د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په کندهار کې د یلدا شپې لمانځنه، د طالبانو د ځواک په مرکز کې د اعتراض غږ

۱ مرغومی ۱۴۰۴
په کندهار کې د یلدا شپې لمانځنه، د طالبانو د ځواک په مرکز کې د اعتراض غږ

غزال محمدي

کندهار ولایت کې یو شمېر اعتراضي نجونو او مېرمنو د یلدا شپې په لمانځلو سره، د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو ډلې د حکومت د سیاستونو په وړاندې اعتراض وکړ.

د کندهاري نجونو لس کسیزه ډلې د یکشنبې په شپه د (لیندۍ ۳۰ مه) د ژمي په لومړۍ شپه، په دې شعار سره چې «زده کړه د دوی حق دی» د طالبانو د سیاستونو په وړاندې غږ پورته کړ.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د دې ډلې تر بیا واکمېدو وروسته، کندهار خپل مېشت ځای ټاکلی او تر اوسه پورې یې له دې ولایت څخه، د ښځو د ژوند محدودولو لپاره لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.

دغو نجونو د کال تر ټولو اوږدې یلدا شپې په لمانځلو سره ټینګار وکړ، چې هېڅ تیاره تل پاتې نه وي او دوی د یلدا په شپه، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو هیله لري.

د «افغان ښځو د نوې راتلونکې غورځنګ» معترضو نجونو په یوه بیانیه کې ټینګار کړی چې: «د دې شپې اوږدوالی په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د هغه کړاونو او ستونزو روښانوونکې ده، چې دوی یې زغمي، خو لکه څرنګه چې یلدا په سپېدو پای ته رسېږي، دا تیاره به هم تل پاتې نه وي.»

«تحصیل زموږ حق دی نه امتیاز»، «بې سواده ښځه بې سبا ټولنه» او «د زده کړو مخنیوی د راتلونکې له منځه وړل» د دې معترضو ښځو د ډلې نور شعارونه وو، چې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې یې ورکول.

د نسیمه یکتا په (مستعار نوم) ۲۹ کلنه ځوانه ښځه، چې د دې پروګرام کوربنه وه وايي، سږ کال لومړی ځل دی، چې هغه له نورو ښځو سره یو ځای په کندهار کې د یلدا شپه لمانځي.

هغه وايي، د یلدا شپه ورته نه یوازې کلتوري اړخ لري، بلکې له ټولنې څخه د لمنځه وړلو د مخنیوي لپاره مبارزه ده.

نسیمې و ویل: «یوازې کلتوري اړخ یې مطرح نه دی، یلدا شپه راته یو کلتور دی، خو زموږ لمانځلو اعتراضي اړخ درلود، هغه دا چې هېڅ ظالم نه شي کولی زموږ کلتور او دودونه تر پښو لاندې کړي. موږ شته یو او زموږ غږ له پاڼې نه لرې کېږي. موږ به وو، دوام ورکوو او مبارزه کوو.»

په دې اړه نور ولولئ...

د «طالبانو د جزايي محکمو د اصول نامې» منځپانګه څه ده؟

ډېره بېوزلي او ګډوالي، د هغه کورنۍ برخلیک، چې بامیانو کې له خپلې مغارې په زړر کډه شوې ده

نسیمه زیاتوي: «لکه څرنګه چې د یلدا اوږه شپه سبا کېږي او روښنايي لري، د افغان ښځو راتلونکې به هم همداسې وي او له لمانځلو مو موخه هم اعتراض او مبارزه وه.»

د طالبانو په وړاندې د اعتراضي پروګرام جوړولو څخه د نسیمې او د هغې د ملګرو یوازینۍ وېره د معترضو ښځو د هویت پټ ساتل دي.

نسیمه وايي: «په ټول کې لس تنې راټولې شوو، یوې تنې ویډیو او انځور واخیست، څلور تنې د امنیتي شرایطو په خاطر د صحنې تر شاه وې او موږ پنځه تنې د کمرې مخې ته، موږ ډېر پام کوو، د بېلګې په توګه د نه پېژندل کېدو لپاره ماسک اچوو.»

نسیمې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د ښځو د ژوند شرایط سخت بیان کړل او ویې ویل: «ډېره ستونزمنه ده، ان له نورو ولایتونو سره په توپیر په کندهار کې په رښتیا ښځې له جدي ستونزو سره مخ دي، یوه بېلګه یې زما خپله مور ده، چې ښوونکې ده، خو په خواشینۍ سره چې سترګې یې کمزورې دي، له برقعې یا چادرۍ پرته په ښوونځي کې اجازه نه ورکوي.»

د افغان ښځو د نوې راتلونکې غورځنګ، دوه کاله وړاندې د یوې ډلې کندهاري نجونو له خوا جوړ شوی دی.

نسیمه چې یو له دې معترضو ښځو ده وايي، دا نه پوهېږي، چې د ښځو دغه اعتراضي پروګرامونه به کومه مثبته پایله ولري که نه، خو هغه د چوپتیا او ځپنې په وړاندې مبارزه کوي.

نسیمې و ویل: «کره نه پوهېږم، چې آیا اعتراض نتیجه ورکوي که نه- خو زما لپاره توپیر نه کوي چې زموږ غږ به ورسېږي او که به ونه رسېږي، یوازې پر دې پوهېږم، چې د دوی موخه د ښځو د غږ غلي کول او له ټولنې د ښځو ورکول او … دي او اصلآ نه توانېږي، ښځې نه ورکېږي او زموږ کلتور نه کمرنګه کېږي.»

د نسیمې تر څنګ په هېواد کې د ننه ښځو او ایران او پاکستان کې افغان کډوال ښځو هم د یلدا په شپه غونډې جوړې کړې وې، یو له بله یې شعرونه ویل او د طالبانو پر وړاندې یې د خپلې مبارزې کیسې سره شریکې کړې.

۳۴ کلنه لطیفه چې د ښځو د سیاسي ګډون شبکې غړې ده، له معترضو نجونو سره په ګډه په کابل کې په یو پټ ځای کې یلدا شپه لمانځلې ده.

هغه وايي، دا شپه د طالبانو د ښځو ځپوونکو سیاستونو په وړاندې د مبارزې لپاره یو فرصت دی.

لطیفه وايي: «د یلدا شپې له لمانځلو مې موخه زما، زما د کورنۍ او زما د خپلوانو د خپلواکۍ د دورې یادول وو، ځکه دغه خپلواکي زموږ حق وو، کار زموږ حق وو، ساتېری زموږ حق وو، پرمختګ زموږ حق وو. غوښتل مې اعتراض وکړم، چې اوس موږ دغه ژوند نه لرو، زموږ هیلې مړې شوې دي او یوازې ساه باسو.»

۳۳ کلنه زینب رضايي د ښځو د سیاسي ګډون شبکې یوه بله غړې ده، چې د یلدا شپې په اعتراضي غونډه کې یې ګډون کړی دي. زینب باوري ده، چې ښځې او نجونې د یلدا شپې په څېر غونډو کې په ګډون او شتون سره ثابتوي، چې د ښځو هویت او غږ له منځه تلوونکی نه دی.

هغه وايي: «که څه هم یوازې بسنه نه کوي، خو د یلدا شپې لمانځل د ښځو د ژوندي ساتلو مساله کې مهم رول لري، د دې پخلي لپاره چې چوپتیا ځواب ویوونکې نه ده او باید په شعوري پرېکړو سره د ښځو د هغږۍ لپاره مبارزه وکړو.»

آلمان کې اوسېدونکې معترضه ښځه صنم کبیري، د طالبانو د امربالمعروف وزارت د لارښونو په غبرګون کې، چې دوه کاله وړاندې یې یلدا شپه «حرامه او ګناه» بللې وه، وايي د یلدا شپه د طالبانو په وړاندې د ښځو د مبارزې سمبول دی، دا دغه شپه په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ پای ته رسېدو په پار لمانځي.

مېرمن کبیري و ویل: «طالبانو ډېر سخت محدودیتونه لګولي دي، زموږ ټول کلتوري رواجونه یې حرام ګڼلي دي او ان ښځې حذفوي، نو ځکه دا شپه لمانځو.»

د افغان ښځو د خپلواکۍ څراغ غورځنګ غړې فریده محب وايي، د طالبانو له لوري د لګول شویو پراخو محدودیتونو څپه کې، د یلدا د شپې لمانځل د ښځو د مقاومت په سمبول بدل شوی دی.

د ویلو ده، چې د نویمې لسیزې په دویمه نیمايي کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال، د کلتوري مراسمو لکه د یلدا شپه او نوروز لمانځل کمرنګه شوي وو، خو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په نسکورېدو او په هېواد کې د جمهوریت نظام په راتګ سره ښځو هر کال یلدا لمانځله.

طالبانو په هېواد کې د سیاسي واک تر لاسه کولو وروسته، د ځینو کلتوري مناسباتو له هغې ډلې د یلدا شپې او نوروز لمانځل منع کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په ۳ مه نېټه، پر اېکس پاڼه د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د یلدا شپه «حرامه او ګناه» ده او د اسلام په دین کې د هغې لمانځل کوم ځای نه لري.

اړوندې لیکنې

طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل
خبر

طالبانو هرات کې د ښځو موټر چلوول بند کړل

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴
د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي
خبر

د ملګرو ملتونو کارپوهان: افغانستان کې «جنسیتي توپیر» باید د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴
لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، ته زما الهام بښوونکې یې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴
لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت
دسته‌بندی نشده

لور ته مې لیک، له پوهنتونه د فارغېدو په مناسبت

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده
دسته‌بندی نشده

طالبانو په هرات کې د ښځو په جامو څارنه زیاته کړې ده

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، طالبانو هر څه رانه واخیستل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه