رها آزاد
د ۱۴۰۱ کال د لړم په اتمه، یوه ډله ځوانې نجونې د بدخشان پوهنتون دروازې مخې ته راغونډې شوې. شعار یې ساده وو او روښانه پیغام یې درلود: «تحصیل زموږ حق دی.»
هغوی د طالبانو پر دې پرېکړه اعتراض وکړ، چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه تړلي او د حجاب اغوستل یې جبري کړي دي. خو اعتراض ډېر دوام ونه کړ او طالب ځواکونو غونډه په تاوتریخوالي واوړوله.
په ویډیوګانو کې، چې هغه ورځ په ټولیزو شبکو لاس په لاس کېدې، د طالبانو کسان لیدل کېږي، چې محصلې نجونې په دورو سره د اعتراض له ځایه شړي.
خو د ځینو نجونو لپاره ځپنه په هغه ورځ پای ته ونه رسېده. درې کاله وروسته یو شمېر هغه ښځو، چې په هغه اعتراض کې یې شتون درلود وايي، د اعتراضونو بیه یې په دورو د وهلو تر بیې لوړه وه. بېکاري، ټولنیز محرومیت او پر کورنیو یې فشار.
د دې راپور د افرادو نومونه، د امنیتي ننګونو له امله مستعار راغلي دي.
د «تحصیل زموږ حق دی» شعار بیه
۲۴ کلنه وحیده شمس یو له همغه معترضه نجونو ده. هغه وايي: «نه یوازې زموږ اعتراض یې وځاپه، بلکې نجونې یې په دورو و وهلې. خپله په ملا او مخ ټپي شوم.»
وحیده هغه مهال په بدخشان کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریاله وه. له اعتراض دوه اوونۍ وروسته، کار ځای ته لاړه، خو مسوول مدیر ورته و ویل، نور په دې رسنۍ کې کار نه شي کولی.
د وحیدې په وینا، مدیر ورته بیان کړې وه، چې په هغو اعتراضونو کې د دې تر ګډون وروسته، د راډیو ادارې د طالبانو د استخباراتو له لوري خبرداری تر لاسه کړی دی. «ویې ویل ښه دا ده، چې فعلآ کور ته لاړه شم. هغه وروستی ځل وو چې دفتر ته لاړم، ان اجازه یې رانه کړه، چې یو ځل سټېډیو ته ننووځم، یا له خپلو همکارانو سره خدای پاماني وکړم.»
رخشانې رسنۍ د دې راډیو له پخواني مسوول مدیر سره هم مرکه کړې ده. هغه چې لا هم په افغانستان کې ژوند کوي، ومنله چې وحیده، په اعتراضونو کې د ګډون په دلیل له کاره لرې کړای شوه.
(مستعار) رحمت مدثر و ویل: « د دې د خپل او رسنۍ د خوندیتوب په خاطر اړ شو، چې همکاري ورسره پرې کړو، موږ ته یې خبرداری راکړی وو، چې کارکوونکې باید په اعتراضونو کې ګډون ونه کړي.»
وحیده، د پوهنتونونو تر تړل کېدو وړاندې، په بدخشان پوهنتون کې د خبریالۍ د څانګې زده کوونکې وه او د مسلکي کار له پیل څخه یې یوازې څو میاشتې تېرې شوې وې.
اعتراض او غلې او درندې پایلې
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، پر ښځو یوه ډله پراخ محدودیتونو لګول شوي دي. له شپږم ټولګي پورته د زده کړو مخنیوی، د پوهنتونونو تړل، کاري محدودیتونه او جبري حجاب. دغو پالیسیو د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې پر واټونو د ښځو د اعتراضونو یوه لویه څپه راپورته کړه، هغه اعتراضونه چې ټول په تاوتریخوالي سره وځپل شول.
د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د طالبانو له لوري د معترضو ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کارولو ته اشاره کړې ده. د بشري حقونو څار ډلې د دې اعتراضونو په وړاندې د طالبانو غبرګون «وحشیانه» بللی او د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې معترضې ښځې د طالبانو په بند خونو کې له شکنجې او بدو چلندونو سره مخ دي.
وحیده، اوس له خپلې کورنۍ سره په فیض آباد کې ژوند کوي. هغه وايي، د خبریالې په توګه له کاره تر ایستلو وروسته، هېڅکله نه ده توانېدلې، چې ځان ته بل کار پیدا کړي. له اعتراض اته میاشتې وروسته یې په یوه خصوصي ښوونځي کې د انګلیسې ژبې د ښوونې لپاره غوښتنلیک ورکړ، خو منفي ځواب یې تر لاسه کړ: «ویل یې موږ خبر یو چې تا د نظام پر ضد فعالیت کړی، ستا ګومارنه موږ ته خطر لري.»
د دې خصوصي ښوونځي مدیرې هم له رخشانۍ رسنۍ سره په خبرو اترو کې تایید کړې، چې د امنیتي ننګونو له امله یې د هغې له ګمارنې ډډه کړې ده. دې مدیرې چې په دې راپور کې د مروه صالحي په مستعار نوم نومول شوې و ویل: «وحیدې د چنګاښ په ۲۱ مه موږ ته خپله سي وي رالېږلې وه، خو دا چې په هغه ورځو کې امنیتي شرایط ښه نه او محدودیتونه ډېر وو او بل پلو یو له همکارانو ویل، چې دا مېرمن معترضه ده، ومو نه شوای کولی ویې نیسو.»
په کورنیو فشار
۲۷ کله شهلا خراساني د بدخشان له معترضه ښځو یوه بله هغه ده. نوموړې وايي، د دې د اعتراضي فعالیتونو له امله یې، خاوند د طالبانو له یوه دولتي بنسټ څخه ایستل شوی دی. «طالبانو هغه ته و ویل، ستا مېرمن زموږ پر ضد کار کوي، په داسې حال کې، چې ګېډه دې دولت در مړوي.»
د شهلا خاوند (مستعار) حبیب فهیم وايي، ګوښه کول یې یوازې په څلورو اعتراضونو کې د مېرمنې د ګډون له امله وو. «له هغې راهیسې زموږ ژوند ډېر سخت شوی دی»
نوموړي له رخشانې رسنۍ سره په مرکه کې و ویل: «په دې خاطر چې مېرمنې مې په څلورو اعتراضي پروګرامونو کې ګډون وکړ، زه یې منفک کړم. اوس په رښتیا سخت ژوند لرو.»
د امنیتي ننګونو له امله د هغه دولتي بنسټ نوم چې فهیم په کې کار کولو، له راپور څخه لرې کړای شوی دی.
شهلا په لومړي ځل د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې، د ښوونیز کال په پیل سره د نجونو پر مخ د ښوونځینو د تړل کېدو په غبرګون کې، د یو شمېر نورو معترضو ښځو سره یو ځای په کابل کې واټونو ته راووتله. له هغې وروسته هغې د طالبانو له لوري د ښځینه سینګارتونونو د تړل کېدو پر ضد اعتراضونو کې هم ګډون وکړ، دغه راز یې په ۱۴۰۴ کال په بدخشان کې د طبي انستېتیوتونو د تړل کېدو پر ضد اعتراضونو کې هم ګډون درلود، چې دا هم د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري وځپل شول.
شهلا چې له اقتصاد څخه فارغه شوې وايي، په وار وار یې د دندې لپاره دولتي او خصوصي بنسټونو ته غوښتنلیکونه ورکړي، خو ټول رد شوي دي.
هغه وايي، ډېری له هغو ښځو چې د «ډوډۍ، کار او خپلواکۍ» شعارونه یې ورکول، نن ورځ په کور ناستې دي او ګوښې کړای شوې دي.
تور نوملړ
۲۵ کلنه شایسته رها یوه بله ښځه ده، چې په دې راپور کې ورسره مرکه شوې. هغې له طالبانو مخکې په یوه دولتي بنسټ کې کار کولو، خو اوس بېکاره ده او وايي، نوم یې د طالبانو په «تورنوملړ» کې دی.
شایسته وايي، د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې او د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي او ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې په اعتراضونو کې د ګډون له امله، د طالبانو له لوري نیول شوې وه. د هغې په وینا، د نیولو موده یې له څو ساعتونو تر یوې اوونۍ پورې توپیر درلود او هر ځل د سیمې د سپین ګیرو په مځګړیتوب راخوشې شوې او یو ځل هم اړ شوه، چې د خپل خوشي کېدو لپاره ۵۰ زره افغانۍ ورکړي.
شایسته وايي: «طالبانو زما د اعتراضي پروګرامونو له آمله، زما پلار له دندې وایست، پلار مې د دولت کارمند وو.»
نوموړې زیاتوي، پلار یې له کاره تر ایستل کېدو وروسته، د زړه درېدو له ستونزې سره مخ او مړ شو او اوس یې پنځه کسیزه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
رخشانې رسنۍ ونه شوای کولی په بدخشان کې د طالبانو د «تورنوملړ» د شتون پخلی په خپلواکه توکه تایید کړي.
له بدخشان څخه شاعره او د ښځو د حقونو فعاله خجسته الهام چې دا مهال له هېواد بهر ژوند کوي وايي: «د فیض آباد په شان وړو ښارونو کې د معترضو ښځو پېژندل د طالبانو لپاره خورا آسانه دی. غیر دولتي بنسټونه هم د طالبانو له وېرې د ښځو له ګمارولو ډډه کوي.»
د دې ډېری ښځو لپاره اعتراض پر واټونو یوازې یوه شېبه نه وه، دا د هغې لارې د پیل ټکی شو، چې د هغوی مسلکي ژوند، امنیت او ان کورنۍ یې تر اغېزې لاندې راوستې دي.







