مهرین راشیدي
د دروازې زنګ چې و وهل شو، ټکرۍ مې راپورته کړ او د دروازې پر لور لاړم. د دروازې له هغه لوري د کوڅې د استازي غږ راتله، په زړه کې مې درزا پیدا شوه، استازي چې و ویل، «کور پلټنې» د کور د تلاشۍ لپاره راغلي، لږ وه، چې له وېرې چیغه کړم، شونډې مې تر غاښونو لاندې کړې او په وېره او ډار مې دروازه پرانسته.
د کوڅې استازی مخکې او څو طالب سرتېري ورپسې انګړ ته را د ننه شول. لور مې پلمه کړه او له دوی وړاندې کوټې ته د ننه شوم. لپټاپ مې تر ټکري لاندې پټ کړ، لور مې په غېږ کې واخیسته او له کوټې راووتم.
لس دقیقې وړاندې مې لپټاپ په زنګنو ایښی وو او د تېرې ورځې مرکې مې لیکلې. څه موده کېده، چې له یوې جلا وطنه رسنۍ سره مې د راپور ورکوونکې په توګه کار پیل کړی وو.
لور مې ترڅنګ د لوبو په توکو لوبې کولې او زه د هغې کورنۍ د کړاو او اندېښنو د کیسې په لیکلو کې ډوبه وم، چې ټاکل شوې وه راپور یې ولیکم. د طالب ځواکونو لاس ته لوېدو او خوشي کېدو تر منځ یوازې لس دقیقې وخت وو.
د زړه درزا مې ډېرې شوې وه، لکه پاڼه لړزېدم او لور مې ټینګه په غېږ کې نیولې وه. ثانیې ورو څرخېدې، د لاسونو او پښو لړزېدل مې زیاتېدل، خو د طالبانو له خوا د کور لټون پای ته نه رسېده.
طالبان چې له انګړه ووتل، ژوره ساه مې واخیسته، لور مې له غېږې کوزه کړه، ټکری مې لرې کړ، لپټاپ مې کېښود او په چوتره کېناستم. داسې وه، لکه چې غر مې له اوږو کوز شوی وي، د زړه درزا مې ورو ورو آرامېده. هغه ورځ په خیر تېره شوه، خو له هغې وروسته، تل د دروازې له ناڅاپي ټکېدو وېرېدم او په زړه کې به مې درزا راپیدا شوه.
فکر مې کاوه، چې افغانستان نور زموږ لپاره خوندي ځای نه دی. پرېکړه مو وکړه، چې ګډه وکړو، کډوالي څه یوه پېژندل شوې کلیمه چې هره ورځ یې اورم.
ما او زما درې کسیزې کورنۍ ډېره ژر پرېکړه وکړه، چې ایران ته لاړ شو. له پولې چې واوښتو پېښې مې سستې شوې. لاسونه مې ګرم شول او یو کلنه لور مې چې په غېږ کې وه، راباندې درنه شوې وه، ومې نه شوای کولی شاه ته وګورم. راتاو شوم، ځنځیر ته مې وکتل. هغه دوه سرتېرو ته، چې د ځنځیر دواړو خواوو ته ناست وو.
دوه – درې کانټیزونه، څو ګاډي او ځوانانو چې د مسافرو بارونه د ځنځیر دواړو خواوو ته وړي، هغه ټول څه وو، چې تر شا مې لیدل. ساده انځور وو، خو وژونکی غم زما پر سر راغلی وو، دا داسې وه لکه زه چې هغه په ګاډي کې باروم، خو یو څوک مې په زور لرې ټېل وهي او له خپلو خاطرو، پاڼو او ریښو مې جلا کوي.
لمر په لوېدو وو او سوځنده وړانګې یې د دښتې له لرې پرتو سیمو د پولې په لور ځلېدې. ځمکه لا ګرمه وه او ګرم تاوو یې مخ ته راپورته کېده. اوږد حجاب او پر مخ مې تور ماسک د لمر وړانګې لا هم په بېړه زبېښلې او د بدن پوست مې یې سوځاوه.
بدن مې ګرمېده، تروې اوبه مې شونډې ته راورسېدې او ډېر بد غرېو راباندې راغلی وو، که لا هم په کور کې وای، لکه کله به چې غرېو راته خو په یوه څنډه کې به مې پناه اخیسته او سر به مې پر دواړو زنګونونو اېښود او ژړل به مې، دومره، چې د غرېو او درد ورېځې به وچاودېدې، اوبه به شوې او پر لمن به مې راورېدې، خو هلته کور نه وو، پوله وه.
ژر ژر مې لاړې تېرولې، سترګې مې ښکته اچولې وې. نه مې شوای کولی د لور سترګو ته وګورم، نه مې غوښتل ما دومره ماته او بې وسه و ویني. فکر مې کاوه، چې پر آرام مې تېښته ښه ګڼلې او پر ژوند مې قمار وهلی.
زما خاوند امید، چارخانه دسمال په سر اچولی وو، پنډې یې تر شاه تړلې او بکسونه یې لېږدول، خدای خدای مې کول چې مخ را ونه ګرځوي او اوښکې مې ونه ویني.
هغه بکسونه په یوه هیله تړلي وو او په مینه یوه بل هېواد ته روان وو. ویل یې غواړي ما او لور مې یوه ښه ځای ته بوځي. داسې ځای چې وکولی شو د آرام ساه واخلو. پارک ته لاړې شو، ساتېری وکړو. درس و وایو او خپلوکه و اوسو. زما د اوښکو او درد په لیدو یې زړه ماتېده، هوډ یې کمزوری کېده. یا یې هم ښايي خپل ځان ملامت کړی واي.
موږ ایران ته په دې تمه تللي وو، چې لږ له وېرې پرته ژوند ولرو. خو داسې ښکارېده، چې ژوند به موږ ته خپل د خوښۍ مخ ونه ښيي.
ایران ته له تګ نهه میاشتې وروسته، نور زموږ وېزې تمدید نه شوې او عملآ زموږ استوګنه غیرقانوني شوه. د قانوني اسنادو نه شتون، د دې لامل شو، چې ژوند مو لږ لږ سخت او نه زغموونکي پړاو ته د ننه شي. په پیل کې مو سیمکارتونه او بانکي کاروتونه بند شول. وروسته د امید د کارګرۍ کارت ناچله او عملآ بې کاره شو. په وروستي ګام کې زموږ لپاره په ټول کې خو د امید لپاره په ځانګړي ډول د باندې وتل یوه لویه ننګونه جوړه شوې وه، هغه ننګونه چې په هر ځل وتلو سره یې د نیولو او تر پولې اړولو ګواښ حتمي وو.
یوه ورځ مې تلېفون ته زنګ راغی، امید وو، غږ یې ستومانه وو، ویل یې پولیسو ونیولم او غواړي تر پوله مې واړوي. د دې خبرې په اورېدو سره مې په بدن کې یخې اوبه لاړې.
دوه ساعته وروسته مې بکسونه تړلي او له خپلې لور سره په ګاډۍ کې سپره شوم، غوښتل مې یوازې د امید تر څنګ وم. ژوند، کار او هر څه مې چې پر ځای پرېښي وو راته مهم نه وو، مهم امید وو، چې په تاڼه کې ما او زما لور ته انتظار وو.
په هغه ورځ چې امید د ژمنیو جامو د اخیستو لپاره د باندې تلو، د تل په څېر مو خدای پامانې وکړه او دروازه مې چې ورپرسې بنده کړه، په زړه کې مې درزا پیدا شوه. په دې توپیر سره، چې دغه درزا د نور کله په څېر سپکه نه وه، سخته وو او هر څو مې چې غوښتل نور یې په چورت کې رانولم او د ښو شیانو په اړه فکر وکړم، نه کېده. اخر دې درزا خپل کار وکړ. څو ساعته وروسته زه او لور مې له امید سره یو ځای تر پوله راواړول شو.
له بس موټره چې ښکته شو، سوړ باد مې پر مخ ولګېد او په چټکۍ سره یې زما په وېښتانو کې لارې وکړې، ټکرۍ مې مخ ته راکش کړ او د کوټ ملابند مې وتاړه. شپه وه، پوله د باران له کبله لنده شوې وه، لا هم د باران څاڅکي ورېدل او هوا یې لا سړوله او لندوله.
بس یوه لوی سپین بیرغ ته نېږدې په یوه ځای کې ودرېد. لور مې شاوخوا ورته وکتل، ویې ویل: «مورې دا ځای وطن دی؟» هغه اوس لویه شوې ده. ښې خبرې کوي او تر خپل عمر ډېره پوهېږي، کله مې چې په ځواب کې و ویل: «هو» ناڅاپه یې د خوښ احساس وکړ او په مسکا راپسې روانه شوه.
د امید څېره مې چې بکسونه یې په ګاډي کې بارول، د څراغونو په تته رڼا کې ولیده، روښانه شوې وه. پر عیکنو یې د باران واړه څاڅکي د کرسټال په څېر ځلېدل.
هغه په خپله ژمنه وفا وکړه او زما او زما د لور لپاره یې د ژوند ښه شرایط برابر کړل، خو خپله هره ورځ پرې بده تېره شوه. ګزمې او پولیس یې په ورځني خوب اوښتي وو، د درې میاشتې مخکې وخت په چورت کې شوم. هغه ورځ چې ناروغه وو او له روغتون څخه د راتګ پر مهال یې چې کله په کوڅه کې ګزمه ولیده، د سیرومو کنول یې له لاسه و ایست او د کور په لور یې منډه کړه. مخ یې له وېرې لکه کچ سپین تښی وو.
کله مې چې سترګې د ځنځیر پر سر د ښه راغلاست په نښه ولګېدې، ژوره ساه مې واخیسته، تر اوسه مې د هېڅ لوحې له لوستلو دومره خوند نه وو اخیستی، هغه مهال مې غوښتل ورمنډه کړم، زر ځنځیر ته ورسېږم او ترې تېره شم. امید په ګاډي کې له بکسونو سره مخکې او زه او لور مې لاس په لاس پسې روان وو او په مسکا له ځنځیر څخه تېر شوو.
سترګې مې د هرات ښار په څراغونو چې له لرې یې سترګک وهل، ولګېدې. یو فیروزيي ټکسي په بېړه د څراغونو لور ته راغی، امید او لور مې ویده وو. د ټکسي ټيپ روښانه وو او نرم اواز ترې خپرېده. ښار ته په نېږدې کېدو داسې وه لکه یو شی مې چې په زړه دروندوالی کوي. هغه ښه احساس چې دوه ساعته وړاندې یې په پوله کې درلود، له منځه تلو. د شپې ساړه او تیاره مې ډېره حس کوله. منفي فکرونه مې په سر کې راڅرخېدل.
درې کلونه وړاندې وخت مې یاد ته راغی. له ښځو د تش ښار چورت، د وېروونکو ټکسیانو چورت، د ښاري وېروونکو تم ځایونو چورت، چې غټ سپینې چپنې اغوستو سړو به ښځو ته کتل، هغوی به یې نیولې او سپکې او بې لارې به یې ورته ویلې.
ټکسي د پولیسو تمځای ته ورسېده، سترګې مې پر پولیس ځواکونو ولګېدې. لا حیرانه شوم، ټکرۍ مې سم کړ، پلو مې پر مخ راخور کړ او ماسک مې واچاوه. کله چې ټکسي له تمځای څخه تېر شو، د سړک دواړو غاړو ته مې کتل. په هغه نري سړک چې د شپې په هغه ناوخته کې له موټرو او ریکشاوو ډک وو. لکه د جادې ګڼه ګوڼه، فکر مې هم یو په بل پسې بوخت او لا بوختېده.
اوس په خپل هېواد کې لکه پردي داسې یو. ژوند همداسې د وېرې او محدودیتونو تر منځ دوام لري، خو د ژوند د ښځو ورځو لپاره مو خپلې هیلې له لاسه نه دي ورکړې.







