زحل آزاد
سمیرا احمدي د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر په امر، له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي ته په تګ بندیز ولګېده. سمیرا ناهیلې نه شوه او د کارګرو ماشومانو لپاره یې وړیا ښوونځی پرانست او یو کال کېږي خپله هلته ښوونکې ده.
۲۰ کلنې سمیرا د «عترت» ښوونیز مرکز د همغه کال په مني کې، چې د نجونو ښوونځي وتړل شول، د کابل لوېدیځ ته په یوه محرومه او غریب مېشتې«چهل دختران» سیمه کې پرانست. دا ښوونیز مرکز اوس مهال د لږ تر لږه ۱۵۰ ماشومانو لپاره، چې له ۸ تر ۱۵ کلونو پورې دي، د زده کړې ځای دی.
سمیرا وايي، کابو ۶۰ تنه زده کوونکي یې ډېری کارګر ماشومان دي: «هیله مې درلوده، چې ښوونځی او پوهنتون ولولم او ښوونکې شم، خو د نظام په بدلون سره ټولې هیلې رانه واخستل شوې او په یوه خوب بدلې شوې. وروسته مې و ویل، چې د هغو هیلو د ژوندي ساتلو لپاره، د هغو ماشومانو لاسنیوی وکړم، چې کلونه کلونه د ټولګي او زده کړې لپاره په تمه ژوند کوي.»
د ۱۴۰۱ کال د وري په ۳ مه، د طالبانو د بیا حکومت راتلو څخه اووه میاشتې وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه راوګرځول شوې. شاوخوا ۹ میاشتې وروسته، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت، تر «بلې خبرتیا» پورې پوهنتون ته ښځو او نجونو تګ هم منع کړ.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ کال د زمري ۲۳ مه په افغانستان د طالبانو په تېره څلور کلنه واکمنۍ کې ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړې، بې برخې شوې دي.
سمیرا هره ورځ له لمر ختو وړاندې د خپل کوچیني ښوونځي دروازه پرانیزي او په لېوالتیا سره د خپلو زده کوونکو هرکلي کوي. ښوونځی ډېر کم امکانات په واک کې لري. ماشومان په زړو فرشونو کېني.
د سمیرا په وینا، هغې دا ښوونیز مرکز په لومړنیو امکاناتو او په پنځو یا شپږو زده کوونکو سره پیل کړ، خو ډېر ژر د دې ماشومانو شمېر لسګونو تنو ته ورسېد: «د ښوونځي د جوړېدو خبره په بېړه د سیمې د خلکو تر منځ خوره شوه او په بدل کې یې له دریو تر څلورو میاشتو پورې، د زده کوونکو شمېر له ۱۲۰ تر ۱۵۰ تنو پورې ورسېد.»
په دې ښوونیز مرکز کې چې اوس د سمیرا تر څنګ څلور نورې نجونې هم په کې په خپله خوښه زده کوونکو ته درس ورکوي، انګلیسي ژبه، نقاشي، خیاطي او قراني علوم ښوودل کېږي. سیمرا و ویل: «ان که ونه شي کولی خپل ښوونځی پای ته ورسوي، یا پوهنتون ته لاړ شي، خو دغه مهارتونه چې زده کوي، کولی شي د ځان لپاره ښه کاري فرصتونه پرې برابر کاندي.»
ډېری له دغو ماشومان، چې د زده کړو لپاره دې مرکز ته راځي، تر ډېره کارګر او یا هم د خورا بېوزله کورنیو څخه دي.
لکه ۱۲ کلنه مهدي، چې په یوه خیاطۍ کې کار کوي او په اوونۍ کې پنځه سوه افغانۍ مزدوري تر لاسه کوي. مهدي د خپلو دوه مشرانو وروڼو تر څنګ د کورنۍ په لګښت کې برخه لري: «خوښېږي مې چې زده کړې وکړم او د نورو په شان ښوونځي ته لاړه شم، خو اړ یم، چې کار وکړم او کورنۍ مې بې لګښته پاتې نه شي.»
مهدی کابو ټوله ورځ په خیاطۍ کې کار کوي: «هر سهار اته بجې خیاطۍ ته ځم او دولس بجې کله چې استاد (د خیاطی مسوول» د ډوډۍ خوړلو لپاره ځي، زه دلته راځم او درس اخلم او بېرته کار ته ځم.»
مهدي په یوه ګڼ مېشتې نهه کسیزه کورنۍ کې ژوند کوي. مخکې کله هم ښوونځي ته نه دی تللی وايي، پلار یې د زړښت له امله د کار کولو توان نه لري او د ژوند لګښتونه یې د ده او دوه مشرانو وروڼو په غاړه دي.
د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان کې بېوزلي زیاته شوې ده. تېر کال د نړیوال څو اړخیزه بې وزلۍ شاخص (ام پي آی) د راپور له مخې، په افغانستان کې د بېوزله خلکو ۵۸.۹ سلنه ماشومان جوړوي.
په دې وروستیو کې، د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یونیسف هم د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه خبرداری ورکړی دی.
۹ کلنه مهديه هم د دې ماشومانو له ډلې یوه ده، هغه د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره هره ورځ له ۹ تر ۱۰ ساعتونو پورې غالي اوبدي، مهدیه کله هم ښوونځي ته نه ده تللې.
د مهدیې ټوکلي لاسونه ښيي، چې هغه اوږده ساعتونه کار کوي: «مور مې وايي، باید کار وکړې، تر څو ښوونځي ته لاړه شوای شې. ډېر مې خوښېږي، چې درس و وایم او د سمیرا استادې په شان ښوونکې شم.»
مهدیه هغه خوښي، چې د زده کړې لپاره کوچینی فرصت لري نه پټوي: «مخکې مې فکر کاوه، کله به هم ونه توانېږم، چې کتابچه او قلم په لاس کې واخلم، خو دا چې ورو ورو مې هیلو ته رسېږم، خوشحاله یم.»
د کتابو او ښوونیزو توکو کمښت، د ځای د کرایې اندېښنه، د مرکز د فعالیت دوام او تر ټولو مهم دا چې، د نجونو د نیولو دایمي وېره او د مرکز تړل کېدل، د سمیرا تر ټولو عمده ننګونې او اندېښنې دي.
سمیرا بیانوي: «په هغو ورځو کې، چې نجونې له بازار څخه وړل کېدې، ان هغه زده کوونکې، چې کورونه یې له مرکز څخه یوازې څو ګامه لرې وو، ټولګې ته نه راتلې.»
۲۲ کلنه تمنا، چې په دغه ښوونیز مرکز کې د سمیرا رضاکاره همکاره ده وايي: «په دې مرکز کې کار کول، زما لپاره تر یوه مسلک ورپورته څه دي، دا هغه ځای دی، چې زه هره ورځ د ماشومانو د شور او شوق په لیدو سره انګېزه اخلم او داسې احساسوم، چې زه د دوی په ژوند کې د یوه لوی بدلون برخه یم.»
د دې مرکز ښوونکي وايي، تمه لري، چې زده کوونکي د زده کړې ښو فرصتونو او امکاناتو ته لاسرسی ولري.
تمنا هره ورځ درې ساعته له دویم تر څلورم ټولګي پورې ماشومانو ته د ښوونځي مضمونونه ورزده کوي. هغې و ویل: «د دې ماشومانو تر څنګ پاتې کېدل ما ته داسې ځواک راکوي، چې زه یې بل ځای نه شم موندلی، هغوی ما ته دا را زده کړي، چې ان په ډېرو سختو شېبو کې، کله چې هیلې تتې کېږي هم، نه باید ناهیلي شو.»
د دې مرکز ټول لګښتونه د سمیرا له شخصي ګټې برابرېږي، د سمیرا په وینا، هغه پیسې، چې دا یې د انګلیسي ژبې د یوه خصوصي مرکز له تدریس څخه تر لاسه کوي، یو زر او ۵۰۰ افغانۍ د ښوونیز مرکز د ودانۍ کرایه ورکوي او درې زره یې نور لګښتونه کېږي.
سمیرا و ویل: «هر ځل مې چې غوښتي تسلیم شم او ټول یې کړم. هغه لېوالتیا او شوق، چې د دې ماشومانو په سترګو کې وینم، اجازه یې را نه کړه، چې ویې دروم… دلته هغه نجونې او هلکان راځي، چې د خپل کار له یو ساعت څخه تېرېږي یا د غرمې ډوډۍ په وخت، چې کله نور ځي تر څو خپله ګېډه مړه کړي، هغوی راځي او درس لولي. یا هغه ماشومان، چې سهار وختی او مازیګر ناوخته له خورا ستړیا او بې خوبۍ سره د درس ویلو لپاره راځي.
سمیرا، تمنا او ان مهدي او مهدیه هره یوه یې له امیدونو خبرې کوي. په داسې حال، چې بېوزلي له یوه اړخه او د طالبانو محدودیتونو له بل لوري، د سلګونه زره ماشومانو لپاره د زده کړو فرست تت یا هم سخت کړی دی.
د سمیرا په وینا: «ان د یوې کوچینۍ هیلې درلودل هم د یوه چا په ژوند کې لوی بدلون راوستلی شي.»







