د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په تېرو ۱۱ میاشتو کې په بدخشان کې ۱۶ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

21 جنوري 2026
په تېرو ۱۱ میاشتو کې په بدخشان کې ۱۶ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

بدخشان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې په دې ولایت کې ۱۶ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

رخشانه: بدخشان کې د عامې روغتیا ریاست د تغذیې د څانګې مسوول جاوید محبي له ځايي رسنیو سره په خبرو اترو کې ویلي، د دې ماشومانو له ډلې، له ۶۰ تنو زیاتو هغو د خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه بېوزلي، بېکاري او کافي خوړو ته د کورنیو نه لاسرسي، بدخشان کې د خوارځواکۍ پېښو د زیاتېدو اصلي لامل بللی.

بدخشان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د تغذیې څانګې مسوول، همدارنګه زیاته کړې، چې د دې ولایت ډېری سیمې منظمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) څه موده وړاندې په یوه راپور کې لیکلي وو، په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب وضعیت بحراني دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په افغانستان کې ۱۷ میلیونه وګړي له سختې لوږې او کابو ۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې وه، چې د ماشومانو خوارځواکي به هم ښايي زیاته شي او راتلونکی کال به نېږدې څلور میلیونه ماشومان اغېزمن کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

یوناما هم څه موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د خوړو نه خوندیتوب لا هم سخت دی، د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچې کابو ۱۵ سلنه زیاتوالی کړی او په وړاندې ژمی میلیونونه کسان له مرستو پاتې شوي دي.

یوناما په افغانستان بشردوستانه وضعیت «خورا بحراني» بللی او ویلي یې وو، چې د مرستو رسولو لپاره د بودجې کمښت، د زرګونو کسانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي.

اړوندې لیکنې

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026
د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی
خبر

د افغان خبریالانو مرکز: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي حق له منځه تللی

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه