زیبا بلخي
د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې لارو تړلو سره یې، د مور درملنه بنده شوې ده، په دې موده کې یې ډېری وخت د روغتونونو او ډاکترانو د کتنځایو په لټولو تېر کړی دی. خو د بلخ په روغتونونو کې یې د مور درملنه امکان نه لري او د اړتیا وړ درمل یې هم کم پیدا دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچ په زیاتېدو سره، طالبانو له پاکستان څخه د درملو واردولو د بندولو پرېکړه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ پوله تړل شوې ده. دغه وضعیت د ډېری ناروغانو لپاره چې په وارداتي درملو تړلې او یا اړ دي، چې د درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي، بېړنۍ پایلې درلودې.
لکه په (مستعار نوم) ۲۲ کلنه سمیه چې وايي، مور یې کابو دوه کاله کېږي، د معدې په سرطان ناروغۍ اخته ده. د سمیه مور یو ځل د کابل په یوه روغتون کې عملیات شوې، خو دې عملیات نتیجه ورنه کړه او هغوی اړ شول تر څو خپله مور د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.
سیمه وايي، مور یې چې هر ځل له درده شکایت کوي، نه شي کولی خپلې اوښکې کابو کړي: «هره شپه او ورځ درد کاږي. نیمه شپه یې پر ځان درد راځي، ان مور مې د درد له سختېدو سره ژاړي. له شیدو پرته هېڅ نه شي خوړلی. له حد او اندازې زیاته ژاړم. مور مې په داسې وضعیت کې نه شم لیدای، پاکستان ته مو چې بېوله، درمل به یې منظم اخیستل او خوړل، ښه وه حالت یې په دې کچه خراب نه وو.»
سمیه وايي، کابو دوه کاله کېږي، چې مور یې په هرو څلورو میاشتو کې یو ځل د درملنې لپاره د پاکستان اسلام آباد ته تله، او دا یې د مور د درملنې لپاره یوازینۍ مناسبه لار وه.
هغه وايي، د مور د درملنې بل نوبت یې رارسېدلی، خو پوله تړلې او په هېواد د ننه یې د اړتیا وړ درملو موندل ممکن نه دي. نوموړې وايي، مور وضعیت یې له تېرو دوه اوونیو راهیسې لا خراب شوی دی.
زمیني لارې تړل شوې او ان د ناروغانو لپاره هم له ځمکنیو لارو تګ ممکن نه دی. د سمیې د مور لپاره یوازینۍ لار دا ده، چې د هوا له لارې لاړه شي. سیمه وايي، هغوی د بېوزلۍ او هوايي وېزې د بیې لوړوالي له امله د دې توان نه لري، چې له دې لارې اقدام وکړي.
افغانستان کې د اړتیا وړ لږ تر لږه ۷۰ سلنه درمل له پاکستان څخه راځي، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله تر کړکېچ وروسته، طالبانو سوداګرو ته لارښوونه وکړه، چې تر دریو میاشتو پورې له پاکستاني لوري سره خپل ټول سوداګریز حسابونه پاک کړي او د درملو واردول ودروي.
طالبان د بدیل درملو او له نورو هېوادونو د وارداتو په لټه کې دي. د طالبانو روغتیايي چارواکو په دې وروستیو کې هند او ایران ته سفرونه کړي دي.
خو د طالبانو دا کړنلارې اوس مهال نه شي کولی د خلکو درد درمان کړي. سیمې ویلي دي: «زما د مور درمل چې موږ له پاکستانه اخیستل، دلته نه موندل کېږي. ورور مې څو ولایتونه پسې وکتل، چې پیدا یې کړي، خو نه پیدا کېږي.»
د هغو ناروغانو کورنۍ، چې په دې راپور کې ورسره خبرې شوې وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي لارو تړلو، درملو او درملیزه خدماتو ته د ناروغانو د لاسرسي لپاره جدي پایلې درلودلې دي.
په (مستعار نوم) ۳۸ کلنه بنفشه ماندګار د مزارشریف ښار یوه بله اوسېدونکې ده. هغه کابو له درې اوونۍ راهیسې د مزارشریف او څو ګاونډیو ولایتونو ټول درملتونونه ولټول، خو تر اوسه نه ده، توانېدلې، چې د خپل ناروغ زوی لپاره درمل پیدا کړي.
بنفشه چې هر درملتون ته ورځي، یوازې له دې یوه ځواب سره مخ کېږي: «درلودل مو خو خلاص کړي دي او اوس دا درمل نه پیدا کېږي.»
بنفشه وايي، ۱۰ کلن زوی یې د زېږون له ورځې د مېرګي په ناروغۍ «Eplipsy» اخته دی. کلونه کېږي، چې د هغه د عصبي حملو د کابو کولو لپاره له Epival و Levetiracetam درملو ګټه اخلي، هغه درمل چې له پاکستان څخه واردېږي.
هغه وايي، که د زوی دارو یې پر وخت ورنه کړل شي، عصبي حملې یې لا سختېږي. کله په یوه ورځ کې څو ځلې بېهوښه کېږي. بدن یې لړزېږي او ساه یې تنګېږي: «درمل یې خلاص شوي، درې اوونۍ کېږي هېڅ داسې درملتون نه دی پاتې، چې نه یم ورغلې، خو نه پیدا کېږي. بدیل درمل چې اخلم، هېڅ اغېز پرې نه کوي، د زوی وضعیت مې ښه نه دی. حملې یې زیاتې شوې دي. شپه ورځ نه لري، هره دقیقه پرې حمله راځي او که درمل یې زر پیدا نه کړم امکان لري وضعیت یې ډېر خراب شي.»
بنفشه وايي، د درملو موندلو لپاره یې په مزارشریف سربېره له نورو ولایتونو سره هم اړیکه نیولې او په پایله کې تېره ورځ وتوانېده، چې د سرپل ولایت له یوه درملتون څخه یو څه درمل پیدا کړي. خو له اصلي قیمیت څخه په څو برابره لوړه بیه: «پرون ماښام زما د خاوند ملګري زنګ ورته وکړ، چې پیدا مې کړل، خو پخوا مې په ۱۶۰ افغانیو اخیسته اوس یې بیه ۳۷۰ افغانیو ته رسېدلې ده. هغه هم یوازې یو بوتل پیدا شول، چې تر اوسه زموږ لاس ته نه ده رسېدلې.»
بنفشه وايي، هغه باید خپل زوی په هرو اتو میاشتو کې یو ځل پاکستان ته د درملنې لپاره بوځي، چې وروستۍ درملنه یې په اکتوبر میاشت کې وه، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په تړل کېدو سره یې هغه له لاسه ورکړې ده: «افغانستان کې مو ډېره درملنه وکړه، خو نتیجه یې ورنه کړه. کابل کې مو د فرانسویانو روغتون ته یووړ، دلته مو هر ډاکتر ته وروست، ګټه یې ونه کړه او زموږ یوازینۍ هیله پاکستان ته بېول وو، چې درمل یې اغېز کوي.»
په (مستعار نوم) ۴۷ کلنه نجلا یوه بله مور ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو په تړل کېدو سره یې د ۱۹ کلنې لور درملنه درېدلې ده.
هغه وايي، لور یې له ماشومتوبه د « Chronic Immune Thrombocytopenia» ناروغۍ سره ژوند کوي، هغه ناروغي، چې همغه د زېږون راهیسې ورسره ده، خو کورنۍ یې په دوه کلنۍ کې په دې ناروغۍ پوه شوه.
Chronic Immune Thrombocytopenia یوه اوږدمهاله ناروغي ده، چې په هغې کې دفاعي سیستم په تېروتنې سره د وینې په پلېټلېټونو برید کوي او دا د پلېټلېټونو د کمښت او خونرېږۍ د زیاتېدو سبب کېږي.
نجلا وايي، د لور ناروغي یې د افغانستان د ننه د درملنې وړ نه ده او باید په هرو دریو میاشتو کې یو ځل پاکستان ته ولاړه شي. د نجلا د لور د درملنې وروستی وخت د سږ کال د نوامبر په وروستیو کې پای ته ورسېد، خو د اقتصادي کمزورتیا او افغانستان او پاکستان تر منځ د لاړو په تړل کېدو سره، تر اوسه نه ده توانېدلې، چې لور یې د درملنې لپاره پاکستان ته بوځي.
نجلا ویلي دي: «موږ یې له ناروغۍ په ځنډ خبر شو. تازه دوه کاله کېږي، چې تر درملنې لاندې ده، په همدې خاطر دا چې زر یې درملنه ونه شوه، ډېره ورته ګواښوونکې ده. اندېښنه مو دا ده، چې دا مهال د درملنې په درېیم پړاو کې یو، که پولې همداسې تړلې وي او ونه شم کولای لور مې بوځم، دا وېره زیاته ده، چې وینه یې کمه شي.»
همدارنګه هغې زیاته کړه: «په افغانستان کې زما د لور ناروغي د درملنې وړ نه ده، درمل یې هم دلته نه موندل کېږي چې ویې پېرو. په افغانستان کې یې یوازینۍ لار د وینې ورکول دي، چې هغه هم باید له شپږو نارینه وو وینه واخیستل شي، په افغانستان کې یوازې همدا امکانات شته او بل هېڅ ډول درمل یا درملنه شتون نه لري.»
د نجلا خاوند چې ښوونکی دی، دا توان نه لري، چې لور یې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته بوځي.
پاکستان د نېږدوالي او ارزانه درملنې له امله د افغانستان د ډېری ناروغانو لپاره، چې په خپل هېواد کې یې درملنه ناشونې ده، لنډ ځای دی.
بلخ کې یو درمل پلورونکی بشیر احمدي وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدو وروسته، په تېرو څو میاشتو کې د درملو د بازار وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی: «درمل د تور بازار په شان شوې. هر کس چې هره بیه یې په زړه شوه پلوري یې. که په ټول کې و وایو، پاکستاني درمل موندل کېږي، خو د تېر په پرتله یې بیه خورا لوړه ده. دولت هم نور هېواد ته د پاکستاني درملو راتلل نه پرېږدي.»







