زېبا بلخي
په (مستعار نوم) ۲۵ کلنه نجلۍ، منیژه د افغانستان د شمالي بلخ ولایت هغه اوسېدونکې ده، چې دا مهال د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو لپاره د مزارشریف ښار په واټونو لاسي توکي پلوري. هغه وايي، د طالبانو له واکمنېدو درې میاشتې وروسته، د طالبانو له افرادو سره د جبري نکاح له وېرې یې کورنۍ اړ کړه، چې له ځانه له ۱۵ کاله مشر سړي سره واده وکړي.
هغې ویلي: «کله چې طالبان واکمن شول، زما کورنۍ ډېره وېرېدلې وه. زموږ په کور کې یوازې زه او زما وړه خور مجردې وو. پلار او وروڼه مې د طالبانو لومړۍ دورې واکمنۍ ته په کتو و وېرېدل، چې طالبان بیا د لومړۍ دورې په څېر ځوانې نجونې ونه تښتوي او ځان ته یې نکاح نه کړي، په همدې خاطر یې زه او زما خور ډېر ژر په مېړ کړو.
دا وايي، د نه امیداوارۍ پر مهال د ستونزو له امله، دوه کاله وروسته په زور طلاق ورکړل شو او اوس په واټونو په یوه لاسي رېړۍ کې مېوه پلوري.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې ښځې او نجونې تر «بیا خبرتیا» نه شي کولی په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د علمي او ښوونیز سازمان (یونسکو) په وینا، په افغانستان د طالبانو د څلورکلنې واکمنۍ په موده کې، ۲.۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. منیژه هم چې بلخ کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د دویم کاله زده کړیاله وه، له تحصیل څخه پاتې شوه.
سهار وخت، چې لا لمر سم نه وو غوړېدلی، منیژه مې د مزارشريف ښار په یوه څنډه کې له خپلې وړې رېړۍ سره ولیده. له تازه مېوو ډک لرګین صندوقونه یې په منظمه توګه چیندلي وو. د سهار په سړه هوا کې یې لاسونه په یوه بل موښلو او کله یې هم د خپلې خولې په تاو ګرمول.
هغې و ویل، له جبري طلاق وروسته، وروڼو هم له کوره وایسته: «ویل یې ته طلاقه شوې یې، نور موږ ته شرم یې.»
د منیژې په وینا، د هغې پلار، د دې له واده یو کال وروسته د زړه درېدو له آمله مړ شو او اوس یې له مور سره په یوه کوټه کې ژوند کوي.
جبري واده
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جبري ودونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې. خو په ورته وخت کې په دې اړه تازه شمېرنې شتون نه لري.
د بشري حقونو مرکز د ۱۴۰۳ د سلواغې ۹ مه په یوه راپور کې ویلي دي، له زده کړو محرومې ۷۰ سلنه نجونې ژر او کم عمره ودونو ته اړ شوې دي.
۲۵ کلنه منیژه هم وايي، د طالبانو له واکمنۍ یوازې درې میاشتې تېرې شوې وې، چې دا جبري واده ته اړ ویستل شوه: «هېڅوک نه وو، چې له دې واده سره مخالفت وکړي، ټولو ویل په دې شرایطو کې تر ټولو ښه کار همدا دی، تر څو هم د کورنۍ عزت خوندي شي او هم نجونې په ښه نوم خپل د بخت کور ته ولاړې شي. د همدې موضوعاتو په خاطر یې ویل، هر څوک یې چې وغواړي ورکوو یې، خدای مه کړه تر دې چې نوم بدې شي یا یې کوم طالب په زور بوځي.»
د کورنیو تر منځ د طالبانو له لوري په زور د نکاج کولو اندېښنې شتون لري. د رسنیو له لوري د جبري ودونو کیسې خپرې شوې دي.
لکه دا پېښه، چې د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۵ مه سرپل ولایت کې ځايی سرچینو رخشانې رسنۍ ته ویلي وو، چې په دې ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان او د امربالمعروف رییس یوه نجلۍ په زور د خپلې ډلې یوه غړي ته په نکاح ورکړه او هغه یې هلمند ته بوتله.
د طالبانو د واکمنۍ په مخکنۍ دوره کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې وې. منیژه وايي، کورنۍ یې له هر څه زیات د طالبانو د لومړۍ دورې له خاطراتو وېرېدله، که څه هم د طالبانو په لومړۍ دوره کې له ښځو سره د هغوی د چلند په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې دي، ځکه هغه مهال د رسنیو فعالیت خورا محدود وو.
خو په وروستیو کې رخشانې رسنۍ د هغې ښځې راپور خپور کړ، چې ۲۵ کاله وړاندې په زور د طالبانو یوه غړي ته په نکاج ورکړل شوه او له مزارشریف ښار څخه هلمند ته یووړل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو مرکز په راپور کې هم راغلي، چې په ډېری پېښو کې کورنۍ د اقتصادي فشارونو او طالبانو د ګواښونو په دلیل، خپلې لوڼې په جبري توګه د دې ډلې جنګیالیو ته په نکاح ورکړې دي.
راپور د بېلګې په توګه د حمیدې په نوم د یوې نجلۍ کیسې ته اشاره کړې، چې په ۱۵ کلنۍ کې له تحصیل څخه پاتې شوې وه او په زور د طالبانو یوه ۳۸ کلن قوماندان ته په نکاح ورکړل شوې ده.
منیژه وايي، په کور کې یې فضا څه داسې وه، چې هغې د مخالفت جرات هم نه درلود: «پلار او وروڼو ته مې څه نه شوای ویلای، ځکه زموږ په کور کې دا خبره شرم ده، چې نجلۍ دې د خپل واده په اړه له پلار او یا وروڼو سره خبرې وکړي او یا د هغوی د پرېکړې مخالفت وکړي. خو مور ته مې ډېر و ويل، چې اوس مهال نه غوړام واده وکړم، خو مور مې ویل، پلار او وروڼو دې د تا ښه والي په اړه فکر کوي، مخالفت مه کوه.»
نوموړې وايي، له واده یې یوازې درې میاشتې تېرې شوې وې، چې هغه د نه امیداواره کېدو په دلیل تر روحي او رواني فشارونو لاندې ونیول شوه: «په مزار شریف ښار کې مشهورو نسايي ډاکترانو ته ولاړو ویل یې دواړه ډېر کمزوري یاستۍ، ما د تخمدان د کمزورۍ ستونزه درلوده او د خاوند مې سپرم کم وو.»
خو د منیژې د خاوند د کورنۍ له نظره، هغه د دې وضعیت لپاره ملامت وه، دوه کاله یې درمل ونه کړل او په پای کې د منیژې په وینا، ټولې کاسې او کوزې د دې په سر ماتې شوې: «نه په واده کې چا له ما پوښتنه وکړه، چې ستا خوښه ده، چې له همدې سړي سره واده وکړې او همدارنګه په طلاق کې هم چا ونه پوښتلم، چې غواړې طلاق واخلې که نه، لکه یو بې ارزښته توکی زه یې لرې وغورځولم، اوس پر واټ د یوې ګولې ډوډۍ موندلو پسې لالهانده یم. کله هم چادري په سروم او کله هم مخ بند اچوم تر څو مې خلک ونه پېژني او ملنډې راباندې ونه وهي.»
د منیژې ورځنۍ ګټه له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې ده، هغې دغه کار د یوې ګاونډۍ ښځې په مرسته د ځان لپاره برابر کړی دی. له هغې وروسته، چې د کار لپاره یې ډېرو ځایونو ته غوښتنلیکونه ورکړل، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ.»
منیژې ویلي دي: «یوازې مېوه پلورنه نه، هر کار کوم، داسې ورځ هم راغلې، چې یو ټیره رېړۍ کې مې پلاستکي توکي پلورلي، مېوه هم خرڅوم. د سړک په غاړه مې روغتیايي توکي هم پلورلي، هر کار چې وي کوم یې، مقصد چې پيسې پیدا کړم.»
منیژه د هغه ځورونو او ازارېدو په اړه، چې پر واټ یې د لاسي پلورنې پر مهال ویني، په کنايي سره و ویل: «د باندې کار کول هم آسانه کار نه دی، د دې تر څنګ چې د نارینه وو له خوا ځورول کېږم، ډېری ښځې او زما هم جنسه هم له ما ملاتړ نه کوي. له خوښي هېڅوک د سړک په سر لاس پلورنه نه کوي، هر څوک یو مجبوریت لري.»
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژوند واقعیتونه سخت دي. د سږ کال د زمري په ۲۱ مه، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د طالبانو د واکمنۍ د څلورمې کلیزې په درشل کې اعلان وکړ، چې دغې ډلې د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره له عمومي ژونده د ښځو لرې کولو ته نېږدې شوي دي.
دغه بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي وو، طالبانو «په یو لړ لارښوونو سره افغان ښځې له خپلو حقونو او کرامت څخه محرومې کړې دي.»







