مور او پلار دې هر یو خپل سلام او له لرې ښکولول خپل د سترګو تور، بلکې له ځانه راته ګرانې خوږې او نازولې شمسیه ګل ته وړاندې کوو، مو د خدای ج شکر ادا کوو چې تاسو روغ رمټ یاست.
نازولې لورې، په هغه ورځ مې چې ستا لاس ونیوه او په ښوونځي کې د شاملېدو لپاره لاړو، ډېره یوه نېکه او مبارکه ورځ وه، چې ستا نوم لیکنه مې وکړه او تا هم په غوړېدلې څېره ومنله او پر سبا یې ښوونځي ته روانه شوې، هر ورځ به دې یو ساعت لار د اوړي په سره ګرمۍ او د مني په سړو ورځو کې پلې زغمله او په دې توګه دې خپل درسونه تر منځنۍ دورې پورې په بریاليتوب سره پای ته ورسول.
د لېسې دورې څخه وروسته دې په زیاتو خواریو او له ستړیا پرته تر نیمو شپو پورې درس او مطالعه کوله او په پای کې دې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړ، په لوړو نمرو بریالی او کابل پوهنتون کې شامله شوې. نازولې لورکۍ هغه خوراۍ چې تا د خپلو زده کړو پر مهال په اوږو واخیستې، د درناوي وړ دي، چې زه، مور او وروڼه دې، پر تا نازولې لور وویاړو.
په خواشنۍ سره هغه بدلونونه چې په افغانستان کې رامنځ ته شول، د افغانستان ټولې نجونې یې له زده کړو محرومې کړې، خو ته بیا هم بې کاره کېنناستې، د غیرت ملا دې وتړله او په بنګله دېش کې د ښځو لپاره د آسیايي پوهنتون په بورسیه کې بریالۍ شوې.
په پای کې کابو له پنځو کلونو خواریو او هڅو وروسته دې د خپل فراغت مراسم تر سره کړل. موږ ټول له لرې ستا او ستا د هم لیکو د دغې سترې بریا مبارکي درته وایو. زما د زړه ټوټې، په هغه ورځ چې زه، مور دې او آصف جان ستا سره هوايي ډګر ته ولاړو او خدای پاماني مو در سره وکړه، هغه شېبه زموږ لپاره خورا سخته تمامه شوه، چې هېڅ وخت نه هېرېږي.
نازولې لورکۍ، د هغې ورځې په هیله چې زه او مور دې بیا تا په غېږ کې ونیسو او ښکلی مخ د ښکل کړو.
په پای کې له لایزال پیداکوونکي څخه ستا بریالیتوب او غزت غواړو.
وسلام ستا د دعا په هیله.
په درناوي
پلار دې عبدالله نیازی او زړه سواندې مور دې حکیمه شېرزاد
کابل افغانستان ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ لمریز کال







