د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴
معصومه او د هغې د هیلو رژېدا؛ له ایران څخه د یوې راستنې شوې زړې جوړې د ژوند کیسه

عکس: IOM

مهرین راشیدي

پنډغالی

له نورو مراجعینو لرې، په یوه څنډه کې ولاړ دي، داسې ښکاري لکه ځان چې پردی بولي. پاڼه یې په لاس کې ده، او په احتیاط سره ورو ورو د پنډغالي د ساتونکو په لور حرکت کوي. همدا چې نېږدې ورسېږي، د دروازې ساتونکی په غوسه او قهر چیغې پرې وهي چې «دایکنډي ته ولاړ شۍ، دایکنډي ته!»

د یوې لمرینې ورځې له غرمې وروسته دوه بجې دي. معصومه او رحیم کربلايي، چې له شپېتو کلونو پورته عمر لري، د هرات په سړه او باراني هوا کې د خواجه عبدالله انصاري واټ په بره د کډوالو پنډغالي مخې ته ولاړ دي. هغه انتظار چې په هر ځل مراجعې سره د دروازې ساتونکي طالب له لوري په قهر او غوسې سره ځواب ورکړل شوی دی.

په هغه پاڼه کې، چې اسلام قلعه کې د کډوالو نړیوال سازمان (آی اوام) پنډغالي معصومې او رحیم کربلايي ته ورکړې، اصلي استوګنځای یې دایکنډي ولایت درج شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې دا کورنۍ کابو څلوېښت کاله کېږي، چې له دایکنډي څخه راوتلي او په ایران کې یې ژوند کاوه. اوس شپږ میاشتې کېږي، چې هرات کې ژوند کوي.

هغوی د خپلې کډوالۍ د پاڼې د ثبت لپاره هرات کې د کډوالو پنډغالي ته راغلي دي. په دې تمه چې د نورو ټولو کډوالو په شان به له بشري مرستو برخمن شي، تر څو په دې بوډاتوب کې پرې ژوند تېر کړي.

معصومې و ویل: «موږ خبر نه وو، په خپلو ستونزو کې بوخت وو. یو وخت خبر شو، چې ګاونډیان مرسته اخلي. د جومات ملا او د کوڅې استازي ته چې ورغلو، راته یې ویل، باید دلته د (کډوالو پنډغالي) ته ورشو او خپله پاڼه ثبت کړو. د همدې لپاره نن راغلي یو، خو موږ ته وايي، چې دلته نه ثبتېږۍ. باید موږ خپل اصلي ولایت دایکنډي ته ولاړ شو.»

د هرات د کډوالو په پنډغالي کې یوازې د هغو کډوالو د کډوالۍ پاڼې ثبت کېږي، چې اصلي استوګنځای یې هرات ولایت وي. دا په داسې حال کې ده، چې هرات د افغانستان یو له سترو ولایتونو او همدارنګه له ایران سره د نېږدېوالي په دلیل د ژوند لپاره په یوه ګڼ مېشتې سیمه اوښتی دی. په ځانګړې توګه د هېواد د مرکزي سیمو د وګړو لپاره، چې د وچکالۍ، بېوزلۍ او بېکارۍ له امله یې خپلې پلرنۍ ځمکې پریښې او لویو ښارونو له هغې جملې هرات ته کډه کېږي.

ناپېژانده

څلووېښت کاله مخکې، کله چې معصومه او رحیم کربلايي تنکي ځوانان وو، له خپلې کورنیو سره یو ځای، له پخواني ارزوګان څخه، د کډوالۍ لار ونیوه او ایران ته کډوال شول. د معصومې په وینا، یو وخت په خود راغله او پام یې شو، چې په ایران کې یې واده سره وکړ او د دوو اولادونو څښتن شوي دي. ارزوګان کې د ځمکې، ژوند او خپلو خپلوانو نشتوالي هغوی له وطنه مخ اړولو ته اړ کړل، خو ایران کې یې هره تمه او هیله چې د ځان او اولادونو لپاره وتړله، د هرې ورځې او هر کال په تېرېدو سره له منځه ولاړه.

تر دې، چې اووه میاشتې مخکې معصومه او رحیم کربلايي پرېکړه کوي، چې خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي او د ځان لپاره پېژندپاڼه او پاسپورټ واخلي. هغه هم د معصومې په وینا، یوازې په دې هیله، چې په ایران کې له څلووېښت کاله ژوند وروسته د موټر چلوولو سند واخلي تر څو وکولی شي، په بوډاتوب کې خپله یو موټر ولري.

معصومه وايي، دوی خپلې پېژندپاڼې او پاسپورټونه اخیستي وو او د خپلې وېزې وار ته انتظار وو، چې د ایران او اسرائیلو تر منځ دوولس ورځنۍ جګړه ونښته، هغه پېښه چې د هغوی وروستۍ هیله یې هم له منځه یووړه او د دوی ژوند یې له دې مخه په بل مخ واړاوه.

اوس شپږ میاشتې کېږي، چې دا زړه جوړه له خپل کور، اولادونو او لمسیانو لرې، په یوه داسې ځمکه ژوند کوي، چې که څه هم نور یې خپل وطن بولي، خو د هغوی لپاره یوه ناپېژانده او ناآشانا ځای دی. هغه وطن چې دوی په کې، ځمکه، کورنۍ خپل خپلوان او نېږدې قومیان نه لري.

معصومې و ویل: «کله چې په ایران کې جګړه ونښته، داسې وه لکه زما په کور کې چې بم لګېدلي وي. د اولادونو له لاسه مې شپه او ورځ خوب نه درلود او ژړل مې.»

معصومه زیاتوي، د جګړې پر مهال یې لا تمه درلوده، چې له جګړې وروسته به پولې بېرته پرانستل شي او د وېزو ورکړه به له سره پیل شي او دوی به وکولای شي بېرته خپلو اولادونو ته ورشي. خو پاڼه واوښته، «جګړه چې پای ته ورسېده، نه یوازې دا چې د وېزې ورکړه پیل نه شوه، بلکې د کډوالو ایستل پیل شول. نور مې حس کاوه، چې ژوند مو پای ته رسېدلی دی، او نور هېڅکله نه شو کولای خپل اولادونه او لمسیان ووینو.»

معصومه او رحیم کربلايي، چې کله پوه شول، چې نور نه شي کولی دومره زر بېرته ایران ته خپل کور ته ستانه شي، د کور کرایې کولو په فکر کې شول. دا په داسې حال کې وه، چې د ایران څخه د کډوالو په پراخ ایستو سره، هرات کې د کورونو کرایه آسمان ته ختلې او ډېری وخت ان یوه کوټه هم د کرایې لپاره نه موندل کېږي. معصومه وايي، هغوی په پیل کې د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې د میاشتې په درې زره افغانۍ یوه کوټه کرایه کړه، وروسته یې چې په جبرئیل ښارګوټي کې د ځان لپاره وړ کور پیدا نه کړ، شیدايي ښارګوټي ته ولاړل او د میاشتې په دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ یې یو کور په کرایه کړ.

ناڅرګندتیا

معصومه وايي، سره له دې چې څه کم څلوېښت کاله کېږي دوی په ایران کې ژوند کوي، خو لکه د اوس په څېر چې په خپل هېواد کې کډوال او بېوسه دي، هېڅ وخت یې د هوسایې مخ نه دی لیدلي. تل په درندو کارونو بوخت وو او یا هم د تبعیض او کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګیرېوان وو. هغه زیاتوي، چې اوس د ناهیلیو د پاکېدا او وژونکې ناڅرګندتیا په ډنډ کې ژوند کوي.

«نه شم کولی دلته (افغانستان) کې ژوند وکړم. خپل هېڅ نه لرو، اوس شپږ میاشتې کېږي، چې په ناڅرګندتیا کې ژوند کوو. په کوم ځای کې چې یو، یوازې نوم یې کور دی، هېڅ شی په کې نه موندل کېږي.»

معصومه زیاتوي، په کومه تمه چې د کډوالو پنډغالي ته ورغلې وه، تر څو له بشري مرستو برخمنه شي او څو ورځې چې په هرات کې دي، لاس یې نورو خلکو ته اوږد نه شي. خو د پنډغالي د دروازې ساتوونکو او چارواکو ورته ویلي، چې باید خپل اصلي ولایت یعنې دایکنډي ته ولاړ شي، تر څو یې د کډوالۍ پاڼه ثبت شي او که کومه مرسته وه، چې ترې ګټمن شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د معصومې په وینا، دوی کابو څلوېښت کاله کېږي، چې له دایکنډي راوتلي او اوس هلته خپل خپلوان او نېږدې قومیان نه لري او د یخنۍ په دې موسم کې نه شي کولای ولاړ شي، «زما په اند زموږ اصلي استوګنځای مهم نه دی، مهم هغه ځای دی، چې موږ په کې ژوند کوو. موږ اوس په هرات کې ژوند کوو. څرنګه کولی شو په دې سړه هوا کې دایکنډي ته ولاړ شو.» معصومه شکایت کوي، چې د دوی د کډوالۍ پاڼه باید په هرات کې ثبت شي او مرسته ورسره وشي.

له بل لوري د ملګرو ملتونو د بودجه د کمښت له امله بشري مرستې هم په شدت سره کمې شوې دي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی، چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به افغانستان کې کابو ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري. دغه دفتر روښانه کړې، چې له دې منځه به کابو ۱۷.۵ میلیونه وګړي یعنې د اړمنو کسانو ۸۰ سلنه راتلونکی کال په لومړیتوب کې وي، چې دې شمېر اړمنو کسانو ته د رسېدنې لپاره ۱.۷۱ میلیادر ډالر بودجه ته اړتیا ده.

د نړیوالو بشري مرستو کمښت، هغه هم د سړو په دې موسم کې ډېری بېوزله وګړي، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه راایستل شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: نړۍ کې هر کال له ۲ میلیونه زیاتې نجونې له ښځینه سنتۍ سره مخ کېږي

لوږه او ناچاري، طالبانو یوه ماشومه نجلۍ «د هلکانو جامو» اغوستلو په تور نیولې

اړوندې لیکنې

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول
خبر

بدخشان کې ترافیکي پېښه: شپږ ماشوم، پنځه ښځې او څلور نارینه مړه شول

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست
خبر

د یوه پخوانی لاسي بم چاودنې بادغیس کې د یوه ماشوم ژوند واخیست

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴
د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام
دسته‌بندی نشده

د «ناهید» کوچینی خو ځواکمن اقدام

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴
معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!
خبر

معترضې ښځې د طالبانو د جزايي اصول نامې په تړاو نړیوالې ټولنې ته: د کاغذ پر مخ خواخوږۍ او په عمل کې چوپتیا هېڅ یوه ښځه نه ده ژغورلې!

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴
د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!
دسته‌بندی نشده

د ښځو کیسې، د تیارو کلونه او په کور د کېناستو درد!

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴
مرموزې وژنې: کندهار کې د درې ښځو جسدونه کشف شوي
خبر

مرموزې وژنې: کندهار کې د درې ښځو جسدونه کشف شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴

دیدگاهتان را بنویسید لغو پاسخ

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه