زحل آزاد
خبرې یې له خولې نیمې نیمې راوځي، ځینې خبرې بیا تکراروي او ځینې تېروي. وايي، له دې چې په سر یې وارونه خوړلي، ژبه یې نور په خپل واک کې نه ده. په همغه توتله توب ورو ورو وايي: «په هغه ورځ چې نړۍ ته راغلم، مور مې مړه شوه او نوم مې بد پلې شو»
فیروزه د ۴۱ کلنې ښځې (مستعار نوم) او د پنځو اولادونو مور ده. چې د غزني ولایت د تر ټولو بېوزلې نوآباد سیمې په یوه کوڅه کې ژوند کوي. د دې په خپله وینا، د کلونو تاوتریخوالي، بېوزلۍ او بې کوره توب خبرې کول ورته سخت او سترګې یې کمزورې کړې دي.
د تلېفون په لیکه په بېخوند او ستړي غږ چې په کې د ژوند د ښه والي لپاره هیلې نه احساسېږي، د خپل ژوند کړاونه یو په بل پسې بیانوي.
فیروزه خپله کیسه له کلونو مخکې پیلوي، له هغه مهال چې عمر یې له لسو کلونو پورته نه وو او د پلار په فشار سره تر خپل ځان مشر سړي ته په نکاح ورکړل شوه. دقیقآ ۳۱ کاله وړاندې، د فیروزې پلار خپل لور د دوه مېږو په بدل کې یوه ۲۱ کلن سړي ته په نکاح ورکړه، هغه پېښه چې په هېڅ وجه د افغان ښځو لپاره نوې او لرې نه ده.
د فیروزې ګډ ژوند له همغه پیل له تاوتریخوالي سره مل وو، هغه تاوتریخوالی، چې د دې په وینا، په ژوند کې یې ورو ورور په یوه عادي کار بدل شو: «وړه وم او له کوروالي په څه نه پوهېدم. خواښې مې وهلم چې دیګ او کاسه دې نه دي زده. خاوند مې وهلم چې ډوډۍ دې ناوخته راوړه، خسر او لېورونو مې هم تر سوکانو او لغتو لاندې کولم، چې د مېلمه پالنه دې ونه کړه.»
د توتله والي له امله د فېروزې خبرې په سختۍ د پوهېدو وړ دي. په وار وار اړ کېږي، چې د خپل هدف د ښه رسولو لپاره ځینې خبرې دوه یا درې ځلې تکرار کړي. وايي: «یوه ورځ چې ډوډۍ را نه سوځېدلې وه، لېوره مې په جمبخ [د ونې په خاښ] په سر و وهلم او تر دوه – درې ورځو پورې یې وینه نه درېده. ډېر ډبول مې خوړلي بیجې یو عادي شی شوی وو.»
فیروز چې هر ځل د خپل خسر یا لېوره له خوا سوټي خوري، خاوند یې هم هغه دوه برابره تر برید او ډبولو لاندې نیسي. فیروزه د همدې تاوتریخوالي په خاطر درې ځلې خپل ماشوم زیان کړی دی: «په لومړۍ امیدوارۍ کې مې، خواښې خپلو زامنو [زما خاوند او لېورونو] ته شیطاني کړې وه، چې دا ښځه په خوله نه کوي او د کور کارونه په سمه توګه نه تر سره کوي. په هغه ورځ یې دومره وهل ټکول راکړل، چې خونریزي راته پیدا شوه.»
د فیروزې غږ د یوې شېبې لپاره پرېکېږي. څو ثانیې مې فکر وکړ، چې اړیکه مې ورسره پرې شوه، خو له اوږدې چوپتیا وروسته یې د هغې غریو نیولی غږ زما تر غوږو شو: «خدای د عبرت لپاره ژوندۍ پرېښې یم، دا ټولې سختۍ او خونریزۍ چې ما کش کړې، که بل هر څوک وای، ژوندی نه پاتې کېده.»
د دې د خپلو خبرو له مخې، په دویم ځل امیداوارۍ او له خونریزۍ او اته میاشتي جنین له لاسه ورکولو وروسته، دومره له پښو غورځېدلې او بې سېکه شوې وه، چې ان د خپل ژوند د پای ته رسولو فکر یې کاوه: «غوښتل مې د تل له پاره له بدبختیو ځان خلاص کړم، خو ونه شوه.»
۵۷ کلنه مریم چې د فیروزې خاله او یوازینۍ همرازې ده، له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې وايي، ډاکتر د فیروزې د ژبې بندېدو لامل «په سر د ګڼو ګزارونو خوړل» تشخیص کړی دی.
وروسته په یوه غمجن او خواخوږۍ ډک غږ کې د هغه تاوتریخوالي یو عمل بیانوي، چې فیروزې د خپل خاوند له خوا زغملی دی: «سر، لاس او پېښې يې چې و وینې، داغ داغ شوي. دوه – درې ځایه یې په سر ژور ټپ پاتې دي، خاوند یې یو ځل په دې سر د ښيښې په بوتل وهلې او د ښييې ټوټې یې ګاونډۍ له ټپونو را وایستلې.»
مریم وايي: «[فیروزه] په ټول عمر کې یوازې یو ځل ډاکتر ته تللې ده. هغه هم هغه وخت چې له غم او فشار څخه یې سکته کړې وه او کابل ته راغلې وه. ما خپله بوتله، د وینې فشار یې لوړ وو، سترګې یې کمزورې او لسګونه ډوله ناروغۍ لري، خو هېڅوک یې په کیسه کې نه دي.»
بالاخره د خپل مېړه د کورنۍ سره د شلو کلونو سخت ژوند وروسته، فیروزه په کال ۲۰۱۴ کې د خپل خاوند او ماشومانو سره یو ځای د غزني له ناور څخه نوآباد سیمې ته کډه کوي. د مېړه له کورنۍ څخه بېلوالی د غمونو پای نه وو، له ژونده یې تاوتریخوالی ونه وت، یوازې بڼه یې بدله شوه.
فیروزه د ژوند تېرولو لپاره اړه وه، چې د ورځې د خلکو په کورونو کې د کاليو منځلو او پاکولو کارونه وکړي. پر دې سربېره، د شپې چې کله نور آرام ویدېږي، هغه تر ډېره ویښه پاتې کېږي او ګلدوزي کوي، تر څو یې د کور ګټې ته یو څه ورزیات شي.
فیروزه وايي: «د اولادونو پلار پر ما شکي وو. ویل یې کار د پلمه دی او له بل سړي سره جوړه یې. خپله یې کار نه کاوه، یوه لاسي رېړۍ یې درلوده، چې ورځ یې له هغې سره تېروله. په خدای که یې یوه روپۍ هم د کور په خرڅ کې لګولې وي.»
د مخکني نظام په نسکورېدو او د طالبانو په بیا راتګ سره، فیروزه هم د نورو سلګونو ښځو په شان د کور په څلورو دېوالونو کې بندیوانه شوه. د هغې بې کاره کېدل، د کور د لګښتونو بار د هغې د اولادونو پر اوږو واچاوه: دوه لونې ۱۸ او ۱۴ کلنې او ۱۱ کلن زوی یې اوس په غالۍ اوبدلو سره د کور د ژوند ارټ چلوي.
په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو مړینه یوه وحشتناکه خو ګڼه غمیزه ده. په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، چېرې چې خلک یوازې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. بلکې د میندو لپاره د زېږون د خطرونو کمولو لپاره د کړنلارو او لارو چارو په اړه هم لږ پوه نه لري.
د فیروزې مور هم یو له هغو ښځو وه، چې د زېږون پر مهال له دې نړۍ وکوچېده. له هغې دوه لوڼې پاتې دي، چې یو له بله لرې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي. خو فیروزې ته، د زېږون پر مهال د هغې د مور له مړینې وروسته د «بد پلې» په نوم یادېږي او هېڅکله یې د پلار په کور ښه ورځ نه ده لیدلې.
ټول ان مشرې خور یې هم هغه د مور د مړینې برخه کې ملامته بولي. هغه خبرې او لیدنې چې ګواکي د فیروزې شتون بدبختي راوړه، د هغې په زړه کې د چاقو د ګذار په څېر دی او هغه پرته له دې، چې پرې اغېزه وکړي، بله چاره یې نه درلوده.
د فیروزې په سر چې څه تېر شوي، د افغان ښځو د زرګونو تکرار شویو او غمجنو کیسو څخه یوه ده.
فیروزه د خپلو کړاوونو ناچارۍ ته په اشارې سره وايي: «تر نن ورځې پورې مې د ماشومانو پلار وهي، هغه څو ځله هڅه وکړه، چې ما له کوره وباسي. خو هر ځل به ما ځان په ویده کېدو واهه، یا به د ګاونډیو کره پټېدم. له بې کسۍ چېرته ولاړه شم، څوک ما ته ځای راکوي؟»







