عصمت کهزاد
تر ټولو غوره ژوند وو او تر ټولو بد ژوند وو، د حکمت زمانه وه، د لېونتوب زمانه وه، د ایمان وخت وو، د شک وخت وو، د رڼا څپرکی وو، د تیارو فصل وو، د هیلو پسرلۍ وو، د ناامیدۍ ژمی وو، د خپلو سترګو په وړاندې مو هر څه پراخ وو، هېڅ شی مو مخې ته نه لرل، موږ ټول نېغ جنت ته روان وو، موږ ټولو نېغ مخالف لوری طی کاوه، یو وخت زموږ د خپل وخت سره دومره ورته دوران وو، چې ځینې چارواکو ټینکار کاوه، چې خلک باید دا دوره د ښه یا بد لپاره، د پرتله کولو د ټولو دورو په سر کې ځای کړي. (چارلز دیکنز، د دوه ښارونو کیسه)
دا یادښت له پوهنتون نه د شمسیه هلن د فراغت په مناسبت او د هغو لارو په خاطر، چې دې په خپلو هڅو او زړورتیا سره د ځان لپاره پرانستې وې لیکم. شمسیه زموږ د کورنۍ وروستۍ او یوازینۍ لور ده. هغه د « د بنګله دېشي ښځو لپاره د آسیايي پوهنتون» او د عامې روغتیا څانګې د کارپوهنې څخه فارغه شوې ده. د ډېری نورو افغان ښځو او نجونو په شان، د هغې برخلیک او راتلونکې هم په ډېرو، خو او که چېرې، سره مل وه، لکه څنګه چې اوس هم دي.
دا یادښت نه یوازې د شمسیې په ژوند کې د مهمو بدلونونو ټکو ته نغوته کولی شي، بلکې، په دې ډول دا د «همډوله» افغاني ښځې او نجلۍ ژوند ته کتنه کوي، چې د نوي نظم په رامنځ ته کېدو سره یې کولی شوای په بل ډول واوړي (لکه څرنګه چې ډېری ژوندونه همداسې شوي دي.)
د شمسیې ژوند هم کېدای شوای له دې پرته وای، کېدای شوای له دې ډېر ښه وای، لکه څنګه یې چې کولای شوای له دې هم خورا خراب وای او ان ناورین کوونکی وای.
په دې یادښت کې هڅه کوم، هغه لار چې هغې د دې خو، او که چېرې له لارې ځان ته هواره کړې، هغه لاسونه چې په سختو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې د هغې لور ته ور اوږده شوي او مرسته یې کړې، هغه پېچلي فکرونه چې کله ناکله یې د هغې مخنیوی کاوه او همدارنګه د ټولنې په عمومي فضا کې تدریجي بدلون چې ورو ورو د هغې په ګټه د راڅرخېدو په حال کې وو، په لنډه توګه بیان کړم.
په واقعیت کې دا یادښت نه یوازې د شمسیې د خپلو موخو او خوبونو په تعقیب کې د سخت کار او استقامت یادونه او لمانځنه ده، بلکې د نورو نجونو د محرومیت یادونه او بیا کتنه هم ده، چې شاید د هغې همځولې او ټولګیوالې وې او د خپلو خوبونو او اهدافو د تر لاسه کولو څخه پاتې کړای شوې دي. په حقیقت کې دا یادښت په خپله د هغه تبعیض او نابرابرۍ په تایید کې یو ډول «تریخ اعتراف» دی، چې د هغو برخلیک ټاکوونکو کلونو په جریان کې یې شتون درلود او موږ هم پر هغې د صحي ټکی کېښود او د دې لامل شو، چې دوام پیدا کړي.
الف: د تبعیض او نابرابرۍ پخلی
له کله مو چې ځانونه وپېژندل او وتوانېدو، چې ښه له بدو توپیر کړو، ځان مو په داسې شرایطو کې وموند، چې پر هغې نالیکل شوي قوانین او دود حکم چلاوه. قاعدې، نښې، سرې کرښې او باید او نه باید په تدریجي ډول زموږ د فکر او ضمیر تل ته کوز شوي وو، موږ له زرې شک پرته په همدې قواعدو او نښو له هغو پیروي وکړه او هره ورځ پر هغوی زموږ پابندي زیاتېدله.
کلونه وروسته مو، چې پر هغه قواعدو او نښو بیا فکر کاوه، هغه مو لکه ځنځيرونه په خپلو پښو کې لیدل، نه لیدونکي ځنځېرونه، چې کلونه کلونه یې له تشخیص کولو ناتوانه وو. له بل لوري مو د بېړنیو پایلو پر عکس د دې وضعیت ملامتیا، د خپلو پلرونو او میندو په کمزوري غاړو نه وراچوله، ځکه هغوی خپله د داسې شرایطو قرباني وو، چې دوی په خپله رامنځ ته کړي وو.
په حقیقت کې په فردي کړنو او عادتونو نیوکه، په کلي شرایطو له نیوکې او اصلي منطق له پاشلو پرته ممکنېږي. که نه نو دا به په یوه ډول شخصي او د لکۍ پرېکړي نسل په دوښمنۍ بدله شي، چې د اصلي مسلې حل تل ځندوي. دلته به په دې کلي او لنډې نغوتې بسنه وکړو.
د نالیکل شویو قواعدو او اصولو پر بنسټ، ښځې او نجونې له یوه ټيټ مقام څخه برخمنې وې. په بل عبارت، ښځې او نجونې «دویم جنس» ګڼل کېدې. جالبه خو دا ده، چې موږ هم لکه څنګه چې زموږ پلرونو او میندو دا درجه بندي کړې منلې وه.
زموږ په اند دا چلندونه چې د هغې پر بنسټ ښه خواړه، ښې جامې او د ساتېري لپاره ډېر وخت د کورنۍ له نارینه وو سره وي، زموږ په فکر کې هېڅ ډول پوښتنه نه راپورته کوله. دا نه لیکل شوې قاعده، چې پر بنسټ یې «عمومي ځایوه» تر ډېره نارینه وو ته ځانګړي شوي وو او «خصوصي ځایونه» تر ډېره ښځو ته ځانګړي شوي وو، هم دومره عادي نه ښکاره کېده.
تر کومه چې د کورنۍ عاید له کرکیلې او مالدارۍ تر لاسه کېده او تر ډېره د نارینه وو په واک کې وه، د کورنۍ ښځې په ښکاره هغې ته له لاسرسي محرومې وې. سره له دې، چې د کرکیلې او مالدارۍ په چارو او تر ټولو مهمه دا چې د کورنۍ په چارو کې د ښځو ونډه غوښنه ده، خو له ګټې د هغوی برخه او هغې ته لاسرسی خورا کم وو.
دا توپیري او دوه ګونی چلند تر ټولو زیات په شمېر او د نارینه وو او ښځو د مېلمستیا په برخه کې ښه ترا ځان ښيي. د نارینه وو د مېلمستیا شمېر د ښځو تر مېلمستیاوو خورا ډېر وو. د کورنۍ د نارینه وو په اند د ښځو مېلمستیاوې غیر ضروري وې او په همدې اساس په آسانه ترې سترګې پتېدلې.
له بل لوري د مېلمستیاوو د کیفیت توپیر خورا د پام وړ وو. د بېلګې په توګه، د کورنۍ نارینه به چې خپله مېلمستیا په غوښه او وریجو (پلو) برابروله او د هغې نور شیان به یې له بازره اخیستل، نه یوازې دې ته چمتو نه وو، چې ورته شیان د ښځو د مېلمستیا لپاره برابر کړي، بلکې د ښځینه وو مېلمستیا یې له سره اړینه نه بلله. په پای کې به د ښځینه وو مېلمستیا په «هر هغه څه چې په کور کې موجود» وو تر سره کېده.
د ځوانو نجونو لپاره د واده او خاوند ټاکل هم د همدې نالیکل شویو قوانینو او دودونو په چوکاټ کې ټاکل کېدل. د دې دود له مخې، سمه او معقوله ټاکنه به هغه وه، چې د پلرونو او میندو له خوا به تر سره کېده. د دې امر دلیل هم همدا وو، چې میندې او پلرونه د دې منل شویو قواعدو او دودو د قوت او کمزورتیا په ټکو تر بل هر چا ښه پوهېږي.
په حقیقت کې په ډېری پېښو کې په دې قوانینو او دود پاتې کېدل د وېرې او اندېښنې له کبله وو، نه د درناوي په پار. ځکه ډېر ځله داسې شوي وو، چې یو فرد یا افراد له دې قوانینو او دود د سرغړونې په خاطر تنبه او سزا ورکړل شوې ده.
په بل عبارت، دا قوانین او نښې په تدریجي ډول هغه خنډونه ګرځېدلي وو، چې ان خپله د کورنۍ نارینه او ښځینه په ضمني ډول ترې خبر وو. په دې سره نه په دې توانېدل او نه هم دې ته چمتو کېدل، چې هغه اصلاح کړي یا بدلون ورکړي. دا ناتواني د ډېرو نسلونو د محدودو قوانینو د سمون یا بدلون لپاره د «پوهې او روزنې په نشتوالي» کې ریښې درلودې. ځکه دا ښوونه او روزنه ده، چې د بدلون لپاره هممهاله هم لید او هم جرات او زړورتیا دواړه ورکوي.
دا سم همغه ځای دی، چې د شمسیې او هغې ته ورته کسانو کیسه په کې پېښېږي. د بیان شویو شرایطو په پام کې نیولو سره د شمسیې د هڅو اهمیت او زړورتیا هم ترې څرګندېږي. پر دوام دا چې شمسیې د ځان لپاره څه ډول یو نوی انځور او درک تر لاسه کړ او څنګه دې نوي انځور او فکر له هغې سره د خپلو موخو او خوبونو په تر لاسه کولو کې مرسته وکړه، رڼا پرې اچوو. د دې هدف تر لاسه کول «د ښوونې او روزنې» په مرسته ممکن شو، که څه هم لږ وو.
ب: د ځان په اړه د نوي انځور او فکر تر لاسه کول
د شمسیې د زړورتیا لپاره تر ټولو مهم عنصر چې خپل اهداف او خوبونه پرې تعقیب کړي، هغه نوی انځور او فکر وو، چې هغې «له ځانه» جوړ کړی وو. په حقیقت کې د هغو نجونو یوه لویه برخه، چې په هغو کلونو کې له یوه استثنايي او تاریخي فرصت سره مخ شوې وې او په ښه توګه یې پیل کړی وو، د هغه انځور په لومه کې ولوېدې، چې ټولنې او شته دودونو د دوی لپاره رامنځ ته کړې وه.
که څه هم دا فکر او انځور یو څه بدل شوی وو، خو د نابرابرۍ او تبعیض ځواکمن عناصر یې په ځان کې ساتلي وو. دا همغه مفکوره وه، که څه هم تعدیل شوې وه، خو وروسته یې ډېری خلک لارورکي کړل او د خپلو موخو له تعقیبولو یې کاږه کړل. په بله وینا، هغه مفکوره چې، د نالیکل شوي دود او قوانینو له لوري دوی ته کاږل شوی او ورپېژندل شوی وو، لکه هنداره داسې د دوی په وړاندې اېښودل شوی وو. له همدې امله دوی په دغه هنداره کې خپل ریښتی ځان نه، بلکې هغه جوړ شوی انځور لیده، چې د دوی پر ځای لګول شوی وو.
زموږ په کورنۍ کې، دا نوی انځور د نارینه وو او ښځو د رولو د «هممهاله بیا تعریف» له لارې ممکن شو. د نوي سمون د رامنځ ته کېدو په لومړیو کلونو کې زموږ له کورنۍ دوو تنو پوهنتون ته لار ومونده او «انساني علوم» یې ولوستل. زموږ د کورنۍ لپاره چې یوه لویه کورنۍ هم وو، دا پېښه خورا حیاتي او اغېز لروونکې هم وه. لکه څنګه چې ما مخکې په یوه ځای کې یادونه کړې، په هغو کلونو کې بدلونونه په دوو کچو کې رامنځ ته کېدل، په ټولنیزه کچه عمومي بدلونونه او په کورنیو کې کوچیني بدلونونه.
له همدې کله د بدلونونو سور او اواز له یوه کوره تر بله توپیر درلود. زموږ په کورنۍ کې د دې دواړو د یووالي له امله، په کورنۍ او ټولنه کې د نارینه وو او ښځو د موقف او رول په اړه شته درک او پوهې لږ لږ بدلون وکړ. نور هغه پخواني واټنونه او کرښې کاږل تت شوي وو او خپل ځای یې لا اسانتیا، متقابل درناوي (که څه لا هم ستونزمن) د «ښځینه شخصیت» په نسبي رسمیت پېژندنې او په عمومي توګه د ښځو په اړه ډېر انساني نظر ته ورکړی وو.
په داسې شرایطو کې د شمسیې د ځان په اړه د یوې نوې مفکورې او انځور لاس ته راوړل ممکن شول.
په حقیقت کې زموږ کورنۍ ته د انساني علومو د داخلېدو په لطف، نور په کورنۍ کې د نارینه وو د حیثیت او رول په اړه هغه «تنګ او سخت» انځور ممکن نه وو او نه هم په کورنۍ کې ښځې (په ځانګړې توګه هغه نوی نسل، چې د لوستلو او لیکلو له نعمته برخمنې وې!) د تپل شوي دودیز حیثیت او رول منلو ته چمتو وې.
په واقعیت کې زموږ کورنۍ ته د انسانۍ علومو داخلېدل، د شفا ورکوونکې «رڼا» د ننوتلو په څېر وه، چې په تیاره او لندو کونجونو کې ځلېږي. کولی شو و وایو، دې رڼا ښځو ( او همدارنګه نارینه وو) ته د ځان په اړه نوی پوهاوی او پر همدې اساس، نوی لیدلوری، خوبونه او اهداف ورکړل.
سره له دې، چې مور مې د سواد له نعمته محرومه وه، خو د شمسیې په اړه د هغې په نظر او قضاوت کې بدلونونه په ښکاره توګه لیدل کېده. د لورتوب څخه هغه دودیز انځور، چې د هغې پر بنسټ نجونو ته ځانګړې شوې لارې ښودل کېدې او هغه اهداف او خوبونه، چې له وړاندې ورته ټاکل شوي وو ( چې په هېڅ وجه د هغوی خپل اهداف او خوبونه نه وو!) او باید تعقیبولی یې، خپل ځای د لورتوب په اړه هغه نوي فکر او نوې پوهې ته ورکړی وو، چې د هغې پر بنسټ هغه په تدریج سره د خپل واک څېښتنه کېده او دا وړتیا یې موندله، چې له ځانه اهداف ولري.
د مور په فکر کې مې د شمسیې په اړه دا تدریجي بدلونونه د لیدو او لېوالتیا وړ وو، نور هغه دودیز قضاوت چې د هغې پر بنسټ «نجلۍ د خلکو مال وو او د هغې یې له زده کړې او تحصیل سره څه!» په دې قضاوت بدله شوې وه، چې «د نجلۍ لپاره ابتدايي سواد کافي دی!» دې بیا ورو ورو ځای دې قضاوت ته ورکړو چې «ښوونه او روزنه په جنسیت پورې هېڅ تړاو نه لري!» وروسته وروسته به مې مور خپل ځان مثال ورکاوه «ما دا بخت او وړتیا نه درلوده، چې باسواده شم، بې سواده انسان لکه ړوند داسې دی!» وروسته مې مور دغه خبرې له یوې زرې توپیر پرته خپلو لوڼو او زامنو ته کارولې. هغه «شفا ورکوونکې رڼا» خپل اغېز کړی وو.
ج: د یوه ژوند کیسه
د کورنۍ وروستۍ اولاد، چې یوازې یوه نجلۍ وه، په داسې وخت او زمانه کې پیدا شوه، هغه وخت او زمانه، چې په خپل ځان کې د ښځو او نجونو لپاره بې جوړې وه. په دې سره هغه پخوانیو ننګوونکو قواعدو او دودونو له دې شرایطو د اعظمي ګټې اخیستنې فرصت له هغوی واخیست. د ډېکنز په قول « د خپلو سترګو په وړاندې مو هر څه پراخ وو، هېڅ شی مو مخې ته نه لرل!». د دې امر دلیل د بدلون لپاره د هغې مخینې نه شتون وو، چې ټولنې له هغې سره د مخ کېدو لپاره بشپړ چمتوالی نه درلود.
په حقیقت کې د هر ډول بدلون، سمون او پرمختګ مخینه او شرط «ښوونه او روزنه ده، چې د هغه وخت ټولنه ترې محرومه وه او دې محرومیت اوږد شالید هم درلود. او له بل لوري د جګړې په خاطر په ټول هېواد کې او د ټولو وګړو لپاره دا فرصت د لاسرسي وړ نه وو. دې ټولو پېښو یو بل ته لاس سره ورکړی وو او د ډېکنز په وینا « موږ ټول نېغ جنت ته روان وو، موږ ټولو نېغ مخالف لوری طی کاوه!».
د طالبانو وروسته په لومړۍ دوره کې زموږ په کلي او ان ګاونډیو کلیو کې ښوونځي شتون نه درلود. د همدې لپاره ما او زما همځولو کابو درې ساعته پلی مزل کاوه، تر څو ښوونځي ته ورسېږو. لږ وروسته زموږ کلي ته ښوونځي راغی، خو ودانۍ یې نه درلوده. له همدې امله موږ تر خیمې او څپرې لاندې درس وایه.
کله چې وار شمسیې ته ورسېد، د ښوونځي ودانۍ بشپړه شوې وه. دې ته په پام سره چې په هغه وخت کې د یوې نجلۍ لپاره ګڼ خنډونه او مزاحمتونه وو، شمسیې ډېر ښه پیل وکړ او دوام یې ورکړ. له خنډونو او مزاحمتونو مو موخه پخوانۍ انګېرنې وې، چې شمسیه هم باید ښوونځي ته تللې وای او هم یې لکه څنګه چې وو په کور کې خپل رول تر سره کولی.
پر دې سربېره د نجونو په اړه لا هم هغه پخوانۍ مفکوره او انځور په خپل ځای وو، چې د هغې پر بنسټ لومړی دا چې ښوونځي ته د نجونو تګ چندان اړتیا نه وه. دویم دا چې له ټولنې او کلي شرایطو سره په همغږۍ، که ښوونځي ته تلای هم، نو همغه ابتدايي سواد، لوستل او لیکل ورته کافي وو. د دې انګېرو ځواکمن شتون ته په پاملرنې سره، شمسیې ډېر ښه او په یوه جلا تمه ښوونځي ته تګ راتګ ته دوام ورکړ.
د منځنۍ دورې له پای ته رسولو او په کلي او ګاونډیو کلیو کې د لېسې د نشتوالي له امله، شمسیه درې کاله ښوونځي ته له تګ او د درس ویلو له دوام څخه پاتې شوه. په کورنۍ کې د ننه د شمسیې د زده کړو د دوام پر دې پرېکړه توافق وو، چې هغه یې لږ تر لږه د لنډې مودې لپاره له درس ویلو راوګرځوله، دې توافق هم بېلا بېل اړخونه درلودل.
په دې سره هغه انځور او درک چې په هغه کلونو کې له یوې نجلۍ څخه وو، د دې پرېکړې په رامنځ ته کېدو کې رنګین وو. ځکه په کلي او ګاونډیو کلیو کې لېسه ښوونځی نه وو او کورنۍ اجازه نه ورکوله، چې هغه له کوره لرې درس و وايي.
البته په دې پرېکړه کې په کور د ننه ملاحضات او ناچارۍ هم وې، په دې مانا، چې لا هم د هلک او نجلۍ د رول په اړه شته مفکوره ځواکمنه پر ځای ولاړه ده. په بله وینا، که داسې وي، چې له کورنۍ کوم اولاد د ناچارۍ له امله قرباني ورکوي، نو «دودیز سلیم عقل» دا حکم کاوه، چې هغه قرباني باید لور وي. له همدې امله پټو لاسونو شمسیه وټاکله.
دا همغه «تریخ اعتراف» دی، چې که څه هم ناوخته تر سره کېږي، خو د تکرار د مخنیوي لپاره له وړې ګټې تش نه دی. په حقیقت کې په اعتراف کې هغه څه چې له لاسه وځي، هغه «ځنځیر» دی، چې موږ یې بند ته کشي کړی یو.
خو جالب ټکی دلته دی، چې د کورنۍ غړو فکر کاوه او منلې یې وه، چې شمسیه یوه سمه ټاکنه ده. یوازې ناخوښه کس خپله شمسیه وه. په واقعیت کې د شمسیې شخصیت لږ لږ ځان نیولی وو. دا «جوړښت» څرنګه چې و ویل شول، د دوه «متحولو شویو» شخصیتونو د همکارۍ حاصل وو، یو د کورنۍ نارینه شخصیت، چې د انساني علومو په راتګ او له نویو مفاهیم سره د مخ کېدو له امله متحول شوی وو، بل د لور شخصیت وو، چې له یو لوري د دې تحول شاهد وو او له بل لوري کم تر کمه د لوستلو او لیکلو له نعمت څخه برخمنه شوې وه.
بنا پر دې کولی شو و وایو، د دې «نوي شخصیت» جوړښت د یو ډول «متقابلې زده کړې» حاصل وو. مخکې مې، چې د هغه کلونو د تحول له دوه کچو یادونه وکړه، یعنې د ټولنې په کچه کلي تحول او په کورنیو کې د ننه جزوي تحول، نغوته مې دې ډول شیانو ته وه.
د شمسیې د نوي شخصیت یو له ځانګړنو د هغې د خپلو اهدافو او خوبونو د تعقیب لپاره بيړه وه، هغه اهداف او خوبونه چې د هغوی نالیکل شوي قوانین او دود یې په رسمیت نه پېژانده. د همدې لپاره کله چې زموږ کورنۍ کابل ته راغله، شمسیې شپه او ورځ هڅه وکړه، چې هغه درې کاله په کور کېناستل او له ښوونځي څخه لرې والی جبران کړي.
ما خپله د لومړي ځل لپاره په هغه دوران کې، چې هغې د کانکور لپاره چمتوالی نیوه، د خپلو اهدافو لپاره د هغې په نوي شخصیت، زړورتیا او جسارت پوه شوم. په داسې ډول یې هڅې کولې او داسې امید یې درلود، چې ګواکي د دې کار لپاره ټاکل شوې ده. په واقعیت کې همداسې وه: هغې خپل ځان د دې کار لپاره ټاکلی وو.
په ۱۳۹۷ کال کې د کانکور د ازموینې په تېرولو سره هغې کابل پوهنتون ته لار ومونده او تحصیل یې د «روسي ژبې» په څانګه کې پيل کړ. د پوهنتون له درسونو سره هممهاله یې انګلیسي ژبه هم مخ ته وړله. په واقعیت کې یې نوی شخصیت بشپړېده او د خپلو اهدافو په پاللو کې زړوره کېده.
له بل لوري زموږ کورنۍ هم نور هغه دودیزه تړلې او محدوده کورنۍ نه وه، چې د لوڼو لپاره د کوم ځانګړي چوکاټ غوښتونکې وي. په بل عبارت، هم خپله شمسیې خپل نوی شخصیت په رسمیت پېژندلی وو او هم کورنۍ تر یوه بریده له هغې سره جوړه شوې وه.
په ۱۳۹۹ کال کې په کابل پوهنتون له ترهګریز برید څخه روغ رمټه ووته، کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، کابل سقوط شو، شمسیه د پوهنتون په درېیم ټولګي کې وه، ټول هغه زحمتونه یې چې د زړه په وینو په تېرو کلونو کې جوړ کړي وو، په یو ځل یې د لمنځه تلو په حال کې لیدل. لکه د نورو ډېری نجونو په څېر یې خپل «نوی ژوند» په خپل موټي کې ونیوه او هڅه یې وکړه، چې له هغې ساتنه وکړي.
په واقعیت کې یې د ډېری نورو افغان نجونو په شان، نوی او خپله جوړ کړی ژوند لکه «دروند پېټی» په اوږ یووړ. دروند بار وو، ځکه همهماله باید په څو خځو کې جنګېدای، په کور کې، په کوڅه او بازار، په پوهنتون او په پای کې په ټولنه کې. په دې ډول چې وای، تر هغه ځایه چې امکان یې درلود او توان یې درلود، باید ځان یې ژغورلی.
له دې ژونده د ستانې په لار او له ډېرو هڅو وروسته، په پای کې په ۱۴۰۰ کال کې په دې بریالي شوه، چې د ښځو لپاره د آسیايي پوهنتون بورسیه تر لاسه کړي. البته به دې لار کې یې کورنۍ هم له هېڅ مرستې درېغه ونه کړه. په واقعیت کې د کورنۍ له خوا دا ډول مرسته «کفاره» وه، د «تبعیض» او «نابرابرۍ» هغه «کفاره» چې کلونه یې له دې سره کړي وو. ټولنه دې د هغو شاته تګ کوونکو قوانینو او سیستمونو کفاره ورکړي، چې د تبعیض او نابرابرۍ پر بنسټ یې «هغه» لکه «بل قرباني» او د خپل «هم ذاتې» په توګه بند ته کاږلې.
په هر صورت یادښت به وتړم. له دې چې ډېر خوښ یم او ګورم، هغه د خپلو کړاونو، زړورتیا، خوبونو او امیدونو پایلې تر لاسه کوي. بې له شکه چې هغه د لارې په منځ کې ده. ژوند همداسې دوام لري. دا یادښت زما لپاره هم د هغې د زحمتونو او زړورتیا هممهاله درناوی او لمانځنه ده، هم د هغې په وړاندې د جوړښتي تبعیض او نابرابرۍ تایید او اعتراف او هم د دې اعتراف له لارې د لږ انساني، تبعیض لرونکي او غیر عادلانه شرایطو په رامنځ ته کولو کې د ښکېلتیا لپاره د روحي او رواني درملنې یوه بڼه.







