آزاده تران
په داسې حال کې، چې ټول تالار شورماشو او چکچکو په سر اخیستی وو، هغه د چادرۍ په اغوستو او «تابوت او هیندارې» په نندارې ته وړاندې کولو سره د دریځ پر مخ راڅرګنده شوه، او د افغان ښځو په وړاندې یې له جوړښتي تبعیض، تاوتریخوالي او د جنسیت پر بنسټ ولاړو محدودیتونو په اړه څرګندونې وکړې. د افغان ښځو په اړه ترخې څرګندونې، هغې په دې ترسراوي سره د لوړ مقامې او غوره ویناوالې لقب تر لاسه کړ.
دا راپور د بتول ناصري کیسه ده، په ایران کې کډواله نجلۍ، چې نن د خپلو کتلوري او ښوونیزو فعالیتونو په توګه، ایران کې د افغان کډوالو تر منځ یوه تر ټولو پېژندل شوې او مشهوره څېره ده.
هغه اوس په ایران کې د وینا د فن ښوونکې، د کډوالو ماشومانو او ښځو د حقونو فعاله، د «هوش کلامي» کتاب لیکواله او د آبي نیلوفر ګل سمبول سره د «افغان نجونو ښوونځي» بنسټ اېښودونکې ده.
د بتول ناصري ژوند هم لکه د افغانستان د نورو نجونو په څېر، د ستونزو، محدودیتونو او نابرابریو له منځه تېر شوی دی. په لرغوني فارسي کلتور کې آبي نیلوفر ګل د کړاونو د زغم او هوساینې ته د رسېدو سبمول دی. د هغې د نن لوړو ژورو او لاس ته راوړنو تېر ته په کتو «آبي نیلوفر ګلونه» تر هر څه ډېر د بتول ناصري د خپل ژوند سمبول دی، له مقاومت، ودې او سوکالۍ کیسه.
نجلۍ باید واده وکړي
بتول ناصري ۲۸ کلنه او د افغانستان په دایکنډي ولایت کې زېږېدلې ده. بتول لا وړه وه، چې کورنۍ یې ایران ته کډه شوه، د طالبانو په لومړۍ دورې واکمنۍ او د افغانستان د تیارو په شپو او ورځو کې: «کډوالي د مجبورۍ له امله وه، نه ټاکنه، د ژوندي پاتې کېدو پرېکړه وه، نه یوازې د ژوند ښه کولو لپاره.»
ایران کې افغان کډوال ماشومان هوسا ژوند نه لري، د کورنیو بېوزلي له یوه اړخه او د زده کړو محدودیتونه له بل لوري، تحصیل ته دوام ورکول او پوهنتون ته داخلېدو فرصت یوازې هغوی د ګوتو په شمېر کسانو ته ورکوي: «په ایران کې د یوې افغان کډوالې نجلۍ لپاره د زده کړو لار هېڅ کله آسانه نه ده، د تحصیل له همغه لومړنیو کلونو د دایمي استوګنې جواز نه درلودل، قانوني محدودیتونو، پټ او ښکاره تبعیض او د افغان کډوالو زده کوونکو ته لنډه پاملرنې شتون درلود… په پورته پوړونو په ځانګړې توګه پوهنتون ته د داخلېدو په وخت کې دغه خنډونه لا سخت شوي دي. د پوهنتون او مسلک د غوره کولو له محدودیتونو نیولي، بیا د دې احساس تر رامنځ ته کولو، چې باید تل له معمول حد څخه ډېره هڅه وکړې، تر رواني فشارونو پورې تر څو ولیدل شې.»
بتول ناصري د هغو ستونزو په اړه، چې په ایران کې یې د یوې افغان ماشومې کډوالې په توګه تېر کړي په احیتاط سره خبرې کوي، خو په پای کې هغه یو له هغو نجونو وه، چې هېڅ خنډ یې پر وړاندې دېوال نه شو او په ایراني پوهنتون کې یې د «کلام فلسفې» او «سوداګرۍ مدیریت» په څانګه کې زده کړې وکړې.
خو د بتول محدودیتونه یوازې دا نه وو. هغه وايي: «تر ټولو لوی مخالفت دا وو، چې نجلۍ باید په دومره کچه د باندې نه وي، کار وکړي، ولیدل شي او یا په خپلوکه توګه تصمیم ونیسي. نجلۍ باید واده وکړي او یو ژوند جوړ کړي. د کورنۍ اندېښنه تر ډېره په امنیت، د ټولنې په قضاوت او د یوې خپلواکې ښځې د ناڅرګنده راتلونکې په اړه وي. ځینې وخت د کورنۍ ځينو غړو باور درلود، چې نجونې زده کړو ته اړتیا نه لري. د ښځې لپاره ټولنیز او رسنیز فعالیت خطر لري. مالي خپلواکي ښايي کوم سرخوږی رامنځ ته کړي. د مور او کورنۍ له لوري دغو جدي مخالفتونو راته جدي ذهني او رواني خنډونه جوړ کړل. خو زما د درېدو لامل نه شول، په حقیقت کې د دې لامل شول، چې خپله لار لا په شعوري، ټینګه او مسوولانه توګه وټاکم.»
د بتول لپاره په جلاوطنۍ کې او د کورنۍ له ملاتړ پرته د خپلو هیلو پوره کول آسانه کار نه وو، خو د دې په وینا، په ژوند کې یې د بدلون ټکی په ۱۷ کلنۍ کې، کله چې د ایران په تهران کې د ویناوالۍ او بیان د فن دوره بشپړه کړه رامنځ ته شو، او له هغه ځایه وروسته یې په کلتوري فعالیتونو پیل وکړ: «زما لارې، زما ژوند د ویناوالۍ په کورس سره بدلون وکړ. دا زما د ژوند د بدلون ټکی وو. له هغه ځایه مې پرېکړه وکړه، چې ناخوښه قانون او دود ته باید تسلیم نه شم او زه باید یو بریالی انسان شم.»
د بتول په وینا، هغه په لومړیو کې د کورنیو محدودیتونو له امله، یو آرام او بې جرات شخصیت درلود او په همدې دلیل د یوه ښوونکي له خوا د ویناوالۍ ټولګې ته وهڅول شوه. د ویناوالۍ زدکړې د دورې تر بشپړولو وروسته هغې وکولی شوای، چې خپلې لارې ته بدلون ورکړي.
بتول ناصري له دې پرېکړې وروسته حیرانوونکې لاس ته راوړنو ته ورسېده. هغې په ایران کې د «هدهد» تلوېزیوني شبکې سره د ویاندې په توګه کار پیل کړ او له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۹ پورې یې د «ایران او افغانستان تر منځ د کلتوري مقابلې» په نوم د ۹۰ قسطه پروګرام کوربتوب وکړ. په ورته وخت، په دې موده کې، هغې د کارګرو او له زده کړو پاتې ماشومان د ملاتړ لپاره ملاتړي پروګرامونه رامنځ ته کړل.
هغه وايي، لا هم د خپل وخت او عاید یوه برخه په ایران کې د کارګرو او کډوالو ماشومانو لپاره لګوي. بتول له رخشانې رسنۍ سره په خپرو کې و ویل: «د دې تر څنګ چې د کارګرو او له زده کړو پاتې ماشومانو لپاره مې د زده کړو زمینه برابره کړې. ډاکتر مې ورته راوست تر څو ماشومان چکپ کړي. د هغوی د تګ راتګ لګښت مې ورکاوه. د هغوی لپاره د قلم، کتابچې او د زده کړې نور اړین توکي برابروم. دا چې ډېری کډوالې کورنۍ مالي توان نه لري او نه شي کولی خپلو اولادونو ته رسېدنه وکړي، ما په خپل لګښت دا کار کاوه، د خپل عاید یوه برخه مې د ځان او کورنۍ لپاره او یوه بله برخه مې د ماشومانو د زده کړو لپاره لګوله… زه باوري یم، چې زده کړې او خوښي د هر افغان کډوال ماشوم حق دی.»
په هغو ورځو کې چې بتول ناصري د سوکالۍ پر لور لارې رالنډولې، سرخوږی هم کم نه وو: «تر ټولو ډېر مخالفت مې مور درلود. زما یادېږي کله چې په هد هد شبکه کې ویانده وم، ډېری شپې ناوخته کور ته رسېدم. مور به مې دروازه نه راته پرانسته، له شپې تر سهاره به په انګړ کې پاتې وم او د سړو په موسم کې به د شپې تر سهار لړزېدم. دا ډول وضعیت او ستونزې مې ډېرې درلودې. خو ما له دې مخالفتونو سره مبارزه وکړه. څه ډول مبارزه مې وکړه؟»
بتول خپله د دې پوښتنې ځواب څه داسې وايي: «زما مبارزه لوړ غږې جګړه نه وه، تر ډېره آرامه او تل ولاړه وه. د تحصیل دوام، ان هغه وخت چې بشپړ ملاتړ یې نه درلود. کار کول، پرته له دې، چې خپله خپلواکي معامله کړم. مسلکي باور رامنځ ته کول، په شعار سره نه، بلکې په پایلې سره. زما د مبارزې یوه تر ټولو مهمه بېلګه دا وه، چې د بحث او شخړې پر ځای پردېږدم چې کړنې مې خبرې وکړي. کله مې چې کورنۍ ولیدل، زده کوونکي روزل کېږي، ښځې پرمختګ کوي، ټولنیز باور رامنځ ته شوی دی. زما نوم له زده کړو او اغېزمنتوب سره غوټه شو. د کور او کورنۍ مخالفت مې لږ لږ په باور او ان په ملاتړ بدل شو.»
بتول ناصري وايي، هغې تر اوسه په ایران کې د افغانانو په خپلواکه ښوونځیو کې د کارګرو او له زده کړو پاتې، زر تنو افغان کډوالو ماشومانو لپاره په خپل شخصي لګښت د زده کړې او ملاتړ پروګرامونه چمتو کړي دي.
پوښتم، چې ولې زده کړه دومره ورته مهم ده: «زه باروي یم، چې زده کړه یوازینی شی دی، چې کولی شي له افغانستان سر مرسته وکړي. زده کړه افغاني ټولنې ته پوهاوی ورکوي او دا پوهاوی کېدای شي په ایران او نورو ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره د بدلون ټکی شي، کله چې زده کړه پراخه شي، کولی شي زموږ ټولنه وژغورل شي.»

بتول ناصری/ عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده کړو او تحصل له حق څخه بې برخې دي. کابو څلور کاله کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړل شوې دي.
په ایران کې هم کډول ماشومان په ښوونځیو کې د نوم لیکنې لپاره له ګڼو ستونزو او تبعیضونو سره مخ دي.
د بتول ناصري د ورځنیو کارونو یوه برخه هم د افغان کډوال ماشومانو د زده کړو لپاره ځانګړې شوې ده. هغې و ویل: «کورنۍ په شدت سره د خپلو اولادونو د باسواده کېدو په هڅه کې دي. زده کړې لا هم د کډوالو کورنیو لومړیتوب دی. خو د استوګنې او اسنادو، زده کړې د لګښتونو، له نامعلومه راتلونکې وېره، جوړښتي تبعیضونه، ښوونځیو یا سټنډرډ مهارتي دورو ته نه لاسرسی، د سند درلودل خو د کار د زمینې نشتوالی، د هغوی له اصلي خنډونو څخه دي.»
آبي نیلوفر ګل
بتول ناصري په کال ۱۳۹۶ کې د افغان کډوالو ښځو او نجونو لپاره د زده کړې مرکز د «آبي نیلوفر ګل» په سمبول «د افغان نجونو ښوونځی» جوړ کړ.
د هغې په باور د افغان ښځو او نجونو ژوند د آبي نیلوفر ګل د ودې دوران ته ورته دی، چې په سختیو له خټو راوځي او خپله شاوخوا نړۍ ښکلې کوي: «خپله د افغان نجونو ښوونځي رامنځ ته کول د طالبانو لپاره یو ځپوونکی غږ دی. دا ښيي، چې نجونې په هر ځای کې درس وايي او د خپلې راتلونکې د روښانه کولو لپاره هڅې کوي. تر ټولو مهمه ده، چې د افغان نجونو د ښوونځي سبمول آبي نیلوفر ګل دی. آبي نیلوفر ګل هم تل له بوینو او خټینو شرایطو راوځي او یو دم په هغه ځای کې غوړېږي. موږ افغان نجونې همغه آبي نیلوفر ګل ته ورته یو، چې په سختو شرایطو او له محدودیتونو سره وده کوو، او خپله تیاره نړۍ روښانه کوو.»
په دې ښوونیز مرکز کې د ویناوالۍ او بیان د فن کورسونه په لار اچول د بتول ناصري تر ټولو پېژندل شویو فعالیتونو څه دی.
بتول ناصري ویلي، تر اوسه یې له دې مرکز څخه له ۳۰ زره زیاتې ښځې او نجونې فارغې شوې دي او همدارنګه ګڼ شمېر زده کړیالان په بېلا بېلو ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي.
هغې ویلي دي: «د ویناوالۍ فن، د زده کړو د منځپانګې تولید، د غاښونو د ډاکتر مرستیالي، د نرسنګ مرستیال، د درملتون تخنیکر، خیاطۍ، سینګارول، د نوکانو کرل، وروځو نري کولو، د بڼو کرلو او د انلاین خرڅلاو زده کړو، په ایران کې د زرګونه افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړې ده.»
هره ښوونیزه دوره له دوه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسي. هغه وايي، په داسې حال کې، چې په ایران کې په قانوني توګه ژوند کوي، خو د افغان کډوالې په توګه نه ده توانېدلې، چې د خپل ښوونیز مرکز لپاره رسمي او دایمي جواز واخلي. بتول اړ ده، چې په هره ښوونیزه دوره کې د هر ټولګي لپاره په جلا جلا توګه جوازپاڼه واخلي.
د دریځونو پر سر ځلېدل
د بتول ناصري یو بله اصلي ځلېدا د دریځونو پر سر ده. هغه تر اوسه د ویناوالۍ او فیستیوالونو په ګڼو سیالیو کې ښه ځلېدلې ده.
په ۲۰۱۷ کال کې د شهید بهشتي پوهنتون د افغان زده کوونکو تر منځ د ویناوالۍ په سیالۍ کې یې لومړی مقام تر لاسه کړ، د ایران په کرج ښار کې یې د شپږو سو کسانو د یوې لویې ویناوالۍ په سیالۍ کې، چې بتول ناصري په کې د ښځو د محدودیتونو په اړه د «افغان ښځو د زغم» په اړه وینا وکړه، لومړی مقام تر لاسه کړ.
همدارنګه د بتول ناصري تر ټولو اغېزمنه وینا هغه وه، چې هغې په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي افغان کډوال مېرمنې په توګه د «امیرکبیر» په صنعتي پوهنتون کې د «افغان ښځوپه وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالي» تر سرلیک لاندې وکړه، او ۱۳۰۰ کډونوالو تر منځ یې د تر ټولو «غوره» او «نوښګرې» ویناوالې مقام او لقب خپل کړ.»

بتول ناصری/ عکس: ارسالی به رسانهی رخشانه
هغې هلته د «چادرۍ» په اغوستو او «تابوت د ننه هندارې» په ښودلو سره، په هغه تالا کې مخاطبانو ته د هغو محدودیتونو په اړه و ویل، چې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو لپاره د چادرۍ اغوستلو په اړه ویل شوي دي. نوموړې په دې اړه و ویل: «د ویناوالۍ په هغې سیالۍ کې زما د وینا موضوع د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د افغان مېرمنو په وړاندې د جنسیت پر بنسټ ولاړو محدودیتونو او تاوتریخوالیو باندې راڅرخېده. زه د افغاني چادرۍ سره د دریځ سر ته پورته شوم. په دې اړه مې ویل، چې افغان ښځې د چادرۍ «برقعې» په اغوستلو سره له انساني خپلواکیو محرومې شوې دي. هغوی د چادرۍ په اغوستو سره له یوه رښتیني ژوند څخه لرې شوې دي. تر چادرۍ لاندې زرګونه جرمونه او جنایتونه کېږي، چې د ښځو په نوم تمامېږي. بېلګه یې همدا ځانمرګي بریدګر دي، چې د چادرۍ په اغوستو او د ښخو له نوم څخه په ګټنې د بې ګناه خلکو تر منځ ځان ته چاودنه ورکوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول بې ګناه وګړي په کې وژل کېږي. همدارنګه د تابوت د ننه هندارې په ښودلو سره مې ویل، چې ټول غواړي، ښځې له ټولنې او ټولو ځایو څخه له منځه یوسي. خو هغوی د تابوت د ننه هنداره کې د ځان په لیدو سره پوهېږي، چې له ځان پرته یې نور څوک نه شي ژغورلی. نو د تابوت د ننه د هندارې له ښودولو موخه دا ده، چې له موږ پرته نور څوک نشته، چې موږ له منځه تلو او محوه کېدو څخه وژغوري.»
په ۱۴۰۲ کال کې د ایران د صدا او سیما خپرندویه مرکز له خوا د ښوونې په برخه کې د غوره نوښتګرې لقب تر لاسه کول د بتول ناصري بله لاس ته راوڼه ده.
بتول ناصري د «هوش کلامي» کتاب لیکواله ده، چې هغه یې په کال ۱۳۹۸ کې ولیکه او چاپ شو. د مېرمن ناصري په وینا، دغه کتاب له لوستوونکو سره مرسته کوي، تر څو هغوی د ویاندویۍ او لیکوالۍ اغېزمن مهارتونه زده کړي.
همدارنګه بتول ناصري د ایران او افغانستان په پوهنتونونو کې د ویناوالۍ د ښوونکې په توګه تدریس کړی دی. هغه په ایران کې د امیرکبیر، آزاد اسلامي، د تهران جنوب او په افغانستان کې په کاتب پوهنتونو کې د ویناوالۍ ښوونکې وه.
هغه ځای ته رسېدل، چې بتول دا مهال په ایران کې د کډوالو نجونو ترمنځ په تر ټولو پېژندل شوې څېره بدله شوې، آسانه کار وو. خو په سختۍ هم نه دي تېر شوي. لږ تر لږه کورنۍ یې اوس پرې باور کړی او زرګونه نجونې هغې ته اوس د یوې بریالۍ بېلګې په سترګه ګوري: «دې ځای ته رسېدل زما لپاره آسانه نه وو، زیات لګښتونه یې درلودل، له رواني فشارونو نیولې تر ټولنیزو او شخصي محدودیتونو پورې، خو د ټولو سختیو تر څنګ نن دا احساسوم، چې درېدو مې یوه مانا درلوده. دغې لارې ما ته راوښوده، چې محدودیتونه د لارې پای نه دی، کله د بدلونونو د پیل تر ټولو ژور ټکی وي. کله چې ځان له تېر سره پرتله کوم. د غرور، هوساینې، درناوي او مسوولیت احساس کوم. د دوام ورکولو لپاره مسوولیت، د هغو نجونو لپاره د لارې پرانستل، چې تر اوسه د خپلې لارې په پیل کې ولاړې دي.»







