ كب ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه