زحل آزاد
د دېوال تر څنګ ناسته وه، نری ټکری یې په سر کلک راپېچلی دی او ګونځې شوې پاڼه یې په لاس کې نیولې وه. په هر څو دقیقو کې یې یو ځل سترګې د ګذر وکیل د دفتر له دروازې په ځمکه لوېدې. کله به یې سخته یخنۍ کې لاسونه په خپل لنډ «هو» کاږلو سره ګرمول.
کله مې چې خبرې ورسره پیل کړې، پرته له دې چې سر پورته کړي، ورو یې و ویل: «طالبانو هر څه رانه واخیستل.»
نوموړې هغې پاڼې ته په نغوتې، چې د دې په خپله وینا د ګذر وکیل سره موښلې او لرې یې غورځولې ده، و ویل: «دا درې څلور ورځې وړاندې یې له خپل دفتره وشړلم او ویې ویل، نور مه راځه! مرسته نشته او راتګ دې بې ګټې دی.»
رقیه د یوې ۳۰ کلنې ښځې (مستعار نوم) دی چې خاوند یې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړی وو او په یوه چاودنه کې یې له لاسه ورکړی دی. هغه کابو پنځه کاله کېږي، چې د خپلو دریو مشاومانو سرپرستي په بېوزلۍ، تاوتریخوالي او ټولینز بد کتو او ځورولو کې ور تر غاړې ده.
د رقیې خاوند د پخواني حکومت د هوايي ځواک غړی وو او د کابل په هوايي ډکر کې یې کار کاوه. د ۱۴۰۰ کال د وږي میاشتې په وروستیو کې کور ته د راتګ په لار د هغه لېږدوونکی موټر د ځانمرګي برید ښکار شو او ژوند یې وبایله.
د کابل سقوط ته نېږدې څو میاشتې، ناامنۍ خپل اوج ته رسېدلې وې، د ښار د ننه لارې او د هوايي ډګر شاوخوا نور خوندي نه وو او امنیتي ځواکونه د پرلپسې بریدونو او هدفي وژنو ښکار کېدل. د رقیې خاوند هم د همدې تاوتریخوالي څپې یو له قربانیان وو. هغه سړی چې اووه کاله یې د افغانستان د مخکني حکومت په هوايي ځواک کې خدمت کړی وو.
رقیې په کال ۱۳۹۲ کې واده وکړ، هغه وخت اتلس کلنه او د ښوونځي په دوولسم ټولګي کې وه. د خپل چاپېریال د ډېر ښځو پر عکس وتوانېده، چې د خپل خاوند په ملاتړ خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد څانګه پای ته ورسوي.
د دې په وینا: «له مېړه سره مې ښه ژوند درلود. تل یې هڅولم، چې درس و وایم او هڅه وکړم. لویې لویې «غټې» هیلې مو درلودې، تل به یې ویل ته باید د پوهنتون ښوونکې شې. هره ورځ به چې له دندې کور ته راتله، له خوښیو به په جامو کې نه ځایدم.»
خو دې خوښیو دوام ونه کړ، د طالبانو بدمرغه سیوري له هغه ټول ارمانونه واخیستل او په بدل کې یې کلونه کلونه کړاونه، لاس او پښې وهل، ناروغۍ او هډ سوزوونکې بېوزلي ورنصیب کړه.
رقیې و ویل: «کوچینی زوی مې د دریو میاشتو وو، چې بې پلاره شوو. داسې ورځې راغلې ان شیدې مې نه درلودې، چې هغه ته یې ورکړم، د شپې به وږی ویده کېده. دا پنځه کاله دومره سخت تېر شول، چې فکر مې کاوه لس کاله شول.»
رقیې په دې پنځو کلونو کې د یوې ګولې ډوډۍ موندلو لپاره، ګڼې ترخې شېبې تجربه کړې دي. یوې بېلګې ته یې په آرم غږ نغوته کوي: «د صیغې لسګونه وړاندیزو مې تر لاسه کړي، ویل یې نوې جامې درته اخلم او اولادونو ته دې کتاب او قلم. بل به ویل یوه شپه له ما سره مېلمنه شه، د سر لګښت به درکړم. ان هغه کسان چې مخکې مې ډېر باور پرې درلود او ځانونه یې راته دوست او ورو ویل، له ما څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په هڅه کې وو.»
ښه ترا جوتېږي، چې د دې خبرې کول د رقیې لپاره څومره درانده وو. ونه شوه، چې له هغې د ترخو تجربو په اړه زیات جزیات وپوښتم. هغې و ویل، بېوزلي یوازې د ډوډۍ نه درلودل نه دي، بلکې هغه پدیده ده، چې د انسان عزت په نښه کوي او د هغې په شان مېرمنې د اولادونو د لوږې او سپکاوي تر منځ ناممکنه انتخابونو ته رسوي.
د دغو تر څنګ، د خاوند د کورنۍ لخوا پر دې ټینګار چې رقیه خپل روږدي زوی ته د واده کولو لپاره چمتو کړي، د هغې یو له نورو سرخوږیو څخه ګڼل کېږي. رقیه درې کاله د دې غوښتنې په وړاندې ودرېده، خو په پای کې یې د دې مخالفت بیه، له کوره په شړلو او د اولادونو د میراث له ټولو حقونو څخه په ایستلو راوڅرخېده.
«د اولادونو د پلار له مرګ شپږ یا اووه میاشتې لا نه وې تېرې شوې، چې خسر مې و ویل، چې باید په نشه روږدی کشر زوی یې وکړم. کله مې چې مخالفت وکړ، وډبول شوم، ان ویې ګواښلم چې اولادونه دې درنه اخلم. اړ شوم، چې هر څه د هغه په نوم وروبښم او له خپل کور څخه ووځم.» دا د رقیې له کړاونو یو بل هغه دی.
پر بېوزلۍ او بې کورۍ سربېره، د رقیې روغتیايي وضعیت هم چندان ښه نه دی، ناروغۍ، لکه د معدې میکروب، عصبي ګډوډۍ او د سترګو د ځیر کمزروتیا، د رقیې دردونه زیات کړي دي. هغه ناروغۍ، چې د بېوزلۍ او د ماشومانو د سرپرستۍ د درانده فشار تر څنګ د هغې فزیکي او رواني توان ورځ تر بلې کمزوری کوي او د هغې درملنه د دې کورنۍ له مالي توان څخه پورته ده. د درد ارامولو ګولۍ یوازې هغه درمل دي، چې رقیه یې وخت ناوخته د اخیستو توان لري.
هغه د دریو، دولس کلن، نهه او پنځه کلن اولادونو مور ده او اوس مهال د پلار په کور کې ژوند کوي. په دې ټولو کلونو کې د کورنۍ لګښتونه یې د خیریه مرستو او مرۍ کنډلو له لارې برابرېږي. هغه لږ ګټه، چې یوازې یې پرې ورځنۍ ژوند تېرېږي.
سره له دې، چې د لیسانس سند په لاس لري، رقیه د کار موندلو لپاره هېڅ بخت نه لري. د هغې په وینا، دولتي ادارې ان ښځو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي او په نورو بنسټونو کې یې هم هغې ته ویلي، چې ښځینه کارکوونکې نه ګماري. خصوصي ښوونځي هم د کاري تجربې نه لرلو په پلمه، د هغې د ګمارنې فرصت رد کړی دی.
د رقیې هر یو کړاو کولی شي، په ژوند کې د هر یوه انسان ستونی تریخ کړي. تر ټولو بده، په بشپړه بېوزلۍ کې د هغه واکمنۍ تر سیوري لاندې ژوند کول، چې د خاوند ژوند یې ترې واخیست: «طالبانو هر څه رانه واخیستل. هیلې خوښۍ او خاوند… تل له ځان سره وایم، څه به کېږي؟ که همداسې دوام ولري، څه به کوم؟»







