زما خوږې لورکۍ!
نن ته برالۍ او د ښوونځي عمومي اول نمره شوې، په داسې حال کې چې موږ په بشپړ ډول په نا ډاډه او بې برخلیکه شرایطو کې ژوند کوو.
کډوالي او د بېرته ستنولو اندېښنه، هره ورځ پر موږ فشار راوړي، خو تا په مېړانه او خوارۍ سره په کم عمر کې ثابته کړه، چې هېڅ شی نه شي کولی تا له خپلې لارې واړوي.
نن ورځ ډېره یوه سخته ورځ وه.
ته انتظار وې، چې موږ ستا د ستاینلیک تر لاسه کولو په غونډه کې ګډون ولرو، خو موږ نیم ساعت وروسته در ورسېدو، تر څو ډاډه شوو چې پولیس له سیمې ولاړل، تر هغه وخته موږ ځانونه په کور کې بندیان کړي وو.
کله چې درورسېدو، سترګې دې پر ما ولګېدې، په غېږ کې د ونیولم او ودې ژړل، چې ولې مې ناوخته کړ او ټول تللي وو. په همغه شېبه زما ستونی له غرېوه ډک شو، خو تا مې ورو په غوږ کې و ویل: «مورجانې پولیسان راغلي وو…» او موسکا د وکړه، چې زړه مې آرام شو.
لورکۍ، ته یوازې پنځه کلونه لرې، خو له پروګرام او لویو موخو سره مخ ته ځې. تل په درسونو او سیالیو کې بریالۍ یې. د شپږو میاشتو په اوږدو کې دې دوه ځلې د دکلمې په سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ او د ډالۍ په پیسو دې د ماشومانو لپاره قلم او کتابچې چمتو کړې، تر څو دې د زده کړو په لار کې هڅې کړې وي. ته په خپل زړه کې د مشرۍ او له خلکو سره د مرستې کولو خوبونه لرې او د ټولو سختیو سره سره، هره ورځ په قدرت سره دوام ورکوې.
نن د پاکستان په اسلام آباد کې زموږ له سیمې ۶ کورنۍ ونیول شوې او افغانستان ته د شړلو په موخه «حاجي کمپ» ته لېږدول شوې دي.
زړه مې درد کوي او اوښکې مې له سترګو روانې دي او په داسې حال کې، چې خپلې راتلونکې او تر ټولو ډېر ستا راتلونکې موږ اندېښمن کړي یو، دا لیک درته لیکم.
ښايي سبا وار زموږ وي او ټول ژوند نه پوهېږم او په رښتیا نه پوهېږم.
تا ما ته وښودله، چې ان په تر ټولو سختو شرایطو کې تمه، زړورتیا او هڅه کولی شي هره تیاره روښانه کړي. ته زما الهام بښوونکې یې او هره ورځ چې له تا سره تېرېږي، رایادوې، چې مینه او زغم بریالی کېږي.
لورکۍ، مینه درسره لرم
ټوله مینه او ویاړ سره،
مور دې







