زحل آزاد
د المان په یوه له ښارونو کې، چېرته چې د نجونو پر لوبو د طالبانو محدودیتونه نشته، محبوبه د ځمکې پر مخ په شنه چمن د فوټبال لپاره ولاړه ده او زده کوونکو ته- چې تر ډېره نجونې دي- تمرین ورکوي. هغه نجونې، چې په افغانستان کې یې د هم ډولو پر عکس خپلواکي تجربه کوي.
۲۳ کلنه نجلۍ محبوبه چې یوه ورځ یې د ښځو د لوبو عادي کولو لپاره د کابل په ناامنه واټنو بایسکل چلاوه، د طالبانو په واک ته رسېدو سره اړ شوه، چې کډواله شي.
هغې د طالبانو د راتګ په همغه لومړیو ورځو کې افغانستان پرېښود او اوس په برلېن کې د کډوالو ماشومانو د فوټبال د روزونکې په توګه کار کوي.
«ولې خپله یو له هغو نه وم؟»
په آلمان کې د محبوبې د فوټبال لومړنۍ تجربه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د آلماني نجونو او هلکانو یوې لوبې ته ناسته وه. هغه وايي، د دوی د استوګنې ځای ته نېږدې د فوټبال یو لوبغالی وو او هر ځل یې د نورو د لوبو په لیدلو سره، دا فکر په ذهن کې رنګین کېده، چې «ولې خپله یو له هغو نه وم؟»
همدا او لسګونه نورې پوښتنې وې، چې د هغې پښې يې د ځمکې پر سر د فوټبال شنو چمنونو ته راکاږلې. د هلکانو او نجونو د فوټبال په لیدو یې دا انګېزه واخیسته او د دې په وینا، له لاس ته راغلي فرصت څخه د خپلو هغو هیلو د پوره کولو لپاره چې په خپل هېواد کې یې ممنوع ګڼل کېږي باید کار اخیستی وای.
طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوبې کول منع کړې دي. د افغانستان نجونې او ښځې دا مهال په هېواد کې د ننه په رسمي ډول په هېڅ ډول لوبو کې شتون نه لري او ان اړ شوې، چې غیر ډلیزې لوبې هم په پټه تر سره کړي.
محبوبه وايي، په افغانستان کې یې د نرواکه فکر او د جنسیت پر بنسټ توپیر په دلیل هېڅ وخت د فوټبال لوبې کولو فرصت نه درلود. هغه بیانوي: «پلار مې فوټبالر وو او ما به تل د سیالۍ پر مهال هڅولو، خو هېڅ وخت مې دا فکر نه کولو، چې یوه ورځ به خپله وتوانېږم، د فوټبال لوبه وکړم. شاید د همغه کلتور او روزنې له امله چې درلوده مې، دا باور چې د فوټبال لوبه یوازې د نارینه وو لپاره ده.»
محبوبې یو څه موده په یوې آلمانۍ لوبډله کې لوبه وکړه، خو د ژبې د نه بلدتیا او مهارت د کموالي له امله یې هغه لوبډله پرېښوده. خو له دې سره یې ماته ونه منله او له زیاتو هلو ځلو وروسته یې یوه لوبډله پیدا کړه، چې د کډوالو لپاره د یوه ځانګړي بنسټ له خوا ملاتړ کېدله.
د هغې په وینا، په آلمان کې د لوبو تجربه په کابل کې د لوبو له تجربې سره ژور توپیر لري. په آلمان کې هغه نور اړ نه ده، چې د ښځو د لوبو په اړه د نارینه لوبغاړو یا نندارچیانو د منفي کتو، جنسیتي توپیرو، ناسمو او غیر اخلاقي چلندونو په اړه اندېښنه وکړي.
محبوبه کیسه کوي: «په لومړۍ ورځ چې د تمرین لپاره لاړم، له دې لوبډلې مې د خواخوږۍ او ملاتړ حس پیدا کړ. ما ته یې د فوټبال جامې او بوټان راکړل او هغه چا چې ډېره تجربه درلوده، زه یې هڅولم. د کابل پر عکس چې تل به یې راته ویل د نجلۍ یې له لوبو سره څه؟ یا دا چې په دې اندېښنه کې وم، چې څو سپکې سپورې راته و وايي او باسکل مې په موټر و وهي.»
په هغه جغرافیه کې، چې محبوبه هلته زېږېدلې او لویه شوې، ان د طالبانو له راتګ وړاندې لا د ښځو لپاره لوبې یو عادي کار نه ګڼل کېده او د هغې په شان نجونې اړ وې، چې د لوبو په میدان کې د شتون لپاره د ټولنې له سرو کرښو تېرې شي. د محبوبې په وینا، دغه له تبعیضه ډک کاته لا هم د ډېرو کډواله شویو کورنیو په فکر کې شتون لري.
محبوبه په خواشینۍ سره وايي: «له ماشومانو سره د تمرین پر مهال تر ډېره نجونو ته پاملرنه کوم، ځکه پوهېږم، د افغانستان په کلتور کې فکر کوي، چې فوټبال د هلکانو لوبه ده او دا انګېرنه د نجونو پر ځان باور راښکته کوي. غواړم تر کومه ځایه چې توانېږم، له نجونو ملاتړ وکړم.»

عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
د محبوبې د لوبو لومړني ګامونه
محبوبې د لوبو په برخه کې لومړۍ ګام د کابل له خاورو ډکو کوڅو څخه پورته کړ، همغه ځای چې یو وخت په کې په باسکل سپرېده، د سیمې او شاوخوا خلکو او پېژندګویانو له بدو کتنو او ځوروونکو خبرو سره مخ کېده.
د دې په وینا، په هر ځل پایډل وهلو سره له یوه نه لیدونکي دېوال سره جنګېده. له هغه دېوال سره چې تل به له باید او نه باید سره هغې ته ویل کېده «نجلۍ پر باسکل نه سپرېږي، لوبې د هلکانو لپاره دي، هغه نجلۍ چې لوبې کوي، بې شرمه ده.»
له دې سره سره هغه ټول کلتوري او ټولنیز خنډونه، چې د محبوبې د باسکل سپرېدو په وړاندې دېوال وو، هغې په ۲۰۱۹ کال کې په رسمي ډول د نجونو او هلکانو له یوې لویې ډلې سره یو ځای په باسکل سپرېدل، د ښځو له لوبو سره د عادي کېدو په موخه پیل کړ.
خو د محبوبې لپاره پر باسکل سپرېدل آسانه کار نه وو، د کورنۍ او ټولنې محدودیتونه، هغه دوه لوی خنډونه وو، چې دا ورسره لاس او ګرېوان وه: «په لومړیو ورځو کې مې دوه درې ساعته کورنۍ ته زارۍ کولې، چې اجازه راکړي، چې تمرین ته لاړه شم.»
د کور د باندې یې هم ګڼل شمېر خنډونه پر مخ دېوال وو، چې باید له هغې تېره شوې وای. تر دې، چې د دې په خپله وینا په وار وار سپکاوی او توهین ورته شوی دی، باسکل یې په موټر وهل شوی او ان په تېزاب پاشلو یې ګواښلې ده.
محبوبه وايي، ځینې ورځې به چې د تمرین لپاره تله، هره شېبه یې په وېره تېرېده، وېره له دې نه، چې نه ویل کېږي باسکل به یې له لارې کوږ کړي یا به یې لاندې کړي.
هغه په ناآرامۍ سره کیسه کوي: «یوه ورځ د قرغې په سړک یو موټر په ډېر سرعت سره زما تر څنګ تېر شو، له سړکه کږه شوم. موټر چلوونکی چې د منځني عمر سړی وو، هر څه سپکې سپورې یې چې زده وې، را ځار یې کړې، د یوې نجلۍ په توګه که پر باسکل سپرېدم، له خلکو د کنځاوو اورېدل بېخي راته عادي شوې وې.»

محبوبه/ عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
د محبوبې لپاره ان د دې خاطرو یاد ته راوړل هم سخت دي: «یوه بله ورځ چې ټاکل شوې وه، پر سبا یې د تمرین لپاره لاړه شم، د ډلې مشر خبر راکړ، چې تمرین کنسل شو، زموږ د ډلې څو کسان یې ګواښلي وو، چې که پر سړکونو ولیدل شول یا نجونې و ویني، چې باسکل چلوي، پر موږ به تېزاب وپاشي.»
له ډېرو خنډونو او ستونزو سره سره، د لوبو په ځانګړې توګه د باسکل چلولو په برخه کې د نجونو شتون، د طالبانو له راتګ وړاندې رنګین وو، لوبغاړې نجونو له دې لارې توانېدلې وې، چې د ښځو په اړه دودیز فکرونه او ذهنونه له خنډونو سره مخ کړي او په ښځو کې نوي امیدونه او نوې هیلې راوټوکوي، خو د ۲۰۲۱ کال د آګست پنځلسمې دا هر څه بدل کړل.
په کډوالۍ سره یوازې د محبوبې ورزشي څانګې بدلون کړی نه موخې، هغه نن هم په همغه هدف مخ ته ځي، د ښځو د حق او برابرۍ لپاره په ټولو ټولنیزو برخو کې مبارزه. محبوبه په ټینګې ارادې سره وايي: «زما لپاره لوبې، نړیوالو ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د محرومو خویندونو د اواز رسولو یوه وسیله ده او دا لږ تر لږه هغه کار دی، چې کولی یې شم.»
محبوبه سره له دې، چې نه نور د طالبانو د محدودیتونو په بند کې ده او نه یې ټولینز خنډونه پر وړاندې دېوال دي، خو وايي: «دا ښه حس نه دی، چې کله ګورې زما همځولې نجونې په افغانستان کې ان د خپل ژوند له لومړنیو حقونو بې برخې دي. خو هغه څه چې نن یې له هغوی وینم د ویاړ باعث دي، دا چې له ټولو ستونزو سره مقابله کوی او مخکې ځي، سمه ده، چې موږ په یوه سمه جغرافیه کې ژوند کوو او ډېرې آسانتیاوې لرو، خو هیله لرم، چې یوه ورځ زموږ دا ّهڅې او لاس ته راوړنې د افغانستان او افغان ښځو په نوم ثبت شي او زموږ هره یوه، هر هغه څه چې په توان کې مو دي، ونه سپموو.»







