آرزو یوسفي
نوم مې ترې نه پوښت، هوا سړه وه، د لارې په اوږدو کې یې هر ّځلې د موټر چلوونکي سره د مرستې لپاره دروازه پرانسته، تر څو مسافر ځای پر ځای کړي، د باران څاڅکي مې پر مخ لګېدل او لاس مې یخ وهلي وو. موټر ته ورپورته شوم. له ما وروسته بل نارینه موټر ته راپورته نه شو. موټر چلوونکی ځوان هلک وو. سر یې را کوږ کړ، سترګې یې پر یوه سړي واچولې، رشخند یې و واهه ویې ویل: «ګوره ورته چسپکي یې راوړی دی» د «چسپکي» کلیمې په اورېدو سره مې غوږنه څګ شول او په بېړه مې سر ورتاو کړ تر څو وګورم چې څه خبره ده.
شا ته یو سړی چې تکې تورې سترګې او وروځې چې ګویا کلونه همداسې ماتې پاتې دي او اوږده ګیره یې درلوده ناست وو. کوچینی سپینه خولۍ پر مخ راکښته کوي، تر پښو لاندې یې د ګازد ډبه او یو دیګ بخار اېښي وو. وضعیت یې دومره خندونکی وو، چې خوښېدل مې په زوره زوره وخاندم. په دې وخاندم چې په دې ځمکه مرګ هم یوه عجیبه ټوکه ده او موږ هم له دې حقیقت سره روږدي شوي وو، چې زموږ ژوند هم د یوه دیګ بخار په کچه ارزښت لري.
له موټره ښکته شوم، د کوڅې په سر کې مې په یوه لوحه سترګې ولګېدې، چې لوی پرې لیکل شوي وو: «ایراني آش سبزي» ورنېږدې شوم.
«خاله موږ ته لږ زیات راکوي، موږ دوه تنې یو» دا د څلورو ښځو څخه د یوې خبرې دي، چې خپل منځ کې یې سره خندل او د کابل د واورې د څاڅکو لاندې یې د وربرخه شوې خوښې له یوې شېبې خوند اخیست او د آش له کاسې د خوند اخیستو په حال کې وې.
تر څنګ یې ودرېدم او په زړه کې مې د خوښۍ احساس درځ وکړ، د عمرخوړلو ښځو نړۍ هم دومره بده نه ده، د خپلو مېړونو په اړه له عجیبو ټوکو ډکه ده. زه هم فکر کوم، چې د ماسپښین د واورې لاندې، د سبزیو آش خوړل هم ښه نظر دی. پوښتم کاسه په څو ده؟ پلورونکې مېرمن وايي، کاسه په شل او لس افغانۍ. یوه لسي مې وغوښت، د لومړۍ ښځې وړاندیز چمتو کېږي: «خاله آش د سوړ دی»
پلورونکې یې په ځواب کې وايي، تر اوسه مې پېروونکی نه درلود، د همدې لپاره مې ګاز پسې مړ کړی وو تر څو یې لګښت زیات نه شي. یوه پخه ښځه د مصطفی مور په نور د یوه بل هوټل په اړه خبرې کوي. پوښتنه مې وکړه، هلته هم ښځې کار کوي؟ ویې ویل: «هو ډېرې ښځې یې په کار ګمارلې دي او ټولې په پخلي بوختي دي.» د آش یوه بله چمچه راپورته کوي او آش پلورونکې خاله ته وايي: «خاله زه هم باید تاسو ته راشم، ته دلته آش پلوره او زه به آشکې.»
پلورونکې خاندي او د خوښۍ سر ښووروي. د آش پلورونکې ښځې مسکا همغه د یوې مهربانې مور په څېر ښکاري، چې د ژمي په ساړه موسم کې په سختۍ او زحمت سره په واټونو ګرځي تر څو د اولادونو لپاره یوه ګوله ډوډۍ کور ته یوسي.
یوه شېبه له ځان سره فکر کوم، که طالبان ښځو ته د ژوند کولو اجازه ورکړي، هغوی کولی شي په خپل دسترخوان یوه ګوله ډوډۍ کېږدي. خوښې و اوسي او په واټونو مسکا وکړي.
پوښتنه مې ونه کړه، خو فکر کوم هغه آش پلورونکې مېرمن له ایران څخه راګرځېدلې افغان کډواله وه. او ایرانۍ لهجې یې دا ښه ترا جوته وله. له پلوروونکې پوښتم چې په آش کې دې څو ډوله سبزۍ اچولې دي؟ وايي: «یوازې پالک، سبزي ګرانه شوې ده، ګټه نه کوي، چې هر شی ورواچوم.» وروسته زیاتوي «که نه آش باید وینځل شوې سبزۍ هم ولري.
یادونه: د رالېږل شويو لیکنو د منځپانګې مسؤلیت د هغو د لیکوالانو پر غاړه دی.







