د ماشومانو د ژغورنې سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژمي موسم په رارسېدو سره، په افغانستان کې یو په درېیمې برخې څخه زیات ماشومان له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي، هغه وضعیت چې د تېر کال په پرتله یې ۱۸ سلنه زیاتوالی کړی دی.
رخشانه: د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاو د ډلبنډۍ د معلوماتو د نوي تحلیل له مخې، لږ تر لږه ۳۶ سلنه افغان ماشومان- له ۹ میلیونه ډېر ماشومان به د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د لوږې له بحران یا بېړنۍ کچې سره مخ شي.
د شننې پر اساس، دا مهال په افغانستان کې کابو تر پنځه کلنۍ کم عمر ۳.۷ میلیونه له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، هغه شمېر چې د ۳.۵ میلیونه په شمېر باندې ورزیات شوي دي.
په راپور کې اټکل شوی، چې لږ تر ږله ۱.۲ میلیونه امیدواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم خوارځواکۍ درملنې ته د مرستې اړتیا لري.
په ورته وخت د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان، امیداواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوراځواکۍ د درملنې د جذب لپاره نسبت د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی کړی دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان، د لږ تر لږه ۳۸ زره ماشومانو او میندو لپاره چې دوی یې ملاتړ کوي د سختې خوارځواکۍ د درملنې لپاره د نویو سرچینو غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان دا خبرداری هم ورکړی، چې د بودجې په کمېدو سره یوازې یو میلیون تنه کولی شي له مرستو برخمن شي، هغه شمېر چې د تېر ۲۰۲۴ کال په پرتله شپږ برابره کم شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان خبرداری ورکړیو چې د ژمي په موسم کې به خوارځواکي اوج ته ورسېږي او په ورته مهال به د میندو او پلرونو د کاري فرصتونو کموالی او د سونګ توکو د بیو لوړوالی، مرستو ته اړتیا لا ډېره کړي.
دغه راز دا راپور خبرداری ورکوی، چې له ایران او پاکستانه د لږ تر لږه ۲.۴ میلیونه کډوالو په راستنېدو او د هېواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د لږ تر ږله ۵۰۰ زره کسانو د زیانمېدو له امله بېړنیو مرستو ته اړتیا لا ډېروي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان د راپور له مخې، د وچکالۍ دوام هم د خلکو د کښتونو او محصولاتو د کموالي سبب شوی او دې هم د لوږې او خوارځواکۍ لمن پراخه کړې ده.
په دې راپور کې له د هېواد په جنوبي ولایتونو کې له یوه ۶۰ کلن خالد سره خبرې اترې شوې، هغه د روزانه کوي او د ورځې درې ډالره عاید لري.
خالد چې د خپل اته میاشتي ماشوم د درمنلې لپاره یوه روغتیايي کلېنیک ته مراجعه کړې وايي، د اوړو او غورو د بیو په لوړېدو سره د دې توان نه لري، چې د کورنۍ لګښت پوره کړي او کورنۍ یې د چای او وچې ډوډۍ سره ژوند تېروي.
خالد و ویل: «وچکالۍ زموږ ژوند له منځه وړی دی. له اوبو پرته زموږ کروندګري او مالداري د لمنځه تلو په حال کې ده او موږ نورې پیسې هم نه لرو.»
د شمېرو له مخې افغانستان کې کم تر کمه ۲۳ میلیونه وګړي- له نیمايي زیات نفوس، بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د بودجې په کمېدو سره لږ تر لږه ۲۴۰ روغتیايي کلېنیکونه او د تغذیې ۳۰۰ مرکزونه تړل شوي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې پروګرامونو د پراختیا او ملاتړ مدیر سیمرا سید رحمان په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر جدي ګواښ وباله ویلي یې دي: «هېڅ ماشوم نه باید د خوړو د کمښت له امله ناروغ یا خپل ژوند له لاسه ورکړي.»
هغه اشاره کړې، چې د ژمي په موسم کې، کورنۍ له دردوونکو ټاکنو سره مخ کېږي، له هغې جملې له ښوونځیو د ماشومانو ایستل او یا کار ته د هغوی لېږل، تر څو وکولی شي د یوه څاښت ډوډۍ پیدا کړي.
مېرمن سیدرحمان دغه راز ټینګار کړی، چې د مرستو خواړو تر لاسه کوونکو ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او په بېړنۍ توګه یې د روغتیايي او خوړو د پروګرامونو لپاره د بودجې غوښتنه وکړه.
دغه راز د ماشومانو د ژوغورنې سازمان اعلان کړیو چې سږ ژمی یې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۵ زره کسانو ته ژمنۍ بستې، چې جامې، پټو، بخارۍ او عایق توکي په کې شامل دي مرسته کړې او په ښوونځیو کې له ۲۱ زره زیات ماشومان د بخاریو له کېښودو ګټمن شوي دي.







