لیلا
ما څلور کاله وړاندې په ۲۳ کلنۍ کې په یوه دوه اړخیزه او بشپړ توافقي تصمیم کې له خپل خاوند سره واده وکړ. مېړه مې لوستی او خپلواک سړی دی. کله مو چې واده وکړ، نیمه ورځ مې په څو ښوونیزو مرکزونو کې په تدریس تېروله او د شپې له خوا به مې هم په کور کې پخلی کاوه، لوښي مې منځل او پاکي مې کوله.
بلاخره له څو میاشتو وروسته مې په یوه درسي انلاین فرصت کې، خپلې زده کړې بیا پیل کړې او یو انلاین کار مې هم پیدا کړ.
وضعیت په همدې ډول دوام درلود، تر څو یوه ورځ مې پرېکړه وکړه، چې باید ماشوم نړۍ ته راوړم. د امیدوارۍ په دوران کې مې هم باید خپلو درسونو ته رسېدنه کولای، هم مې انلاین کار مخ ته وړای او هم مې باید خواړه پخولی او له مېړه سره مې د کور کارونو ته رسېدنه کولای.
مېړه مې یو لوستی سړی دی، هره ورځ په ډولي ډول د کار دفتر ته ځي، جم ته ځي او په ښکاره یې په ژوند کې ټول څه عالي دي.
کله چې له هغه سره د کار او درسونو د سختیو خبره کوم، ځواب یې ډېر د زړه له پاسه وي. وايي: «اړ نه یې چې کار وکړې یا درس ولولې، کور او اولاد ته ورسېږه.» دغه ځواب چې هر ځل اورم، یوازې په خپل او نورو ټولو ښځو په حال افسوس کوم او له ما مشرانو نجونو ته یو لنډ پیغام لرم، هغه دا چې: «ډېره هڅه مه کوۍ، چې خپله ټوله انرژي، وخت او ژوند د سړیو په واک کې ورکړی، ځان ته پام وکړۍ، ژوند دومره آسانه نه دی.»
د زېږون درد او د مور کېدو تجربه
سترګې مې له هندارې پټې کړې او د حمام غولي ته مې کتل، باور مې نه کاوه، چې دا دومره وینه به زما له بدن څخه وي. وینځونکي توکي مې په لړزېدلو لاسونو پرې اچول او جارو مې پرې تېروله. د پاکوالي لپاره نه، بلکې د دې لپاره چې څوک یې ونه ویني او قضاوت پیل نه کړي.
درد مې له ملا خېژي، د حمام دېوال ته مې ډډه و وهله او بیا وینه بهېدنه رانه پیل شوه. کنډې شلېدلې وې او داسې احساس مې کاوه، چې هره شېبه امکان لري پر ځمکه راپرېوځم.
اوښکې مې بې واکه راتویې شوې او سړو خولو مې ټول بدن نیولی وو. په خوارۍ له تشنابه ووتم. لا د دروازې تر څنګ وم، چې د ژړا غږ راغۍ، ټکان مې وخوړ او پام مې شو، چې خپل نوزېږدۍ ماشوم مې دی.
زما ماشوم وو. هملته پوه شوم، چې مور کېدل یوه بیه لري، چې نه رښتیا ویل کېږي او نه هم ورته کوم چمتوالی نیول کېږي. د ګام اخیستو سېک مې نه درلود. خو باید تللې وای. په هغه شېبه کې زما روغتیا د هېچا لومړیتوب نه وو. هېچا ما ته نه وو ویلي، چې زېږون یوازې د یوه ماشوم پیدا کېدل نه دي، دا یوه داسې پروسه ده، چې که د بې پروایۍ، بیړې او تاوتریخوالي سره مل شي، نو کولی شي، د یوې ښځې بدن او روحیه زیانمنه کړي.
نه یې و ویلي، چې ځینې له دې ټپونو «طبیعي» نه دي، دا د نه پاملرنې حاصل دی. ماته یې ویلي وو، چې کله دې ماشوم په غېږ کې ونیسې، ټول دردونه پای مومي، دا تر ټولو لوی دروغ وو، چې وامې ورېدل.
کله یې چې هغه د لومړي ځل لپاره زما پر خېټه واچاوه او د ژړا غږ مې واورېده، بدن مې له درده سوځېده او ذهن مې تش وو. ټولو د مسکا انتظار درلود، خو زه یوازې ژوندۍ پاتې وم، کیسه تازه پیل شوې وه. له زېږون وروسته پالنه یوازې خواړه او ارام نه دي، ښايي بدن بېرته ورغول شي، خو د هغې ښځې روحیه چې درد یې نه لیدل شوی، نه اورېدل شوی او نه سپک شوی په دومره آسانۍ سره بېرته نه راګرځي.
زه چې کله په دې ورځو کې د خپل ماشوم په خاطر د شپې له بې خوبۍ خاوند ته وايم، ځواب یې ډېر توند او ځپوونکي دی. هغه وايي: «پخوا به ښځو لس اولادونه زېږول آخه به یې نه کاوه، د نن ورځې ښځې ډېرې نازیکې او زېړې دي، وزغمۍ…»
کورنیو او مشرانو ته زما پیغام دا دی، مخکې له دې چې ښځې مور کېدو ته وهڅوۍ یا یې اړ کړۍ، باید د زېږون د واقعیتونو په اړه ریښتیني و اوسۍ. باید نارینه وو ته ورزده کړۍ، باید د نن ورځې د ښځې او پرون د ښځې پرتله پرېږدۍ، اړتیا نشته، چې د نن ورځې ښځه دې هر څه وي او هېڅ شی دې ونه غواړي.
زېږون یوه شېبه نه ده، هغه پېښه ده، چې که په سمه توګه مدیریت نه شي، کولی شي، د یوې ښځې بدن، روحیه او د ژوند لار د تل لپاره بدله کړي.
زما لپاره زېږون او مور کېدل آسانه نه وو، ځکه هېچا ما ته نه وو ویلي، چې دا پروسه دومره یوازې، دردوونکې او بې رحمه کېدای شي. د ټولنې خلک د زېږون د درد، د هغې د یوازیتوب، د هغې د بیې په اړه چې باید وریې کړي، ښځو ته رښتیا نه وايي. راځی دا طبیعي دردوونکې پروسه، هغه ډول چې ده، په رسمیت وپېژنو، نه دا چې په اړه یې دروغ و وایو!







